نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بيات د خيراتو ډرامه !
Anonymous
16.09.2007
بيات په پرديو پيسو زموږ پر غريب ولس باندي ځان غټوي .
بيات د ايران په بې حسابه روپو زموږ د غريب خو مغروره ولس غرور رانيسي .
د بيات نه تر اوسه چا دا پوښتنه و نکړه چې تا د فی سبيل الله جهاد په خاطر دا دومره بې حسابه پيسې د کومه کړې، چې ته د ايران ګوډاګۍ هر ځای ځان و نندارې ته راباسې؟
او داسي ښيي چې ګني د خدای پيغمبر يې؟
و بياته ته خلکو ته خدمت کوې او که ځان غټول غواړې، او که بيا د ایران او د شوروای نظار په ډېکټه غواړې و کرزي ته دمکی ووهې، اتلونکې ته ځان کانديد کړې ؟!
هوښ کوه بياته داد پښتنو کور دی!
دلته ډېر ناکسو هرڅه باېللي دي ،
دلته تر تا ډېرو چالاکو ک ون ه باېللې ده او ته به ئې هم وباېلې !
انساني عطوفت او مردانګي خو ښه خاصه ده خو که هغه په چم سره را مخته نسي ، فخر ورباندي ونسي، ځان ورباندي باندي غټ نسي او دراتلونکي جمهوري رياست ته خوبونه نه وي !
داسي عطوفت بيا خرابي پېښوي !
داسي مردانګي د پردو په پيسو او ښوونه مردانګي نده!
نوته بياته ښه غوږونه خلاص کړه چې دا دافغانانو کوردی ،
دلته به دي دواړي خطا سي .
دلته به هم دا او هم به هغه باېلوې !!
آخوندان به دې هم وشرمېږي !
بياته!
دا شيطاني بازی دي دلته نه چليږي !
په در ناوي
Lotfollah
16.09.2007
سمندر خان صیب سلام علیکم
محترمه د ستاسو د لیکنې څخه د بخیلي بوی را خېږي ! یو متل دﺉ چې وایي:
زه یې نشم کولای یا نه یې کوم، خو تا هم ولله که کار ته پرېږدم !
[quote:bb6389862d]بيات د ايران په بې حسابه روپو زموږ د غريب خو مغروره ولس غرور رانيسي . [/quote:bb6389862d]
ښه به دا وﺉ، چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یو دلیل مو وړاندې کړای وای.
په نړۍ کې ډېرې خیریه موسسې شته دي چې د ښو او مثبتو کارونو تر سره کولو په دلیل ډېر اعتبار یې تر لاسه کړﺉ دﺉ چې دنړیوالو مرستو لویه برخه د همدغو موسسو له لارې تر سره کېږي.
کیدای شی دغه دلیل پر( بیات فوندېشن) هم صدق وکړي ، چې مرسته کوونکی ورباندې اعتماد کوی چې پیسې یې بېځایه نه مصرفېږي او خپلې مرستې د هغو له لارې کوی!
سلام علیکم
Anonymous
16.09.2007
دا نه بخيلي ده او نه هم د خيرد کارو سره ضديت .
خو دبيات خيراتونه سياسي او حزبي موخې لري . بيات چې هر غران خرڅوي نو د ټلوېزون کيمره ئې هم ځانته نيولې ده او هم ئې و هغه بېچاره ته چې د بيات خيراتونه مني . دغه ناتوانه خلک په بيات ميات کې ری نه وهي هر څوک بس د خپل ځان پرده کوي . ولي بيات د هغه نه تبليغاتي او سیاسي ګټه ضرور اخلي او ځان ورباندي غټوي .
