نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د هيواد د بشپړې آزادۍ په شرط خبرو ته چمتو يو : طالبان
ننګيالی زابل
11.09.2007
د طالبانو وياند (قاري يوسف احمدي) ويلي چې :
د هيواد د پشپړې آزادۍ په شرط او د اسلامي اصولو په نظر کې نيولو سره له کابل سره خبرو کولو ته چمتودي .
تاسو څه انګيرئ چې د قاري صيب دا ارمان به تر کومه حده پوره شي ، آيا دا پردي لنډغر به افغانان په خپلو کې خبرو کولو ته سره پريږدي کنه ؟
مخکي خو ئي د کوريا حکومت له طالبانو سره د خبرو په ګناه ښه وټکاوو.
او اوس خو د هيواد بشپړه آزادي د احمدي صيب د شرطونو په سرکې ده ،
12.09.2007
[quote:7dfd4fefcb]د هيواد د پشپړې آزادۍ په شرط او د اسلامي اصولو په نظر کې نيولو سره له کابل سره خبرو کولو ته چمتودي .[/quote:7dfd4fefcb]
د هیواد له بشپړې آزادۍ نه خو مطلب د بهرنیو ځواکونو ویستل دی، نوسمه ده : اسلامي اصول خو لا په اساسي قانون کې هم په نظر کې نیول شوي ، طالبان دې هم له بشپړ افغانستان څخه دبهرني پنجابي بادارانوځواکونه وباسي، د اټک له سیند څخه دی ورواړوي ، او که دا نشي کولی، نو لږ تر لږه دې دبشپړ افغانستان د آزادۍ جګړه ورسره پیل کړي او د ملي ولسواکۍ اصول دی په نظر کې ونیسي ، حکومت به هم ورسره خبرو ته چمتو شي او که نشو، ټول ولس به ورسره اړیکې پرې کړي او د ملتپالو او ملي ـ ولسواکو طالبانو سره به ودریږي !
او که دا نشي کولی، د پنجاب د غلامۍ کړۍ یې په غاړو کې پرتې وي او په راتلونکې کې یې هم له غاړو نه غورځوي ، نو بیاد سر پیاز که کون پیاز په
حیثیت سره به څنګه له مقابل لوري څخه د تشو خبرو اترو له پاره هم شرطونه غواړي؟
یوه بلا څنګه بلې ته ویلی شي چې بَوووووو؟
ع کريم حليمي
13.09.2007
مکرم استاد ځواکمن صاحب سلام !
[quote:3d8dcd8a6a]طالبان دې هم له بشپړ افغانستان څخه دبهرني پنجابي بادارانوځواکونه وباسي، د اټک له سیند څخه دی ورواړوي ، او که دا نشي کولی، نو لږ تر لږه دې دبشپړ افغانستان د آزادۍ جګړه ورسره پیل کړي او د ملي ولسواکۍ اصول دی په نظر کې ونیسي [/quote:3d8dcd8a6a]
د کرزي مخه هم دغه ده ، چه راسه طالبه راسره و درېږه ، له توپکه کار واخله
او له حکومت نه ډبل معاش واخله په شرط د دې چه له القايدې ٠٠٠٠سره په جګړه کي و درېږې ،
له دغې طريقې څخه په عراق کښي کار اخلي او عربي شېخان ئې د القايدې
و مخ ته درولي او يو لږ څه ئې ارامي راوستلې
پوښتنه داده چه طالب به توپک پر القايدې ور واړوي که يا ؟
زه فکر نه کوم چه طالب به داسي وکړي ، په دې سبب چه
عراقي شېخان اخوانيان نه دي دوي ملي او کليوال شېخان دي
اما طالبان الإخوان المسلمين دي ٠ ای ايس ای او دمصر اوجهاني الإخوان ټول ورسره ولاړ دي خلافت ته کار کوي
د کابل حکومت په خپله خبره کي تاواني وينم ، او طالب ګټمن ګڼم
طالب به رسميت تراسه کړي ، او خلکوته به داسي څرګند کړي ، چه پرون مو
له کوريا سره خبري وکړې او دا دۍ نن له کابل سره خبري کوو ،
طالبان په دې کار کي مجرب دي ، ولي چه مسعود په ډيره چالاکي سره څو
واره طالب مجبوره کړي چه رسمي خبري سره وکړي ٠
خو اخر طالب په پوه شو ، او نور ئې بيا مسعود په جواب ورکړ ، چه هيڅ
خبري موږ لتاسره نه کوو
، ولي چه ته په خبرو سره ، زموږ سره ځان برابر کوې ياګڼې
نو طالبان غواړي چه له کابل سره سيال سي اوبس
کابل به چنداني خوند پر وانخلي او سياسي تاوان به وکړي ، پسي کوړه
د روژي اوله ورځ ئې نخښه
رمضان کريم وکل عام ، روژه اوټول کال دي ،خوښ اوخوشحاله
mehman
13.09.2007
دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:391d837423]نو طالبان غواړي چه له کابل سره سيال سي اوبس
کابل به چنداني خوند پر وانخلي او سياسي تاوان به وکړي ، پسي کوړه
د روژي اوله ورځ ئې نخښه [/quote:391d837423]
به تائید فرمودۀ شما جناب حلیمی و ارتباط موضوع میخواهم مقالۀ تحلیلی را از صفحۀ فارسی .رو نقل نمایم.
