نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اياداسلامي امارت له سياسي اوفوځي برلاسى اوس هم انکارکيدلاى شي؟
ننګيالی زابل
29.09.2007
[color=yellow:bdcbb5fac2] وروڼو تر هرڅه وړاندي بايد يادونه وکړم چې ليکنې يا انتخاب شوې موضوع ته
ځواب راکړئ ، نه دا چې په ښکنځلو يا چټي افواهاتو سر شئ .
هر سړی په فورم کې خپل نظر په آزادانه توګه وړاندي کولاي شي ، نه داچې په يو او بل باندي خپل نظر د ښکنځلو يا پوچ و فحش له لاري تحميل کړو .
مننه ، ورور مو په ټوله افغاني مينه .[/color:bdcbb5fac2]
دهيوادورستيوسياسي اوفوځي پيښواوپه ځانګړي ډول دغزني په ولايت کې داسلامي امارت دزړورومجاهدينوپه لاس دجنوبي کوريا دهغواتباعوچې د(کشيش)په نامه يوې مشهورې کليسازمونږهيوادته دمسيحيت دخپرولوپه نيت راليږلي وو،برمته کيدو اوبيايې دخلاصون په اړه دامارت له استاځوسره دجنوبي کوريا دلوړپوړوچارواکومخامخ خبرو داپه ډاګه کړه چې اسلامي امارت په فوځي اوسياسي کچې داځواک اوحق لري چې دکرزى دکاواکې ادارې اودهغې دڅلويښتوملاتړو هيوادونودزرګونو عسکروپه شتون کې دامريکايې ايتلاف يوشمير هيوادونه ديته اړ کړي ترڅوداسلامي امارت قوت اومعقوليت ته غاړه کيږدي
همدادلايل ووچې دجنوبي کوريااواسلامي امارت ترمنځ په څوپړاوونوکې ناستو اوخبرو امريکا،ناټواودکابل اداره له سخت خجالت اوشرمندګي سره مخ کړه او که هرڅومره زياريې وکښ ترڅودکابل په ورستى جعلي جرګې دغه رسوايي له خلکوپټه اوسيورى پرې وغورځوي ،خونه يواځې چې پټه اوسيورى يې پرې ونشوغورځولاى ،بلکې دهمدغې جرګې دناستې پرمهال دطالبانو له لوري ددوکوريايي اتباعودخوشي کيدواعلان داثابته کړه چې په هيوادکې اصلي فوځي قوت اودچاروواګۍ له چاسره دى
نوپداسې يوه حالت کې دکابل اجيره اداره دتيرپه څيريواځې همدالاردرلوده اولري يې ترڅو دجنوبي کورياداتباعوپه برمته کيدو،هم دکوم ګاونډې هيوادلاس دخيل اوسهيم وښيي اوپه خپلې بې وسي اوڅرګندشکست سترګې پټې کړي،لکه چې دغزني لاسپوڅي اومات شوي والي!ددې پرځاى چې په خپل ولايت کې برمته شوي، راخلاص اويايې لږترلږه څرک ولګوي په نورواوتوبوتوسراو پاکستان يې په دې مسله کې ښکيل وباله،
مونږدغزني والي اودده په څيرتاليڅټوته وايوکه په رښتياهم تاسو لږترلږه ايماني اوافغاني غرورلرلاى اوددی هېوادملی اواسلامې ګټې درته مهمې وای نوهيڅکله به مو دخپلې اسلامي خاورې په غيږکې دمسيحيت دمنسوخ دين مبليغينواوفحش خپرونکوته دفعاليت اجازه نه واى ورکړې اوداکارچې طالبانوستاسې ترواک اودندې لاندې ځمکې کې ترسره کړنوبېاخو موبايدياله دندې لاس اخستى واى اودطالبانوحقانيت اوموجوديت ته سلامي شوي واى اوياموحداقل دچوپتيالارغوره کړې واى،نه داچې بې بنياده اوسوليدلوتبليغاتوته موپنايووړه اسلامي امارت په داسې حال کې چې دهيوادپه پراخه ځمکه خپل اوسنى جهادي برلاسي اوپه نړيواله کچه ظهورله خپل دين اوملت سره صداقت اوخواخوږي بولي ،باورلري چې دهمدغه صداقت اودېن ته په وفادارۍ به دافغانستان مسلمان اوغيرتي ولس ديرغلګروپه مقابل کې ارومرودلويې فتحې شاهدګرزي اويوځل بيابه دخداى (ج) په ځمکه الهي نظام وويني ، ان شاءالله تعالى
