د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو شتون څنګه بولی

Hazrat jan Rahmatzai
28.09.2007

اسلام علیکم
ګرانو دوستانو تاسو فعلی شتون دبهرنیو ځواکونو په افغانستان کي څنګه ارزه وی؟؟



28.09.2007

د بهرنیو ځواکونو شتون د هر هیواد خپلواکي او ملي واکمني تر سختې پوښتنې لاندې راولي . نو که مونږ خپلواکي او ملي واکمني غواړو د بهرنیو ځواکونو د شتون په ضد او د ملي واکمنۍ له پاره باید له سر او مال څخه تیر شو !
دا قرباني له مونږ څخه وطن او ملي آزادي غواړي خو له دوی نه مخکې یې له مونږ نه پاکستان او د پاکستان په مشرۍ طالبان هم له مونږ نه غواړي .
په داسې حال کې که زه غواړم او که نه زما دغسې قرباني د پاکستان او دپاکستان
د ګوډاګیو بړېڅو په ګټه تمامیږي، نه زما او زما د وطن او ملت په ګټه!
وایي که څوک یوځل یوه غلطي وکړي ښایي د هغه یوه نیمګړتیا یا کمعقلتوب وګڼل شي خو که څوک یوه غلطي دویم ځل تکرار کوي ، خر ورته ویل کیږي . د شوروي په ضد افغاني جهاد د پاکستان د پوځي استخبااتو په مستقیمه مشرۍ تر سره کیده،پایله یې تر بري وروسته د آي . اس . آی په لاس د افغانستان اردو منحلول، کورنۍ جګړې پیلیدل، وطن او ولس د جهاد له کلونو زیات د د جګړو په لمبو سیزل
او ورانول شو. سره ددې چې طالبانو هم په جهادي ډلو کې جهاد کاوه او زمونږ پّه مظلوم ولس یې د آي . اس آي دا ټولې ناخوالې لیدلې وی، ددې دپاسه راپآڅیدل او د آي. اس . آي غلامۍ ته د نورو ډلو پّه مقابل کې داو طلب شول . دوی غوښتل تیره غلطي یوځل بیا تکرار کړي او د آي . اس .آي په مشرۍ د یوې سیاسي بی سده ګلې په توګه ځانونه قدرت ته ورسوي !
د پاکستان هدفونه د کمعقلو مجغدینو په وسیله په آسانه سره نه تر لاسه کیدل، په تیره بیا د رباني د حکومت نږدېکیدل د هند، روسیې او ایران سره دپاکستان بری سخت نسبي کړی و، نو آی . اس . آی دیوې مطلقې کامیابۍ له پاره مطلقو خرو ته اړتیا درلودله او هغه په پښتنو کې یواځې طالبان کرام وو!
په تېره بیا داځل ددوی بری په مطلق ډاډ او تضمین د پاکستان بری دی ، په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو بری به بیا هم د ملګرد ملتونو بری وي په افغانستان کی، او د هغوی بري ته ښکیلاک نه شو ویلی که هر څو د امریکا ونډه په کې ډیره او ټاکونکې هم وي!
[color=white:d4461aa662]دا حقیقت له دې څخه هم څرګندیږي چې طالبان دخپل هیواد، ملت او لرې پښتونخوا په ضد د پاکستان د غلامۍ په دام کې هر چاته ښکیل بریښي، ولې برعکس شمالي ټلواله هیچاته د امریکا غلامان نه بریښي، او بیا د خپل قام ، خاورې او ملت پر ضدخو هیڅکله نه . !!!!![/color:d4461aa662]نور بیا


د بهرنیو ځواکونو شتون

Nazar
28.09.2007

بخښنه غواړم په دی لیکنه می ستاسو زړه وزوراوه (تعجوبه خبره ده)
مګر کله چی په موږ تاریخ ولیکل شی حغه وقت به نه زه یم او نه به تاسو چی زړونم پی وسیزی٠
تاریخ زمااو ستا په نیکنو باندی لیکل شوی ده نه د حغوی په لمسو باندی
موږبه تاریخ ته سه ورکړو
دا راته ولیه
_____________________
د بهرنیو ځواکونو شتون
کله چی په ما کی دا قابلیت ختم ښی چی زه د خپل کور مسایل حل کړم
بیا به دریم دا مسیل حل کوی یا خوپه موږکی دا قابلیت نښته چی خپل رحبر ته غاړه کیږدو
او یا خو زموږ په رحبرانو کی دا قابلیت نشته چی زموږ مسایل را حل کړی
نو زکه بهرنی ځواکونه رازی او په موږ امریت کوی