با تقدیم حرمت
لطفاً توجه نمائید:
[color=white:391d837423]بازی و مذاکرات با طالبان به بحران حکومتی در کابل خواهد انجامید
[/color:391d837423]12.9.2007
اندری سیرینکو
طالبان بازی را پذیرفتند ، که اخیراً با پافشاری تمام مقامات رسمی کابل ، نماینده گان ناتو و شرکت کننده گان جرگه امن ماه اگست افغانستان – پاکستان بر انها تحمیل میکردند. نماینده طالبان قاری یوسف احمدی بتاریخ 10 سپتمبر به نماینده گی از رهبران جنبش اماده گی جهت مذاکرات با اداره کرزی به هر سطح و بدون پیشکش نمودن شرایط مقدماتی ( به استثنای تضمین امنیت اعضای هیات طالبان ) ، اعلام داشت.
اعلامیه قاری یوسف احمدی به خبر واقعآ پر سرو صدا مبدل گشت. طالبان تا به حال از هرگونه مذاکرات با کابل امتناع میورزید. طوریکه حادثه اخیر مربوط به گروگان گیری اتباع کوریای جنوبی نشان داد ، طالبان در مرحله اول عمل گروگان گیری راساً تلاش نمودند ، تا مقامات کابل را از شرکت در مذاکرت ازاد سازی مبلغین کوریایی دور نگاه دارند و انها را تجرید نمایند. انها درین کار موفق شدند – قوماندان طالبان در غزنی کابل را از موقف جناح مذاکرات در باره مساله ازاد سازی کوریایان محروم ساختند و مذاکرات را مستقیمآ با نماینده گان سیول پیش بردند.
چنین تغیر بنیادی در موضعگیری رهبران طالبان – امتناع شدید از هرگونه تماس ها با حکومت حامد کرزی بصورت ناگهانی به توافق پیشبرد مذاکرات بدون هرگونه شرایط سیاسی – نه تنها باعث تعجب ، بلکه باعث نگرانی نیز میگردد. اولتر از همه مقامات کابل در باره صداقت ملایان ابراز تردید نمودند. یونس قانونی رئیس ولسی جرگه افغانستان در جریان سفر به هرات در باره اماده گی طالبان جهت مذاکرات ابراز تردید نمود. بهر صورت چال جدید سیاسی پیشکش شده و کابل مجبور است به خاطر پیشتهادات تحمیلی خود به طالبان در باره مذاکرات جواب دهد. چه چیز میتواند در پشت توافق طالبان جهت تماس با کابینه حامد کرزی قرار داشته باشد؟ به این ارتباط میتوان چند نظر را پیشکش نمود.
نظر 1. رهبران طالبان صادقانه غرض همکاری با کابل آماده میباشند:
این نظر در صورت درست بوده میتواند ، اگر معلومات منتشره اخیر در روزنامه های " دیلی ایندیا " هند و " الوطن " عربستان سعودی راجع به مذاکرات جداگانه ، که نماینده گان سی ای ای امریکا با رهبران طالبان در شهر کویته پاکستان انجام داده ، اساس واقعی داشته باشند و اطلاعا ت گمراه کننده نباشند. این نظر درست است ، اگر همچنان قبول کرد ، که امریکایان دلایل و پول کافی برای متقاعد ساختن " ملایان تندرو " داشتند ، تا در افغانستان به سیاست غیر مسلحانه رو اورند.
بصورت نظری نمیتوان این امر را مثتثنی ساخت ، که شاید کدام بخش از رهبران طالبان به متوقف ساختن روابط خود با " القاعده " و قطع مبارزه مسلحانه با ناتو و حامد کرزی – در بدل شرکت در حکومت افغانستان موافقه نموده باشد. درانصورت کابل و نماینده گان ناتو باید بصورت علنی اماده گی شان را جهت همکاری ( دعوت به مذاکرات ) اعلام مینمودند ، که بعد ازان اغایون از کویته اماده گی جوابیه را جهت رقص سیاسی نشان دادند. در اصل همینطور هم شد : نماینده ناتو از مفکوره مذاکرات کابل با طالبان ، که قبل ازان جرگه امن از ان حمایت نموده بود ، حمایت خود را ابراز داشته است. بعد از ان رئیس جمهور حامد کرزی به این اعلامیه ها موقف رسمی داد و اماده گی خود را به مذاکرات با طالبان در سالگرد قتل احمد شاه مسعود اعلام داشت.
اگر بیانات قبل واقعآ هم درست باشند ، پس مذاکرات با طالبان را کابل به زودی اغاز خواهد کرد و روشن است ، که در صورت موفقیت ، چند نماینده تندروان مقامات را در کابینه بدست خواهند اورد. شاید ، قبل ازین حادثه مهم برخی از وزراء از مقام های شان استعفاء دهند.
