نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستاسي ورور ستاسي په چوپړکي
طالب خان
12.09.2007
محترمو وروڼو اوپاک لمنو خويندو! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
هيله من يم روغ رمټ اوپه خپلو ټولوروا چاروکي به بريالي ياست.
له بده مرغه له مانه خپل شفرهېرشوی وو اوهغه برېښناليک چي ماټول افغان ته ورکړی وو دهغې شفرهم زماله ياده وتلی وو.پدې اړه مامحترم مولوي طالب جان،محترم انګارصيب،اومحترم کامه وال صيب ته هم شکايتونه کړي ووخوهیڅ ګټه يی ونکړه.وروسته داستونزه زماکوچني اوګران زوی پخپل مټ حل کړه والحمدالله علی ذلک وجزاه الله خيرا.
زه به انشاالله وروسته لدې ستاسي په خدمت کي يم اوپه فورم کي به فعاله برخه اخلم.خدای جل جلاله دي وکړي چي دحق دملګرتياپه لاره کي وړکاروکړو.آمين
رښتینی
12.09.2007
محترم طالب خان صيب هركله راشئ
ستاسو غياب ډير اوږد و اوس مو دګټورو ليكنو په هيله
خو پام مو وي چي له ځيني ليكوالانو يا جنجاليانوسره
بحث مطلق بي ګټي ده ځكه هغوي خپله خبره كره منطق بولي
او دبل منطق خو نه مني بلكي تمسخر او پسخند پري وهي
ځكه تاسو ته بهتره مالومه ده چي عزة النفس ساتل ډير مهم او
په ځانګړي توګه يو عالم او پوهه انسان خو بايد خامخا دخپل
نفس عزت وكړي او زما په اند له دا ځيني كسانو سره هسي خوله
چوله كول د خپل نفس دتوهين معنا لري
نورمو برياليتوب زما هيله ده او دا پورته زما ارزوګاني دي
تاسو الحمد لله په خپله هرڅه ښه درك كولاي شي
په مينه
ډاکتر وطنمل
12.09.2007
محترم طالب خانه السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته ، ښه راغلې او هرکله راشې !
وایې چې پخوا یو پښتون له یو تاجک سره دوست شوی و او ډیر صمیمیت یې سره درلود ، خو ناڅاپه تاجک ورک شو او ستاسو پشان ډیر وخت وروسته راغی ، نو پښتون چې فارسي یې سمه زده نه وه ورته وایي چې :
[color=white:ab82f35d70]یاره کجا بودي که نبودي ډېره موده پس بودي؟؟؟[/color:ab82f35d70]
نو ښه دی چې بیرته خپلې پاڼې ته راستون شوئ او د اسلام په خونه کې په تیره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې په خپلو لیکنو سره د لوستونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ او لا زیات اجرونه مو په برخه شي !
په درنښت !
خدای دي راوله:
talib
13.09.2007
محترم او مکرم طالب خان صاحب:
السلام علیکم ، الله جل جلاله دی راوله
زه فورم ته داسی وخت راغلي یم چی تاسو نه وي ،خو ستاسو مخکيني علمی لیکنی مي ولیدي ،
خوتاسو نه وي
دا چی تاسو یو ځل بیا فورم ته راغلي ډير خوښ شوم،
هیله ده ټول نیمګړی کارونه دی یوځل بیا شروع او مختلف فورمونوپری ښایسته کړي ،له لوی الله ج څخه توفیق درته غواړم.
Re: خدای دي راوله:
پښتون زلمی
13.09.2007
ډیر ګران، مکرم، محترم، منلې طالب خان صاحب،
په خیر راغلې،
وروره اګر که لیدلې مو سره نه دې، خوستاسې علمي لیکنې مې لوستلې، سترګې می ډیرې پرې خوږې شوي، خداې دې وکړې، چې ستاسې له اوچت پر علمه قلم څخه مستفیدشو.
برۍ او توفیق درته غواړم.
خوښ او خوشحاله اوسې
په پښتنۍ مینه: افغان پښتون.