د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سوله تر جګړې ښه ده

Miwand Patang
11.09.2007

والصلح خیر
سوله له جګړې څخه ښه ده.
د لوی خدای په ستر فضل او کرم چې پرون طالبانو د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د سولې د خبرو اعلان کړی او نن د افغانستان دولت د طالبانو په ځواب کې په دې هکله مثبت غبرګون څرګند کړی دی چې د هیواد د سوله ایز راتلونکي لپاره یو غوره زیری ګڼل کیږي.
زه خو وایم چې هر څوک د دې هیواد مشر وي خیر دی خو چې ریښتنی مومن افغان وي بل دا چې که د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته د لانجې دواړه اړخونه یو بل ته امتیازات مني نو بده خبره نه ده خو په شرط د دې چې ریښتنې سوله راسي..
په دې ځای کې طالبانو ته یوه خبره کیږي هغه دا چې راځی د پاکستان د جاسوسۍ له جال څخه خپلواک سی او په یوه ریښتنې افغاني مینه د سولې بهیر ته را وړاندې سی.
تاسو څه وایی؟
مننه
میوند پتنګ


Re: سوله تر جګړې ښه ده

pattang
11.09.2007

ورک ئي را پيداشې ?
دوستم،خليلي ... د پښتنو قاتلان به څرنګه کوو ??
داوړۍ نه شړۍکيږي٠ چې ګوله تېره کړې او نس د موړ شي شکر باسه .
جنګي جنايتکاران بايد ، حتمي خپله جزا وويني.
په زرګونو شهيدان پښتانه به څوک هېروي ??

[quote:2c42696900="Miwand Patang"]والصلح خیر
سوله له جګړې څخه ښه ده.
د لوی خدای په ستر فضل او کرم چې پرون طالبانو د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د سولې د خبرو اعلان کړی او نن د افغانستان دولت د طالبانو په ځواب کې په دې هکله مثبت غبرګون څرګند کړی دی چې د هیواد د سوله ایز راتلونکي لپاره یو غوره زیری ګڼل کیږي.
زه خو وایم چې هر څوک د دې هیواد مشر وي خیر دی خو چې ریښتنی مومن افغان وي بل دا چې که د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته د لانجې دواړه اړخونه یو بل ته امتیازات مني نو بده خبره نه ده خو په شرط د دې چې ریښتنې سوله راسي..
په دې ځای کې طالبانو ته یوه خبره کیږي هغه دا چې راځی د پاکستان د جاسوسۍ له جال څخه خپلواک سی او په یوه ریښتنې افغاني مینه د سولې بهیر ته را وړاندې سی.
تاسو څه وایی؟
مننه
میوند پتنګ[/quote:2c42696900]


