د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د طالبانو هدف ملی آزادي ده که د کفر پرضد جهاد ؟؟


15.09.2007

ګرانو لوستونکو اسلام علیکم !
داسې بریښي چې طالبان د جهاد تر څنګ د ملي آزادۍ د هدف ادعا هم کوي، خو یو هدف یې هم په دلایلو نه دی روښانه کړی ، په دې معنې چې :

۱:
که دطالبانو هدف د کفر په ضد جهاد وي نو د نړۍ هر اسلامي دولت او ملت ته حق ورکوي چې په افغانستان کې د اسلام ددفاع په نامه پوځی مداخله وکړي او افغانستان د جګړې ډګر وګرځوي، ګاونډي هیوادونه د اسلام په پلمه زمونږ هیواد د خپلو ملي هدفونو په ګټه ښکېل او یایې د قدرت په ساحو سره وویشي اوپه دې توګه یې ټوټه ټوټه کړي ! آیا طالبان لږترلږه د مجاهدینو ترخه تجربه تکرارول غواړي که څنګه ؟

۲:
که دوی خپل هدف ملي آزادي بولي شک نشته چې دملي آزادۍ په چوکاټ کې اسلامي جهاد هم کیدای شي بی له دې چې نورو اسلامي هیوادونه زمونږ په خاوره کې لاسوهنې وکړي او ملي آزادي مو بیرته په خطر کې وغورځوي ؟ ستاسې نظر څه دی چې طالب باید د ځپل هدف سره سم په دې دوه لاروکې کومه لار ونیسي؟؟؟


ghafar
15.09.2007

عزتمن ځواکمن صاحب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنۍ!
[quote:3f6a6455b5]که طالبانو هدف د کفر په ضد جهاد وي نو د نړۍ هر اسلامي دولت او ملت [color=blue:3f6a6455b5]حق[/color:3f6a6455b5] لري په افغانستان کې د اسلام ددفاع په نامه پوځی مداخله وکړي[/quote:3f6a6455b5]
دروند ځواکمن صاحب، افغانستان ته دا نړیوال ځواکونه، که کفر دي که مسلمان، د اسلام د سپېڅلي دین د له منځه وړلو لپاره ندي راغلي، بلکه دوی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو شمیره ۱۳۶۸ او ۱۳۷۸ په چوکاټ په افغانستان کې د نړیوال تروریزم د له منځه وړلو او دافغان ولس مرستې ته د یوه دموکراتیک نظام د جوړلو لپاره راغلي دي. نو په دې توګه هیڅ څوک حق نلری، چې د دوی په وړاندې د جهاد په پلمه نظامی عملیات وکړي.

http://daccessdds.un.org/doc/UNDOC/GEN/N01/533/82/PDF/N0153382.pdf?OpenElement

http://daccessdds.un.org/doc/UNDOC/GEN/N01/638/57/PDF/N0163857.pdf?OpenElement

په درناوی



ع کريم حليمي
16.09.2007

نه صاحب داسي نشي کېدلی چه :(دملي آزادۍ په چوکاټ کې اسلامي جهاد هم کیدای شي ) ډېره شکمنه خبره ده 
دروند او مکرم استاد ځواکمن صاحب او عزتمند غيرت صاحب 
زما سلامونه ومنۍ !

په هر نامه چه وي هغه جهاد فاسد دی ، بيله د اعلا کلمه الله له پاره 

هو ! ملي آزادۍ مبارزه صحيح خبره ده ، او په مبارزه کښي له هر مشروع
وسيلې څه کار اخستل روا دي ، هېره دي نه وي چه قتل او قتال روا نه دی 
يعني چه ملي وګړي قتل نشي که ملت ته د مرګ خسارې رسېدلې نو بيا دا 
مبارزه هم فاسده ده 
په درنښت 



