نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستاسو په اند ایا طالبان دالقاعده سازمان یوه برخه ده؟
smakhkash
26.09.2007
نیویارک ټایمز
WARREN HOGE
۲۴، سپټمبر،۲۰۰۷
افغان چارواکي دبهرنیانو انګیرنې دمخدره توکیو اوسیاسې خبرو اترو په هکله اوري .
دسپټمبر په ۲۳ نیټه ښاغلي حامد کرزې له څو لوړپوړیو افغانې چارواکیو سره په نیویارک ښار کې په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ په دغه غونډه کې چې دحامد کرزي سره سره دملل متحد سرمنشي ،بانکې مون او د۱۸ هیوادونو دبهرنیوچارو وزیرانواولوړپوړیو ډیپلوماتانوپه کښې شتون درلود دسوله ایز اوله مخدره توکیو دپاک افغانستان درامنځ ته کولو په هکله خبرې اترې وشوې .
بانکې مون چې دحامد کرزی په ملتیا یې ددغې غونډې مشري په غاړه درلوده وویل : ددغې غونډې له لارې په تیر یوه کال کې دمخدره توکیو دکر کیلې دپراختیا ،همداراز دمخدره توکیو اوهیروینو دتولید په هکله ګډون والو خپلې سترې انګیرنې رابرسیره کړې . نوموړي وویل دغې غونډې دمخدره موادو دتولید، قاچاق اودتروریستې منابعود تمویل اړیکې دمخدره موادو له تولید اوقاچاق سره په ګوته کړې . نوموړې وویل ددغې غونډې برخوالو هوکړه وکړه چې ددغې اړیکې له منځه وړل دیوه سوله ایز ، نیکمرغه اودیموکراتیک افغانستان درامنځ ته کولو لپاره خورا حیاتي ده .
بانکې مون دغونډې برخه والو ته چې اروپايي اودافغانستان ګاونډي هیوادونه وو وویل : مونږ تاسو په دې هوکړه وکړه چې کرزی اوافغاني مشران باید دهر اړخیزه سیاسې خبرو اترودپر مختیاهڅې چې دملې پخلاینې په هکله وي نورې هم ګړندۍ کړي .
ښاغلي کرزي غونډې ته وویل : زما هیواد په دې لټه کې وه چې داسې یوه پروسه چې دطالبانو سره، هغه طالبان چې دالقاعده برخه نه دي ، هغه چې دتروریستې شبکو غړي نه دي اویا هغه خلک چې دیوه نه یوه لامل له پلوه اړشوي یا یې ځان په داسې یو حالت کې احساس کړی چې باید وسلې ته لاس کړي ،دپایله لرونکیو خبرو زمینه برابره کړي، په کار واچوي
ستاسو په اند ایا طالبان دالقاعده سازمان یوه برخه ده؟ ایا طالبان د تروریستي شبکو برخوال دي ؟ اویاکه طالبان ددغه هیواد ناراضي بچیان اومیړونه دي؟ هیله ده خپل نظر ورکړی .
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
لمرپه دوګوتونه پټيږي
سالک
26.09.2007
دكابل واكداران او دهغوي پلويان خپلو مخالفينوته دخاورې دښمنان او قاتلان وايي هغوى دا خبرې په حقيقت كې دخپل جرم او ګناه دپټولو لپاره كوي تر څو وتوانيږي ځينى ساده وګړى تير باسى او دخپل بام واوره دبل چا په بام واچوي. حال دا چې حقيقت تر ډيره وخت پورى نشي پټيداى او په يوه نه يوه ورځ خپله اصلى بڼه خامخا ښكاره کوى .
د دروغو عمر ډير لند وى او ډير ژر رسواكيږي نو ځكه متل پاتى شوي دي چې د درواغو مزل لنډ وي يعنى د درواغو له لارى تر ډيره وخت پورى څوك ناخبره نشي ساتلي او دموضوع اصلي بڼه تر ډيره وخته پورى په جعلي او تقلبى شكل كى په ساتلونه بريالي كيږي ، بلكى ډير ژر دهغه دبى ايماني او چلونو پرده څيرى او حقيقت پخپله اصلى بڼه كى ښكاره كيږي .
دا چې حكومتى واكداران خپلو مخالفينو ته دخاورى او ولس دښمنان وايي او ټوله پړه پرهغوى اچوي نو دافغانستان وګړي دهغوى د دغو خبرو باندى ضرور غور او فكر كوي چې دحكومت مخالفين په كوم دليل دخاورى او ولس دښمنان دى؟ دحكومت او دهغه له پاليسۍ سره مخالفت ځانته څيز دى او له خاورى او ولس سره دښمنى بل څيز دى، ددى دواړو ترمينځ آسمان او زمكه فرق دي چيرته حكومت او چيرته خاوره؟
خاوره پخپل ذات كې داسى يو ځيز دى چې له هيچاسره دښمنى اودوستى نه لري مګر برعكس له خاوري سره دوستي او دښمني كيدلى شي له خاورى سره دوستى دا ده چې هغه په دښمن باندى خرڅه نكړى شي ددښمنانو تسلط او دهغوى قانون ورباندى ونه منل شي دا د الله نعمت وګڼل شي او ورباندى د الله تعالى حاكميت جارى كړى شي شيطانى ډلو او فساديانو ته دالله پرزمكه دفساد او بد عملي خورولو اجازه ورنه كړى شي په دى زمكه او خاوره باندى د اوسيدونكو مسلمانانو اسلام ، عقيده ، كلتور ، عفت او عزت پښولاندى نه كړى شي .
