نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زمونږ اسلامي خاورې ته څوك عيسوي مبلغين راليږي؟
ننګيالی زابل
15.09.2007
بالاخره دافغانستان داسلامي امارت هغه ادعاپه څرګندودلايلواوواضحوبيلګوكره اوثابته شوه چې زمونږ دتاريخي اومسلمان هيوادافغانستان دتسخير اواشغال لپاره نړيوال استعماريوازې په فوځي لار اكتفااوبسوالى نكوي ،بلكې ددوى يرغل هراړخيز اوزمونږ دولس په ديني،اقدارو اوملي ارزښتونوهم دنيواك اوهجوم برنامې اوځانګړې پروژې لري
چې ورستى اوژوندى بيلګه يې څوورزې وړاندې دغزني ولايت په مربوطاتوكې دافغانستان داسلامي امارت دفاتحومجاهدينوپه لاس د٢٣ كسيزې هغې ډلې اسارت اوبرمته كيدل دي چې ټول دجنوبي كوريااتباع اودنړيوالې كليساغړي اوعيسوي مبلغين دي
پورتنى ادعا يوازې داسلامي امارت نده چې ځينې خلك يې داوګڼې چې دابه طالبانوهسې په دغوبرمته شووكوريايانوپسې تړلي وي بلكې داخبره هغه ورځ په خپله ددغوبرمته شووكوريايانودكورنيوغړوديوې خبري ناستې پرمهال په جنوبي كورياكې هم په ډاګه اووې ويل چې دطالبانو له لوري نيول شوي داكوريايان جنګي اوفوځي خلك نه،بلكې مذهبي ډله اودكوريادهيوادپه اجازه اوداسياپه سطحه دكليساپه غوښتنه افغانستان ته دعيسويت ددعوت په نيت تللي اوغوښتنه يې هم داوه چې دغه برمته شوي ځكه بايد طالبان خوشي كړي چې ددوي په وينا دوى جنګي خلك نه بلكې له هغوسوونو،نووعيسويان شووافغانانوسره يې د ليدو هيله وه چې له تيروشپږوكلونوراهيسي يې داسلام دين پريښى اوعيسويت يې منلي
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال كې چې دهيواددخپلواكۍ دګټلوپه هيله له يوې خواپه فوځي ډګركې له بهرنيواشغالګروسره مخامخ په مبارزه اومقاومت لګيادي ،له بل لوري هوډلري چې په خپل ټول وس اوتوان دبهرنيانوهغه ناولې لومي اودامونو تاروماراوله منځه يوسي چې په ديني ،عقيدوي اوفرهنګي برخوكې يې زمونږ دولس په خلاف غوړولي دي
په پاى كې دافغانستان اسلامي امارت دنړى په ټولوهغوهيوادونوچې اتباع يې دامريكايې طاغوت ترسيوري لاندې زمونږهيوادته راغلي اوفعاليت كوي،غږكوي چې ژرترژره دې هغوى زمونږله ټاټوبي خارج او وباسي ،ځكه اسلامي امارت ددوي دساتنې په اړه نه داچې كوم مسوليت نلري بلكې دغليم اودافغان ولس ددښمن په سترګه ورته ګوري اودناوړوعواقبومسوليت به يې هم ددوى په غاړې وي .
[size=18:563a564f36] [color=green:563a564f36] وروڼو ! که څه ليکئ نو يو څه درانه واوسئ ، مننه .[/color:563a564f36][/size:563a564f36]
ننګيالی زابل
26.09.2007
کوشانه ! تا خو هر وخت مخالف سنګر نيولی وي ، خوشي افواهات مه ليکه
که سمه تبصره ورباندي کولای شي کوه ئی ، کنه نو شوق مو مه راماته وه . ياره !
ته خو همدلته د يو مبصر حيثيت لري ، په دې تر ځان تيرو خبرو خو هيڅوک هم
لارې ته نشي راوستلای ، سمې خبرې وليکه . زه به هم درسره وګړيږم ، ته خو لکه ويروث چې د هرچا خبرو ته دي ځان ورګډ کړ بس يو پريوه بل پر بله مخه روان شي .
کله دي هم له چا سره مقصودي بحث کړی ؟
او دا هم په ياد لره : په خپلو خبرو کې بايد اسلامي ارزښتونو ته درناوی ولري .
ورور دي په ټوله افغاني مينه ننګيالی .