اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
      منصور افغان
      17.09.2007
    
د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
پښتو ژباړه : ډاكټر عبدالوحيـــــــد ( منصــــور )
 سهار وختي پاڅيدل د اسلام له نظره : 
د اسلام مبارك دين خپل پيروان دشپې وختي ويده كيدو او سها ر وختي پا څيدو ته هڅوي  لكه چې الله تعا لى(ج) فرما يي :
[   و قرآن الفجر ان قران الفجر كا ن مشهودا  ]   يعنى: او د سها ر لمو نځ ادا كړى ځكه داد شپې او ورځي د ملا يكو د 
حا ضريدو وخت دى.
همدارنگه رسو ل الله (ص)فرمايي: د سها ر دوه ركعته لمو نځ له دنيا او هغه څه چې په دنيا كې دي غوره دى.
اوهمدارنګه  فرما يي : د ماسختن له  لما نځه وروسته د علم له زده كړې نه بغير بل څه ته مه را ټوليږي 
 او بل ځاى بيا داسې فرما يي : زما د امت په وختي پا څيدلو كې بر كت اجول شوى .
 سهار وختي پاڅيدل د سا ينس او طب له نظره: 
۱- سها روختي له لمر ختلو مخكى په هوا كې د او زون  ګا ز فيصدي زيا ته وي او كراركرار كميږي تردې چې له لمر ختلو وروسته په مكمله تو ګه له مينځه ځي .
د غه ګا ز د انسان عصبي سيستم ته ډير ګټور دى  ، فكري، ذهني او عصبي فعا ليتو نو ته تقويت وركوي او پدغه وخت كې د انسا ن فكري او بدني قوه خپل اعظمي حد ته رسيدلي وي ځكه كو مه خوږه وږمه چې سها ر وختي لګيږي د هغى مثا ل بل وخت نه ليدل كيږي.
۲. د لمر ختلو پر وخت د لمر رنګ سو روالي ته نږدي وي او دا معلو مه خبره ده چې سو ر رنګ انسا ن كا ر او فعا ليت ته هڅوي  او پدى وخت كې د لمر وړانګې په بدن كې ويټا مين ډي جوړوي.
۳. سها روختي پا څيدل انسا ن په زيا ت خوب باندې له عا دت كيدلو څخه سا تي او د ا اوس ثا بته شوي چې هغه كسا ن چې په دوامداره تو ګه ډير سا عتو نه په خوب تيروي د زړه په مرضو نو د اخته كيدو زيا ته وړټيا لري ځكه پدى صورت كي انسان زيا ت وخت سا كن وي او پدى سره د ويني په رګو نو كې غوړ موا د رسوب كوي، دو يني فشا ر لو ړيږي او دزړه د رګونو د بنديدو له امله د زړه له نا څا پي حملو سره مخ كيږي.
۴. كورتيزول هغه ما ده ده چې د بدن فعا ليت زيا توي په وينه كې د قندونو اندازه لوړوي او بدن ته انرژي او قوت وركوي دا ما ده سها ر وختي په بدن كې خپل لو ړ حد ته رسيږي .
مسلمانه وروره !
پو رتني ګټې يوازي د هغو كسا نو په برخه كيږي چې په تيارو كې له درانه خوبه راويښيږي او د كا ينا تو د څښتن په وړاندې په زاريو وي او كه لدغو ګټو سره د لما نځه او اوداسه ګټې هم يو ځاى كړو نو ددنيا هيڅ ګټې ورسره نشي برابريداى.
  دا گټى به څوك له لا سه وركوي ؟  څوك به لدې خيراو بركته محروم وي ؟
  هغه څوك چې  تمامه ورځ په بې ځايه ګرځيدو تيروي اوتر نيمو شپو پوري په عبثياتو اوبې ځايه كا رونو مصروف وي حا ل دا چې اسلام ترې منع كړي.
دمصيبتونو او كړاوونو له څپاند او طوفاني سمندر څخه دامن او سلامتيا ساحل ته داسلامي امت دډوبيدونكې كشتى درسيدو په هيله