نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په كرزي خداى اسماني كاڼي و اورول
پښتون زلمی
09.09.2007
دمسعود! ياد غونډه دګډوډۍ ښکار شوه
زمه وال
١٨ / ٦ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-09-09 م
نن دکابل ښار په غازي لوبغالي کې د احمدشاه مسعود شپږم تلين په دولتي کچه ولمانځل شو.که څه هم دولت کافي امنيتي ترتيبات نيولي ول؛خو غونډه هغه مهال دګډوډۍ ښکار شوه چې په سلګونو تنو دمسعود عکسونه په ډبرو وويشتل.
د دولتي چارواکيو په وينا ډبرې دهغو کسانو لخوا ويشتل شوي،چې دپوليسو لخوا دننه نه پرېښودل کېدل؛خو ويل کېږي چې دغو کسانو دمسعود په اړه د دولت دخپل سرو اوبې مسووليتو کړنو او څرګندونو په غبرګون کې پر پوليسو او دمسعود پر عکسونو ډبرې ورولي.
[color=white:63683d9e1d]دغه هاهو هغه مهال رامنځته شوه،چې ولسمشر غونډې ته وينا کوله،درپوټونو له مخې ولسمشر لا خپلې خبرې پای ته نه وې رسولې چې يوتن ساتونکي يې دګډوډۍ خبرورکړ او له نوموړي يې غوښتنه وکړه،چې له غونډې ووځي،په دې سره ولسمشر خپلې خبرې نيمګړې پرېښودې او له غونډې څخه ووت.[/color:63683d9e1d]
ديوبل خبر له مخې پولیسو دپارېدلو کسانو دتيتولو لپاره ډزې کړي خو دالا نه ده څرګنده چې په دغو ډزو کې چاته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.
Lotfollah
09.09.2007
افغان پشتون صیب ښې چارې
[quote:cdaccebfae]آفرین دنر بچیان دې، پښتانه زمریان دې زمریان، کرزې په کې وتښتید.
[/quote:cdaccebfae]
زه سم پوه نه شوم چې تاسې چا ته د نر بچیان وایۍ؟ دغو ځوانانو چې هرج ومرج و ګډودي ګډه کړې وه ، هم د هغو نورو پکولکیو پاتې برخه وه چې په بیلا بیلو جامو کې غازی ستودیوم یې ډک کړی و. دوی هم په ډېره مینه او احساساتو غوښتل چې ستودیوم ته ورننووځي او د نورو تر څنګ د " اوزې" د شپږم تلین په مراسمو کې ګډون وکړي، خو په ستودیوم کې نور ځای نه و او امنیتی ځواکونو د دوی له ورتک څخه مخنیوی وکړ. نو ځکه دغه پاتې پکولکی بی صبره شول او ګډوډی یې را منځته کړه.
پښتون زلمی
09.09.2007
[quote:81b348e8b2="Lotfollah"]چې تاسې چا ته د نر بچیان وایۍ؟ دغو ځوانانو چې هرج ومرج و ګډودي ګډه کړې وه ، هم د هغو نورو پکولکیو پاتې برخه وه چې په بیلا بیلو جامو کې غازی ستودیوم یې ډک کړی و. دوی هم په ډېره مینه او احساساتو غوښتل چې ستودیوم ته ورننووځي او د نورو تر څنګ د " اوزې" د شپږم تلین په مراسمو کې ګډون وکړي، خو په ستودیوم کې نور ځای نه و او امنیتی ځواکونو د دوی له ورتک څخه مخنیوی وکړ. نو ځکه دغه پاتې پکولکی بی صبره شول او ګډوډی یې را منځته کړه.[/quote:81b348e8b2]
که ستاسې دا خبره صحي وي، خو ددغو ځوانانو جرأت دستایني وړ دې، چې دغه کانفرنس کې يي د اوزي ملي خاین احمد شاه مسعود انځورونه په تیږو، کاڼو وویشته، او جالبه خبره په کې داده: چې کرزې وینا په نیمه کې پريښووه او وتښتید.
