د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکوريايانوپه موضوع کې دامارت ثبات اوبصيرت

سالک
15.09.2007

دافغانستان اسلامي امارت دمجاهدوشاځلموپه لاس دڅه باندې شلو تنو کوريايې وګړو،برمته کيدو،دهغو څه کم دوه مياشتينى بند اوبيايې دخلاصون په باب دامارت له بصيرته ډکې فيصلې داپه ډاګه کړه چې اسلامي امارت داصلاحيت،اواستعداد لري چې په خپله خاوره کې دصليبي هجوم ګمارل شوي چارجيان مهاراومبليغينوته يې له عبرته ډکه سزاورکړي
دامارت همدغه مستحکم دريځ ،اوکلک ثبات وو چې نيږدې دوه مياشتې يې دبرمته کوريايانوپه موضوع کې نه يواځې دامريکااوکابل ادارې راز رازشيطاني حربي اوچالونه په شاوتمبول،بلکې دجنوبي کورياپه شمول يې دنړۍ يوشميرمهم هيوادونه اړاوتيارکړل ترڅوددغې موضوع په باب مخامخ له اسلامي امارت سره مذاکرات وکړي اودامارت غوښتنوته غاړه کيږدي
امريکايانواودکابل ادارې په دغه موده کې ډيرې هڅې وکړې ترڅو کوريايان له امارت سره له مخامخ تماس اوخبرووګرځوي او زمينه ديته برابره کړي ترڅوطالبان ټول برمته کوريايي وګړي ووژني اوپه نړۍ کې دطالبآنوپرضد نورمخالفت اومنفي تبليغاتوته دلايل برابرکړي ،خوڅرنګه چې دجنوبي کورياهيوادپه هرقيمت غوښتل چې خپل اتباع دمرګ له ګواښه وژغوري اوامارت هم لدې امله چې دبرمته شووپه ډله کې زياتې ښځې وې اوله بل پلوه دخبروله لارې هم ددوى غوښتنې منل کيدې اوپه عين حال کې دغومذاکراتودامارت سياسي برلاسي ته هم قوت باښه ،هماغه ووچې له څوپړاوونو ناستواوتماسونوورسته خبرونتيجه ورکړه داسلامي امارت مهم شرط اوغوښتنه چې له افغانستان نه د کوريايې عسکروتل وو ومنل شوه اوعلاوه پرهغې کوريايې لورې موافقه وکړه چې له دې ورسته به هيڅ کوريايې مسيحي ډله افغانستان ته نه راليږي ،داهغه شرطونه اومطالبې وي چې کوريايانو،داندونيزياهيواد،نړيوال سره صليب دچارواکواويوشميرقومي مشرانوپه حضورکې ورته غاړه کيښوه اوامارت هم په پاى کې دټولوبرمته کوريايانوخوشې کيداته چمتوالى څرګندکړ
داچې اوس دکابل اداره اويوشميرغربي رسنۍ دغه حل ته بل رنګ اوبڼه ورکوي او پيسي دبرمته شووپه خلاصون کې دخيلي بولي ،فکرکووچې داپرته لدې چې ددوى دکلکې ماتې اوتجريد ،مغرضانه تبليغات وبلل شي، بله مانااومفهوم نلري
اسلامي امارت پوره باورلري چې دکوريايانوبرمته کيدل به دټولوهغومسيحي اونامسلمانو ډلواوپروژولپاره چې دبيارغونې ترعنوان لاندې په افغانستان کې زمونږدولس د عقايدواوعنعناتوپرخلاف فعاليت کوي ښه درس اوعبرت ګرزيدلى وي اوهغوى به شايدنورديته تيارنشي چې په دومره پراخ مټ اوسپين سترګى سره زمونږدمسلمان ولس اوپرګنوترمنځ دفحش اوبې دينى تخمونه وشيندى


توردلى
18.09.2007

كه د امارت دغه بصيرت او سياست يو تصادفي او اتفاقي پېښه نه وي، نو داسې بصيرت هر چېرې كولاى شي او په هره مساله كې كولاى شي.
* كه د كوريايانو وژل نړيوال نفرتونه راپارول او طالبانو هغه دا نه غوښتل.
نو په يوه او بل تور د افغانانو وژل او حلالول بيا د افغانانو په منځ كې د طالبانو پر وړاندې كركه او نفرت را پاروي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more