همدارنګه څه موده مخکې په کابل کې د شیعه ګانو يوه ستره علمي او اسلامي تعليمي مؤسسه د شیخ احمد محسيني لخوا پرانيستل شوه . دغه اسلامي مدرسه ډېره موډرنه او قيمتي مدرسه ده چې ويل کيږي شل ميليونه ډالره ورباندي مصرف شوی دي . شیخ محسینی ويلي دي چې دغه اسلامي عالی مدرسه د هغو پیسو نه جوړه شوې ده ه چې پيسې ئې د هغه سره د جهاد له وخته اضافه پاتې شوي دې .!!
دلته که ديوې خوا د فی سبيل الله جهادد ماهيت په هکله پوښتني را پورته کيږي او دا خبره چې د جهاد اضافی پيسې ان و ميليونو دالرو ته رسيږي ، نو ددې مشرانو سره د هغوی تر شا دهغه هيوادو بندو بستونه چې ددوی سره ئې لري هم د هغوی د پټو نيتو څخه څوک ښه ترها آګاه کيوي ؟!
د بيات سره دبخيلی خبره صلاً نشته، خو هغه ښاغلی چې دغه د ايران سپين ډالري چکونه د افغانانو سره د مرستي په نامه خرڅوي او بيا دهغه په وسيله پر افغانانو باندي ځان غټوي او يا دا چې په دې توګه د راتلونکې جمهوری ریاست لپاره ځان آماده کوي نو دا که د پردو هيوادو لاسوهنه نه وي نو بل څه ده؟.
دغه ان جيوګاني چې نن ئې ټوله وپزي ته راوستلي دي نو هغوی خو هم دغه شاني د خدمت او کومک په نامه لاسوهني کوي .!
دا بيات چه کاره دی چې د هر کومک تر شا ئې ټلوېزوني کمره ځانته تړلې ده اوبس دده نوم تا او بالا کيږي ؟ آيا اسلامي او افغاني کومکونه په داشاني ډنډوروباندي څوک کوي !؟
دا خبره بايد ښه ترها و څېړل شي .
په درناوي
Lotfollah
17.09.2007
سمندر خان صیب سلام علیکم
[quote:8a06b1bba6]خو دبيات خيراتونه سياسي او حزبي موخې لري . بيات چې هر غران خرڅوي نو د ټلوېزون کيمره ئې هم ځانته نيولې ده او هم ئې و هغه بېچاره ته چې د بيات خيراتونه مني .[/quote:8a06b1bba6]
نه ګرانه ستاسو اندېښنه موجه نده ! ځکه دا دهغو هېوادونو، موسسو او خلکو غوښتنه هم ده چې وویني او وپوهېږي د هغو مرستې چېرې او له چا سره شوې دي.
نو ځکه د بیات فوندېشن مسؤلان د خپلې مؤسسې د اعتبار د لوړولو او شهرت لپاره دا ټلویزیونی تصویرونه او فلمونه چمتو کوی او د خپل د شخصی ټلویزیون له لارې لیدونکو ته وړاندې کوی.
نو دا خو کوم بد کار ندﺉ، کاشکي په دولتی ادارو او نورو مؤسسو کې هم دغه ډول شفافیت موجود وی او هغوی هم دا امکان ولری چې د خپلو فعالیتونو رپوټونه خپاره کړي، تر څو هېوادوال وپوهېږي چې نړېوالې مرستې په څه ډول مصرفېږي.
[quote:8a06b1bba6]و بياته ته خلکو ته خدمت کوې او که ځان غټول غواړې، او که بيا د ایران او د شوروای نظار په ډېکټه غواړې و کرزي ته دمکی ووهې، اتلونکې ته ځان کانديد کړې ؟!
[color=yellow:8a06b1bba6]هوښ کوه بياته داد پښتنو کور دی![/color:8a06b1bba6]
دلته ډېر ناکسو هرڅه باېللي دي ،
دلته تر تا ډېرو چالاکو ک ون ه باېللې ده او ته به ئې هم وباېلې ![/quote:8a06b1bba6]
دومره خشونت د څه لپاره؟ دا دټولو افغانانو کور دﺉ !