09.09.2007
ورونو احساسات مو کنترول کړئ او لږ له عقل څخه کار واخلئ . کوم خدمت چې مسعود خپل قام تاجکو ته کړی کوم پښتون قومنمدان دې پښتنوم ته کړی دی ؟
که ددې تاوان غواړئ چې ځینو پښتنو مشرانو دې تاجکو ته تر پښتنو زیات خدمت کړی، تاجک ولې داسې نه کوي، نو ورونو لږ د ځانه سره مناقشه او محاسبه وکړئ .
که له خپل قام څخه زیات نورو ته خدمت کول ښه کار وي نو ولې مو ددغسې پښتون مشر ملاتړ نه دی کړی او تل مو غندلی چې تاجکو ته یې خدمت کړی، او که بد کار وي نو بیا مسعود ولی غندئ چې یواځې خپل قام ته یې خدمت کړی او دا بد یې نه دي کړي ؟
نتیجه داچې خپل قام ته خدمت اړین دی او دا کار د يشتنو مشرانو دومره نه دی کړی لکه څومره چې مسعود په بري سره کړی دی . که بې خپل قام قهرمان بولي حق لري ، که یې شهید بولي هم حق لري
داچې مسعود په ګلبدین همدغسې بریالی شو لکه پرچمیان چې په سیاست کې په خلقیانو بریالي شول او د مسود او پرچمیانو تړاو بیا د ګلبدین او خلقیانو په تړاو بریالی شو، دا ثابتوي چې په سیاست کې تاجک تر پښتنو په هره سطحه مخکې دي او بس ! په سیاست کې هم ددوی د مشرانو په وړاندې زمونږ دمشرانوتل پاتې لقب « افغان غول » ثابتیږي ! د ګلبدین او طالبانو ددوران بهرني سیاست خو دې دوستان هم په دوښمنانو واړول او پښتانه یې پرې هلاک کړل ! کوم يو تر اوسه پورې له خپل قام پشتنو څخه بښنه هم غوښتې چې ولې یې برناحقه د خپلې شخصي ګتې له پاره پښتانه پرې تباه کړل ؟ملا ړندک دې اوس هم له پښتنو نه تاوان غواړي چې دده له پاره دې نور هم ځانونه تباه کړي .
رښتیا خبره داده چې د عقلی د لایلو پرځای پر جذباتو له تکیې کولو بل لوی او بد مرض بل نشته .
larghonay1
10.09.2007
په كرزي خداى خداى اسماني كاڼي وورول
د افغانستان د اساسي قانون د جوړېدو په وخت كې مسعود او مزاري ته د ملي قهرمان او ملي شهيد د القابو په وركولو ډېرې لانجې وشوې خو اكثرو جرګه والوداسې درانه القاب په ملي خاينانو ونه لورول او په اساسي قانون كې د دوى په اړوند هيڅ يادونه نشته.
كرزي صيب نه د خپل هيواد اساسي قانون ته وكتل او نه يې ځورېدلو افغانانو ته وكتل بلكې ، په ټولو يې پښې كېښودې او هر كال مسعود او مزاري ته د قهرمانانو القاب په خپلو رسمي ليكنو كې كاروي اخر يې د هيواد ټول سپېڅلي شهيدان د مسعود په لكۍ پسې وتړل.
همدا راز د ده په اند مجاهدين يوازې د شمالي ټلوالې غړي دي ځكه ده د فهيم د خبرو په ځواب كې وويل چې زما په دولت كې مجاهدينو ته ځاى وركړل شوى دى فهيم مارشال دى، قانوني د ولسي جرګې مشر دى، ضيامسعود زما مرستيال دى او عبدالله به هم بېرته په كابينه كې شامل كړو نو د ده په اند مجاهدين يوازې د شمال ټلواله ده .