نظر 2. بازی تبلیغاتی طالبان :
این احتمال وجود دارد ، که رهبران طالبان ، که فعالانه درین اواخر طرق بیرون رفت از تجرید سیاسی را جستجو میکنند و به بی اعتبار ساختن رژیم حامد کرزی علاقمند می باشند، فیصله نموده باشند بصورت علنی در برابر دعوت به مذاکرات پاسخ دهند و بدین ترتیب ، مقامات رسمی کابل را اسیر ابتکارات خود سازند.طوریکه عکس العمل یونس قانونی نشان میدهد ، محاسبه طالبان شاید درست از اب براید : اگر حالا حامد کرزی از موضعگیری خود عقب نشینی نماید و در باره صداقت طالبان تردید خود را ابرز کند ، پس رهبران طالبان رئیس جمهور افغانستان و همکاران او را به عدم صداقت متهم خواهند ساخت. درینصورت مسوولیت از دست رفتن چانس صلح در سرزمین افغانستان بر دوش کابل قرار خواهد گرفت ، نه بر دوش طالبان. برای اپوزیسیون اشتی ناپذیر مسلح چنین نتیجه در مذاکرات پیروزی بسیار جدی سیاسی محسوب خواهد شد. برای کابینه حامد کرزی شکست مذاکرات با طالبان میتواند به بحران حکومتی و استعفای عده وزراء منجر گردد.
نظر 3. طالبان برای سپری نمودن زمستان اماده گی میگیرند و مجال نفس کشیدن خواهند یافت:
شدت عملیات جنگی بهار و تابستان سا ل 2007 در افغانستان بسیار بلند بود. طالبان تلفات قابل ملاحظه را در کادر قوماندانی و همچنان در ترکیب پرسونل مسلح خود متحمل گردیدند. نیروهای ناتو از ماه مارچ تا سپتمبر سه عملیات وسیع را در ولایا ت جنوبی کشور انجام دادند و فعالیت قطعات غربی همچنان حفظ گردیده است. طالبان در عین حال عملیات وسع جوابیه را سازماندهی کرده نتوانستند ، به خاطریکه امکانات واقعی محاربوی طالبان با خودخواهی های اعلام شده انها اشکارا مطابقت ندارند.
طالبان در چنین وضع به نفس کشیدن نیاز دارند. انتظارکشیدن تا اواخر خزان ، که عملیات جنگی خود بخو قطع میگردند ، به نفع رهبران اپوزیسیون مسلح نمی باشد ، به خاطریکه ، تا این وقت حد اقل دوماه عملیات فعال جنگی با ناتو انتظار انها را دارند. برای انها راه بیرون رفت توافق به مذاکرات با کابل می باشد. این کار به طالبان امکان نفس کشیدن و متوقف ساختن عملیات جنگی و فعالیت ایتلاف غربی و مقاومت تا فرا رسیدن زمستان و اغاز ارایش مجدد قواء تقریبآ سه ماه قبل ، میسر میسازد. در بهار سا ل 2008 فعالیت های محاربوی علیه کابل دوباره از سر گرفته میشوند.
نظر 4. طالبان برای وارد اوردن ضربه ناگهانی در افغانستان اماده گی میگیرند:
دسته های اپوزیسون اشتی ناپذیر ، که در جنگ ها به قطعات ناتو خسته شده ، طوریکه قبلآ در بالا تذکر داده شد ، نتوانست عملیات بزرگ مقیاس تهاجمی را علیه کابل اماده سازند. در مدت زمان ، که تا زمستان باقی مانده ، در صورت فعالیت موجود نیرو های ناتو ، نمتوانند گروپ بزرگ ضربتی را جهت وارد اوردن ضربه جدی بر نیروهای متحدین و رژیم کابل ، تشکیل دهند. ولی هیچ کس نمیتواند جلو ملایان را جهت " تمرکز مفید " طرفداران خود برای حملات بعدی بر کابل در دوران مذاکرات و وضع ممنوعیت منطقی بر عملیات جنگی بگیرد.
درینصورت ، طالبان از پیشنهاد رئیس جمهور حامد کرزی بری مذاکرات استفاده خواهند کرد ، تا حمله مدتها قبلآ وعده داده شده شان را تدارک بینند و ابتکار نظامی – سیاسی را در افغانستان بدست گیرند و موسم عملیات جنگی سا ل 2007 را با یک سسله پیروزی ها بر نیروهای ایتلاف پایان بخشند.
نظر 5. طالبان برای وارد اوردن ضربه ناگهانی در پاکستان اماده گی میگیرند:
اگر در افغانستان اوضاع نظامی – سیاسی همچنان پیجیده باقی مانده است ، پس در کشور هجوار پاکستان اوضاع خصوصیت هرچه فاجعه بار کسب میکند. در اسلام اباد تشدید بحران سیاسی ، همراه با فعالیت و محبوبیت نیرو های تند رو اسلامی شکل میگیرد. حوادث لال مسجد نشان دادند ، که طالبان پاکستان برای استعمال قوه بر ضد مقامات مدنی کشور اماده می باشند. اپوزیسیون تندرو برای غصب قدرت به وسیله زور در پاکستان و انجام انقلاب اسلامی به تمرکز تمام منابع از قبیل نظامی ، مالی ، تبلیغاتی و غیره در دست خود در سمت اسلام اباد نیاز دارد.
مهمترین نقش را در کودتای اسلامی در پاکستان میتواند " ریزرف افغانی " : دسته های طالبان ( پشتون) و گرو های رزمی " القاعده " بازی نماید. ولی تا زمانیکه در افغانستان عملیات فعال جنگی جریان داشته باشند انتقال "ریزرف افغانی " به اسلام اباد ناممکن می باشد. در صورت اغاز مذاکرات صلح در افغانستان ، رهبران طالبان پاکستان چانس دریافت کمک از طرف کندک های اینترنسیونالیستی کسب میکنند. انگاه سناریوی " کودتای سبز " در پاکستان میتواند موفقانه تحقق یابد.
