نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتانه ولې نه شي کولاي چې دپنجابي تور استعمار له منګولو څخه ځان تر أبده خلاص کړي، یوه عامه پوښتنه.
پښتون زلمی
10.09.2007
ګرانو پښتنو ورونو!
سلامونه مې ومنۍ،
محترمو! یوه پوښتنه لرم، او له ټولو څخه هیله کوم، چې دخپلو معلوماتو په اندازه ځواب ووايي:
پښتنۍ حرکتونه له ډیره وخته په بلوچستان، او پښتونخواه کې حرکتونه شروع کړي، چې دپنجابي استعمار څخه ځان خلاص کړي، غونډې جوړوي، مظاهري کوي، او نورې منډې ترړې وهي،
نو هغه کوم سببونه دي چې ددوي او ددوي دهدف تر منځ خنډ دي،
هیله لرم، چې ټول پښتانه ورونه په دې موضوع کې شرکت وکړي، او دغه لاملونه ولیکي، ويي څیړي، کومو چې ځمونږ پښتانه ورورنه شپږ لسیزي، دپنجابي استعمار لاندې واوسول، او لا معلومه نه ده، چې تر څو به دپنجابو په ښکیل کې به وي، او دپښتو په ټولو زیرمو، اوبو، او نورو مالونو به خپلې تورې خیټي اچولي وي، هیله کوم چې په صداقت جواب ورکړۍ:
ځما په خپل قاصر نظر خبره داسې ده، چې دپښتنو مشرانو (مقصود مې آزادی ملتپالې ډلې دي، ) په خپل منشور کې هیڅ اسلام مهم څیز نه دې ګڼلې، مولیانو ته په سپکه ګوري، دین سره چندانې تعلق نه لري، یو مثال يي دادې، چې دخداي بخښلي ولي خان، ډلې یو وخت سپۍ رسم کړې وو، او دمولوي حسن جان سر يي پری ایښې وو، هغه وخت مولوي حسن جان، دولي خان مقابل کې ووټونو ته ولاړ وو، نو پنجاپې ترهګر حکومت له داسې موقع نه په استفاده علماء په خپل لاس کې ونیول، او څنګه چې عوامو کې داسلام ددین مینه او محبت دې، نو هغوي خپلو مولیانو په سې ودریدل.
نو که چیرې دغه ملتپالې ډلې و اسلام طرف ته هم اهمیت ورکړي، او خپل منشوراتو کې تجدید نظر وکړي، دعوامو زړونه لاس ته راوړي، دعلماوو درناوۍ وکړي، او په یوه نعره کې پښتو او دین ګډ کړي، نو دا به ددوي ستره کامیابي وي، او دپښتنو عوامو ملګرتیا به له همدوي سره وي،
هر قدم چې ددین پلوه پښتنو او ملتپالو ډلې سره نږدې کیږي، نو هغومره دلوي پښتونستان منځ ته راتللو وخت رالنډیږي،
نو ستاسې په دې اړه څه نظر دې؟
پښتانه ولې نه شي کولاي
ننګيالی زابل
11.09.2007
دا د نن ورځې تش په نوم پښتانه خداي خبر چې له کومه را پيدا شول ، په کومه ټولنه کې زيږيدلي ، پښتو او اسلام خو ئي سره بيل کړو ، د پښتو دود او دستور ته هم درناوی نلري ، ما ئي په ډيرو غونډو کې ګډون کړي ، تر څو چې خبرې ئي نه وي کړي نه مي دي پيژندلي چې دا پښتون دی که پنجابی ، پګړۍ نه ږيره نه وي ، د پښتني جامې په ځاي ئي پنجابي يا غربی جامه کړي وي ، په هره غونډه هر مجلس کې ملا ، مسجد ، محراب او طالب ته سپکې سپوري منسوبيږي ، حال داچې احمدشاه بابا ، ميرويس خان بلکې هيڅ يو ميړني پښتانه داسي نه دي کړي ، نو [color=cyan:f058bab4c4] پښتون افغانه [/color:f058bab4c4]وروره که دا پښتانه خداي ج د ځمکې پر سر لرل ، زه خو فکر نه کوم چې پښتانه به له پنجابي استعماره څه چې له يوه استعماره خپلواکي تر لاسه کړي .
Ghairat
11.09.2007
[color=red:c55069772c]...............................................د ملي رسالت له چوکاټه وتلې اسلامپالنه سیاسي مرییتو ب راوړي! [/color:c55069772c]
پښتانه هر څه کولی شي خو نظم او نظام نشئ جوړولی.
دوی ددی له پاره تل یو وتلي مشر او یا کوم پردي قدرت ته اړ دي .کله چې په یو مشر سره سلا شوي ملي کارنامې یې کړي اړ کله چې د پردو ښکار شوي ملي خیانتونه یې کړي ! د خلقیانو روسي واکمني، د جهاد لسیزې او د طالب غورځنګ ددې وروستي حقیقت څرګندوینه کوي . د شوروي نوکرانو د ملي خیانت یوه غمیزه ، او د آی .اس .آي ، تر رهبرۍ لاندې جهادي ډلو یې تر هغوی بتره غمیزه او طالبانو یې بیا لابدتره غمیزه پر ملت تحمیل کړه چې اوس هم لا روانه ده .
د خپل ملي مشر او خپلو ملي غورځنګونو او ملي پاڅونو مثالونو یې هم تاریخ
رنګین کړی او زرین کړی چې هر چاته مالوم دي .
