د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کابل : د تلې شپږمه ، همدا ورځ مې ياديږي

ننګيالی زابل
28.09.2007

پوره ١١ کاله وړاندې په همدې ورځ ( ١٣٧٥ ) لمريزکال د تلې په شپږمه نېټه ) د هيواد پلازمينه ښکلى کابل چې هغه وخت دجګړه مارانو اودخپل سرو جګړو د جنګياليوپه ميدان بدل شوي وو دهغو له منګلو خلاص شو.
هغه مهال په هيواد کې ديوې پاچاهۍ پرځاي په لسګونو پاچاهۍ وې په هر ولايت ا و هرښا ر کې که پنځه پادشاهۍ نه وې نو له دريو او دوو نه خوبه کمې نه وې .
دهغه وخت د ظالمانو ټوپکيانوپادشاهۍ به ايله د ښار په يوه اوبله څنډه کې وې ، او د بې امنۍ سيورى يې ټول هيواد نيولى وو .
هغه مهال به خلکو ته ګرانه وه چې ، له يوې ګړۍ ( لاسي ساعت) سر ه له کوره ووځي، او ياهم بل ښارته لاړشي .
د دې ترڅنګ به هيچا په خپلو جيبونو کې دخپلې کرايې له پيسو زياتې پيسې نه شو وړلاى ،حتي دهيواد په يو شميرسيمو کې خو دخلکو بچيان هم د همدې خپل سرو مليشو د قوماندانانو له پاټکونو نه شواى تيرېدلې .
په کابل ښار کې خو په هره څلو ر لاره کې بيلې – بېلې پادشاهۍ وې او د هرې څلور لارې مشر به چې څه کول غوښتل هغه به يې کول .
له ياده به مې ونه وځي ، هغه ورځې چې پاټک سالارانو به د موټرچلوونکيو او سوداګرو پرخيټو دموټر جيکونه ايښودل اوله هغوي څخه به يې خپلې ټولې پيسې اخستي ،بهرنيان چې دسولې نارې وهي سوله راوړونکي ولې نه پيژنې .
هغې دورې ته چا خاتمه ورکړه ؟ اوهغه شپې څه شوې ؟ او بالآخره د هغه وخت جنايتکاران څه شول؟ دوي د دې پرځاي چې محاکمه شوې واي لو ړ لوړلقبونه ورکړل شول ، څو ک يې جنرا لان څو ک يې قهرمانان شو اوڅو ک يې ...... ؟؟ شول .
د دې ټولو ناخوالو وروسته هغه مهال دکابل په ګډون په يوشمير سيمو کې دامنيت وضعيت داسې شو چې خلکو به ويل چې پخواني ټول واک (محمد ظاهر) په وخت کې هم دغه شان امنيت نه و او دا لامل وو چې طالبان ئی د ظاهرشاه په عسکرو متهم کړل ، چې وروسته بيا څرګنده شوه ، د ظاهرشاه عسکر نه بلکه اسلام او امن
پلوې دي ، راته ياديږي چې له کابله غزني ته په يوه سراچه موټر کې روان وم او د سراچې موټر په ډاله کې بوجۍ پرتې وي مازديګر درې بجې وي اوسړک هم خام وو ، نو درې څلور ساعته مزل ؤ ترغزني ، ترڅنګ مې د ناست کس څخه پوښتنه وکړه چې په دې بوجيو کې څه دي ؟ هغه ويل چې دا خوپيسې دي وړم يې غزني ته .
ماترې پوښتنه وکړه چې څرنګه دې په موټر کې اچولې او همداسې تنها يې وړي که په لاره يې غله درڅخه يوسي؟ ده راته و ويل چې اوس شپه او ورځ ګرځه او ټوله دنيا په شاه ګرزوه څو ک به څه درته ونه وايي .
دغه امنيت چارانه واخيست ؟ .
معلومه ده چې د هغه نظام په بدليدوحالت هم بدل شول او دهغه نظام دبدليدو يوستر لامل د بهرنيوځواکونو راتګ وو .
ډير ښه امنيت مو درلودخو د دغو شين سترګوراباندې ونه لوريد او رانه وايې خيست . اوس يې دې ته راوستلي يو چې سوداګر موپه رڼا ورځ تښتول کيږ ي اوبيا د ډالرو په مقابل کې خلا صيږي اوچې وريې نه کړي نو بياوژل کيږي .
اوس خلک خپلې پيسې له يوځاي څخه بل ځاي ته په خوندي توګه نه شي انتقالولاي اوکه يې څوک په رڼاورځ انتقال کړي يابه يې دسر په قيمت وړي اويابه هم له پيسو خلاصيږي .
ای بهرنيانو ! تاسو د امنيت راوړونکي رانه ورک کړل ! او رانه يو مو وړل او س موږ امنيت غواړو تاسو خو اوس راته په چوکۍ هماغه پروني کسان چې موږته يې بې امني راوړې وه ، کښينول اوهغه کسان چې په پاټک سالارۍ کې يې تر ټولو کرغېړن نوم لاره هغه مو را وړل .
ښه بهرنيو پوځيانو!! موږ خو امنيت غواړو، امنيت!! امنيت !! تاسو هغه کسان چې دې هيواد ته يې ا منيت راوړ ى وو، هغه مو مجرمان کړل اوهغه کسان چې پاټکونه يې اچولي وو اوښارونه يې ړنګ کړي وو بيګناه انسانان يې وژلي وو هغه مو د واک په ګدۍ کښينول همداو ستاسو امنيت ؟
زما خوپه رښتيا هماغه دتلې شپږمه ياديږي .
خداي پاک دي خپلې ښځې او موشامان همداسي درباندي وژړوي ، لکه چې
هره ورځ ئي په موږ ژړوئ .


