نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د شيخ الحديث حضرت مولانا حسن جان صاحب د شهادت په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلاميه
سالک
16.09.2007
[color=cyan:035cd5be49]د پاکستان په صوبه سرحد کې د شيخ الحديث حضرت مولانا حسن جان صاحب د شهادت په اړه د افغانستان د اسلامي امارت اعلاميه[/color:035cd5be49]
د پاکستان په صوبه سرحد کې د لوي او پياوړي عالم شيخ الحديث حضرت مولانا حسن جان صاحب شهادت د ټولې اسلامي نړۍ د مسلمانانو لپاره لويه ضائعه بولو او په عين حال کې د دې لوئي غميزې د عاملينو دا کړنه په کلکه غندو ، له مسئولو کړيو څخه غواړو ، چې د پيښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري ، داسي کړنې تل د اسلام ضد قوتونو کرغیړنې هڅې دي چې د اسلام د لويو ، پوهانو او مبارزو علماؤ په شهادت سره غواړي اسلام ته صدمه ورسوي او خپلو شومو اهدافو ته د رسيدو لاره هواره کړي ، چې کله به هم نه بريالي کيږي ، بلکې لا به هم اسلامي احساسات د ځان په وړاندي را وپاروي .
[color=blue:035cd5be49]په پاي کې د نوموړي کورنۍ ، خواخوږو او د ده په شهادت ټولو دردمنو مسلمانانو ته د جميل صبر غوښتنه کوو او په دې غم کې ځان ورسره شريک بولو .[/color:035cd5be49]
داود فايز
16.09.2007
الله يي د شهادت قبول كړي
اللهم نور مرقده وأبدله دارا خيرا من داره وزوجا خيرا من زوجه
رشتيا جي د حسن جان صاحب شهادت يوه لويه ضايعة وه
و السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،
Miwand Patang
17.09.2007
د طالبانو د اسلامي امارت؟ ؟؟؟ ځانمرګیو!
آیا تاسو ته هم د انسان مړینه کوم اهمیت لري؟ واه واه! دا لومړی ځل دی چې تاسو د خپل خونړي تاریخ په لعنتي پړاو کې د یوه انسان په مړینه ظاهري خپګان څرګندوی کما ل دی؟؟؟.
تاسو که د پاکستان په یوه داسې ملا خپل خپګان څرګندوی چې په زرګونو طالبان یې بې لارې کړي او د وژنو او جنایتونو لپاره یې روزلي او بیا یې افغانستان ته را لیژلي دي نو لږ خو په هغو افغانانو هم زړه و خوژوی چې یا خو ستاسو د وحشي ځانمرګو بریدونو له خوا په بې ګناه او ناڅاپي توګه په شهادت رسول کیږي او یا هم ستاسو د بغاوت له کبله د بهرنیو وحشي الوتکو د بمبارد په وسیله د خپل ژوند له نعمت څخه بې برخې کیژي.
ای جګړه مارو طالبانو!
تاسو د نړیوال ترویزم او نړیوالو جاسوسي شبکو منګولو ته لویدلی یاست او د ورځې په تیریدو سره د خپل هیوادویاړونه یو پر بل پسې له منځه وړی. د خدای لپاره نور لږ ویښ سی پاکستان او دآی ایس آی په مدرسو کې تربیه سوي ملان ستا او ستاسو د هیواد تر ټولو ستر غلیمان دي په ځای د دې چې په هغوی باندې خپګان څرګند کړی د خپل ملت په مظلومو خلکو زړه وسوزوی او له دې بې ګټې جګړې لاس په سر سی.
میوند پتنګ
توردلى
18.09.2007
ښه د امارت اسلامي ننه مننه چې د مولانا حسن جان د مړينې له كبله كې خپل ژور خفګان څرګند كړى او د هغه مړينه يې [color=red:77928951ef]د اسلام ضدو عناصر[/color:77928951ef] كار بللى. ريښتيا هم چې مسلمان وژنه هېڅ نفس ته د منلو وړنه ده.
خو په افغانستان كې چې دا علماء (ملان او مولويان)، ښوونكي او .. د كومو عناصرو لخوا وژل كېږي؟ كه طالبان وايي، چې دا خو حكومت پلوي دي، نو ملا حسن جان خو هم حكومت پلوى ملا وو. حسن جان او ګوند يې پداسې حكومت كې غړيتوب لري، چې د افغانستان تر حكومت بد دى ښه نه. دلته اساسي قانون دومره كفري نه دى خو په پاكستان كې قانون وچ انګريزي دى، خو بيا هم حسن جان او ده ته ورته نور علما د همدغه حكومت په څنګ كې ولاړ دي او (سب سي پهلي پاكستان) شعار زمزمه كوي.
د امارت اسلامي پالونكو ډېر ويل د قرآن ښه دي،خو دومره ويل غواړم، چې كه د پاكستانيو ملانو وژنه درته شين كفر ښكاري نو دلته په افغانستان كې دوه كارونه وكړئ:
۱- يو لدغه پاكستاني ملاصاحبانو نه لږ سياست زده كړئ، تاسې وګورئ، چې هغوى خپل هېواد ته څومره وفادار دي. فضل رحمن، سميع الحق، حسن جان او دېته ورته ټول ملان په داسې حكومت كې ونډه اخلي، چې انګريزي قانون پكې چلېزي، له سېكولرانو، لېبراليانو او نورو سره پر يوه ميز كښېنې، اګر كه مخالفت هم ورسره ولري، خو چاړه تر كوت نه ورته ګرځي، تاسې هم دغه افغان ملان، ښوونكي، او... پدې او هغه تور مه وژنئ، خير دى كه بل قطب كې قرار لري، ترعبدالله بن ابى خو والله كه ډېر بد وي، آخر به ستاسې په ښه درشي، كه دوى نه وي. زامن، خپلوان او ملګري به يې په ښه در شي.
۲- كه تاسې واياست چې دلته يرغلګر دي، دا خو هم د همدې پاكستانيانو په مرسته راغلل، چې نن فضل الرحمن ګډ حكومت ورسره جوړ كړى دى.(تش په يو څو سوله ييزو مظاهرو خو يې والله كه غاړه خلاصه شوي وي او كه يې غاړه خلاصه بولئ، بيا تاسې هم په حكومت كې ورګډ شئ اوخپلې مظاهرې مو جاري ساتئ).
تاسې وګورئ له كوريايانو سره په خبرو كې مو څومره ګټې وكړې، هم كوريايي پوځونه وځي، هم په لومړي ځل د رسنيو مخ ته ودرېدى او هم مو د قاري يوسف احمدي په وينا ((ډېر نور څه ترلاسه كړل)). بس لږ په ځان ګوتې ووهئ او لږ ځان د جهاديانو ترڅنګ سياسيان هم كړئ، كوندې وي، چې دغه پښتانه بېچارګان له دغو كړاوونو راووځي. وسلام