کرزﺉ خو پښتون دﺉ، خو هغه سره هم ځینې پښتانه موافق ندي! دمګړي د جمهوری ریاست ټولټاکنې مطرح ندي، خوکه د اتخاباتو وخت ورسیدهر افغان حق لری چې د اساسی قانون په چوکاټ کې د جمهوری ریاست مقام ته ځان کاندید کړي.
دا چې د افغان اولس څوک د خپل جمهور رئیس په توګه ټاکي بیا دا بله خبره ده.
سلام علیکم
رښتینی
21.09.2007
صالحه پښتون ليكي :
[color=white:7d0ac04c08]بيات راتلونکى ولسمشر
داسې ويل کېږي چې احسان الله بيات غواړي دولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنوکې ځان کانديد کړي او تر ډېره بريده دده په اوسنيو کارونو باندې هم استدلال کېداى شي چې هره ورځ په يوه سيمه کې يو خبر لري .
موږ له دې سره ضد نه يو چې دى دې دافغانستان له جګړه ځپلي اولس سره مرسته نه کوي خو موږ له دې وېرېږو چې ددې ولس پر سر دې سوداګري نه کوي .
بيات نورو سيمو ته دنور ډول مرستو رسولو لړۍ پيل کړې ده خو له ټوپکسالارانو او ټوپکوالې سيمې سره يې دمرستو ډول بېل دى .
موږ وليدل چې په تېرو څو ورځو کې نوموړي دمسعود دمرګ خبر بې له دې چې ژورناليستکي ارونه په پام کې ونيسي خپراوه او هغه به يې دشهيد په نوم نوماوه .
په همدې ډول بيا ت په پام کې لري چې ځان دغو ډلو ته هم ور نږ دې کړي چې ټوپک يې په لاس کې دى او غواړي چې اوس هم دافغانستان په سياسي برخليک باندې واکمن واوسي .
اريانا ټلوېزيون تر اوسه پورې ويل کېدل چې يوه ملي تګلاره لري خو دمسعود دوژنې دشپږم تلين پر مهال جوته شوه چې ددې ټلوېزيون تګلاره هم په پټو او ښکاره معاملو باندې ولاړه ده .
بيات غواړي چې له دې لارې هم يو شمېر خلک دځان خواته رامات کړي او کله چې دولسمشرۍ ټاکنې کېږي نو رايې به يې دده لپاره وکارول شي .
خو يو شمېر خلک بيا وايې چې بيات پخپله نه غواړي چې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي ځکه دى پوهېږي چې په داسې هېواد کې چې کاڼي او بوټي يې هم پښتانه دي ديوه غير پښتانه ولسمشر کېدل به دسقاو دزوى او رباني پاچاهۍ راغبرګې کړي .
دوى استدلال کوي چې دې خبرې ته په پام سره بيات پخپله نه غواړي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي خو دبديل په لټه کې او دى يې کېداى شي ديوه ډېر ځواکمن مرستيال په توګه وټاکل شي چې بيا به ټولې چارې دى سمبالوي او دا کار له اټکله ډېر لېري هم نه دى .
بيات همدا اوس له يوشمېر بهرنيو ښکېلاکګرو کمپينو سره ډېرې ژورې اړيکې لري او کله چې دى واک ته رسېږي نو لومړۍ موخه به يې داوي چې په افغانستان کې اقتصادي انحصار ته لاره اواره کړي او په دې توګه پخپله هم او هغو کمپينو ته چې دى يا پکې برخوال دى او يا يې په چوپړ دى کې دپانګه اچونې داسې زمينه برابره کړې وي چې غواړي يې .[/color:7d0ac04c08]
اختر
26.11.2007
په رشتيا دغه ښاغلی بيات دا دومره حاتم بخشي له کومه کوي . دی خو په رشتيا هغه کارونه چې بايد دولت يې وکړي خو بيات يې کوي ، نو بيات بايد ولس ته ووايې چې دی دا دومره پيسې د کومه کوي او دی چاته حساب ورکوي .