16.09.2007

محترم او مکرم استاد حلیمي صاحب ، ښاغلی غفار صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې!
مونږ د طالب په محاسبه غږیږو چې خپلې هلې ځلې لومړی جهاد بولي او ملي آزادي ښایي دوهمه درجه ولري ؟
ښاغلی غفار صاحب خو یې یو هم نه مني او وایي چې د ملګرو ملتو په پریکړه راغلي ځواکونه د افغانستان ته نه د اسلام اونه د ملي خپلواکۍ پر ضد راستول شوي ، [quote:d9725cc106]بلکې د نړیوال تروریزم د له منځه وړلو او دافغان ولس مرستې ته د یوه دموکراتیک نظام د جوړلو لپاره راغلي دي. نو په دې توګه هیڅ څوک حق نلری، چې د دوی په وړاندې د جهاد په پلمه نظامی عملیات وکړي[/quote:d9725cc106]
خو طالب دا نه مني او وایي چې زمونږ هیواد اشغال شوی او د آزادۍ له پاره يې جهاد کوي . د جهاد په نامه طالبان په چیچنیا کې جنګیدل او اوس په عراق کې هم ګډون لري . القاعدې هم د شوروي پر ضد جهاد کې برخه اخیستې وه او هم اوس د امریکا په ضد له طالب سره ونډه اخلي .
البته ملي آزادي د جهاد سره ټکر نه خوري . د انګلیس پر ضد د آزادۍ جګړې تل د جهاد په بڼه تر سره شوي دي . افغان مسلمان ولس د کفر استعمار نه دی منلی، خو که دغه هدف له پامه وویستل شي، د اسلامي ګاونډیو هیوادونو مداخلې ته په سلامي جهاد کې د ګډون او مجاهدینو د ملاتړ په نامه لاره پرانيستل کیږي او د پاکستان په څیر آن د جهاد رهبري هم د آی . اس . آی لاسته لویږي . آیا همداسې نه وه ؟ او همدا اوس هم همداسې نه ده ؟ پوښتنه داده چې آیا له همدې کبله د ای . اس . آی په مشرۍ د مجاهدینو او اوس د طالبانو جهاد ضد ملي او ضد افغاني خصلت نه لري (؟ ) او دطالب جهاد د ملي خپلواکۍ پر ضد نه انجامیږي ؟ آیا د همدې له پاره پاکستان د افغانستان د ملي آزادۍ په خلاف یواځې په جهاد ټینګار نه کاوه ، څو د مجاهدینو د حکومت کنترول په خپل لاس کې ونیسي ؟ ایا اختر محمد او حمیدګل د مجغدینو مشرۍ او نصیرالله بابر د طالب غورزنګ د مشرۍ جلب او مهار په خپل لاس کې نه و نیولی؟ آیا د نواز شریف په امر د افغانستان ملي اردو
منحل او سرتاسري ګډوډي پيل نشوه ؟


ډوکتر څپاند
16.09.2007

داحترام وړ او درنو دوستانو!
"اوبه خړول اوماهيان نيول" زمونږ په دود کي ډير پخواني متل دي٠
امريکي او انګريز اول زمونږ وطن په ډيره بي رحمي سره بمبارد ،اشغال او بيا روسته يئ افغانستان ته د ملګرو ملتونو نه د امن ساتونکو قوتونو د ليږلو فرمان واخيست٠اوبيا ورپسی يئ په بن کي خپل نوکران راټول او يو ګوډاګي حکومت يئ جوړ کړ٠همدغه راز فرمايشی او نمايشي انتخابات يئ تر سره او د کرزي پشان يو بي کفايته شخص يئ قانوني جمهورریس وباله٠په يوه فرمايشي لويه جرګه کي يئ اعليحضرت محمد ظاهر شاه ته اختار ورکړ چه درهبري خيال دی له سره وباسي!

بل متل داسي وايئ:ازموده را ازمودن خطا است!
طالبانو خپل امتحان ور کړ،که څه هم طالبان د شوري نظار دغلو په تناسب سل ځله بهتري لری مګر هغه نادودي چه دوی زمونږ په بي وزله خلکو وکړي د هيچا نه هيريداي نشي.نواوس چه طالبان٠اويا امريکا-انګريز تر هر نامه لاندي جنګيږي خلک پري نه تيروزي.دواړه جوانب عمدتا بيګناه خلک وژني اودواړه جانبه د خپلو شخصی ګټو لپاره جنګيږي.
يو بل متل راياد شو: نه اشه ښه ده نه ګله او دوی دي وخوري يو تر بله.

