د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له طالبانوڅخه ستاسی هيلی څشی دي ؟


23.09.2007

تاسو په کومو شرایطو له دې سره موافقه کولی شئ چې طالبان دې هم په حکومت کې ونډه واخلي ؟ یا طالبان باید کوم بدلونونه په خپله کړنلار او سیاست کې رامنځته کړي چې ستاسو په اند په ملي واکمنۍ کې د برخې اخیستلو وړ تیا خپله کړي ؟


توردلى
24.09.2007

ښاغليه سلام!
طالبانو شپږ كاله ووهل خو لا تراوسه ښكاره نه شي ګرځېداى، په سياسي ډګر خو ټولو ته څرګنده ده، چې ايله بيله د كوريايانو په موضوع كې د رسنيو مخ ته ودرېدل، يانې تراوسه په نړيواله كچه له صفر نه پورته نه دي ختلي.
په تېرو شپږو كلونو كې ټولې پښتون مېشته سيمې سختې ځپل شوې، له درس نه محروم دي، پوره يو نسل نالوستى پاتې شو. له آبادۍ نه محروم دي، هره ورځ بمبارۍ پرې كېږي، خو لنډه دا چې هره بلا د پښتنو پر سر ده له دواړو لوريو پښتانه ځي خو هومره ګټه يې نه ده كړې.
كه طالبان سوله وكړي، نو جنګ جګړې خامخا وركېږي، پښتنې سيمې ارامه كېږي.
نور ټولې نړۍ ته ويلاى شې، چې دلته د بهرنيانو اړتيا نشته، نو ناټو او نور ايتلافي ځواكونه وځي
پاتې امريكا شوه، هغه خو راغلې د خپلو اهدافو لپاره ده، هغه خپل اهداف تر سولې نه په جنګ جګړه كې ښه پوره كولاى شي، او امريكا له زړه نه هم غواړي، چې دلته سوله راشي. خو كه په سولې سره د پښتنو واك زيات شي، خامخا به د امريكايانو د وتلو لپاره يوه لاره او مهالوېش وټاكل شي.
بله مهمه خبره، حكومت به لږ پښتون شي، پښتانه بايد پكې اكثريت شي، اوس خو له يوې خوا د پښتنو په كور كې اور بل دى، بمبارۍ، وژل، نيول او هرڅه د پښتنو په سيمه كې رواني او له بلې خوا حكومت هم ددوى نه دى. له تبعيض څخه كار اخيستل كېږي. پښتانه داسې ګڼل كېږي لكه د بل ملك خلك، حال دا چې دا وطن ددوى او دوى ساتلى دى.
نو طالبان بايد د وسلوالې مبارزې پرځاى سياسي مبارزه وكړي، ځكه د هغه ګټه شته تاوان نه.
د سوكاله افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more