دافغانستان هر غيرتى او آزادى خوښوونكې افغان په دى ښه پوهيږي چى اصلى حقيقت څه دي ؟ څوك دخاورى دښمن او څوك يى دوست دي ؟ څوك دولس خير خواه او څوك يې بدخواه دي ؟
داسى خبرى د روسانو ګوډاګې حكومت او دهغه پلويانو هم كولي دخاورى د آزادى او داسلام د دفاع په خاطر له بهر نه راغلو دښمنانو په خلاف جهاد كونكو قهرمانانو ته به يې اشرار ويل خپل حكومت ته به يې دخاورى محافظين او پر خاوره د قابضو يرغل ګرو په خلاف جنګيدونكو ته به دخاورى دښمنان ويل خو دافغانستان مسلمانو وګړو دهغوي خبري يى بنسټه وبللي او دمجاهدينو په صفونو كې ودريدل، بلاخره نتيجه دا راووته چى دخپلو بى دريغو قربانيو په وجه د ګوډاګى حكومت روسي باداران يې هم له خپلى خاوى نه وويستل . او دهغوى ګوډاګى حكومت يى هم دړى وړى كړ.
اوس چې يوځل بيا پر افغانستان د امريكا او دهغې د اتحاديانو قبضه ده. هرلورې دهغوى ټانكونه پوځى ګاډى او جنګى الوتكې ګزمې كوى ، دخلكو کورونه او كلي تالاشي كوي بى ګناه خلك وژنى پوره پوره كلى بمبارى كوي ، د افغانانو په عزت او آبرو تيرى كوي نو ددوى په خلاف ميدان ته وتل او دهغوى دا بادارى نه منل په كوم قانون جرم اوله خاورى سره دښمنى ګڼل كيدى شي؟ كرزى دى ځواب وركړى چې په كومو ورځوكى امريكايانو پرافغانستان زمكنى او هوايې بريد كړى وو له همغو ورځو نه كرزى او دهغه انډيوالان له امريكايى عسكرو سره يوځاى په جبهاتو كې نه جنګيدل ، آيا كرزى له خپلو ملګرو سره يوځاى دکندهار په يوه غره كې نه و محاصره شوي ، آيا هغه له دى محاصرى نه امريكايى هليكوپټرو نه وو خلاص كړى؟ آيا كرزى پخپله دسټلائټ له لارى بى بى سى راډيو سره په مركه كې دخپلى محاصرى خبره پخپله نه وكه كړى ؟ دا داسى واقعيتونه او حقيقتونه دي چې دتاريخ په پاڼوكې ثبت او هروخت دثبوت لپاره ښكاره كيدلى شي ،همدغه حالت دکابل حكومت دنورو شريكو غړو هم دى چى له لومړۍ ورځى نه د امريكايى چارواكو سره دسازش په نتيجه كې دحكومت څوكيو ته رسيدلى دي د كوم هيواد حكومت چې له لومړى ورځې نه دپرديو غلام وي او حكومتى واكمنان د يرغلګرو پوځيانو په ټانګوكې سواره دهيواد پلازمينى ته ننوتى وي نو د داسى غلام حكومت نه منوونكى به دولس اوخاوري دښمنان وي ؟
قاعده او قانون هيڅوك نشي بدلولى دوه كرته دوه به خامخا څلور كيږي او لدينه به د دنيا يو طاقت هم پنځه يا دريې جوړ نه كړى شي، دخپلى خاورې له دښمن نه به هيڅوك دخاوري دوست او دخپلى خاورى له دوست نه به هيڅوك دخاورى دښمن جوړنه كړى شي ځكه چې دا دوه بالكل متضاد ځيزونه دى او كله هم ديوبل پرځاى نشى استعماليدلي . په كار خو دا وه چې د كرزى حكومت په زغرده دا ويلى واى چې زمونږ مخالفين د افغانستان دخاورى او ولس رښتونى دوستان او خدمتګاران دي او مونږ د افغانستان دخاورى او ولس رښتونى غدارن يو ځكه چې هغوى نه خپله خاوره خرڅول غواړى او نه خپل ولس د بل چا غلامان كول غواړى خو مونږ هم خاوره خرڅه كړى ده او هم مو ولس ........