په ډيره درناوې.٠٠


Miwand Patang
18.09.2007

د طالبانو هدف د پاکستان د ګټلو پالل، د عرب وحشیانو ناوړه اعمالو ته زموږ په هیواد کې لاره هوارول، زموږ د هیواد د دیني، سیاسي او ټولنیزو مخورو له منځه وړل، په تورتم کې د تل لپاره د پښتنو ساتل، د پښتنو له سپیڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخیستل، د هیواد په ګوټ ګوټ کې ښوونه، روزنه او تعلیمي نظام له منځه وړل او داسې نورو تخریبي اعمال دي چې د جهاد او اسلام په نوم یې سور اور په دې خلکو، هیواد او سیمه کې بل کړی دی.
طالبان متاسفانه په ډیره ناخبرۍ کې د استعمار د ګټو ښکار دي او د پاکستان جاسوسي شبکه یې د دین په نامه زموږ په خاوره کې د تخریبي اعمالو د سر ته رسولو لپاره استعمالوي.
پاکستان نه غواړي چې افغانستان غښتلی وي، مستقل وي، آباد وي او خلک یې هوسا ژوند ولري.
د طالبانو هدف پرته له دې بل هیڅ نه سی کیدای او دوی نه سي کولای چې عملا یوه داسې اداره جوړه کړي چې د خلکو خوښي پکې پرته وي.


pattang
18.09.2007

نور خبرې وروره ستا سره ټولې شوې او تکرار شوې ،نورې کومه ګټه نلري .
انډيواله يوه خبره به هروخت درته کوم :
لکه د کندهار والي ته پوخ ، نظاری يې خو پوستين دې دپښتانه اغوستی دی .
يو شمير پښتنو د طالبانو په وخت کې د مسعود سره کار کاوو او د بنديانو پښتنو ژباړني به يې ورته کولې او د مسعود لپاره به يې پروپاګنده کوله ٠
نور خپله پوه شه٠

[quote:bacc93e31c="Miwand Patang"]د طالبانو هدف د پاکستان د ګټلو پالل، د عرب وحشیانو ناوړه اعمالو ته زموږ په هیواد کې لاره هوارول، زموږ د هیواد د دیني، سیاسي او ټولنیزو مخورو له منځه وړل، په تورتم کې د تل لپاره د پښتنو ساتل، د پښتنو له سپیڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخیستل، د هیواد په ګوټ ګوټ کې ښوونه، روزنه او تعلیمي نظام له منځه وړل او داسې نورو تخریبي اعمال دي چې د جهاد او اسلام په نوم یې سور اور په دې خلکو، هیواد او سیمه کې بل کړی دی.
طالبان متاسفانه په ډیره ناخبرۍ کې د استعمار د ګټو ښکار دي او د پاکستان جاسوسي شبکه یې د دین په نامه زموږ په خاوره کې د تخریبي اعمالو د سر ته رسولو لپاره استعمالوي.
پاکستان نه غواړي چې افغانستان غښتلی وي، مستقل وي، آباد وي او خلک یې هوسا ژوند ولري.
د طالبانو هدف پرته له دې بل هیڅ نه سی کیدای او دوی نه سي کولای چې عملا یوه داسې اداره جوړه کړي چې د خلکو خوښي پکې پرته وي.[/quote:bacc93e31c]



19.09.2007

خبره ټوله په دې مرداره ده چې طالبانو تر نن ورځې پورې دا نه ده څرګنده کړې چې که دوی ته قدرت په لاس ورشي دخپلې واکمنۍله پخواني پیر څخه څه به څه توپیر ولري ؟ ایا دوی څه زدکړه هم کړې او که هماغه یوه لام زر لا بیالام زر لا تکرارول غواړي ؟ که داسې وي نوایا بیا هم د افغان لس څخه څه انتظارلري ؟


توردلى
20.09.2007

خوږو ملګرو سلامونه!
زه هم وايم، چې كاشكې طالبانو دا خپل سياست دغه هېوادوالو ته څرګند كړى واى.
زه دخلكو د منځ نه در ته وايم، چې د بېخي ډيرو خلكو سره د طالبانو په هكله ډېرې
پوښتنې دي لكه:
-- زموږ په سيمه كې طالبانو ته خلكو ويلي، چې د كليو له مينځه په حكومتي
پوليسو او خارجيانو بريدونه مه كوئ، ځكه بيا كلي بمبارد كوي. لږ له كلي نه بيرون
شئ، دوى په ځواب كې ورته ويلي وو، چې موږ امريكايان او ايتلافي ځواكونه نه
ولو، موږ صرف ملي اردو او پوليس ولو او هغوى بمباري نه كوي؟؟؟؟
خلك هك پك وو، چې خپل افغانان وژني او خارجيان چې د وژلو اصلي خلك
سري سترګي تيريګي؟؟؟

