د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ټول افغان ودان بلاګ ودان کورونه ورانه وي

ashna
26.09.2007

[color=blue:1baf4cfa7c]د ټول افغان ودان بلاګ ودان کورونه ورانه وي [/color:1baf4cfa7c]
ګرانو ! شاعري ، شخصیت او مسلک درې واړه سره جدا جدا شیان دي دا بېخي بېځایه احمقي ده که څوک وواي چې یوه کوپړۍ څرنګه شخصیت وي همغسې شاعري به کوي او هر هغه چټیات چې یې د خولې راوځي په عملي ژوند کې دې کړي وي ، شاعر یوازې نا بشپړه محسوسات بشپړوي او بس! او همدغه یوازینی توپیر دی په شاعر او عام وګړي کې خو دم ګړۍ زمونږ په هېواد کې ډموکراسۍ د نوم لاندې هر ناروا کار روا بلل کېږي


پښتون زلمی
26.09.2007

کور دې آباد میوند اشنا!
نر سړې يي، او نرې خبرې کوې،
دپښتو او غیرت شمله دې همیشه لوي خداي په سر جیګه لره.

پاکه به درته ووایم، چې الله جل جلاله فرمايي:
والشعراء یتبعهم الغاوون، ألم تر أنهم في کل واد یهیمون، وأنهم یقولون ما لا یفعلون، الا الذین آمنوا وعملوا الصالحات..........

ژباړه: او دشاعرانو تابعداري ګمراهان کوي، آیا ته دغه شاعران نه دې لیدلي چې په هره کنده کې دوي سرګردانه ګرځې، او بیشکه دغه شاعران وايي هغه څه چې نه يي کوي دوي، مګر هغه شاعرانو چې ایمان يي راوړې وي، او کړې وي دوي ښه عملونه ....(نو دغه رنګ شاعران بیا نه دې مذموم).

موخه مې داده، چې قاعده داده، چې ټولنې ته په زیاته کچه مرداري فساد، غلطې مفکوري، او ګنګې له دغو شاعرانو له ژبو راغلې، خو ددې معنا دا هم نه ده، چې ښه شاعران نشته، ښه شاعران هم شته، خو هغوي کم دې.

نو دتعجب خبره داده، چې ځینو خلکو بیا دغه شاعران ددی پر ځاي چې په ژبه او ادب کې دهغوي لارښود شي، لوي لوي پیشوایان يي ترې جوړ کړې، او په هره قضیه کې دهغوي اوري، او دهغوي مني.
دا بې انصافي او نا انډولي ده.