زمونږ مرام او مقصد د خاورى خرڅول او د پرديو غلامى كول دي او زمونږ دمخالفينو هدف دخپلې خاورى ساتنه او خپل واك ژوند. نور دخلكو خوښه ده چې له مونږ سره ملګرى كيږي او كه له هغوي سره . زمونږ پشان دغلامۍ ژوند ته ترجيح وركوى او كه آزاد ژوند ته ، دبهرنيو ځواكونو په خلاف خپلې ملاګانې تړي او كه زمونږ پشان ښه په آرامه دغلامى ژوند تيرول غوره کوي، خولكه څنګه چې له هميشه نه ددنيا دا دستور روان دي چې هرباطل او درواغجن دخپل غلط او ناروا مقصد ته درسيدو لپاره له درواغو او دوكو نه كار اخلي او كوشش كوي چې خپل بدى دنيكى او ټګى د صداقت په بڼه كې ښكاره كړى او په دى ترتيب خپل شوم هدف ته په رسيدوكى بريالى شي همدغه زوړ عادت دكابل ګوډاګى حكومت هم خپل كړى دي او دخپل جرم دپټولو لپاره مخالفينو ته دهيواد او خاورى دښمنان او خپلو ځانونه خدمتګار او خيرخواه وايي،دوى كله كله خپلو مخالفينو ته دخبرو اترو وړانديزونه هم كوي او غوښتنه ترينه كوي چې رازى دخپل هيواد او ولس دخير او ښيګڼې په خاطر پخپلو كې سره يو موټى شو ،رازى له مونږ سره په حكومت كې ګډون وكړ : دحكومت دروازي ستاسي لپاره خلاصي دى ، دا ډول خبرې هم د دوى په مكر او فريب باندى دلالت كوي او په داسى كولو سره ملت ته داسى ښودل غواړى چې ګويا مونږ له ولس سره مينه لرو او نه غواړو چې په افغانستان كې جنګونه روان وي .
آخر د دوى په دې كم عقلو خبرو باندې څوك نه پوهيږي ؟ كوم ليونى به داسى وي چې ددوى په چلوټو او دوكو باندى پوه نشي ؟ هرڅوك په دى پوهيږي چى د کابل حكومت او دهغه دمخالفينو ترمنځ داختلاف اصلى ټكي حكومت يا دحكومت په اقتدار كې شريكيدل نه بلكې داختلاف اصلى ټكې دبهرينو ځواكونو موجوديت دي ،
متل دي چې زه ونه شرميږم نو څوك به مى وشرموي دكابل په حكومت باندى هم همدغه كانه شويده، له سترګو نه يى شرم او حيا ختمه شوي ده او دا فكر نه كوى چې زه آخر د كوم باغ مولۍ يم چې دخپلې خاورى او عقيدى د آزادى په خاطرملاتړلي ولاړ قهرمانان له ماسره خبرى وكړى
دكابل په حكومت باندې دهغه مسافر كانه شويده چې خلكو هغه په مسجد كې نه پريښوده خو هغه په ډير غرور سره ويلى چې زما بستره دملك صاحب حجرى ته يوسى ، كه دكابل حكومت رښتيا دبهرنيو ځواكونو لاس پوڅى نه وي نو بيا دى لږ تر لږه دخپلى آزادى د ثبوت لپاره دايو آواز وكړي چې بهرنيان دى له افغانستان نه ووځي، او يا هم په افغانستان كې دبې ګناه خلكو له وژلو ، زورولو او بى عفته كولو نه دى لاس واخلي .
كله چې ديو حكومت دا پوزيشن وي چې دخپلو هيوادوالو په مرګ ژوبله هم احتجاج قدرى نشى كولي او اقرار كوى چې مونږ په پوځي څانګه كى دهغوى په وړاندې بې وسه يو او هيڅ ورته نشو ويلى نو هغه څنګه ددې دعوه كولى شي چې مونږ دخاورې دوستان او زمونږ مخالفين دخاورې او ولس دښمنان دي
وروره جذباتو په سر اخيستی يم ، ستا اصلي ځواب لکه چې رانه پاتي شو،
بهر حال دا يوه عجيبه کلمه ده چې خلګ پري خپل ناروا تجاوز ، ګناهونو او بې
حيايیو ته د جواز رنګ ورکوي ، اوس ئي ډيری کليوال خلګ په خپل منځي دښمنيو کې هم کاروي ، طالبان نه القاعده دي او نه القاعده وو سره کومه اړيکې لري ، القاعده والا په اروپا او امريکا کې ورته ناست دي او خپلې مبارزې ته
دوام ورکړی ، ښکاره بيلګه ئي د نړيوال تجارتي وداني ورانول وو ، دا خلګ نه
له افغانستان نه تللی وو او نه ئي تربيه په افغانستان کې شوې وه .
د القاعده ځينې کسان چې مخکې په افغانستان کې وو تر هغه اوس ډير په امن کې دي ، ارام په خارجي آبادو ملکونو کې اوسي ، مخه ئي چانه ده نيولي او د طالبانو په دوران کې ئي د هر قدم په وړاندي اغزی پروت وو.
ورور موپه ټوله افغاني ، اسلامي او حقيقي مينه . ننګيالی زابل