د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

يوه ضروري پوښتنه

M Tahir
27.09.2007

درنو عالمانو اود اسلامي فقهې محترمو پوهانو
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
دترواې (ترواېح) او نورو فرض لمونځونو پۀ اړه مې له کراچۍ څخه د خپرېدونکې اونيزې [color=red:789fd61e0f]ضرب مومن [/color:789fd61e0f]د اسلامي فقهې په ځانګړې پاڼه کې ولوستل چې په هغه حفاظ کرامو (قاريانو)او ملايانو پسې چې ږيره يي تريوۀ موټي کمه وي لمونځ کول ناجائز اوپه زياتو مواردو کې دفسق ارتکاب دی!
هيله من يم چې په دې تړاومو دحنفي مسلک له دريځ څخه خبرکړئ
پۀ مينه ستاسو طائر


Re: يوه ضروري پوښتنه

پښتون زلمی
27.09.2007

[quote:098a0f9aab="محمد طائر"]درنو عالمانو اود اسلامي فقهې محترمو پوهانو
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
دترواې (ترواېح) او نورو فرض لمونځونو پۀ اړه مې له کراچۍ څخه د خپرېدونکې اونيزې [color=red:098a0f9aab]ضرب مومن [/color:098a0f9aab]د اسلامي فقهې په ځانګړې پاڼه کې ولوستل چې په هغه حفاظ کرامو (قاريانو)او ملايانو پسې چې ږيره يي تريوۀ موټي کمه وي لمونځ کول ناجائز اوپه زياتو مواردو کې دفسق ارتکاب دی!
هيله من يم چې په دې تړاومو دحنفي مسلک له دريځ څخه خبرکړئ
پۀ مينه ستاسو طائر[/quote:098a0f9aab]

ګرانه محمد طائر صاحب:
یوه دافضلیت مسئله ده، او یوه دلمونځ دصحیح کیدو مسئله ده، بیشکه چې فاسق مسلمان امام لمونځ صحي کیږي، خو افضل داده چې فقیه قارئ مخکې شي، که هغه نه وي نو بیا دې فقیه مخکې شي.که هغه نه وي، نو بیا دې قاري مخکې شي، داسې یو ترتیب سره لري.
خو که د چا ګیره له یوه موټې کمه وي، لمونځ ورپسې صحي کیږي، هیڅ مشکل په کې نشته، خو که چیرته په مقتدیانو کې کوم پوه کس یا قاري وي، چې یو موټۍګیره ولري، نو بهتره داده چې هغه مخکې شي.

[color=white:098a0f9aab]یوه خبره درته کوم محمد طائر صاحب: هیله کوم چې ضرب مؤمن والا څخه ځان وساتې، ځکه چې هغوي ډیر مردار خلک دي، له ځینو غولول شویو خلکو څخه پرته يي نور ټول د آي اس آي او د سي آي ای په سر مشق روان دي.

دغه ضرب مؤمن والا دافغانستان په تباهۍ او بربادۍ کې په پراخه پیمانه لاس هم درلود.
هیله کوم چې خفه نشې.[/color:098a0f9aab]


ashna
27.09.2007

طاهره وروره زه نه کوم فقها يم او نه کوم علما
خو دومره درته وايم چې دغه مومن ضرب تر ٢٠٠١ کاله پورې طالبانو ته اسلامي لښکر ويلو اوس ورته دهشتګرد لښکر وايي پداسې حال کې چې د طالبانو ږيرې همغه شان اوږدې دي

مننه


Re: يوه ضروري پوښتنه

M Tahir
30.09.2007

[quote:c2a3f3d55a="افغان پښتون"]
ګرانه محمد طائر صاحب:
یوه دافضلیت مسئله ده، او یوه دلمونځ دصحیح کیدو مسئله ده، بیشکه چې فاسق مسلمان امام لمونځ صحي کیږي، خو افضل داده چې فقیه قارئ مخکې شي، که هغه نه وي نو بیا دې فقیه مخکې شي.که هغه نه وي، نو بیا دې قاري مخکې شي، داسې یو ترتیب سره لري.
خو که د چا ګیره له یوه موټې کمه وي، لمونځ ورپسې صحي کیږي، هیڅ مشکل په کې نشته، خو که چیرته په مقتدیانو کې کوم پوه کس یا قاري وي، چې یو موټۍګیره ولري، نو بهتره داده چې هغه مخکې شي.