اوس خودم درحاله ولس دده نه حساب غواړي چې بياته تا دادومر روپی د کومه کړې ؟
په دريناوې
pattang
26.11.2007
د cia بانګ دې ژوندی وي ، داغاخان لشکر دژوندی وي٠
بيدار اوسه ګوره چې څه کيږي ، ددې خيرات قرباني به ملت څرنګ ور کو ي ?
[quote:2eb7329399="اختر"]په رشتيا دغه ښاغلی بيات دا دومره حاتم بخشي له کومه کوي . دی خو په رشتيا هغه کارونه چې بايد دولت يې وکړي خو بيات يې کوي ، نو بيات بايد ولس ته ووايې چې دی دا دومره پيسې د کومه کوي او دی چاته حساب ورکوي .
اوس خودم درحاله ولس دده نه حساب غواړي چې بياته تا دادومر روپی د کومه کړې ؟
په دريناوې[/quote:2eb7329399]
توردلى
27.11.2007
چی له هره کومه یی کوی كار او خدمت يي د ستايني وړ دي، په افغانستان كي هرچا ته دالر راځي، ملا عمر او نور وسلي او واسكټ پري اخلي او د ولس بچيان پري وژني. نوري ډلي ټپلي پري اپارتمانونه جوړوي او بيات بيا بېوزلو ته خيمي وركوي، ډوډي وركوي او له مرګه يي ژغوري.
pattang
27.11.2007
ډېره سادګي ده ، اخير دی څه غواړي هدف يې څه شی دی ? دوهم کرزی کيږي ?
د cia پلان ......!
[quote:e89a753262="جلال"]چی له هره کومه یی کوی كار او خدمت يي د ستايني وړ دي، په افغانستان كي هرچا ته دالر راځي، ملا عمر او نور وسلي او واسكټ پري اخلي او د ولس بچيان پري وژني. نوري ډلي ټپلي پري اپارتمانونه جوړوي او بيات بيا بېوزلو ته خيمي وركوي، ډوډي وركوي او له مرګه يي ژغوري.[/quote:e89a753262]
27.11.2007
نه جلال خانه د پتنګ خبره سادګي په کار نه ده، ته خو وایې .
[quote:2b4c06cbed]چی له هره کومه یی کوی كار او خدمت يي د ستايني وړ دي ...نوري ډلي ټپلي پري اپارتمانونه جوړوي او بيات بيا بېوزلو ته خيمي وركوي، ډوډي وركوي او له مرګه يي ژغوري[/quote:2b4c06cbed] کاشکې چې داسې وای ،که داسې وای نو بیات صیب څنګه چې ځان معرفي کوي رښتیا همداسې ښه سړی وي نو دسرې میاشتې ریاست ته دې کاندید شي چې نوموړې مرستې په رسمي توګه را ټولې کړي او د هیواد مستحقو بی وځلو ته یې وویشي .
خو ددې پردیو خیراتي مرستو دویشلو يې هدف له بیوزلو سره مرسته نه، بلکې په دې ډول جمهوري ریاست ته د کاندید کیدلو تیاری دی ! د خیرات په پیسو خو
مجمهوري ریاست څه کوې چې د هغه معاونیت ، یا کوم وزارت ته هم د کاندید کیدو حق نه لري . ځکه :
[color=white:2b4c06cbed]
دئ ښکاره د بهرنیانو زرخرید دي .........د لندن او واشنګټن د لاس مرید دی
د خیرات په پیسو لوبې سیاسي کړي ....... د قدرت سوداګرۍ کې دویم یزیددی
دا پردی خیرات یې اوښکې د تمساح دي ... د هیواد مشرۍ ته اصل کې کاندید دی!
[/color:2b4c06cbed]