ماجرای اخیر گروگان گیری اتباع کوریایی بازهم به نفع نظر در باره تمرکز منابع مختلف " ریزرف افغانی " در جهت پاکستان گواهی میدهد. طوریکه پارتل " افغانستان.رو " خبر داده ، افراد مسلح ، که کوریایان را به گروگان گرفته بودند ، بین خود به زبان دری صحبت میکردند و این کار حق این پیشبینی را میدهد ، که در پشت گروگان گیری کوریایان طالبان پاکستانی قرار داشتند. برخی کارشناسان باور دارند ، که عملیات گروگان گیری کوریایان را ای اس ای پاکستان ، که باطالبان افغانستان و پاکستان روابط نزدیک دارد ، سازماندهی نموده بود. در نتیجه مذاکرات با نماینده گان سیول ، افراد مسلح مبلغ 20 میلیون دالر غرامت دریافت داشته اند. اگر این نظر را ، که در پشت گروگان گیری کوریایان افراطیون پاکستان قرار داشتند ، قبول کرد ، پس همچنان میتوان پیشبینی کرد ، که این 20 میلیون دالر نیز حالا در اختیار مردم قرار دارد ، که کودتای اسلامی را در پاکستان تدارک می بینند. به این ترتیب عملیات گروگان گیری اتباع کوریایی ، بالاخره ، به به عمل حمایتگرانه برای " انقلاب سبز " بالقوه در پاکستان مبدل گشت. صلح خزانی طالبان افغانستان با حامد کرزی و ناتو تمرکز منابع محاربوی در اطراف اسلام اباد را تکمیل خواهد ساخت.
http://www.farsi.ru/doc.xhtml?id=1205
ننګيالی زابل
13.09.2007
کوشان ، ځواکمن او حليمي صيب !
دا چې يو خو مې دا موضوع پخپله انتخاب کړي او بل داچې تاسو ټولو فکر کوم مخامخ طالبانوته سنګر نيولی ؛ نو راځئ زه به د طالبانو د يو نماينده په صفت درسره وږغيږم ، بايد یادونه وکړم چې تيزي توندې او سپکې سپورې به نه سره کوو .
نظرونه مو راته د قدر وړ دي . کوشش به کوو چې ځوابونو مو معقول وي .
يوه پوښتنه درنه کوم : هغه داچې : اول خو دا راته وواياست : په افغانستان کې له طالبانو سره پنجابيان ، عرب او ازبکان چا ليدلی ، هو ! ځينی افراد به په شخصي ډول د جهاد د فريضې د ادايینې لپاره راغلی وي ، خوداسي نه دي راغلی لکه چې نن امريکايان يا نور زموږ او ستاسو د دين او وطن دښمنان راغلی او په پوره قوت ئي د افغانستان په پآکه خاوره منګولې لګولې (چې دې ته تجاوز او يرغل وایی)، ما خو په ټوله زندګۍ کې پنجابی ، عرب او يانور ... نه دي ليدلي چې يوځاي ئي څوک را ګرځولي وي او تلاشي ورځيني اخلي ، داخو په ځای پريږده چې د چا کوردي ئي تلاشي کړی وي .
تاسو واياست : طالبان دي ولاړشي په پاکستان کې دي جهاد وکړي ، نو زه وايم د افغاني طالبانو ئي د پاکستان له آزادولو يا تنګولو سره څه ، هغوي خو د خپل هيواد د آزادۍ لپاره مبارزې ته ليچۍ را بډوهلي دي .او ځيني خلګ خولادا هم وايي چې د پاکستان مليان دا فتواوي ورکوي ، نو آيا د افغانستان ملايان جهادنه پيژني او که د کفر و اسلام فرق نشي کولای ، دا خو زما په اند د ا فغانستان د علماؤ سپکاوی دی . د پاکستان فضل الرحمن خو ئی دادی له کرزی سره خبرو او پخلاينې ته رابولي .
په ټوله اسلامي مينه ورور مو ننګيالی
pattang
13.09.2007
ننګياليه ښې خبرې د ليکلې دي ، زمونږ افغانان وروڼه ډېر ژر دمخاليفينو تر
تاسيرلاندې راځي ،ځکه چې په همداسي کلتور کې لوی شوي دي ( بل ته ښه وايې
خپل ته بد ) خوخدای پاک د هدايت ورته ورکړي ٠ کوم شی چې ما ډېر ژړوي هغه دادی چې دوی ټول طالبان د پنجاپ لشکر بولي ، خو دکرزي دمردار دولت چې باډيګاردان يې هم امريکائي دي پيسې هم د کرزي ټولو حکومتي مامورينو ته
امريکايان ورکوي او شخصي بنديخانې هم امريکايان په افغانستان کې لري ځني
کسان دزړه نيوکه نه پرې کوي ٠ همدارنګه شمالي ټلوال دروسانو له خوا تقويه کېدل اواوس هم تقويه کيږي خو زمونږ يو شمير پښتنو طالب پنجاپي ته په نکاح کړی او له خپلې خولې يې نه اچوي ٠ ډېر حقيقت پټ دی او بنيادي حقيقت ډېرو خلقو ته مالوم ندی خو سترګې پټې کړي خوله وازه او دپښتنو ددوښمنانو پرو پاګندي ته ئي په خپل سر کې ځای ورکړی دی ٠
سالک
14.09.2007
کوشان صيب ! چې نه دي طالبان خوښ دي او نه دي کرزی و امريکايان ، نو څوک غواړي ؟ بل څوک خو د جنګ لوری نه دی .