[/quote:c2a3f3d55a]
محترم ورور ښاغلی افغان پښتون صاحب،
اسلام عليکم!
بښنه غواړم چې ستاسو له ليکنې څخه په لږ ځنډسره مننه کوم! بايد ووايم چې ديوڅۀ مصروفيت له امله ايله اوس وخت پيداکوم چې کمپيوټر ته کښېنم او د دټول افغان ويب سايټ له راخلاص کړم، ستاسو له راهنماليکنې څخه ډېره مننه ، کورمو اوباد او الله رب العزت دې يې اجردرکړي!
دغه رازبيا هم ستاسو له يادونې:
[quote:c2a3f3d55a][color=white:c2a3f3d55a]یوه خبره درته کوم محمد طائر صاحب: هیله کوم چې ضرب مؤمن والا څخه ځان وساتې، ځکه چې هغوي ډیر مردار خلک دي، له ځینو غولول شویو خلکو څخه پرته يي نور ټول د آي اس آي او د سي آي ای په سر مشق روان دي.
دغه ضرب مؤمن والا دافغانستان په تباهۍ او بربادۍ کې په پراخه پیمانه لاس هم درلود.
هیله کوم چې خفه نشې.[/color:c2a3f3d55a][/quote:c2a3f3d55a]
څخه په کوروداني او تاييد سره بايد ووايم چې دنوموړي اونيزې { ضرب مؤمن }پۀ ګډون زياتره پاکستاني مطبوعات افغان ضدتبليغات لري په تېره بيا ورځپاڼه اسلام او ضرب مؤمن د افغان قضيې په تړاو هر وخت زهرژن تبليغات کړي!
خو له روانې موضوع سره يي د تړاو پربنسټ بايد څرګنده کړم چې څو ورځې وړاندې مې د روژې دفرضيت پرموضوع له يو پاکستاني ملګري سره لږ اختلاف کړی چې مايي د فرضيت له شرايطو څخه بلوغت هم يو شرط بللی وو او نوموړي راسره نه منله او پر اوه کلنۍ يې تاکيد کاوۀ! چې بيايې دخپلې خبرې دتاييد لپاره نوموړی اخبار راکړ چې بايد ويې لولم!
سره له دې چې هغه وخت مې هم ورسره اختلاف وکړ او د ددغه افغان ضد اونيزې هر راز خپرونې مې له درواغو او مبالغې ډکې وبللې!
خوله خپل عادت سره سم مې يې يو څو پاڼې واړولې چې د ترواېح دلمانځۀ د امامت دصحت پرموضوع مې يې څو کرښې ولوستلې !
نوڅرنګه چې دې معاملې له فقه يي مسايلو سره کار لارۀ ځکه مې يې په منلو او نه منلو کې بې له تحقيق او پوښتنې بيړه ونه کړه !

اشنا ليکلي:
[quote:c2a3f3d55a] طاهره وروره زه نه کوم فقها يم او نه کوم علما
خو دومره درته وايم چې دغه مومن ضرب تر ٢٠٠١ کاله پورې طالبانو ته اسلامي لښکر ويلو اوس ورته دهشتګرد لښکر وايي پداسې حال کې چې د طالبانو ږيرې همغه شان اوږدې دي [/quote:c2a3f3d55a]
ښا غلی اشنا وروره! ستاسو انکشاف په زړه پورې دی خو مايې څو ګڼې لوستلې داخبره مې په مشاهده کې نه ده راغلې !
په مينه ستاسو طائر



ع کريم حليمي
09.10.2007

محترمو او مکرمو  طائر جان صاحب ،افغان پښتون صاحب، او اشنا صاحب 
سلام و رحمه الله وبرکاته !
ماته داسوال راپيدا کيږي چه دابه څرنګه يو علم امام او يا حافظ او قاري وي 
چه دئ پر شريعت برابر نوي ايا هغه امام چه ږيره خرووي او يا کونډۍ ږير 
جوړوي تاسو دئ مخلص ګڼي ؟، او هغه څوک چه مخلص نه دي نو تاسو 
 د لمانځه اقتدا پسي  کوي ؟ په داسي حال کښي چه په بل مسجد کښي مخلص امام وي !
 په درنښت   


منلی
15.10.2007

ټولو وروڼو سلامونه

هغه څوک چې وايي چې ږيره تر يوه موټي پريښودل سنت ده هغوي ددي لپاره کوم دليل لري مهرباني ديي وکړي مونږ ته ديي وليکي؟

او دوي د فسق تعريف څرنګه کوي؟

ايا د استنباط او شارع حيثيت اوحکم يوډول دي او که توپير لري ؟

 



ع کريم حليمي
15.10.2007

مکرم زخمي صاحب سلامونه ، او د تېر اختر مارکي درته وايم !