كه پورتنيو خبرو ته وګورو نو كرزي هم د شهيدانو سپكاوى وكړ او هم يې د مجاهدينو سپكاوى وكړ ځكه شهيدان يې د مسعود له غوږه جار كړل او مجاهدين يې د فهيم له پوزې.
ځكه خو الله پاك پرې هوايي كاڼي و اورول .
متل دى وايي د پاړو ګر مرګ له ماره وي نو د مداري كرزي مرګ دې هم خداى د شمالي ټلوالې په لاس تر سره كړي.
امين
[color=red:c97f0f359d]يادونه: د دې بحث نوم ما بدل كړ او دا ځكه چې ټول افغان يوه ملي پاڼه ده او د افغانستان قانون او ملي ګټو ته درناوى لري نو د مسعود له پاره په اساسي قانون كې د ملي اتلولۍ په هكله هيڅ يادونه هم نه ده شوې.[/color:c97f0f359d]
پښتون زلمی
10.09.2007
[quote:d4e692681e="larghonay1"]متل دى وايي د پاړو ګر مرګ له ماره وي نو د مداري كرزي مرګ دې هم خداى د شمالي ټلوالې په لاس تر سره كړي.
امين
.[/quote:d4e692681e]
آمين ثم آمين, ثم آمين,
دغه مداري په هیڅ نه شرمیږي، خداي دی تری ددغو شهیدانو دسپکاوۍ انتقام واخلي،
عجیبه خبره ده، چې جهاد چا وکړ، وینه چا توي کړه، کورونه د چا له خاورو سره خاوري شول، او مجاهدین څوک ځانته وايي.
د روس ضد جهاد کې هم دوي جهاد نه دی کړي، او له هغوي سره يي قسماقسم تړونونه کړي وو، او دلته په جنوب، ختیځ، او نورو پښتنې منطقو کې به دروسانو دظلم له لاسه سری ویالې دوینو بهیدلې، خو اوس مجاهدین همدا مردارخواره راووتل، او دمجاهدینو په نوم دوي خبرې کوي، او دمجاهدینو په نوم دمجاهدینو حقوق غواړي، ځکه چی مجاهدینو ډیرې قربانۍ ورکړي.!!؟؟؟
او اوس همدا پښتانه دښکیلاګرو مقابل کې جنګیږي، او دي دسپیو بچو امریکایانو سره سازش کړې،
خو خیر، خداي به په دې وچ خوړ اوبه راولي.
زه یوه خبره کوم، دا اوس چې په کابل کې پښتانه یوه نیمه خبره په پښتو ژبه کوي، هغه ددغو پښتنو جنګیالیو او ازادۍ غوښتنکو د قربانیو او ټکانو په زور يي کوي،
که خداي مکړه دغه ټکان له مینځه لاړ، نو پوه شۍ، چې بیا به ددغو سپیو بی غیرتو پښې وي، او ځمونږ سرونه.
که اوسني جنګیالي کمزورۍ ولري، فرهنګیان، او نور هوښیار ملتپالان دې په هر قیمت کوښښ وکړي، چی هغوي سره لاس ورکړي، او نیمګړتیاوي يي ور په ګوته کړي، که دغه کار کامیاب شو، نو ان شاء الله پشتانه به یو وار بیا خپل پیمال شوي حقوق لاس ته راوړي،
او قسم مې دی دخداي په ذات وي، چی هیڅکله به ځمونږ سلب شوي حقوق، په بې غیرتۍ او مړ څټۍ لاس ته را نه شي.
ځکه ددغو فاشیانو څخه چی خپل حقه حقوق غواړي، نو رنګارنګ ټاپې در باندې لګوي، نو (دستمیانو په اصطلاح) باید اوغان غول په خپل کور کښيني، دپښتو په ځاي دې فارسي شروع کړي، او ددولت سره دهغوي څه کار، دولت خو ځمونږ دطاجیکو دې.
په پښتنې مینه: افغان پښتون.