Lotfollah
28.09.2007

اسلام علیکم
[quote:c36628a7bf]دې ټولو ناخوالو وروسته هغه مهال دکابل په ګډون په يوشمير سيمو کې دامنيت وضعيت داسې شو چې خلکو به ويل چې پخواني ټول واک (محمد ظاهر) په وخت کې هم دغه شان امنيت نه و او دا لامل وو چې طالبان ئی د ظاهرشاه په عسکرو متهم کړل ، چې وروسته بيا څرګنده شوه ، د ظاهرشاه عسکر نه بلکه اسلام او امن
پلوې دي [/quote:c36628a7bf]
ګرانه هغه امنیت، چې ته یې ستاینه کوې هغه په حقیقت کې په حق او نا حق او ډول ډول پلمو د خلکو د وهلو، ټکولو اود عامو اولس په مخکې د خلکو د اندامونو د غوڅولو وېره وه. له افغانستان څخه ادیره جوړه شوې وه. په ادیرې کې هم ډېر امنیت دی. د دوی د مفکورې او تعریف له مخه دنیوی مادې ژوند پکار نه دﺉ.

په اصلی مفهوم یې نه مکتب و او نه پوهنتون ، تلویزیونونه خو په ونو باندې ځوړند و او له رادیوګانو له لارې خلک یې جنت ته سمبالول.
څوک ویلای شی، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوره کې دخلکو د سوکالۍ لپاره کومه فابریکه جوړه کړې ده؟ کوم پل یا سړک جوړ کړﺉ دی؟ کوم ښونځی یا پوهنتون
جوړ کړﺉ دی ؟ کوم روغتون یا کلینیک جوړ کړﺉ دی ؟ او یا د خلکو لپاره کوم کور کور یې جوړ کړﺉ دی؟
[quote:c36628a7bf]خداي پاک دي خپلې ښځې او موشامان همداسي درباندي وژړوي ، لکه چې هره ورځ ئي په موږ ژړوئ .[/quote:c36628a7bf]
په اوس وخت کې د بې امنیتی اصلی عاملان همدا طالبان دي ! که دوی همدا نن جنګ بس کړي امنیت ټینګ دﺉ او سر له سبانه به د ښځو او ماشومانو اوښکې هم وچې شي!!!


Helmand.M
29.09.2007

ويارانوته سلامونه اوښي چاري.
دبينوا ويب پاڼي څخه په مننه.