Miwand Patang
11.09.2007

پتنګ جانه!
که تا زما پخوانۍ لیکنې او لنډۍ لیدلې وي نو شاید چې د دوستم کافر، شورای غدار ( شوری نظار)، خبیث برهان الدین، بې لارې خلیلي،خاین سیاف، ملحد خلقیان، پرچمیان، ملا عمر، القاعده، حکمتیار، و امثالهم یانې هغه څوک چې په ډیره بې پروا د دې هیواد زامن وژني، جګړو ته لمن وهي، له اسلام څخه بې لارې دي د دوی په وړاندې زما موقف جوت دی چې زه یې نه منم، نه منم او دوی ټول د محاکمې وړ ګڼم.
خو وینه په وینه باندې نه پاکیږي. ته مهرباني وکړه د پښتنو د وژلو پوښتنه له ملاعمر، طالبانو او پاکستان له آی ایس آی وکړه چې ولې یې په زرګونو پښتانه داسې بې پروا پر بې دینه یرغلګرو شهیدان کړل چې هیڅ موخه او هدف یې نه وو معلوم. که ته د هغوی پوښتنه له دوستم، رباني، خلیلي او بدنام مسعود څخه کوې نو مهرباني وکړه له طالبانو لومړی دغه پوښتنه له طالبانو وکړه چې په کوم هدف مو دومره پښتانه ځوانان د خپلې مستۍ قرباني کړل؟ ولې د پاکستان په کومانده باندې مارش کیدی او بیرته شاته راتلی؟
موږ غواړو چې همدغه سلسله چې بیا طالبانو روانه کړې ده ورو ورو د هیواد په ګوټ ګوټ کې زور اخلي او دا دی وینو چې د ورځې په تیریدو سره زما د هیواد وروڼه، خویندې او میندې وژل کیږي، کورونه یې ړنګیږي، له پوهې پاتې کیږي او سیمه یې د آبادۍ په ځای د ورانۍ په ګړنګونوکې لویږي. نو آیا د داسې یوه حالت څخه سوله د پښتنو او عامو افغانانو لپاره ښه نه ده چې د دیني ارزښتونو په ګډون یې ټول مادي او معنوي زیربناوې د نابودۍ په لوري روانې دي؟
همدا اوس د غلاوو داسې یو بازار د طالبانو د بغاوت له کبله په ټول هیواد او هغو سیمو کې تود دی چې طالبان حملې کوي چې د هیواد په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. آیا غلا ښه ده که سپیځلي، سوله ایز. اصیل ،اسلامي، او افغاني ژوند؟
زه په یقین سره درته وایم چې که موږ په ریښتنې مانا سوله وکړو او د خپل هیواد د ښیرازۍ ته مخه کړو نو هرو مرو داسې وخت راتلونکی دی چې هر هغه جګړه مار، فتنه ګر، ظالم، بې لارې، بې دینه او غاصب یرغلګر به د محاکمې میز ته کش کیږي چې تاسو یې یادونه کړې وه. خو دا کار د سولې پر مهال ممکن دی که جګړه وي نو دا شونتیا به موږ په خپلو لاسونو له منځه وړې وي.
فاعتبروا یا اولی الابصار
د بصیرت خاوندانو عبرت واخلی
مننه
میوند پتنګ


توردلى
18.09.2007

ګلانو د افغانستان خير غوښتونكي دې تل بريالي اوسي.
سوله بېخي ډېره مهمه ده.
د كلونو راهيسې پښتانه په راز راز كړاونوو اخته دي . د ټولو لوريو وژل كېږي، له زده كړې، ابادۍ، پرمختګ او واك نه محروم دي.
كه سوله وشي، نو په باور سره درته وايم، چې د پښتنو او وطن د لرې او نږدې ټولو دښمنانو په خوله كې به تورې خاورې تويې شي.
او هغوى هېڅكله سوله نه غواړي.
بس خداى دې موږ لږ هوښيار كړي. چې په خپلو كې سره يو شو او سوله وكړو.

د سولې په هيله
عقلتمام


pattang
18.09.2007

عقلتمامه !
چې عقل دې تمام کړی ښه خبره ده مبارکه دې شه ،دا لار ماته هم وښيه !
سوله ښه ده خو نه په هر قيمت او تناسب پکښې بايد له منځه ولاړ نشي ٠ سوله که په متناسب ډول منځ ته رانشي هغه داسې مانا لري لکه د ايرې اور ، هر وخت چې باد پرې راشي نوهغه پټ اوربيا  بيرته تازه کيږي٠

[quote:b42494f471="عقلتمام"]ګلانو د افغانستان خير غوښتونكي دې تل بريالي اوسي.
سوله بېخي ډېره مهمه ده.
د كلونو راهيسې پښتانه په راز راز كړاونوو اخته دي . د ټولو لوريو وژل كېږي، له زده كړې، ابادۍ، پرمختګ او واك نه محروم دي.
كه سوله وشي، نو په باور سره درته وايم، چې د پښتنو او وطن د لرې او نږدې ټولو دښمنانو په خوله كې به تورې خاورې تويې شي.
او هغوى هېڅكله سوله نه غواړي.
بس خداى دې موږ لږ هوښيار كړي. چې په خپلو كې سره يو شو او سوله وكړو.

د سولې په هيله
عقلتمام[/quote:b42494f471]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more