Anonymous
30.09.2007
اکاجانه زه خو دا ډيره موده وروسته دي سايټ ته راغلم
او ومي ليدل چي تا دغه موضوع لږ تر لږه شل کرته مطرح کړي ده
هر ځل خلګو ځواب هم درکړي دي چي تشتول او برمته نيول د غلو او ډاکوانو
کار دي او دا کار غله او ډاګوان هر چيري کوي
که د امريکا په نيويارکي کي غله کولي شي خلک اغوا او برمته کړي نو طالبان
يي په غزني کي هم کولي شي
که په سعودي کي کيدي شي نو دا کومه غټه خبره نده
غټه خبره د هغو خلګو هلي ځلي دي چي دغه برمته شوي کسان
يي د وحشي غلو او پاکستاني مذدورانو څخه ژوندي راخوشي کړل
نو ته ووايه چي غلا او ډاګي او د خلکو برمته نيولي چيري نشته؟
او ايا غلو ته څوک توريالي ويلي شي؟
او ايا هغه ټول غله چي دغه کار يي کړي و د دولت لخوا ونه وژل شول؟
په هغه وخت کي يي ځکه نه وژل چي د برمته شويو خلکو ژوند ته خطر و
خو وروسته يي ټول درته کټ کباړ نه کړل؟
چيري دي اوس ستا ملا عبدالله او پلانا پلانا
نور نو په دغه کار تاسي شرميدلي ياست او اوس ټول افغان
ددي ځاي ندي چه بيا بيا پکي د خپل شرم د وينځلو په خاطر
دغه يوه ببولاله وايي
کور دي ودان
pattang
30.09.2007
لکه چې طالب ته دې وفاداري ونکړه ولا که به ئي يا ا مريکايانوته وکړې او يا به
ئي نظاريانو ته وکړې ، څوک چې کرکټر ونلري هغه د هيچا ملګرتيا نشي کولی
چټې دې خپل مه ضايع کوه ته پر دې خبرو نه پو هېږې .
[quote:71c48074d5="khan jan"]اکاجانه زه خو دا ډيره موده وروسته دي سايټ ته راغلم
او ومي ليدل چي تا دغه موضوع لږ تر لږه شل کرته مطرح کړي ده
هر ځل خلګو ځواب هم درکړي دي چي تشتول او برمته نيول د غلو او ډاکوانو
کار دي او دا کار غله او ډاګوان هر چيري کوي
که د امريکا په نيويارکي کي غله کولي شي خلک اغوا او برمته کړي نو طالبان
يي په غزني کي هم کولي شي
که په سعودي کي کيدي شي نو دا کومه غټه خبره نده
غټه خبره د هغو خلګو هلي ځلي دي چي دغه برمته شوي کسان
يي د وحشي غلو او پاکستاني مذدورانو څخه ژوندي راخوشي کړل
نو ته ووايه چي غلا او ډاګي او د خلکو برمته نيولي چيري نشته؟
او ايا غلو ته څوک توريالي ويلي شي؟
او ايا هغه ټول غله چي دغه کار يي کړي و د دولت لخوا ونه وژل شول؟
په هغه وخت کي يي ځکه نه وژل چي د برمته شويو خلکو ژوند ته خطر و
خو وروسته يي ټول درته کټ کباړ نه کړل؟
چيري دي اوس ستا ملا عبدالله او پلانا پلانا
نور نو په دغه کار تاسي شرميدلي ياست او اوس ټول افغان
ددي ځاي ندي چه بيا بيا پکي د خپل شرم د وينځلو په خاطر
دغه يوه ببولاله وايي
کور دي ودان[/quote:71c48074d5]
توردلى
01.10.2007
سلام پر پوهانو!