کابل ،دتلې شپږمه . همداورځ مې ياديږي
کابل ،دتلې شپږمه.
پوره ١١ کاله وړاندې په همدې ورځ ( ١٣٧٥ لمريزکال دتلې په شپږمه نېټه ) دهيواد پلازمينه ښکلى کابل چې هغه وخت دجګړه مارانو اودخپل سرو جګړو دجنګياليوپه ميدان بدل شوي وو دهغو له منګلو خلاس شو.
هغه مهال په هيواد کې ديوې پاچاهۍ پرځاي په لسګونو پاچاهۍ وې په هرولايت ا و هرښا ر کې که پنځه پادشاهۍ نه وې نور دريو اودوو نه خوبه کمې نه وې .
دهغه وخت دظالمانو ټوپکيانوپادشاهۍ به ايله دښار په يوه اوبله څنډه کې وې ، اودبې امنۍ سيورى يې ټول هيواد نيولى وو .
هغه مهال به خلکو ته ګرانه وه چې ، له يوې ګړۍ( لاسي ساعت) سر ه له کوره ووځي، اوياهم بل ښارته لاړشي .
ددې ترڅنګ به هيچاد په خپلو جيبونو کې دخپلې کرايې له پيسو زياتې پيسې نه شو وړلاى ،حتي دهيواد په يوشميرسيمو کې خو دخلکو بچيان هم دهمدې خپل سرو مليشو دقوماندانانو له پاټکونو نه شواى تيرېدلې .
په کابل ښار کې خو په هره څلو ر لاره کې بيلې – بېلې پادشاهۍ وې او دهرې څلور لارې مشر به چې څه کول وغوښتل هغه به يې کول .
له ياده به مې ونه وځي هغه ورځې چې پاټک سالارانو به دموټرچلوونکيو او سوداګرو پرخيټو دموټر جکونه ايښودل اوله هغوي څخه به يې خپلې ټولې پيسې اخستي ،بهرنيان چې دسولې نارې وهي سوله راوړونکي ولې نه پيژنې .
هغې دورې ته چا خاتمه ورکړه ؟ اوهغه شپې څه شوې ؟اوبلا آخره دهغه وخت جنايتکاران څه شول؟ دوي ددې پرځاي چې محاکمه شوې واي دوي ته لو ړ لوړلقبونه ورکړل شول ، څو ک يې جنرا لان څو ک يې قهرمانان شو اوڅو ک يې ...... ؟؟ شول .
ددې ټولو ناخوالو وروسته هغه مهال دکابل په ګډون په يوشمير سيمو کې دامنيت وضعيت داسې شو چې خلکو به ويل چې پخواني ټول واک (محمد ظاهر) په وخت کې هم دغه شان امنيت نه و.
راته ياديږي چې له کابله غزني ته په يوه سراچه موټر کې روان وم اودسراچې موټر په ډاله کې بوجۍ پرتې وي مازديګر درې بجې وي اوسړک هم خام وو نو درې څلور ساعته مزل ؤ ترغزني ، ترڅنګه مې د ناست کس څخه پوښتنه وکړه چې په دې بوجيو کې څه دي ؟هغه ويل چې داخوپيسې دي وړم يې غزني ته .
ماترې پوښتنه وکړه چې څرنګه دې په موټر کې اچولې او همداسې تنها يې وړي که په لاره يې غله درڅخه يوسي؟ ده راته و ويل چې اوس شپه او ورځ ګرځه او ټوله د نيا د په شاه ګرزوه څو ک به څه درته ونه وايي .
دغه امنيت چارانه واخيست ؟ .
معلومه ده چې دهغه نظام په بدليدوحالت هم بدل شول او دهغه نظام دبدليدو يوستر لامل دبهرنيوځواکونو راتګ وو .
ډير ښه امنيت مو درلودخو ددغو شين سترګوهغه راباندې ونه لوريده او رانه وايې خيست.
اوس يې دې ته راوستلي يو چې سوداګر موپه رڼا ورځ تښتول کيږ ي اوبيا دډالرو په مقابل کې خلا صيږي اوچې وريې نه کړي نو بياوژل کيږي .
اوس خلک خپلې پيسې له يوځاي څخه بل ځاي ته په خوندي توګه نه شي ا نتقالولاي اوکه يې څوک په رڼاورځ انتقال کړي يابه يې دسر په قيمت وړي اويابه هم له پيسو خلاصيږي .
اي بهرنيانوتاسودامنيت راوړونکي رانه ورک کړل ! اورانه يو موړل او س موږ امنيت غواړوتاسو خو اوس راته په چوکۍ هماغه پروني کسان چې موږته يې بې امني راوړې وه ، هغه راو ړل اوهغه کسان چې په پاټک سالارۍ کې يې ترټولو کرغېړن نوم لاره هغه دې راوړ.ښه بهرنيو پوځيانو!! موږ خو امنيت غواړو، امنيت!! امنيت !! تاسو هغه کسان چې دې هيواد ته يې ا منيت راوړ ى وو، هغه مو مجرمان کړل اوهغه کسان چې پاټکونه يې اچولي وو اوښارونه يې ړنګ کړي وو بيګناه انسانان يې وژلي وو هغه مو دواک په ګدۍ کښينول همداو ستاسو امنيت؟ زما خوپه رښتيا هماغه دتلې شپږمه ياديږي.

حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي


مه رانږدې کېږئ له موږنه ځان وساتئ

سالک
29.09.2007

دکابل ښاردخيرخانې په سيمه کې پريوه واټ روان وم ګڼه ګوڼه دخلکو زياته وه زه په همدې خاطر له دې ګڼې ګوڼې دپلې لارې نه راوګرزيدلم اودسړک پرغاړه ر وان شولم ،موټرزيات تلل راتلل په دې وخت کې چې ګورم موټرو ګڼه ګوڼه ورکه شوه چې څنګ ته مې وکتل چې دبهرنيانوپوځي ګاډي راروان دي، ددغه ګاډو پرسر جګ جګ آنتنونه هم لګولي اودهغه پرسر بيرغونه ښکاريدل .او ګوتې په ماشه پوځيان چې وسپنيزې خولۍ يې هم پرسردي يوازې شنې سترګې يې له خولۍ ښکاري او پرپوځي ګاډو ليکلي وو (( مه رانيږدې کيږئ ځانونه رانه وژغورئ)) په دې وخت کې ټولو هغو کسانوچې دسړک پرغاړه روان ول ځانونه ګوښه کول او زه هم دځان دساتنې په خاطر بيرته پلې لارې ته ننوتلم په دې وخت کې يوکس چې سپينه ږيره يې پرمخ وه غالباً دکراچۍ پرسر يې خټکي خرڅول وويل چې دابې دينان چې پرپوځي ګاډو يې ليکلي چې مه رانيږدې کيږئ اوځانونه لرې وساتئ پس دڅه لپاره راغلي دي .
زما پام هم دې سړي ځان ته وګرځاوه ، اوڅودقيقې ورته و دريدلم په دې وخت کې دې سړي په لوړ آواز ويل چې دوی خپل ځان نه شي ساتلاى نو زموږ امنيت به څنګه وساتي . ده ته مې وويل چې کاکا ولې په غوسه يې بهرنيانوته په غوسه يي که بله خبره ده ؟ هغه وويل چې داخارجيان چې خپله ځا ن له موږ نه لري ساتي نودڅه لپاره راغلي که دامنيت لپاره راغلي وي نو بياخو بايد هيڅ ويره ونه لري اوکه هسې په دې نامه راغلي وي اونورې خپلې چړچې کوي بيانو سمه ده .ماو رته ويل چې کاکا خپل کارکوه زما او تاڅه په وس کې نشته اوس خودادی په همدې شکل په ښا رکې له ټانګونوا وپوځي ګاډو سره په داسې حال کې ګرځي چې دټوپکو خولې يې له پوځي ګاډو څخه را يستلې وي اوګرځي راګرځي
دوی دخپلوګاډو په مخکې، شا اوڅنګونوته په يوه لويه تخته په سره رنګ تصويرونه هم کښلي اوليکنه يې هم پرې کړې چې عکس مه اخلئ ، موږته مه رانږدې کيږئ اوځان وساتئ . دوی خو په دې پلمه راغلي چې امنيت نيسو کوم امنيت، کاکا ويل: فکر کوم چې هغه امنيت چې شپږکاله وړاندې مودرلود هغه اوس نه لرو اوهمدې بهرنيانو رانه و اخیست . کاکا داهم ويل چې امنيت خودوی خراب کړ اوداسې امنيت يې له افغانانوواخيست چې په خوب کې يې نه وو ليدلى ددوی امنيت به فکر کوم همداوي چې له يوه ولايت نه بل ولايت ته په شپه کې نه شې تلى .
له کاکانه مې وپوښتل څو ک دې خوښيږي چې په دې وطن کې حکومت وکړي هغه وويل : زه په کومې ډلې پورې تړلى نه يم ، يوه غريب سړى يم شپږکاله وړاندې مې هم دکراچۍ پرسر سودا خرڅوله او اوس هم زماپه ژوند کې څه تغير نه دی راغلى ،زه وايم که خارجيان مو ا منيت راخرابوي نو بيا خو ښه داده چې دوى پخپله خوښه لاړ شي دا به تردې ډېره ښه وي چې دروسانو په څېر په زور او رسوايۍ ووځي
په افغانستان کې دملګروملتونوځانګړي استازي ((تام کيونګيز)) له طالبانوسره دمذاکراتو غوښتنه کړې . نوموړي د(( برلينرڅايتونګ )) سره په مرکه کې وويل : ځينې خلک په دې عقيده دي ، چې دترهګروډلواوطالبانوسره بايدخبرې اترې ونشي لېکن زه په دې باوريم ، چې طالبان مختلف شکلونه لري اوټول په يوه لوښي کې نه شوځايولی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more