اشنا بیا په اوتو بوتو سر شوی

Mirza Patan
09.10.2007

اشناصاحب ، ستا دې لېکنې کلونه مخکې ، د مشر لېکوال او شاعر فضل ولي ناګار هغه خبره رایاده کړه ، چې یو وخت یې له څو ځوانو شاعرانو څخه د وخت طالب چارواکو ته شکایت کړی و او ویلي یې و ، د دوی شعرونه غریزه راپاروي .
نو هغه وخت ورته طالب ملا ویلي و ناګار صیب ! کومه بله دوسیه ورته جوړه کړه، دا کېسه دې ډېر کمزورې ده .
تا او دې بل ورور هم په دې خپله لېکنه کې ېوازې د ودان له چلونکې سره خپله کېنه په ډاګه کړې . او شاعرانو ته مو توهین کړی.
زه د لېوال یو دوست او د هغه د علمي شخصیت یو مېنوال یم ، لېوال ېوازې شاعر نه دی بلکې د افغانستان د سېمه ایزو څېړنو د مرکز مشر دی ، له شعر پرته یې په لسکونو علمي کتابونه او مقالې لېکلي ، ستا په شان اروپاکې نه دی غزیدلی هره ورځ وطن ته دومره کار کوې چې تا په خدای که په دې ټول عمر کې کړی وي .
او بیا تا چې زه دې ډېر ښه بېژنم ټول عمر دې په همدې اوتو بوتو تېر شو ، هغه ویبپاڼو ته لېکلی چټیات شعر دې اوس هم زما یاد دی . ته خو نو د شعر استعداد نه لري .ځکه به نورو پسې داسې خبرې کوې .
پښتنې خویندې او لوڼې دې اینټرنیټ نه ګوري ځکه تر ودان برته نورې ډېرې لړلې کېسې او بدې بلاوې په کې شته. او کله چې ماضی یو سمه پاڼه خلاصه کړې خپله راڅي. به خپل سر راځي او چې بیا یې ګوري نو د خوشال نظمونه او لېکنې او د ودان لېکنې خو د یاهو پاڼې د اول مخ له اعلانونو ډېرې بربڼدې نه دي .
ستا د ژبې پیل له خوشاله کېږي ، خوشال ېوازې شعر نه دې لېکلې هغه د ژوند په بېلا بېلو اړخونو کې لېکنې کړې دي . هغه د وخت یو لوی عالم او سیاستوال و .د هغه علم په نړېواله کچه منل شوی دی . له همدې څخه ستا د لوست کچه هم معلومېږي . ته چې تر اوسه خوشال نه پېژنې نو د علم په پوله هم نه یې تېرشوی .
او دا دې هم درته وویل شي ، د ودان چلونکی امریکايي پاسپورټ نه لري ، هغه ان د مجاهدینو په جګړو او د طالبانو په واکمنۍ کې هم له وطنه ونه تښتېده ، همدلته لوی شو، همدلته یې زده کړې وکړې او همدلته یې کار وکړ . دوه کاله امریکا ته ولاړ هلته یې ماسټرې واخیسته او بېرته نر غوندې وطن ته راغی ، او کار یې پیل کړ .
ستا په شان یې سوسیال ته وانه ړول .چې د لیلیې لوبیا دې افغانستان کې خلاص کړل . خو چې په اوتو بوتو پوه شوې نو وتښتېدې او......................
داسې وکړه په کومه ادبي یا علمي پروژه کار پیل کړه ، په دې اوتو بوتواو نورو پسو خبرو کې سپین ږیری شوې .
ماشومان او زنانه ایڼترنیټ ته مه پرېږده کنه ډېرې بدې بلاوې په کې دي .
او په یاد لره دټول افغان ټولې اړوند لېکنې تر اتلسو کلونو د پورته خلکو لپاره دي ماشومان یې باید و نه لولې ځکه په هر ویبلاګ کې هر څه شته . کنه ته دا طبي ویبلاګونه وګوره چې له څه نه ډک دی .
وخت ډېر نه شته چې خپلې ټایپي تېروتنې سمې کړم . خو دومره درته وایم چې له دې چټیاتو لاس واخله کنه بیا دې خلکو ته سم بڼکه بڼکه کوم . او اصل دې ورته ښيم. او دا بل مولانا دې هم د دې په ځای چې کوم نیک کار وکړې د هېواد په عالمانو او نېکو خلکو بسې دې داسې سرچپه فتووای نه ورکوې .


پښتون زلمی
09.10.2007

ګران ورور پټان صاحبه
سلامونه مې ومنه، په خیر راغلې،
محترما: تاسې چې دلیوال صاحب کومې ستاینې کړې دي، هیڅ مخالفت ورسره نلرم، زه لیوال نه پيژنم، او نه مې کله لیدلې دې، خو لیکن هغه دسکسپوهنې په نوم لیکنې کې ډیر په بې پروايي غږیدلې وو، ډیر نا مناسب الفاظ یې استعمال کړي وو، او میاشت هم دروژې وه،
که دطبابت له نګاه نه په جنس خبرې وشي، نو هیڅ مشکل په کې نه وینم، لیکن چې په دغه رنګ طرحه شي، چې پټې او غلې غریزي را وپاروي، نو دغه کار ناسم کار دې، خداي شته چې زه پرې ډیر ودردیدلم.

خیر، له انسان څخه تیروتنه کیږي، او لیوال صاحب باید خپله دغه تیروتنه ومني، همدغه موضوع دې مطرح کړي، خو لږ په محترمو الفاظو، او داسې الفاظ او عناوين دې نه ورکوي چې سر له واره ذهن پر بل مخ بوځې.

څنګه چې لیوال صاحب خپله دغه فکر کوم چې له خپل ویبلاګ څخه لیري کړي، نو زه هم خپلې پورتنۍ لیکنه کې تغییر راولم، او له هغه څخه شکریه ادا کوم.

خو دا به راسره ومنې، چې آشنا صاحب صحي غږیدلې، او اوتې بوتې يي نه دي ویلي.