تښتونې به يو تاكتيك وي، دا چې طالبان نور حكومت خلك تاليڅټي، دين او اسلام او هېواد ته خاين بولي. نو د طالبانو غوندې خلكو ته په كار وه، چې عيسوي مبشرين او له اسلامه خلك اړوونكي په لومړۍ ورځ وژلي واى. ځكه دداسې خلكو وژل بلكل ضروري وو. خو نه پوهېږو چې ولې د جاوسوسۍ په تور خلك ذبح كېږي
او سور عيسوى خوشي كېږي.
بله دا چې
اوس طالبان د ځينې شركتونو او موسسو مشران او نور تښتوي او بيا يې كور او شركت د يو لك او يا زياتو ډالرو غوښتنه كوي، نه پوهېږو چې دا د كوم آيت ا وحديث مفهوم دى؟
لنډه دا چې خداى د افغان ولس د هر تاليڅټي او هر لوڅ او پټ دښمن او خاين څخه وساتي!!!!!
سالک
01.10.2007
اکاجانه ! ښه سو چې راغلې که ته نه واي ، په دې اوتو بوتو به څوک سر واي .
خو بس دا د پتنګ صيب ځواب دي بس ده . نور څه نه درته ليکم که دې عقل کې
څه وي ، ويي ليکه کنه نو آخوا ديخوا مه غورځه .
او عقلتمام صيب ! عقل دي تمام شوی خو نبوي آحاديث يا قرآني ټکې دي نه دي
در اړولي ، کنه نو د بدر په غزا کې نبی کريم ص ۷۰ کسه ژوندي ونيول او بيا د الله تعالی له لوري د ا پيغام راغی : که ئي وژنئ او يائي د پيسو په بدل کې خوشي کوئ ، ستاسو خپله خوښه ، خو که ئي د پيسو په بدل کې خوشي کړئ ، نو کال داشپي به ستاسو له ډلې نه هم اويا کسان شهيدانيږي ، بياهم نبی کريم ص همدا د پيسو معامله وکړه .
دومره زړور په آياتونو او حدیثونومه ورځه ځکه له ټولو خبرو نه دي څرګنديږي
چې هيڅ اسلامي مطالعه نلري .
خفه نشي ، هغه څه وليکه چې په خپل ذهن کې دي وي او خپل ذهن دي منلي وي
ځکه دا مجربه خبره ده چې په بل چا هم ډير ژر اثر غورځوي .
پردۍ خبري ، هغه چې ته هم نه ورباندي پوهيږي ، مه ليکه .
ستا پر مينه کندهار دي
د بابا د غليم شپه ده
ستا د ښار سپيځلې ځمکه
له پرديو پښو درنه ده
سالک
01.10.2007
د جاسوسانو وژل ځکه ضروري دی چې اسلام او مسلمانانو ته جدي خطر دی
دا سهار او ماښام چې د خلکو کورنه بمباريږي ښځې اوماشومان په کې په شهادت
رسيږي ، ټول د جاسوسانو له لاسه ، او په پريښودلو کې ئي ګټه نه بلکه ډير تاوان دی ، ولي د عيسويانو په پريښودلو کې خو دا لويه ګټه وه چې د افغانستان له پاکې
خاوري نه عيسوي ډلې وشړل شوې او د امريکايانو جنګي ملګري ورځيني بيزاره
او جدا شول ، نوته څه فکر کوې چې دا به ئي له وژلو نه تر لاسه شوې وي .
هرڅه چې د افغانستان او مسلمان ملت په ګټه وي هغه بايد وشي .
نه داچې په پاکستان دي جنګ وشي ، عرب دي کفار اووحشیان وبلل شي ، آن په مکه او مدينه دي تعروض وشي ، لکه چې يهود ئي اوس کوي . زما په خيال دا هسي چټي خبري دي ، هيڅ يو مسلمان ئي نشي منلی .
mehman
01.10.2007
آقای سالک و دوستان دیگر شامل بحث سلام بر شما!
