د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دعايدشمير؟؟؟

sabawoon azadkhial
21.09.2007

څو ورځې دمخه دلته په بهرکې یودوست راڅخه وغوښتل چې ديو نوي پناه غوښتونکې دتذکرې پاڼه ورته وژباړم. دغه فورمه پاڼه چې ويل کيږي اوس يې دپخوانۍ کتابچه يي تذکرې ځای نيولی دی اول خو په داسې چټل لاسي ليک ډکه شوې وه چې لوستلو ته يي څو عينک لرونکي ميرزايان په کاروو. خو په هرحال يو ډول بريالی شوم چې مات او ګوډ يی ولولم اوپه ژباړه يې شروع وکړم. دپاڼې چاپي برخه کې چې دهويت په باب دنوم ، پلارنوم، ونه ، وروځي،ژبه، مذهب، شغل، مدني حال ، دعايد شمير په باب پوښتنې دي يوڅه دمشکل سره مخامخ شوم. نپوهېدم [u:b69db366ff]دعايد شمير[/u:b69db366ff] نه منظورڅه دي ؟ عايد خو درآمد ته وايی نو دلته ددرآمد شمير څه مانا؟ اوڅنګه يې په بهرنۍ ژبه وژباړم. له ډير چرت نه وروسته داسې فکرراته پيداشو چې کيدی شي د عايد څخه دکورنيو چارو دوزارت د نالوستي مامور هدف د عايلې شمير وي!! خو بيا مې فکر وکړ که داسې وای نو دتذکرې دپاڼې ډيزاين اوطرحه خو بايد د يو کس کار نه وي نو ايا د هیچ چا هم دې کار ته فکر نه دی شوی اومحتويات يې نه دي لوستي. هغه هم دهيوا د يوه ډيره معتبره هويت پاڼه. بيا مې فکر وکړ کيدی شي زه نپوهيږم او د عايد لغت اوس په وطن کې کوم نوی لغت وي چې بله مانا لري او زما دلته ورباندې سر نه خلاصيږې. که کوم ګران هيوادوال په دې باب دوضاحت او سمې مانا مهرباني وکړې ډیربه خوشاله شم


Re: دعايدشمير؟؟؟

پښتون زلمی
21.09.2007

[quote:0ddc234dcc="sabawoon azadkhial"]دعايد شمير[/u] نه منظورڅه دي ؟ عايد خو درآمد ته وايی نو دلته ددرآمد شمير څه مانا؟ [/quote:0ddc234dcc]

سباوون صاحب: لومړې چې تاسې څنګه مفهوم اخیستۍ دې، همدغه مفهوم متعارف علیه دې، موخه مې داده چې دخلکو په مینځ کې او هم په دولتي دفترونو کې په همدغه مفهوم استعمالیږي،
نو امکان دې ولري: چې دمیاشتنې عاید متوسط ترې مراد وي، که دغه عاید دولتي وي، او که کومې بلې سرچیني نه وي.
نو ځما په ګمان که په: incom< incomings< وژباړل شې نو بده به نه وي.

نوټ: دغه ځما شخصي نظر دې، ضرور نه ده، چې سل په سلو کې صحي وي.


sabawoon azadkhial
21.09.2007

افغان پښتون صيب.! زه فکر نه کوم داسې دې وي. دکومې کورنۍ يا عايد کچه د تذکرې يا هويت کارت سره څه اړه لري؟ تذکره يو دايمي شی چې اکثره دماشوم توب په دوره کې ورکول کيږي او دغټانو دپاره هم عايد کېدی شي چې دورځې نه بلې ورځې ته تغيروکړي او هم په واقعيت کې دکورنۍ عايد يو محرم شی دی او په تذکره کې دهغه ليکل عملا اصلا مفهوم نه لري.او هم دټولې نړۍ په هيڅ هيواد کې دهويت پاڼو يا تذکروپه پاڼو کې داسې بې عقله او بې مفهومه پوښتنه نه مطرح کيږي. څوک به دخپلې کورنۍ عايد په تذکره کې بربنډ کړي . ايا سالم عقل دغسې يوه اصطلاح مني؟ بل داچې دعايدشمير دګرامرې نظره هم سم نه دی. بايد دعايد کچه يا دعايد اندازه وويل شي البته که هدف ورڅخه درآمد وي. خو ماته داسې نه ښکاري اوزما په ګومان دتذکرې دډيزاين مامورصیب دعايد او عايل ترمنخ په فرق نه پوهيږي او ددې په ځاي چې دعايل شمير چې مانا يې دکورنۍ دغړو دشمير مانا ورکوي په ځاي دعايد شمير ليکلی اوهيڅ چا هم ورباندې دکلونو په جريان کې نيوکه نه ده کړې. که اخرهمداسې وي نوديو هيواد په سويه دا بې حده دشرم او رسوايې خبره ده اوښکاره کوي چې دهيواد په رسمي دفاتروکې څوک کارکوي اوعلمي سويه یې څومره ده.


رښتینی
22.09.2007

كه دا تناسب دي سم وي نو بايد كرزي صيب د سياف سيكرتير
يا هم باډيګارد وټاكل شي وكذالك يي پسي شماره ...............



په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more