د روښاني غورځنګ نه نیولې، د سوري شیرشاه، خوشالخان، میرویس نیکه، احمد شاه با با، ایوب خان، محمد اکبر خان، ایوب خان، دریا خان، ایمل خان او د امان الله خان په مشرۍ د استقلال او د خان غفارخان په مشرۍ د خدايي خدمتګارانو تر غورځنګ پورې ټول ویاړلي مثالونه دي چې تاریخ ته یې وړاندې کړي دي !
د یوه واحد مشر له لرلو پرته دوی تل در په در او خاورې په سر پاتې شوي، پردیو یې مشري کړی او خپل یوګوډاګی یې ورمشر کړی او په رنګارنګ عذاآبونو یې اخته کړي دي !
د تره کي او ملا عمر مشري د کی . جي. بي. او آی .اس. آی له مستقیمې وامنۍ پرته په پښتنو نشوه تحمیلیدای ، او د پښتنو جهادي مشران خو لا څکی څکی !
ولس خو تل، ولې پښتانه په ځانګړې توګه یوې خواکمنې بی سره تنې ته ورته دي، چې له سر پرته هیڅ ، خو د یو سر (مشر) په رامنخته کیدو سره په او فعالیت او اتڼ راځي، خو د خواشینۍ ځای دادی چې بیا نو نه ګوري چې دغه سر مې خپل دی که پردی خو مست اتڼ ورته کوي او پردي ډول ته هم ګډیږي !
په تیره بیا چې دوښمن د اسلام په نامه خپل هر ګوډاګی ددوی مشر ور وټاکي دوی
ترې سر او مال، وطن او ملي ناموس قربانوي . داد ملي او سیاسي شعور ټیټوالی او نشتوالی دی چې دوښمن موندلی او په دوامداره توګه ترې کار اخلي!
دوی د اسلام په سپېڅلو احساساتو معتاد دي او په سیاسي چارو کې یې د ملي آزادۍ په قیمت هم کاروي، نو ځکه د ای. اس آی له لاسه د شورویانو د کفري قدرت پر ضد جهاد یې دملي وحدت او ملي آزادۍ پر ضد هم تمام شو او تنظیمي ټوپکیزم او پاټکیزم اوبیا یې پرې وحشی طالبیزم یې یو دبل پسې پرې مسلط کړل .
نو کله چې په مرکزي افغانستان کې د پښتنو دغسې حال وي، د انګلیس او بیا پاکستان د تسلط لاندې پاتې شوو پښتنو او پښتنو مشرانو څخه څه تمه کیدای شي ؟
آیا د سوبه سرحد بنسڼپال اسلامي حکومت د پښتو، پښتونولۍ او ملي ناموس
غ اړې ته لویدلې زندۍ اود پښتنو په ملي برخلیک باندی د پنجابیانو راپریوتې اسلامي خپسکه نده ؟
[color=white:c55069772c]هو ! د ملي رسالت له چوکاټه وتلې اسلامپالنه سیاسي مرییتو ب راوړي! [/color:c55069772c]
نو باید له یاده ونه باسو چې ددواړو تړاو حتمي دی ، ملتپلنه هم له اسلام پرته بري ته نه رسیږي ، دواړه د ازادۍ ، خپلواکۍ او سولې اساسي شرطونه دي چې د پرمختګ له پاره بیا د ولسواکۍ شرط هم ورسره اساسی شرط ګڼل کیږی .
پښتانه ولې نه شي کولاي
ننګيالی زابل
11.09.2007
د غيرت صيب په خبره خو پوي نشوم ، اما د کوشان صيب په ځواب کې بايد ووايم
پښتون پيدا شوی مسلمان دی ، لوي شوی په اسلامي ټولنه کې ، مبارزې ئي د اسلام دين د نافذولو په خاطر کړي دي ، او دا چې نن له مادي لحاظه پاتې دی ، هم دا وجه ده چې د اسلام په مقابل کې ورته هيڅ څه ارزښت نلري ، نو دا چې ستاسو په جرمني کې له تا نه اسلام په کفري خاشو کې ورک شوی ، طبعی ده چې اهميت ئي هم درباندي ګډ وډ شوی ، نو د نورو مسلمانو پښتنو په مينځ کې د دې خبرې يادونه هيڅ کله هم مکوه ، چې پښتانه دې له اسلامي مقدساتو تير شي او لنډغرتوب ته دي مخه کړي ترڅو يو ولايت ځانته جدا کړي. په دې خبرو کې خداي مکړه د پښتنو په زړونو کې درسره عقده پيداکيږي بيابه ټول تاته هم سګ شوي وايی ؛ ځکه دا کابل ته چې نن له اروپا نه څوک راغلی او دا ستاسو غوندي خبري کوي ، ټول پښتانه بلکې ټول افغانان ئي سګ شويان بولې ، خيال کوه بيا داسي خبري مکړه .
12.09.2007
بی شک ! بی شک کوشانه ! چې آخر دې داسې توبه وویسته:
[quote:f41719b489]توبه ـ توبه [/quote:f41719b489]،
خو دې ته دې پام نه دی چې جرئت [color=white:f41719b489]تل[/color:f41719b489] په [color=yellow:f41719b489]جرعت[/color:f41719b489] لیکې او » له [color=white:f41719b489]یاده[/color:f41719b489] ویستلو« ته » [color=red:f41719b489] تل[/color:f41719b489]« له [color=blue:f41719b489]هیره[/color:f41719b489] ویستل» وایې ، دادې په عربې کې افراط او په پښتو کې تفریط نه دی؟ که وي نو د تل له پاره ترې تیر شه.
نور نو : سلام او درناوی !