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ مِنْهَالٍ، حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ زُرَيْعٍ، حَدَّثَنَا عُمَرُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ زَيْدٍ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ، وَفِّرُوا اللِّحَى، وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ ‏"‏‏.‏ [color=cyan:95cbc36290]وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ إِذَا حَجَّ أَوِ اعْتَمَرَ قَبَضَ عَلَى لِحْيَتِهِ، فَمَا فَضَلَ أَخَذَهُ‏.‏ [/color:95cbc36290]

ږيره ئې په مټ کښي ونيوله او اضافي يا فضل ئې واخسته يعني قيچي ئېګړه !

کوم امام چه په مسجد کښي امامت پر غاړه لري 
که ږيره خرووي ، يا ئې د فرانسويانو په شکل جوړوي (زنه په توره ، 
چه ورېښته ئې په نوک هم نه نيول کيږي ) هغه امام فاسق دی

 ‏ [color=cyan:95cbc36290]ا[/color:95cbc36290]نْهَكُوا الشَّوَارِبَ، وَأَعْفُوا اللِّحَى

په دې حديث شريف کښي امر سوي ، څوک چه د رسول الله ص د امر خلاف 
عمل کوي هغه فاسق دی ، او قصدا نو بيا پها 

هو ! نده واجب چه تر قبضې اوږده وي ، اما ژيره درلودل او برېتونه وهل 
پر امام مسجد واجب دي، چه پر شريعت برابر وي 
دئ څرنګه ځان ته عالم وايي ؟؟؟

الْعِلْمُ قَبْلَ الْقَوْلِ وَالْعَمَلِ

لِقَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى ‏{‏فَاعْلَمْ اَنَّهُ لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللَّهُ‏}‏ [color=blue:95cbc36290]فَبَدَاَ بِالْعِلْمِ، [/color:95cbc36290]وَاَنَّ الْعُلَمَاءَ هُمْ وَرَثَةُ الاَنْبِيَاءِ ـ وَرَّثُوا الْعِلْمَ ـ مَنْ اَخَذَهُ اَخَذَ بِحَظٍّ وَافِرٍ، وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَطْلُبُ بِهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللَّهُ لَهُ طَرِيقًا اِلَى الْجَنَّةِ‏.‏ وَقَالَ جَلَّ ذِكْرُهُ ‏{[color=cyan:95cbc36290]‏اِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ‏[/color:95cbc36290]}‏ وَقَالَ ‏{‏وَمَا يَعْقِلُهَا اِلاَّ الْعَالِمُونَ‏}‏ ‏{‏وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ اَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي اَصْحَابِ السَّعِيرِ‏}‏‏.‏ وَقَالَ ‏{[color=red:95cbc36290]‏هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ‏[/color:95cbc36290]}‏‏.‏ وَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَاِنَّمَا الْعِلْمُ بِالتَّعَلُّمِ ‏"‏‏.‏ وَقَالَ اَبُو ذَرٍّ لَوْ وَضَعْتُمُ الصَّمْصَامَةَ عَلَى هَذِهِ وَاَشَارَ اِلَى قَفَاهُ ـ ثُمَّ ظَنَنْتُ اَنِّي اُنْفِذُ كَلِمَةً سَمِعْتُهَا مِنَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَبْلَ اَنْ تُجِيزُوا عَلَىَّ لاَنْفَذْتُهَا‏.‏ وَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ ‏{‏كُونُوا رَبَّانِيِّينَ‏}‏ حُكَمَاءَ فُقَهَاءَ‏.‏ وَيُقَالُ الرَّبَّانِيُّ الَّذِي يُرَبِّي النَّاسَ بِصِغَارِ الْعِلْمِ قَبْلَ كِبَارِهِ‏.‏

عالم او بې علمه خو يو شان ندي !

دا به څرنګه امام د مسجد وي ؟ نو نورو ته به نصحت کوي د نبي په سنتو 
به خلک امرکوي ، او دئ به  پخپله د سنت خلاف کار کوي 

يا أيها الذين آمنوا لم تقولون ما لا تفعلون

مه وايه چاته هغه څه چه پخپله ئې نه کوې 
هغه امام چه ږيره خرووي لکه "اميتابچند " دئ امام د 
مسجد دی او که د هندي فلم هلک ،داسي امام ته فاسق نه وائې ؟؟؟

هو ! په هر فاسق پسي اقتدا صحيح ده ، چه مقتديان ئې د ده په شان وي 
و متقي سړي ته حق نه دي چه د فاسق امام تر شا ولاړ وي 

داسي کار په کليسا ، درګواره (دسيکانو ټمپل )،سنګاګ(ديهودو ټمپل) کښي هم ناروا دي 
قوم هغه وخت خراب او تراب کيږي چه نااهله ئې امام وي !!!! 