آقای سالک مینویسد
[quote:a9d0dc4026]او عقلتمام صيب ! عقل دي تمام شوی خو نبوي آحاديث يا قرآني ټکې دي نه دي در اړولي ، کنه نو د بدر په غزا کې نبی کريم ص ۷۰ کسه ژوندي ونيول او بيا د الله تعالی له لوري د ا پيغام راغی : که ئي وژنئ او يائي د پيسو په بدل کې خوشي کوئ ، ستاسو خپله خوښه ، خو که ئي د پيسو په بدل کې خوشي کړئ ، نو کال داشپي به ستاسو له ډلې نه هم اويا کسان شهيدانيږي ، بياهم نبی کريم ص همدا د پيسو معامله وکړه . [/quote:a9d0dc4026]
دیده میشود که خداوند راه آدم ربائی و خرید وفروش انسانها را برایتان باز مانده که با افتخار قصه میکنید!
مثلیکه راه دروغ گوئی را هم خداوند(ج) برایتان باز مانده است به آیت ذیل که همچنان در بارۀ جنگ بدر نازل شده است توجه بفرمائید:
سوره انفال آیه 43
إِذْ يُرِيكَهُمُ اللَّهُ فِي مَنامِكَ قَلِيلاً وَ لَوْ أَراكَهُمْ كَثِيراً لَفَشِلْتُمْ وَ لَتَنازَعْتُمْ فِي الأَْمْرِ وَ لكِنَّ اللَّهَ سَلَّمَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ .
[color=blue:a9d0dc4026]در آن موقع خداوند تعداد آنها را در خواب به تو كم نشان داد، و اگر فراوان نشان ميداد مسلماً سست ميشديد[/color:a9d0dc4026] و (درباره شروع به جنگ بآنها) كارتان به اختلاف ميكشيد، ولي خداوند (شما را از همه اينها) سالم نگهداشت، خداوند به آنچه درون سينههاست دانا است.
آیا خداوند (ج) درین جا خودش دروغ گفته است ؟
با تقدیم حرمت
توردلى
02.10.2007
د سالک لپاره:
لومړي: نه يوازي زه بلكي بيخي ستر عالم هم بيخي ډيري زياتي مطالعي ته اړتيا لري. ځكه وايي، چي كه څو د دنيا ټول علمونه زده هم كړي، بيا يي د علم برخه دومره ده لكه له لوي سيند څخه چي د ستنې په سپم كي اوبه راپورته شي.
زه خو يم كم علمه او كم تجربه ته خو چي دومره عالم يي او ديني معلومات دي زيات دي، بيا نو ولي شخصي تعرضونه كوي. (ياني ته هسي يي او يا ته هسي يي) دا خو د عالم او پوهه صفت نه دي.
دويم: تا ويلي چي داسي خبري مه كوه، چي ته نه پري پوهيږي. فكر كوم لدې څخه د مطلب دا دى، چې ګواكي طالبانو د شركتونو مشران نه دي تښتولي او نه يي پيسې ترې غوښتې. نو اشناجانه لومړي خو په هغه خداي قسم چي ته زما څخه ځان ورنېږدي بولي پدې ګنهګارو سترګو مي ليدلي، چي له يوې ښوونځي ته طالبان راغلي وو او رنګمالان يي ورځني بولي وو له حكومتي كارونو د پرېښودو ګواښ يي ورته كړي وو او موبايلونه يي تري اخيستي وو.
- د غزني او خواجه عمريو ولسوالي د سړك جوړوونكي شركت مشر انجينر ضيا الدين د طالبانو لخوا تښتول شوى او غرو ته بول شوى او له كورنۍ څخه يي يو لك ډالر غوښتنه شوي او تر هغه به ورسره بندي وي، ترڅو يي چي د طالبانو شرط نه وي پوره كړى. ((دا مې هم د انجينر له نېږدي كس څخه واورېدل، چې د شلګر طالبانو ورته ويلي وو، چي دادى په خپله سيمه كي مو ونيولي او كه نه مخكي مو هم په بل كي نيولى شواى))
- څو ورځي مخكې د سليم اولياء په نامه كس چي ښه مالدار او شتمن او د انجينر ضياالدين له كلي څخه دى، هم دهمدې ډلي طالبانو لخوا وتښتول شو او له كورنۍ څخه يې پنځوس لكه افغانۍ وغوښتل شوي، هغوى پيسي ورته پيدا كړي او هغه يي را خلاص كړ.