بله خبره داده ، چې تا ځينی داسي تورونه پر طالبانو لګولی لکه څنګه چې ئي د غرب په چوپړ کې ځيني مزدورې رسنۍ روزانه بدرګه کوي، لکه د مکتبونو سوزول ، اود معلمانو وژل . خو زه دا په ډاډ سره ويلای شم چې طالبان مکتبونه نه سوزي ، بلکې د ودې کوشش ئی کوي ، او معلم چې وژل کيږي طالبان ئي په دې نوم او جرم نه وژنی چې دا معلم دی ،بلکې هغه د خارجی ځواکونو جاسوس وي خو دکابل اداره ئي په دې خاطر چې طالبان بدنام کړي معلم يا شيخ الحديث معرفی کوي . او ته دا راسره ومنه ، له ځانه نه درته وايم .
دوهمه داچې عرب طالبانو نه راوستلی او نه ئي د ځان مشاورين ټاکلی ، د پخوانيو پاتي شونی وو ،امريکايان ئي اوس د افغاني ميرمنو په مينځ کې غواړي ، او د دې لپاره چې افغانان د دوي په ژبه د ترهګرو له بدمرغۍ نه وژغوري ، له پاسه پري بمبار کوي افغانان هم ورسره وژنی .
زما په فکر ددې مثال داسي دی لکه ها د چا خبره ، وای غربت په دې شکل بايد ورک کړو ، چې غريبان ووژنو نو د غربت جرړه به وکاږو.
خدای دي وکړي چې پوره پرې پوي شي ، او دا خبره بيابايد ياده کړم : چې د طالبانو په دوران کې هيڅ يو عرب ، پنجابی او اوزبک مسلط يا مشاور نه وو. بايد معقول استدلال وشي . ټول وزيران ، رئيسان ، عسکر او جنګي قمندانان ، بلکې اشپزان لا افغانان وو.
داود فايز
14.09.2007
محترمو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
له هرڅه نه مخكي درته د روژي مباركه مياشت نيكمرغه غواړم
داسي معلوميږي چي ورځ په ورځ طالبان د كاميابي لوري ته روان دي
د طالبانو سره د كرزي د حكومت مجرد د صلح ته كشيناستل د ا خپله يوه كاميابي ده
د كرزي د حكومت نه مخكي امريكايانو څ ځله د طالبانو سره ليدلي او مذاكرات يي كړي
اوزه يو ځل بيا وايم كه هر مذاكرات كيزي او په هغه كي د خارجي قوتونو وتل شرط نه وي هغه ناكامه دي ا و هيڅ اميد ځني نشته
ولسلام عليكم ورحمة اللهوبركاته
14.09.2007
[quote:befc99e493]خو دکرزي دمردار دولت چې باډيګاردان يې هم امريکائي دي پيسې هم د کرزي ټولو حکومتي مامورينو ته امريکايان ورکوي او شخصي بنديخانې هم امريکايان په افغانستان کې لري ځني کسان دزړه نيوکه نه پرې کوي ٠ [/quote:befc99e493]
پتنګ خانه !
تاته مالومه ده چې ملي توب د سیاست یو اړین شرط دی او له ملي توب پرته هیڅ اسلامي ، ولسواک ، کمونستي او یا بل کوم رژیم د منلو وړنه دی . نو هم ملي او هم واقعی دموکرات ځواکونه تل د امریکایانو او نورو بهرنیو ځواکونو پر ضد سخت مقاومت غواړي ، که نه ملي ورته نشو ویلی .
او داچې افغان ملی اوولسواک ځواکونه هم شکر مسلمانان دي نو ددوی غوښتنی ، اند او فعالیتونه باید حتمأ اسلامي بڼه ولري !
دوی چې له طالب غورځنګ څخه څه غواړي هغه له اسلام سربیره ملی اوولسواکه بڼه ده . یعنې د مقاومت خصلت باید ضرورملی اوسي که نه د چا په درد نه دوا کیږي او حتما ًددوښمن په ګټه او زمونږ په ملي زیان تمامیږي!
د جهادي تنظیمونو نیمګړتیا، بی اتفاقي او د ماتي آرغیزي (لاملونه) په څّه کې وو؟
طبعا ً په همدې کې چې ملي خصلت او معیار یې نه درلود، له کملي ایدیالوژۍ څخه بی برخې وو نو ملي مسولیت به یې څنګه او له کومه حس کړی وای او د ملي مسولیتونواو صلاحیتونو په اړه به په ملي کچه څنګه توافق ته سره رسیدلي وای؟
یا ګډو انتخاباتو په فکر به دوی څنګه راغلي وای او هغې ته به یې څنګه سره تن ایښی وای؟ د اسلام څخه خو دوی له سکتریزم، پاټکیزم او جنګ جګړو پرته بله زدکړه ونشوه کړای . که د طالبانو مشري دیو واحد سازمان ( آی . اس . آی) په لاس کې نه وای په ملا عمر دې څوک نه راټولیدل او نه پرې متحد پاتی کیدای شول .