که لیوال صاحب ښه شاعر او محترم شخصیت وي، نور توفیق ورته هم غواړم، او ځمونږ پرې هم دا ګمان دې چې ددې غیرتي خاورې بچې دې، الله جل جلاله دې په خپلو روا کارونو کې موفق لري.


ashna
11.10.2007

[size=24:8bbb154998]اسلام علیکم ورحمة الله وبراکة او تقریبًا اختر مو مبارک شه!!
ګرانو! ښاغلو او اغلو زما د ودان بلاګ سره کومه پوله پټی لاندې ندی او نه خدای مه کړه ورسره کومه بله زړۀ بدي لرم چې د ودان بلاګ یو مینه وال پټان دې راپاڅي او ما دې وګواښي او هم مې دې وننګوي او ورسره راته یو درځن پېغورونه هم راډالۍ کړي او زه بیا داسې حېران دریان شم چې په بدل کې یې زه ورته څه ورکړم چې په تشه مننه خو دغه درندې ډالۍ زما ضمیر نه قبلوي .
خو باید عرض وکړم چې زما دا بېخي خیال نه و چې ګینې په نوموړي بلاګ کې ناندریزه لیکنه په همغه ورځ ړنګه شوې ده که نه نو ما به دغه پورته کرښې پخوا لمنځه وړې وای او یا به مې اصلاح کړې وای او پدې دې زما نه ودان بلاګ نه خفه کېږي او نه دې یې مینه وال دومره جذباتي غبرګون ښکاره کوي چې یو زما په سر مې د کورنۍ نر ښځو ته خولۀ ورواچوي ځکه چې هېڅوک د چا د مور د ډولۍ لاندې ندی راغلی چې دیو چا بې وخته پېکووهلو ته دې چپ پاتې شي اود خبرو اترو اصلي ټکی پرېږدي او په نور ډانډس شروع وکړي .
او پټان صېب د اولاد خبره دې رایاده کړه بسلمانه مونږ خو یې لا ول نېک عمله مور پېدا کړو بیا به یې راکاږو ورسره خو دغه ستاسو ملګري او دا بې وخته ډموکراسي لګیا ده بې لارې یې کړې ټولې او بیا چې یې څنګه مور وي همغه شان به یې لور هم وي . :D :roll:
او هغه شعر خو تۀ او خدای چې دلته ولیکه بسلمانه زما نه هېر شوی دی ځکه چې یو وخت مې ستاسو یاران انډیوالي بهیر پاڼې ته یو څه درستولي وو چې هلته هم اند ، خیال ، تصور ، اوفکر ښاغلو رد کړو او ما ته یې ښه په ورینه ټنډه وویل چې پدې کې زموږ د کوم یار او د یاران انډیوالي بهیر نوم نشته نو بیا داسې لیکنه یا شعر موږ ته مه راستوه او زه چې هم ستاسو په شان یو غیور افغان یا پټان یم بس په یوه پوهېږم .
مننه اشنا مو[/size:8bbb154998]


Anonymous
14.10.2007

[code:1:54a5e8cf3c]موخه مې داده، چې قاعده داده، چې ټولنې ته په زیاته کچه مرداري فساد، غلطې مفکوري، او ګنګې له دغو شاعرانو له ژبو راغلې، خو ددې معنا دا هم نه ده، چې ښه شاعران نشته، ښه شاعران هم شته، خو هغوي کم دې. [/code:1:54a5e8cf3c]

کاکوجانه
ما خو نو هم لژ و دا تاريخ ماريخ لوستئ تراوسه مي دا ندي پکشي لوستي چي يو شاعر پاڅيدلئ او بل شاعر يي بيا وژلئ خو بل لوري ته همدا تاريخ بيا د ملايانو د هغو فساتونو، ترهګريو او مرداريو ډک دئ چه په همدي اوسني افغانستان کي زه او ته سره شاهدان يو. تر قتل زياته جيګه ګوناه نشته او ملايان ګرده سره قاتلان دي چه زه څومره پيژنم
نو بيا ته ولي شاعر ته فساتي وايي چي يواځي په شعر خبره کوي او نور چاته هيڅ زيان نه رسوي او پخپله ملا يي په دي سايټ کي ما وکتل چي تر پنځوسو زياتو خلکو د وژلو فتوي دي ورکړي دي نو ستر او جيګ فساتي ترهګر خو ته يي ولي شاعرانو ته بد واي؟


lawangin
14.10.2007

[quote:44af508a58="khan jan"][code:1:44af508a58]موخه مې داده، چې قاعده داده، چې ټولنې ته په زیاته کچه مرداري فساد، غلطې مفکوري، او ګنګې له دغو شاعرانو له ژبو راغلې، خو ددې معنا دا هم نه ده، چې ښه شاعران نشته، ښه شاعران هم شته، خو هغوي کم دې. [/code:1:44af508a58]