---- موږ په حق په سي ګرځو، هر چيري مو چي پيدا كړ، خپلووو يي او هغه زموږ مولا دى، چي را ويي ښيي!!
Miwand Patang
02.10.2007
کوم امارت؟ د څه شي امارت؟ چیرې امارت؟
د خدای لپاره که له انسانانو حیا نه درځي نو له خدای لږ وشرمیږی.
شه خبره به دا وي چې دغه ډول امارت ته د آی ایس آی وحشي امارت وویل سي.
غلا، وژنه، ځانمرګي بریدونه، د نشه يي توکو کارو بار، تښتونه، د بې ګناه خلکو په نښه کول، د هیواد د زیربناوو ورانول، د پرمختګ مخنیوی، د غم ځپلي ولس په وړاندې د جګړو اوږدول د هغه مزدورانو کار دی چې پردیو جاسوسي شبکو ته په کار لګیا دي او نه غواړي چې دغه بیچاره ملت او د هغه ځپل سوي وګړي د قرارۍ ژوند پیدا او خپل غریبانه ژوند ته ادامه ورکړي.
اسلام له داسې اعمالو څخه بیزار دی. د خدای لپاره د اسلام نوم مه ورکوﺉ.
زما هیله د دې فورم له طالب لیکونکو او د هغه له پلویانو څخه دا ده چې د خدای په خاطر خپل وحشي، غیر اسلامي، غیر انساني او غیر اخلاقي اعمال د اسلام له نامه سره مه تړی. باید په ښکاره توګه وویل سي چې ستاسو یوه ذره عمل هم د مسلمان نه دی او نه هم تاسو دغه راز وحشي اشخاصو ته د مسلمان خطاب کیدای سي.
فوځي او سیاسي بری؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
وحشي بری به غوره نوم وي چې خپلو ناروا عملونو ته یې ورکړی
اې دوزخي ځانمرګو: په داسې حال کې چې زه د هیڅ بیګناه انسان د وژلو طرفدار نه یم خو څه بلا وهلي یاست هسې هم له خپل ژوند نه د آی ایس آی په روزنه تیر شوي یاست نو که غواړی چې رښتیا هم افغانستان ته خدمت وکړی نو د افغانستان، افغان او پښتنو ستر غلیمان او د شمالي خونړۍ ټلوالې مشران، دوستم، ملک، رباني، قانوني، محقق، فهیم سخوندر، عطا، عبدالله عبدالله، ګلاب زوی، علومي او داسې نور خاینان په نښه کړی چې سیخ جنت ته پرې ولاړ سی.
د بې ګناه عسکر، پولیس او عام افغان له وژلو لاس واخلی
دوزخ ته د طالب په نامه د هر خونخوار او ځان وژونکي فرد د ورتګ په هیله
میوند پتنګ
پښتون زلمی
03.10.2007
[quote:e7bf5810f3="Miwand Patang"] په داسې حال کې چې زه د هیڅ بیګناه انسان د وژلو طرفدار نه یم خو څه بلا وهلي یاست هسې هم له خپل ژوند نه د آی ایس آی په روزنه تیر شوي یاست نو که غواړی چې رښتیا هم افغانستان ته خدمت وکړی نو د افغانستان، افغان او پښتنو ستر غلیمان او د شمالي خونړۍ ټلوالې مشران، دوستم، ملک، رباني، قانوني، محقق، فهیم سخوندر، عطا، عبدالله عبدالله، ګلاب زوی، علومي او داسې نور خاینان په نښه کړی چې سیخ جنت ته پرې ولاړ سی.
میوند پتنګ[/quote:e7bf5810f3]
[color=white:e7bf5810f3]ميوند جانه:
دغه خبره دى د سړيتوب كړى, ډيره ښه خبره دى كړى, لوي خداي دى دغه ارمان پوره كړه.
او زه هم تا سره ددغه رنګ ورځي انتظار باسم.[/color:e7bf5810f3]