خو دا هم هرچاته په ډاګه ده چې د طالب اومجاهد ملی خاصیت نه پخوا ISI منلی اونه یې اوس منلی شي، نو که طالب ملي خاصیت خپلوي باید لومړی د آي. اس. آی سره اړیکې پرې کړي او د پاکستان دهدفونو په ضد ودریږي.
خو له بده مرغه طالبانو نه پخوا له ISI نه ځان خلاصاوه او نه یې اوس ترې خلاصوی ، بلکې آی . اس آي په افغانستان کې د پنجابیانو په مشرۍ د یوه اسلامي خلافت خوبونه ددوی په سرونو کې ورپالي او خپل ډول ته یې ګډوي .
طالب که هر څو د اسلام او خپلې ډلې د قدرت له پاره د اسلام په نامه جنګیږي، هدف یې باید ملي آزادي وي ، که نه قدرت غوښتنه خویې د کرکې سبب ګرځي او اسلام هم د بدنامۍ سره مخ کوي . د تروریزم او پنجابیزم نوم خو له همدې کبله ور پورې نښتی چې له ملي خصلت څخه یې ځانونه بی برخې کړي دي . ملت پالنه د سیاسي باور لومړنی معیار دی ، که دوی د پنجابیانو له امله په ملت پالنې کې له ماتې سره مخ وي نو بیا د سیاست په هر ډګر کې مات او د ملت د کرکې وړ ګرځي . خو که دملتپالنې معیار خپل کاندي نو هله یې د یوې یا بلې سیاسي لارې په هکله خبرې او فکر کیدای شي . اوکه بیا لا د ملي ولسواکۍ پلویان هم شي، نو څوک یې بیا مخه نشي نیولای او اسلامي ملي او ولسواک غورځنګ به یې حتما ًپه انتخاباتو کې هم ګټونکی وي .ځکه چې افغانان اسلام او ملتپالنه د بنسټ په توګه او او ملي ولسواکي د سیاسي عدالت او ترقۍ د معیار په توګه غواړي . که طالب
دریواړه معیارونه خپل کړي نو دا دومره افراطیت، جنګ جګړو . مرګ او وژنو او تیروریزم ته یې بیا څه اړتیا؟
پښتو متل دی وايي له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه ! له بده بده مرغه دوی خپلې پښې پخپله په تبرګي وهلي چې : [color=white:befc99e493]له نرخه وتي او په آی . اس آی ورننوتي دي[/color:befc99e493]!
14.09.2007
ښاغلی مهمان ته سلام !
د فارسی رو څخه راخیستې څیړنه جالبه ده ، پهدومره ډیرو فرضیو به په یوه نه یوه کې څه ناڅه واقعیت هم ډګر ته راووځي او یا یوڅه په یوه او بل څه په بله او یو نور څه بیا په دریمه ، څلورمه او پنځمه فرضیه کې د عناصرو په ډول حقیقت ته نږدې وي .
خو دغسې فرضیې به زه هم درته وړاندې کړم لکه :
۱ـ طالبان په دې پوه شوي چې که تراوسه پورې د عامی ناپوهۍ له امله په افغ انستان کې دقدرت ګټل اسانه خو ساتل یې سخت کار ؤ، نو اوس د یوڅه پوهې او یوڅه ترخو تجربو او نړیوالو ځواکونو د وجود له آرغیزه (امله) دقدرت لاسته راوړل هم سخت شوي دي او ساتل خو یې څکی څکی .
پردې سر بیره که امریکه له ماتې سره له افغانستان څخه ووځي بیابه پاکستان هم دیته پرې نږدي چې د پخوا په څیر په څرګنده توګه طالب رژیم حمایه کړي ،هغه مرستې خو لا څه کوې چې د پاکستان له لارې به امریکا طالبانوته رسولې .
هو ، پاکستان اوس د هند له ویرې هم یواځې د طالبانو له پاره د امریکا په ملاتړ او دوستۍ صرف نظر نشي کولی .
دا ټول د طالب رژیم له پاره له ځان وژنې څخه کمه معنی نه لري ، نو له دې کبله ښایي په سوله ییزه اومصلحتی لاره په قدرت کې برخه اخیستل ورته له تشو جګړو او بیقدرته پاتې کیدو څخه غوره ښکاره شوي وي .
۲ـ طالبان د بهرنیو ځواکونو سره مخامخ نشي جنګیدلی او ځنامرګی بریدونه یواځې ویره غرځولی او ترهګریزه اغیزه کولیشي خ د بریالیتوب سبب نه ګرځي، بر سیره په دې که دطالب جګړې زیاتې شوي خوتلفات یې هم تر پخوا زیات شوي ، بهرنیانو ته ته درانه تلفات نشی اړولی او یواځې افغانی وګړی وژني ، چې ښې پایلې ورته نلري او پلویان یې ورځ په ورځ کمیږي . ښایي د پاکستان هغه ورکړې زړه تمه چې امریکایان به بیرته ژر له افغاستان څخه ووځی اوس په مایوسۍ بدله شوې وي او په دې پوهیدلی وي چې د پوځي فشار پر ځای به سیاسی فشار د امریکایانو د ویستلو له پاره اغیزمن وي ،که چیرې دسیاسی فشار سره د اوسنی حکومت سره
د طالبانو همکاري تړلې اوسي . د طالبانو اوامریکایانو تر منځ د پټوخبرو اترو یوه نتیجه ښایی له افغان حکومت سره همدغه بیقیدو شرطه خبرواترو ته د طالبانو چمتووالی وی چې اعلام کړی یې دی .