28.09.2007

[quote:d4914d3e64]د بهرنیو ځواکونو شتون کله چی په ما کی دا قابلیت ختم ښی چی زه د خپل کور مسایل حل کړم بیا به دریم دا مسیل حل کوی یا خوپه موږکی دا قابلیت نښته چی خپل رحبر ته غاړه کیږدو او یا خو زموږ په رحبرانو کی دا قابلیت نشته چی زموږ مسایل را حل کړی نو زکه بهرنی ځواکونه رازی او په موږ امریت کوی[/quote:d4914d3e64]
نظر ځانه دا خبره دې دومره سمه ده لکه د افغانستان د لانجې الف او ب ! خو وروره مونږ اوس ددې لانجې په الف او ب کې نه یو پاتې او په الف او ب غږېدل اوس ډیر شاته تګ او ځکه یوه ناممکنه حوصله هم غواړي . خو لنډ ه یې داده چې ستا په دوه ځلو «یاخو» کې دهم «یا خو» د بدیل په توګه سمه ده او په دې کې لتا پرته اوس هیڅوک شک نه لري!


Hazrat jan Rahmatzai
29.09.2007

غونډو دوستانانو په خپل وار سره ښه نظرونه ورکړل
خو زه یوازی همدغومره وایم چی د دی بهرنیو ځواکونو شتون په افغانستان کي دافغانستا ن هغه پخواني ویاړلی تاریخ چی په ګوت ګوت د دنیا کي ویاړلی نوم درلوده . نن ورځ هغه ویاړلی افتخار له منځه وړل کیږی.
هر رهبر چی وکړل ښه ونکړل !
اوس دی خدای تعالی زمونږافغانانو هغه را پیښ کړی چی په کومه کي زمونږ او زمونږ هیواد په ګټه ای
زمونږ هیواد او خللک ډیر کړیدلی نور زمونږ هیله پاک خدای ته ده
منه نه


رحمت زی صاب !

Nazar
30.09.2007

رحمت زی صاب !
ستاسو متلب دا دی چی حرځه چی کیږی شه کیږۍ ٠
موژ باید دوۍ پریږدو چی کار وکړی٠
ښه خبره ده 
مګر د افسوس خبره هغه وقت وه چی موژ شورویانو ته ښکست ورکړ
زموژ لپاره شورویانو هم کار کاوه لکه سرنګه چی اوس امریکایان کوی
د روسانو او د امریکا ینو په کار کی کوم فرق دی چی د روسانو د ختمولو لپار
مو په لکاو افغانان قربان کړو او خپل د جنت پښان وطن مو په دوزخ بدل کړ
روسان لاړو او امریکایان راغلو ٠
وس به څه کړو زه فکر کوم  بازی بیرته له سره شروع شوه وس به بیا په لکاو 
افغانا مړه کیژی وطن خو حسی هم په دوزخ بدل ښوی دی له دوزخه روسته بل کوم مقام شته او که نه
دا فیصله موژ افغانان باید وکړو
چی څه له موژ سره اوشول نور باید داسی ناوړه Game
زموږ سره نه وشی 
شاګرد  د طالب عزت وکړی  طالب د شاګرد
ملاح د معلم عزت وکړی معلم د ملاح
مفتی د پروفیسر عزت وکړی پروفیسر ده ملاح
بیا دا وطن بیرته په جنت بدلیدای شی
___________________________

 


ګرانه نزر

Hazrat jan Rahmatzai
30.09.2007

اوروه زما متلب البته تاسو صحی درک کړی نه دی.
زما متلب دادی چی اوس فعلی وضعه ډیره کړکیجنه ده او س دی خدای تعالی زمونږ افغانانو خیر راپیښ کړی . مونږ باید دعا وکړو چی خدا تعالی دی هغه را پیښ کړی چی په کومه زمونږ افغانانو اود هیواد ګټه وی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more