نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دسولې اونۍ،دسوله وړونکوپراوږو!!
ننګيالی زابل
24.09.2007
دسولې اونۍ،دسوله وړونکوپراوږو!!
دحيرانتياځاى خوداده چې نن دبشريت هغه قاتلين هم دسولې اونۍ اودسولې نړيواله ورځ نمانځې اوعام خلک يې درناوي اوپوهاوي ته هڅوي چې تراوږوپورې يې لاسونه دمظلومو انسا نا نو په وينوسره اورنګ دي ،تيره اونۍ چې دملګروملتونوترچترلاندې په افغانستان اوټوله نړۍ کې دا ورځ ونماځل شوه ،داپوښتنه دملګروملتونوچارواکوواويانوروپه اصطلاح سياستوالو اوقلموالو مطرح نکړه چې داڅوک دې چې دنړۍ سوله اوثبات يې په بډه وهلى ،نړى يې داوراوباروتوپه لوخړوپه بله اړولې ،دهيوادونوملي خپلواکۍيې ګواښلي ده ، دچاسر،شتمنۍ ،عقيده ،سيراوسياحت په امن کې ندى،څوک نشي کولاى په دې ارته دنياکې له خپلې بشپړې اسلامي اوانساني عقيدې سره ژوندوکړي،په خپلې خاورې اوهيوادکې هغسې حکومت اونظام ولري چې له دين اوملي رسوماتوسره يې اړخ ولګوي ،
دا پوښتنه بايد تيره اونۍ ارومرو شوې واى چې په افغانستان اوعراق كې د جنګ او جګړې اصلي عاملين څو ك دي ؟ تيرى او زياتى چا كړى دى ؟ دافغانستان اوعراق په خاوره دچاټانګونه او جهازونه بمبارى كوي ، دچا په زرګونو پوځونه ددغوهيوادونو كوڅه په كوڅه او كلي په كلي ګرځي، چا د دغوولسونو په استقلال او آزادى باندى ډاكه اچولي ده؟ او څوك دي چې هره ورځ په خپلوو ړندو بمبآريو كې بى ګناه تورسرې ، ماشومان، سپين ږيرى او ځوانان پخپلو سرو وينوكې لمبوي؟
مونږخودسولې دهمدې تيرې اونۍ په شيبوکې داهم وليدل چې له يوه پلوه دامريکاددارالانشاْ (ملګروملتونو)له لوري په افغانستان کې دسولې دورځې دنمانځنې لپاره تابياوې نيول کيدې اوشنه ابې دسولې بيرغونه يې دماشومانوپه لاسونورپول،خوله بلې خوابياپه هلمنداوشاوخواسيموکې دامريکااوناټودزرګونوعسکرواودرنې بمبارى په واسطه لسګونه کلي له خاوروسره هواريدل اوسوونه عام افغانان وژل کيدل ،ديته وايې دسولې اونۍ او سوله ساتي نړيواله قواوې ؟!
مونږ په زغرده وايوچې دملګروملتونوله لوري دسولې په نامه نومول شوې ورځ يااونۍ نه يواځې زمونږدولس لپاره کوم زيرى اوخواخوږي نلري ،بلکې دخارجي قواووپه شتون اوددوى په روان وحشت کې ددغسې ورځونمانځنه په حقيقت کې له اشغالګروسره مخامخ مرسته اودهغوى په جنايتونوپرده اچول دي ځکه ملګري ملتونه کومه داسې اداره نده چې هغه دې په خپلوپريکړواوتصاميموکې خپلواکه اوناپيلي ووسي ،بلکې ټول حرکات اوهڅې يې دامريکااوڅومحدودهيوادونوګټواومصالحوته وقف اوپه مداريې راڅرخي
که رښتياهم ملګري ملتونه په افغانستان کې سولې ته ژمن اودايې هيله واى چې دغه درى لسيزي ناتارځپلي افغان ولس دې نورپه ارام اوسولې کې ژوندولري اوڅوک دې ددوى خاورينې جونګړې نه ورورانوي په خپل هيوادکې دې دغه ولس دخپلواکۍ راوستلوپه جرم له تيغه نه تيريږي نوبايدتيره اونۍ يې دسولې په ورځ پريکړه کړې واى چې نورجوازنلري چې امريکااوناټودې په افغان مظلوم ولس دخپلووسلوتمرينونه وکی اوداهيواداوولس دې خپل برخليک ټاکنې ته پرينښودل شي ،ځکه کچيرې دغوخارجيانوافغانستان ته سوله راوستى شواى نوله شپږوکلونوزياته موده يې ترهمدغوشعارونولاندې دنيږدې اويازروافغانانوپه ککريوميچنې وګرزولې خونه داچې سوله يې رانه وسته ،بلکې دهرې ورځې په تيريدويې افغانستان اوافغانانوته نوې بدبختي اوکړاوونه راوزيږول
نو په صراحت وایوچی دهغه چا په خوله دسولی نارې چې عملایی له زمونږله هیواده سوله تښتولی هیڅکله تیارنه یوچې دهغوی په ږبه اونوښت دغسی کاغذی اونی اودنیواکگروخدمت ته وقف ورزی ونمانځواویایی په صداقت باورولرو .
[color=yellow:b836e32bfb]ستا پرمېنه کندهار دي
د بابا د غليم شپه ده
ستا د ښار سپيځلې ځمکه
له پرديو پښو درنه ده .[/color:b836e32bfb]
راشه له بلې دي خبر کړم ........
سالک
24.09.2007
راشه له بلې دي خبر کړم ........
نن په کابل کې د سولې لمانځلو په ترځ کې د افغاني او (آی ،ايس ،اي ، ايف) جنکو تر مينځ د پټ بال لوبه روانه ده ؛ ميله خو لادا ده چې ښاغلی د سپورټ وزير جګدلک له امريکاغږ سره په مرکه وويل : افغاني پيغلي له خپلو حقوقو برخمنې
او په پوره حجاب مستوري د لوبي په سيالۍ کې برخه اخلي .
های د ټولو کفارو بچيه ! افغانی پيغلي خو په تاريخ کې والله که دومره بې پته شوې وي ، دا کوم بې ننګه زيږولی يي ؟
ملالې ميوندۍ هم له انګريزانو سره په لوبغاړو کې لوبې کولې .
ناهيد چې له شپږ پوړيزې ودانۍ نه ځان را غورځاوو ، خو له داسي بې حيايۍ
نه ئي ځان ساته .
يا الله ج ته مو مل شه ، دا خو مو د نيکونو ، پلرونو او نورو ښاغليو راباندي نه لوريدل ، ستا د يوڅو سپکو ، بې حيا او بې پتو بندګانو فيرزو ده .
pattang
24.09.2007
بې ناموسه جګدلک خو د مسعودپنجشيري د لاجوردو قاچاقبر دی ، چې ټول
لا جورد يې د جهاد په وختو کې په فرانسويانو او امريکايانو خرڅ کړل ، ډېرملي
خائن او دستميانو سپی اواول هيواد مل (هيواد غل )دی ٠