هغه امام د مسجد چه نکټايي تړلې وي ، ږيره ئې لعل او شاباز خرولې وي 
درې فيسه سوټ(درېشي )ئې اغوستئ وي او په محراب کښي ولاړ وي 
 ، ديهود او مسلماني د نکاح عقد،د زندق 
شيعه او مسلماني نجلۍ عقد ، د عيسوي او مسلماني دنکاح عقد 
او د  پنج عيب شرعي ته د جنازې لمونځ ورکوي ، دې سړي ته لاهم 
فاسق نه ويل کيږي ؟؟؟؟ 

څوک چه د نبي ص په جای نماز او محراب کښي دريږي ، او مشابهت ئې 
د بهود وي ، ته اقدا پسي کوې ؟؟؟ زه ئې نه پسي کوم 

ږيره له ادمه تر دې دمه د ټولو انبياوو سنت ده ، امام چه ږيره خرووي 
او برېتونه لري ، تاسو فکر کوۍ چه دغه امام به محبت لري 
د نبي عليه السلام سره ؟؟؟ څوک چه محبت نه لري د نبي سره هغه امام د 
مسجد ،نه دی مؤمن !!!!

نوبيا عالم هم ولاکه وي ولي چه  ‏اِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ‏
عُلماء خو له الله نه وهم او ترس لري ، څوک چه ږيره خرووي هغه تقوا 
نه لري ، تقوا يعني ضمير بيدار او تميز د ښو او بد جاري 

په لمانځه کښي دا کمال پروت دی چه سړئ له فحشا او منکر څه په راګرځي 
څوک چه لمنځونه کوي او له منکراتو او فحشا څه نه راګرځي ، 
غور دي وکړي پر خپل لمنځونو ،ممکن لمونځونهئې سم او صحيح نه وي  

قص تشنه لبی دا بعقل خویش مناز
دلت فریب گر ازجلوه سراب نخورد

د داسي  امامانو ځغاسته په سراب پسي ده اوبه ولاکه په لاس ورسي
قوم به هم ورسره مري له تندي ، ولي چه د ملا امام زړه فريب ګر دی  

په درنښت  


منلی
18.10.2007

استاد حلیمی صاحب اوټولو وروڼو سلامونه اونیکی هیلی
څښتن تعالی دی زمونږ له سر مه کمه وه!


د ږيری خرول او يا د فرانسويانو په شکل جوړول (زنه په توره ،
چه ورېښته ئې په نوک هم نه نيول کيږي ) خبره روښانه ده چی دسنت خلاف دی اودفاسق اطلاق پری کیږی
خودلته خبره دږیری دیوه موټی پریښودلو په باره کې ده چې آیا دږیری لپاره مبارک (ص) کوم مقدار مقرار کړی ؟؟ آیا داسی روایات شته چې دصحابه کرامو (رض) ږیره یو موټی وه ؟؟
زماپه نظر دچا دږیری په لڼډوالی اولوی والی کوم خاص فرق نه واقع کیږی اواصل شی چې دایمان په زیاتولی اوکمولی باندی دلالت کوی هغه نوری خبری دی .

اواندیښنه خو داده چې د ایمان کمولی لکه درهبرانو په شان په ظاهری شیانو پوره کول چې دا لړی اوس هم روانه ده لوی نقصان دی (البته دا ایزافی خبره ده )



ع کريم حليمي
19.10.2007

ګران او مکرم زخمي صاحب ستاسو سلام ته وعليکم وايم ، او زمونږ له طرفه
ئې هم ومنه !
تاسو دي هم خداي نه کموي ، د "ټول افغان " ټوله ليکوالان  اعضاي يکديگرند
بېله تاسو يعني چه تاسو ليکوال پوښتني او بحث ونه کړۍ نو بيا بنده په يوه 
ټېډي هم نه ارزي ، ماته دي خدای ستاسو  غم نه راکوي 

ستاسو د ښايستو  خبرو او ليکنو په جواب کښي پلاندني بيت اکتفا وکړم 
"من گلي ناچيز بودم وليكن مدتي با گل نشستم كمال همنشين در من اثر كرد "

[quote:5d1ef91167]اواصل شی چې دایمان په زیاتولی اوکمولی باندی دلالت کوی هغه نوری خبری دی . [/quote:5d1ef91167]

