نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سوله، پښتو ژبه او یوه ډیره اړینه خبره
Miwand Patang
16.09.2007
که طالبان عقل سر ته راوړي، په رښتیا هم له جګړې لاس واخلي او دسولې بهیر ته مخه کړي نو ضروري ده چې د خپلو مذاکراتو په لومړي پړاو کې یوې ډیرې مهمې او هیوادپاله موضوع ته خپله پاملرنه واړوي هغه دا چې داسې یو شرط د خپلو خبرو په اجندا کې داخل کړي چې د افغانستان حکومت مکلف ګرزوي څو که ډیره نه وي نو لږ تر لږه دې پښتو ژبې ته د هیواد په ټولو رسمي او غیر رسمي اداراتو او رسنیو کې د خپریدو نیمايي حق ورکړل سي او دغه کار ته دې د عمل جامه ور و پوښل سي بیا به نو رښتیا هم د افغانستان خلک د طالبانو په هیواد پرستۍ څه نا څه باور وکړي..
مننه
میوند پتنګ
17.09.2007
هر څه چې دي طالبان هم ددې خاورې بچیان دي، چې وسله وغورځوي او جګړه بس کړي حق لري دوی هم په حکومت کې برخه واخلي . دا کار هم دوی او هم ملت ته ګټه لري او یواځې د ملت دوښمنان ترې په ویره کې دي :
۱ : لومړۍ ګټه خو یې سوله ده چې رامنځته کیږي نو د ملت بچیان به ایله په آرامه ساه واخلي او خپل ژوند ته به مخه کړي . خو هغه څوک چې په جنګ کې خپلې ګټې لري لکه ټوپک سالاران، د شمالي اتلاف ډلې چې له امریکایانو څخه درګرده په دې امتیازات اخلي چې د طالبانو په ضد د امریکایانو ملاتړ کوي نوربه دغسې امتیازات له لاسه ورکړي.
۲: طالبان به د ملي ولسواکۍ الفبا هم زده کړي او د ټولټاکنومبارزې ته به ملا وتړي،
په دغې لاره کې به د ملت درایو لپاره دملت نظر او د ملت غوښتنو ته تن کیږدي او
ددموکراتیکو اصولو د مراعات سره به په عملي توګه اشنا شي . په دې ډول به د تل له پاره ددوی څخه خطر ختم او دیوه نسبي دموکراتیک ځواک په توګه به یې تبارز د هیواد په په ملي واکمنۍ کې رغنده رول ولوبوي .
۳: طالبان باید د پاکستان له یوه غولیدلي ضدملي خسا او حجري حالت څخه په یو ملي، رغنده نوی ځواک بدل شي او د غورځنګ په توګه د پښتونستان دملي مس
لې حل ته د خپل ملي رسالت په ډول پام وګرځوي .
۴:طالبان باید په امریکایانو یواځې یو شرط کیږدي، او هغه داچې د جنګ د اوسني لګښت پر ځای دې کال په کال همدومره د افغان دولت سره مرسته کوي .
۵؛: طالبانو ته ښايي چې له ترخې تجربې څخه بشپړه زده کړه وکړي او دخپلې ځاني اصلاح او بشپړتیا په لاره کې نور دیوبندي، اخواني ا ووهابي اسلام پریږدي او
د پښتون سید جمال لدین افغاني په لار روان شي، څو په سیاست کې د اسلام، وطن او ملت له پاره ستر خدمتونه وکړای شي .
نو دطالبانو له پاره همدا یو ستر تاریخي چانس دی که له لاسه یې ورنکړي ډیر
څه به لاس ته داوړي او نه بښل کیدونکې تیروتنې به یې هم سکینده ومومي.
و من الله التوفیق
Re: سوله، پښتو ژبه او یوه ډیره اړینه خبره
pattang
17.09.2007
دغه سوال تا له کرزي او دهغه له امريکائي سپې مينځونکو څخه تر اوسه ولې
ندی کړی ? کوم چې دګوډاګي دولت په سر کې ناست دي.
څوک چې غل او د پرديو مزدور وي هغه به دنورود مغزو خبرې او سياسي مرام له طالب سره مطرح کوي چې هر وخت انتي پښتني دی او وو، زه ګمان نکوم چې دا وړۍ به شړی شي ٠ که طالب سياسي واک وا خيست هغه به له کرزي ، ګل بچه او نورو نه لا په خوند او شخوند فاړسي وائي او ليکي ٠ پښتو او د پښتانه هويت
لدي خلقو څخه مه غواړه٠
په برلين کې د افغانستان په سفارت کې يوازې يوه زړه فورمه په پښتو پاتې شوې
نورې ټولې فورمې يې په پاړسي دي ، يو پښتون د افغانستان په سفارت کې کار کوي او دوه پښتانه د پاکستان په سفارت کې ٠ دپښتنو ازادي بله دوره اوبل ډول
انسانان غواړي ٠
[quote:1828460cab="Miwand Patang"]که طالبان عقل سر ته راوړي، په رښتیا هم له جګړې لاس واخلي او دسولې بهیر ته مخه کړي نو ضروري ده چې د خپلو مذاکراتو په لومړي پړاو کې یوې ډیرې مهمې او هیوادپاله موضوع ته خپله پاملرنه واړوي هغه دا چې داسې یو شرط د خپلو خبرو په اجندا کې داخل کړي چې د افغانستان حکومت مکلف ګرزوي څو که ډیره نه وي نو لږ تر لږه دې پښتو ژبې ته د هیواد په ټولو رسمي او غیر رسمي اداراتو او رسنیو کې د خپریدو نیمايي حق ورکړل سي او دغه کار ته دې د عمل جامه ور و پوښل سي بیا به نو رښتیا هم د افغانستان خلک د طالبانو په هیواد پرستۍ څه نا څه باور وکړي..
مننه
میوند پتنګ[/quote:1828460cab]
Miwand Patang
18.09.2007
پتنګ صیب!
تا خو همیش له معقولو وړاندیزونو سره په یوه نا اعلان سوې جګړه کې قرار لرې او چې کله یوه موضوع د ښاغلیو لیکوالو د ګټورو نظریاتو لپاره وړاندې سي نو پرې را ټوپ کړې، خرابه یې کړې او بلې خواته یې بوزې.
ته که طالب یې، حکومت پلوه یې او یا هر څه یې ستا نظر ستاسو سره سته دی او څوک یې نه سي درڅخه اخیستی او چلوه یې خو موضوع د خرابوالي خواته مه بیایه او یو ځل بیا هم درته زارۍ کوم چې له ښکنځلو، بدو ویلو اوپه اشخاصو باندې له تیري څخه ډه ډه وکړه.
د دې فورم ګرانو لیکوالو! خپلو وړاندیزونو ته دوام ورکړی که خدای کول چې د سولې مذاکرات پیل سي نو کوم موضوعات باید پکې مطرح سي.
مننه
میوند پتنګ