پښتون زلمی
10.09.2007
مجاهدينو دملي خاين ياد غونډه ګډه وډه کړه
دا رښتياده چې هېڅ قوم جعلي اتلان نه مني او ا فغانان خو هېڅکله دومره بې واکه، بې ارادې نه وو او نه دي چې هرڅوک د ملي اتل په توګه ومني، هر څوک احمدشاه بابا کېدلى نه شي، دا ممکنه نده چې يو ملي خاين دې ملي اتل شي. که څوک وغواړي چې کاغذي زمريان جوړ کړي او بيا يي افغانانو ته ملي اتلان کړي نو له مسعود څخه دې درس واخلي. پدې هرڅوک خبر دى چې احمدشاه مسعود د روس، ايران او فرانسې او ګڼو نورو هېوادونو جاسوس وو او ډله ټپله يې اوس هم دې هېوادونو ته نوکري کوي، مسعود د افغان ولس دښمن دى چې کابل ښار يې لوټې لوټې کړ، له ٦٠٠٠٠ ډېر هېوادوال يې شهيدان، په سلګونو زرو نور يې ټپيان، بې کوره او مهاجر کړل. نوموړى هغه څوک دى چې نور مجاهدين به يې د تنظيمي جګړو په اورکې ښکېلول او روسانو او د هغوى نوکرانو ته به يې دا زمينه برابروله چې ځانونه منظم، اکمال او د مجاهدينو پر ضد جګړې ته چمتوکړي.
مسعود د سالنګ لار د مجاهدينو پر مخ تړلې او روسانو ته يې ساتله. شمالي ټلوالې چې اوس يې د امريکايانو د غلامۍ کړۍ پر غاړه اچولې او بې واکه او بې اختياره کرزى يې د يرغمل په توګه ساتلى هڅه کوي چې دا ملي خاين او د لسګونو استخباراتي شبکو دا جاسوس پر ولس د ملي اتل په توګه ومني، [color=white:c1f81e187c]خو ولس مجاهد دى، ويښ دى، هېڅکله ملي خاينان د ملي اتلانو په توګه نه مني او دا يې د همدې خاين په هغه ياد غونډه کې په اثبات ورسوله چې شمالي ټلوالې په کرزي او افغان حکومت تپلې او په زوره جوړه کړې وه، سره لدې چې د دې غونډې لپاره پوره امنيتي ترتيبات نيول شوي وو، په زرګونو پوليس او د ملي اردو عسکر د امنيت لپاره موظف وو، د مشرانو زرګونه ساتونکي موجود وو، ايساف، ناټو، آيتلاف، او امريکايي پوځونو شتون درلود، بي٥٢ او ... وو خو رښتونو افغان اتلانو وښوده چې دوى کاغذي زمريان نه مني، دوى په همداسې يوچاپيريال کې سرونه په لاس کې ونيول او په داسې حال کې يې په هم دې غونډه کې د دې ملي خاين هغه عکسونه په ډبرو وويشتل چې دوى يې پر عبادت بوخت و او حامد خان کرزي يې غونډې ته صفتونه کول.
افغانو مجاهدو ځوانانو د نارۀ تکبير او الله اکبر په ويلو د غونډې ستيج وويشت، کرزى وارخطا شو خپله وينا يې نيمګړې پرېښوده، له غونډې وتښتېد، د غونډې ګډون کوونکي هره خوا وتښتېدل، شور او زوږ جوړ شو. په ستيج ناستو کاغذي زمريانو اخوا ديخوا منډې کړې او د ((نفسي نفسي)) چېغې يې وهلې د افغانستان ملي راډيو تلويزيون چې دا هرڅه يې مخامخ خپرول خپلې خپرونې بندې کړې.
او په دې توګه رښتونو مجاهدينو وښوده چې چاته اجازه نه ورکوي چې د دوى د سپېڅلي جهاد له نوم څخه ناوړه ګټه واخلي او يا څوک د دې ملت دښمنان ملي اتلان کړي. [/color:c1f81e187c]
طارق احمدزی