کاکوجانه
ما خو نو هم لژ و دا تاريخ ماريخ لوستئ تراوسه مي دا ندي پکشي لوستي چي يو شاعر پاڅيدلئ او بل شاعر يي بيا وژلئ خو بل لوري ته همدا تاريخ بيا د ملايانو د هغو فساتونو، ترهګريو او مرداريو ډک دئ چه په همدي اوسني افغانستان کي زه او ته سره شاهدان يو. تر قتل زياته جيګه ګوناه نشته او ملايان ګرده سره قاتلان دي چه زه څومره پيژنم
[/quote:44af508a58]
ملا پريږده خو جګ شه ته داشغالګرو په لښکر پسې راپورته شه !
ستا د مختور شي ولاکه هيڅ شی يې ، يواځې داشغالګرو تلې څټې ، کله چې
دوی ورک شي بيا به دې يا سپينه او يا تور ه پګړۍ تړلې وي، نو دا منافقت څه
معنی (مانا )


Lotfollah
15.10.2007

ګرانو دوستانو سلام علیکم
افغان پښتون لیکي:
[quote:a1b8a0a994]محترما: تاسې چې دلیوال صاحب کومې ستاینې کړې دي، هیڅ مخالفت ورسره نلرم، زه لیوال نه پيژنم، او نه مې کله لیدلې دې، خو لیکن هغه دسکسپوهنې په نوم لیکنې کې ډیر په بې پروايي غږیدلې وو، ډیر نا مناسب الفاظ یې استعمال کړي وو، او میاشت هم دروژې وه، [/quote:a1b8a0a994]
کله چې د یوه شاعر د شعر په هکله علمی څېړنه کېږي، نو څېړونکئ دا حق نلری چې د شاعر شعرونه دلوستونکي په خوښه یوې خوا اوبلې خواته تحریف کري! زما په نظر ښاغلي لېوال د خوشحال خان شعرونه هسې چې دي منعکس کړي دي، که چاته دا لیکنه ډېره بر بنډه ده، و دې نه لولي !
د طبابت په ویپ پاڼو کې د مسلکی مجبوریت اود انسان د ځان اوتونومی دښه تشریح کولو په خاطر د انسان وجود په بربنډ حالت کې ښودل کېږي، خو چې د چا یې کار ندﺉ هغو پاڼو ته نه ځي !
د ډېر خواشیني ځای دﺉ چې د ودان بلاګ مسئول د تورو ذهنیتونو د فشار له امله دغه علمی لیکنه لرې کړې ده !


ashna
15.10.2007

ښې چارې !!
ګرانه لطف الله خبره داسې ده چې نه ودان ماما طبیب دی او نه خوشحال بابا کوم طبیب و او ستاسو خبره که طبیبان هم دي خو د ودان بلاګ ناندریزه لیکنه یې د طیب په هکله نه وه یوازې د بابا د ځوانۍ شعرونه یې د طب په نوم ورتپلي ول چې د دوی نه مخکې نورو ښاغلو هم ورتپلي دي چې ودان بې له هغې هم پدغه لیکنه اوس ګرم ندی .
موږ تور ذهنه نه یو بلکې تور سترګي یو او ذهنونه مو سپین دي او ددې سپینو ذهنونو سره سره مو سترګې تورې خوښې دي ځکه چې لومړی خبره ذهن ته راځي او ذهن یې بیا زړۀ ته ورپاس کړي او زړۀ یې بیا سترګوته ورپاس کړي او سترګې بیا ماحول ته وګوري نو بیا یې خولې ته ورپاس کړي او د خولې چې برغولی نه وي نو بیا تورې سترګې هره خبره خولې ته نه ورپاس کوي خو د دې ډموکراسۍ دې خدای بېخ او بنیاد دواړه وباسي چې سپین سترګو راوړې ده زمونږ هېواد ته او د سپینو سترګو کانې دا دي چې ډموکراسي نن یوازې زموږ په جامو او او بدن پورې کلکه نښتې ده د نور چا به درته څه ووایم مونږ یې خپله ( لا نه پوهېږم سهي) پدې څوویشت کلنۍ کې په ګړنګونو ورسم کړي یو مخکې دې الله راته خېر کړي او همدغه شان ټول درواخلئ په هر ه ناروا خپلې تورې سترګې پټوي ترڅو ستاسو په شان اشخاص پرې د تورذهنه ټاپه ونه وهي .
مننه اشنا مو
سترګې باڼۀ وریځي لیمه پښتانۀ
کله خواږۀکله تراخۀ پښتانۀ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more