وروره ! جهاد به تر يوم القيامه پوري دوام کوي ، يو تود جهاد دی او بل 
به سوړ جهاد وي ، سوړ جهاد يا جهاد اکبر دې ته ويل کيږي چه موږ او تاسو 
ظاهر او باطن ، لباس او شکل کلام او ګړه د اسلام په چوکاټ کي وساتو 
دغه لوی جهاد دی ، او په تېره بيا په يورپي هوادونو کښي ، 
چه خانم جاني مو اسلامي لباس په تن کړي او موږ خپلي قوارې داسي وي 
چه له ورايه معلوم يو چه مسلمان يم ، 

په نړي کښي يهود هم ږيره لري او مسلمان هم اما فرق دادی چه :
يهود برېتونه نه وهي ، د نبي په شريعت کښي برېتونه وهل لازم دي 
ولي چه که مسلمان برېتونه ؤ نه وهي يا ئې کم نه کړي خو مشابهت
ئې وکړ له کفر سره ، او په ورځ د قيامت په د هغو په ډله او ټولنه 
کي راپورته کيږي چه مشابهت ئې ورسره درلو ياکاوه 

[quote:5d1ef91167]خبره دږیری دیوه موټی پریښودلو په باره کې ده چې آیا دږیری لپاره مبارک (ص) کوم مقدار مقرار کړی ؟؟ [/quote:5d1ef91167]

هو ! مبارک او خواږه نبي ص يوازي داسي امر کړی چه :
ږيره پرېږدی او برېنونه ووهۍ ، خو په يوبل وخت کښي ئې ويلي چه 
د شيطان سر او ږيره ببرورېښان دي ، نو معنا دا چه مسلمان ته نه ښايي  
چه ببر سر او ژيره ولري بايد ده چه طول او عرض ئې تهذيب کړي 

عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ، وَفِّرُوا اللِّحَى، وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ ‏"‏‏.‏ وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ إِذَا حَجَّ أَوِ اعْتَمَرَ قَبَضَ عَلَى لِحْيَتِهِ، فَمَا فَضَلَ أَخَذَهُ‏"

پورته حديث ته روايتي حديث ويل کيږي يعني يوه حصه د حديث قول د نبي 
 او دوهمه حصه قول د صحاب دي 
 اوله حصه چه د نبي ص قول دی فرمايي چه :
مخالف د مشرکينو وکړی پرېږدۍ ږيره او ووهۍ برېتونه 
او دهمه حصه حديث قول د اصحابي دی د د جلیل القدر صحابی ابن عُمَرَ
رضی الله عنه قول دي ، چه د حج په وخت کښي ئې ږيره په مټ کښي ونيول 
او تر مټ اضافه ئې ووهل ، البته دا عمل ئې نبي ص په حضور کي کړی وو 

هو !چه غلط فهمي پېښه نشي ، که کوم څوک ږيره وهي او يا ږيره ئې تر 
يوه مټ کمه وي ، عزيت او جبر به څوک نه پر کوي چه ږيره 
خامخا او ارومرو اوږده کړه ، خو  ملاامام ته شرم دی ،عيب دی چه ږيره 
وهي او برېتونه پرېږي ، ولي چه امام او عالم د نبي وارث دی 
نو طبعا او بايد چه پوره ږيره ولري او پرهر مسلمان واجب ده او پرامام  نو
هرومرو ، او ابوحنيفه، شافعي هم يوه قَبضه ږيره شرعي ښودلې ده 

په هغو ملکونو کښي چه يهود نسته هلته ږيره ترمټ يعني قبضې اوږدول 
مکرح کار دي ، او په هغو ملکونو کښي چه يهود او مسلمانان په ګډه ټولنه 
ژوند کوي تر قبضې اوږده ږيره او غټ او اوږده  بريتونه بيا مشابهت 
دي ، او مشابهت حرام دي 

په حنفي فقهه کي راوړي چه برېتونه چه څوک خط نه کړي ، هغه د نبي له 
امت څه ندی 

عَنْ زَيْدِ بْنِ اَرْقَمَ، قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ ‏"‏ [color=red:5d1ef91167]مَنْ لَمْ يَاْخُذْ شَارِبَهُ فَلَيْسَ مِنَّا ‏"‏ ‏.‏[/color:5d1ef91167]
خوږ نبي فرمايي : څوک چه برېتونه نه وهي له موږ څخه ندي 

د بنده ږيره ترمټ کمه خو قبضه کيږي يعني لږ تر قيضې کمه ده 

په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more