۳ـ طالبانو ښایی دخپلې کرغیړنې دورې اقتصادی بحران او پشاتګ له پامه نه وي غرځلی چې د خلکو ژوند او ددوی خپل حالت یې ورتریخ کړی و. داسني چټک پرمختګ په پرتله به دوی ته هم دوزخ ته د ولسر له غورځولو څخه کمه نه بریښي او د جارې کولوس به یې هم طبعاً په ځانکې نشي لیدلای ، په تیره بیاچې د ملګرو ملتونو د بندیزونو سره هم مخامخ پاتې شي ! با به یواځې په کف او چف یا یواځې د کوکنارو په کرلو سره کوه اقتصاديستونزه حل کړای شي ، د هیواد بیا رغاونه خو لا څکی څکی؟
14.09.2007
ښاغلی مهمان ته سلام !
د فارسی رو څخه راخیستې څیړنه جالبه ده ، پهدومره ډیرو فرضیو به په یوه نه یوه کې څه ناڅه واقعیت هم ډګر ته راووځي او یا یوڅه په یوه او بل څه په بله او یو نور څه بیا په دریمه ، څلورمه او پنځمه فرضیه کې د عناصرو په ډول حقیقت ته نږدې وي .
خو دغسې فرضیې به زه هم درته وړاندې کړم لکه :
۱ـ طالبان په دې پوه شوي چې که تراوسه پورې د عامی ناپوهۍ له امله په افغ انستان کې دقدرت ګټل اسانه خو ساتل یې سخت کار ؤ، نو اوس د یوڅه پوهې او یوڅه ترخو تجربو او نړیوالو ځواکونو د وجود له آرغیزه (امله) دقدرت لاسته راوړل هم سخت شوي دي او ساتل خو یې څکی څکی .
پردې سر بیره که امریکه له ماتې سره له افغانستان څخه ووځي بیابه پاکستان هم دیته پرې نږدي چې د پخوا په څیر په څرګنده توګه طالب رژیم حمایه کړي ،هغه مرستې خو لا څه کوې چې د پاکستان له لارې به امریکا طالبانوته رسولې .
هو ، پاکستان اوس د هند له ویرې هم یواځې د طالبانو له پاره د امریکا په ملاتړ او دوستۍ صرف نظر نشي کولی .
دا ټول د طالب رژیم له پاره له ځان وژنې څخه کمه معنی نه لري ، نو له دې کبله ښایي په سوله ییزه اومصلحتی لاره په قدرت کې برخه اخیستل ورته له تشو جګړو او بیقدرته پاتې کیدو څخه غوره ښکاره شوي وي .
۲ـ طالبان د بهرنیو ځواکونو سره مخامخ نشي جنګیدلی او ځنامرګی بریدونه یواځې ویره غرځولی او ترهګریزه اغیزه کولیشي خ د بریالیتوب سبب نه ګرځي، بر سیره په دې که دطالب جګړې زیاتې شوي خوتلفات یې هم تر پخوا زیات شوي ، بهرنیانو ته ته درانه تلفات نشی اړولی او یواځې افغانی وګړی وژني ، چې ښې پایلې ورته نلري او پلویان یې ورځ په ورځ کمیږي . ښایي د پاکستان هغه ورکړې زړه تمه چې امریکایان به بیرته ژر له افغاستان څخه ووځی اوس په مایوسۍ بدله شوې وي او په دې پوهیدلی وي چې د پوځي فشار پر ځای به سیاسی فشار د امریکایانو د ویستلو له پاره اغیزمن وي ،که چیرې دسیاسی فشار سره د اوسنی حکومت سره
د طالبانو همکاري تړلې اوسي . د طالبانو اوامریکایانو تر منځ د پټوخبرو اترو یوه نتیجه ښایی له افغان حکومت سره همدغه بیقیدو شرطه خبرواترو ته د طالبانو چمتووالی وی چې اعلام کړی یې دی .
۳ـ طالبانو ښایی دخپلې کرغیړنې دورې اقتصادی بحران او پشاتګ له پامه نه وي غرځلی چې د خلکو ژوند او ددوی خپل حالت یې ورتریخ کړی و. داسني چټک پرمختګ په پرتله به دوی ته هم دوزخ ته د ولسر له غورځولو څخه کمه نه بریښي او د جارې کولوس به یې هم طبعاً په ځانکې نشي لیدلای ، په تیره بیاچې د ملګرو ملتونو د بندیزونو سره هم مخامخ پاتې شي ! با به یواځې په کف او چف یا یواځې د کوکنارو په کرلو سره کوه اقتصاديستونزه حل کړای شي ، د هیواد بیا رغاونه خو لا څکی څکی؟ نو فکر کوي چې په اوسني حکومت کې برخه اخیستل به ورته ددې رسوایۍ په وړاندې یوه ښه او شرافتمندانه پرده پوښي تمامه شي نسبت دې ته چې د هر وطنوال لاسونه ددی په ګریوان کې کلک پاتی شي .
