د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ظالمه لاس دي مات شه !

رښتینی
16.09.2007

[color=darkred:33379eecb1]

ظالمه لاس دي مات شه !

وروڼو او دوستاونو سلامونه مي ومنئ !

نن بيا په يوه سپين پښتانه او كره مسلمان باندي يوه ظالم دطاغوتيانو
ينه يخه كړه نو ظالمه لاس دي ماته شه دا خو يو اوياكلن سپينږيري و ولي ؟؟

ظالمه ! ګوتي دي شلي او لاس دي وچ شه او په بدن كي دي وينه كنګل شه
نن دي هغه دعلم غر خاوروته وليږه چي په خپل ژوند كي يي له خيره او ښو
پرته بل څه نه و كړي

ظالمه ! دا د علم بحر خو ټول عمر د علم په خپرولو بوخت و او دخداي سمي
لاري ته له رابللو پرته به يي په بله لاره كي ګام هم نه وي پورته كړي !!!

ظالمه ! لاس دي مات شه او لوي څښتن دي د شيخ دكرامت په توګه په تور مخ
مونږ ته را ووينه ددي معصومو وينو تويولوته چا وهڅولي ؟؟؟!!!!

دا خو هغه ويني دي چي په دي كمزوري بدن كي د قراني او نبوي حديثو دپوهي دخپرولو له پاره څپانده وي دشيخ دقراني پوهي دخپرولو په بركت دي لوي
څښتن درسوايي په حالت كي دځمكي له مخه ورك كړه !

ظالمه ! نن دي دهغه مينان څومره وژړول او دهغه معصومه كورني دي
څومره وكړوله !!

زه وا يم نن خو به دپيښور دپاسه اسمان هم ژړلي وي نن به دپيښور هوا او فضا
په يوه درانه وير لړلي وي او بايد نن ټول كاينات وژاړي اسمان او ځمكه خو دي
په وينو وژاړي !!

او ظالمه لاس دي مات شه هوكي ! لاس دي مات شه ![/color:33379eecb1]

[img:33379eecb1]http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/hassanjan.jpg[/img:33379eecb1]

[img:33379eecb1]http://www.tolafghan.com/stuff/images/afy/hassaanjan2.jpg[/img:33379eecb1]


Miwand Patang
16.09.2007

آمین
لوی خدای دې هر هغه ظالم، جابر، بې رحمه او قاتل انسانان پخپله د عدم کندې ته غوزار کړي چې د افغانستان او سیمې په خلکو یې زړه نه سوزي، بې رحمه یې وژني، د دین په نامه باندې یې په خلکو سور اور بل کړی او د آی ایس آی په فتواګانو د پوهې غرونه نړوي او په ساده ډول یې د خپلو ناولو موخو لپاره استعمالوي.
رښتیا هم چې مولانا حسن جان په ظاهره لوی عالم وو، د علم بحر وو او په ښکاره یې ښه ډیر دیني خدمتونه سر ته رسولي دي خو متاسفانه داسې ویل کیږي چې دغه ډول اشخاصو د افغانستان د عام ولس او مسلمانو وګړو د وژلو څخه خوند اخیست او په دې جګړه ځپلي هیواد کې به یې نازک طالبان د جګړې لپاره هڅول. خو بیا هم موږ وایو چې ګوندې مولانا حسن جان به د هغو کسانو له ډلې څخه نه وي او ددې خبرې یادونه هم شونې ده چې د پاکستان چارواکي او مطرح شخصیتونه د هغو ماینونو ښکار کیږي چې دوی په خپله د افغانستان د نابودۍ لپاره کرلي دي.

مننه
میوند پتنګ


سالک
16.09.2007

کوشانه پوهيږم چې تاته کافر او مسلمان يو شان ښکاري ،
زما يقين دی چې دا کرغيړنه هڅه به هم د يو داسی بی غيرته ځناورو لخوا ترسره شوې وي لکه ځان ته چې ګوري ، چې د کفر او اسلام سرحد نه پيژني .
الله تعالی دي د داسي شيخانو او د دوي د شهادت په برکت داستا په څير
منحوسې څهرې د ځمکې له مخې ليري کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more