-- كله ناكله داسې خلك د طالبانو لخوا په نښه كېږي، چې اسلاميت او ښه توب يې
خلكو ته د لمر په څېر څرګند دى. خلك وايي، چې تاسې دغه ډول كسان هم وژنئ،
نو څوك د امن احساس وكړي؟؟؟

-- د طالبانو د واكمني په وخت كې داسې جاهل او ناپوه خلك زموږ په سيمه واكمن
وو، چې نه يې د چا ابرو پېژنده او نه عزت، دا خو پرېږده، چې هغه مهال د ابادۍ يوه
خښته هم چېرې نه ده اېښودل شوې.
خيريه كارونه هم نه وو، لوى ملا به يوې ښوونځى ته ورغي دا به يې نه ويل، چې
ستاسې معلم او كتاب شته او كه نه بس د پټكي پوښتنه به يې كوله، چې د شاګردانو
او معلمانو پټكي شته او كه نه. د كتابونو پاڼې به يې اړولې او را اړولې، چې كوم
عكس به پكې وو، هلك ته به يې هم څپېړې ونيوې او كتاب به يې هم څېرې كړ؟؟؟
كه به د ښوونكي ږيره او لونګۍ مناسب نه وو بيا به يې د خپلو زده كوونكو په مخ
كې سپك او سپاند كړ.

-- په روغتون او كلنيك كې تر ټولو ږيره او پټكى مهم وو.
نو
اوس چې بيا طالبان راځي څه پلان لري، شريعت د سهي لوستو خلكو پر مټ تطبيقوي؟
د تعليم په هكله د هغوى سياست څه دى؟
د هېواد اقتصادي پياوړتيا لپاره څه پلان لري او كه نه ټول حكومت به د ږيرې،
پټكى او وېښتو په اصلاح پسې را اخيستي وي؟
خارجي سياست به يې سم وي او كه نه هماغسې د په بندو درواز او (نه) باندې به
ولاړ وي؟
خداى دي وكي چي طالبان خپل ټول پلانونه د خلكو په مخ كې كېږدي او هم د ټوپك
د مبارزې تر څنګ لږ نورو سياسي مبارزو ته هم مخ كړي.

بس خداى دي ټول پوهه كړي



23.09.2007

[quote:c24e72fd5f]خداى دي وكي چي طالبان خپل ټول پلانونه د خلكو په مخ كې كېږدي [/quote:c24e72fd5f]
ددوی پلانـــــــــــــــوووووونه دې ددوووووووی سر وخوري، صرف دغه غوښتنې دې ومني چې :
۱ـ واکمنی دې ولسواکه وي ، څو په واکمنۍ کې د ټولو قومونو استازي د نفوسو په تناسب برخه واخیستلای شي ، که نه سیاسي اختناق دی او په ملت یې نشي تپلی ، که همدا اوس دغه توازن نه وي برقرار، نو لاره او امکانات یې شته چې ورو ورو تناسب برقرار شي د روان اختناق درجه هم د طالب د جګړو یوه پایله ده .

۲ـ طالب دې ملي ګټو ته اولویت ورکړي اوله پنجابي حکومت څخه دې د پښتونستان آزادی مطالبه راپورته کړي . د طالبانو لّ پاره یواځې دغه مطالبه ددوی له پاره د پاکُستان څخه د نه وابستګۍ او د نه غلامۍ ثبوت دی او بس !

۳ د ښځو د کار او تعلیماتو حق ، په عامو انتخاباتو کې د ونډې اخیستلو او سیاسي او اداري چارو کې د نارینه و سره د مساوات حق دې په قانوني توګه ومني
او اوسني اساسي قانون ته دې غلړه کیږدي
۴- عرب او پنجابیان دې له افغانستان او خپلو اړیکو له چوکاټ څخه وباسي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more