٤ـ طالبان ډیر وروسته پاتې حجري قومی اوقبیلوي شعور اوکلتور لري ، چې دعلم اوتخنیک ، ولسواکي او پرمختګ د چټکو ګامونو سره ګام نشي پورته کولی ،نو پخپله ډیرې زدکړې ته اړتیا لري ، نو نشي کولی چې په دې برخه کې ټولنه رهبري کړي،نو ددې پر ځان چې خپله حجری سویه په افغان ولس وتپي ، باید پخپله زدکړه وکړي او د یوې عملی زدکړې له پاره تر ټولو بهتره لار همداده چې داوسني حکومت سره په ګډ کار او مسولیتونوکې خپلې اړونده نیمګړتیاې ې هم رفع کړي!
۵ـ طالب ښایی دافغان ولس دې هیلې ته پام اړولی وي چې اړي د افغان حکومت او ملی شورا کې احضار ولري او هغه څه چې داسلام او ټولنې له پاره په سر کې لري،
په اغیزمنه توګه وړاندې کړي او په سوله ییزه توګه لاښه خپلو جایزو ارمانونو ته ورسیږي او په دې تړاو اوسنۍ نیمګړتیاوی په پارلمان کې له منځه یوسي .
په درنښت .
دامارت ،ويندوى کومه نوې خبره کړې ؟
سالک
26.09.2007
له څوورځوراهيسې يوشميررسنيوخپل بازارپه دې ټکي تودساتلى اوپه مسلسله توګه يې تبليغوي چې ددوى په وينا طالب وياند منلې چې له کابل ادارې سره به کينې اوروانو ستونزو ته به دخبروله لارې دپاى ټکى ږدى،په داسې حال کې دامارت ويندوى ښاغلي قاري محمديوسف احمدي،داسوشيت پريس له خبري اژانس سره دمرکې پرمهال داپوښتنه چې اياطالبان چمتودې لکه دبرمته شووکوريايانوپه څيردمذاکراتوله لارې دکابل له ادارې سره دافغانستان بحران ته د حل لارپيداکړې،داسې ځواب کړې: کچيرې په دغومذاکراتوکې داسلام داساساتوپه رڼاکې زمونږدهيوادملي خپلواکۍ ژغورل کيږي اودخارجي قواوو وتوته لارپيداکيږي،اسلامي امارت چمتودى چې په دغسې خبروکې برخه واخلي،خومونږباورنلروچې دکابل اداره به دومره صلاحيت اوواک ولري چې له مونږسره ددغسې شرايطوپه رڼاکې خبري وکړي اودکابل اداره هم زمونږله دغه مستحکم دريځ نه اګاه اوپه خپلې بې وسى يقين لري،ولې ددې په خاطرچې دخلکوپه سترګوکې خاورې وشيندي اوحقايق پټ کړى نوطالبانوته دمذاکراتوبلنې ورکوي
خوله بلې خواديرغلګروپه چوپړکې بوختو رسنيودخپل هميشني عادت اوپه يوطرف ولاړ خصوصيت له مخې ، اوس کوشش پيل کړى ترڅو دامارت دويندوى دخبرواصلي موخه اوبنيادي ټکى تالاترغه اودافغان ولس په اذهانوکې يولړنورتشويشونه راوپاروي
طالبانو له هغه مهاله چې صليبي يرغلګرودافغانستان په حريم اوحرمت يرغل راوړ،دخپلې مبارزې اوقربانيوترټولوستره موخه اوهدف يې له هيواده دخارجيانوويستنه اوديواسلامي نظام استحکام وواودى،اوامارت په دغه ټوله تيره شپږکلنه موده کې له خپل دغه دريځ نه دفاع کړې،اوپه دغه لارکې په زرګونه تنو تنکيو مجاهدينوځانونه قربان اودګوانتنامو،بګرام ،کندهاراونورووحشي زندانونکې رازرازشکنجې اوتکليفونه وزغمل نوله دومره لويوسرښندنواوکړاوونوورسته به
اسلامي امارت نه يواځې په دغه هدف اودريځ محکم اودفاع به ورنه کوي،بلکې په دې کلک باورلري چې لوى خداى (ج) نورې هغه شيبې رارسولې دي چې ننى يرغلګربه هم دپخوانيومتجاوزينوپه څيردافغانانوپه توره له دې هيواده پښې سپکوې اوشکست به ويني،لکه همدااوس يې چې نښې اونښانې څرګندې،دهيوادپه هره برخه کې دتيرې کونکوپه خلاف مقاومتونه اوپراخ تحرک پيل شوى،خارجيان دبريداوګوزارله روحيې لويدلې، اودکابل اداره چې دهمدغوبهرنيانوپه سيروم تغذيه کيږي اوخپل هيڅ حرکت اوساه نلري عملاله سقوط سره مخ اوهره ورځ يې ترواک لاندې سيمې ، لويې لارې اوولسوالى دطالبانوګوتولويږي
په پاى کې مونږله خبري سرچينويوځل بياهيله لروچې يواځې دې حقايق خپروي ،دخبراوژورناليزم ډګردې دچادشخصې ګټووزلوبى نه جوړوي اوکټ مټ دې هغه څه خپاره کړې چې پيښ اوويل شوې وي