د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا تاسی له داسې وحشي ځناورو دافغانستان دبیا رغاونې تمه لرۍ.

پښتون زلمی
09.09.2007

http://www.benawa.com/kandahar.php?id=14112

دوهـــــــــــم ويټـــــــــــــــــــــــنام (دډاکټر عبدالباري ژباړه )
د بينډ ګراينر ليکنه دډاکټر عبدالباري ژباړه

د د اګسټ په دوهمه نېټه د جرمني د ”دي څايت“ اونيزي خپروني په خپله ٣٢مه ګڼه کي په عراق کي د امريکا د متحده ايالاتو دپوځونو د يوه فراري سرتيري په هکله دا لاندي څو کرښي نشر کړي، او په عين وخت کي”دي څايت اُن لاين“ ددې کرښو پر خپرولو سربيره ، ددې پخواني سرتيري هغه کتاب معرفي او بحث ته وړاندي کړيدئ، چي دخپروني په نظر کيداي سي يوه ورځ په هاليوډ کي يوډير مهم مستند او تاريخي فلم پر جوړ سي.
د امريکايي پوځونو او استخباراتو د بيحده ظلمونوقربانيان يوازي عراقيان نه ، بلکه خپل سرتيري يې هم د ځان وژني تر پولي رسولي دي: د شپيګل اُن لاين خپرونه د اګسټ پر ١٦ نېټه دپنتاګون د يوه نشر سوي خبر په حواله ليکي چي: ” په ٢٠٠٦ کال ٩٩ امريکايي سرتيرو انتحار کړيدئ. اوس پر هر ١٠٠٠٠٠سرتيرو ١٧،٣ انتحاري پيښي هغه لوړه کچه ده چي د ٢٦ کلونو راهيسي يې سارئ نه ليدل کيږي.“ دغه خبر زياتوي چي ” په عراق او افغانستان کي دامريکايي سرتيرو د عسکري مکلفيت دمودې د اوږديدل او ددوي ځان وژنه مستقيم ارتباط سره لري.“ دا لاهم ويل سوی دي چي ”په دغو ځان وژنو کي د سرتيرو څخه د کورنيو جلاکيدل (طلاق)، مفلسي او عدلي کړکيچونه هم رول لري.“
عکسونه د شپيګل مجلې دتير کال د شپږمي مخصوصي ګڼې څخه اخيستل سوي دي.

[img:75b5150416]http://benawa.com/images/uploads/0001.jpg[/img:75b5150416]

د امريکايي پوځ يو فراري سرتيری چي ”Joshua Key “ نوميږي، په عراق کي د خپل عسکري مکلفيت د وختونو په هکله د سترګو ليدلی حال وايي:
دا چي د امريکامتحده ايالتونه اوس په عراق کي دخپل دوهم ويټنام سره مخامخ دي،نوې موضوع به نه وي، خو هغه څه چي دې فراري سرتيري يوشوا کاي د خپل مکلفيت په څه نا څه اوو مياشتو کي د سر په سترګو ليدلي دي، د امريکا پر غلطه ستراتيژي باندي په هغه ډيره لوړه کچه انتقادونو لاهم په ويلو او اورېدلو ارزي.
کله چي سړی دامريکايي قطعاتوپه کړو وړو او وضعيتونو خبر سي، بياددې پوښتني جواب ورته څرګنډيږي چي ولي دوي اوس د هغه دام څخه ځان نسي ايستلاي، چي پخپله يې و ځان ته ايښی دئ.

په عراق کي چي هرملکي او بيګناه سړی پر بدځاي او بد وخت برابر سي، نو دډيرو کرکجنو پيښو سره مخامخ کيداي سي: امريکايي ټوپکيان کورونه تر تلاښۍ وروسته چور او کنډوالې ځني جوړي کړي. عراقي نارينه د بېهوښۍ تر پولي وهل کيږي او پر ښځو يې (جنسي) تيری کيږي. هر هغه (عراقی) موټر چلونکئ چي ددوي

د تلاښۍ د ځايونوتر هغې سپيني ليکي يو متر لا ورواوړي، ځاي پر ځاي وژل کيږي.
ما ليدل چي پريوه کوچنی بارکښه موټر په لوي لاس يو ټانک تير سو، ځکه ديوه سرجينټ (وړوکي ظابط) ددې موټر پر سپرليو شکمن سوی وو اونورو امريکايي سرتيرو لا د خوشالۍ چغاري هم ورته وهلې. ما ليدل چي يوه اوه کلنه نجلۍيې هغه مهال پرسروويشتله چي يوه امريکايي سرتيري خپل خواړه ورکړي وه او دې په عوض کي د تناره يوه توده ډوډۍ د منني په توګه ورته راوړې وه. د څلورو کسانو سرونه د بد ګمانۍ په خاطر د مرميو په شليک د بدنونو څخه جلا کېدل اوامريکايي ټوپکيانو هم سمدلاسه فوټبال په کاوه، او دغسي ډيري نوري ...

سړی چي ددغه ډول ورځني ظلمونو او بې حده قتلونو په هکله خبري اوري ، نو بې اختياره پوښتنه ورته پيداسي چي په دې خبرو کي خوبه څه زياتئ نه کيږي؟ مګر يوشوا کاي چي ترتېښتي دمخه په عراق کي د امريکايي پوځونود زرهدار (شوبلي) په دريم کنډک کي د استحکام د ٤٣ ټولۍ يو پړکمشر وو، د نوروعيني شاهدانو نومونه اخلي، د مسؤلو مشرانو هويت څرګندوي او د هغو ځاينو او وختونو په هکله خبري کوي چي دغه فجايع به پکښې تر سره کيدل، او په بعضو کي يې دده لاس هم ښکيل وو، ځکه دی د خپلي کورني او خپل آينده ژوند په خاطر مجبور وو چي پوځ ته خپل صداقت وښيي، که نه يابه يې په کاناډاکي د پناه تمه کولاي او يابه يې د امريکا په زندان کي خپل پاته ژوند تيرولاي.

[img:75b5150416]http://benawa.com/images/uploads/0002.jpg[/img:75b5150416]

روښانه خبره ده، هغه کيسې چي يوشوا کاي يې ددوي د استکباري عملونوپه هکله کوي ، د ويټنام تجربې يې ټکئ په ټکئ تصديقوي.ديادولو وړ ده چي په امريکايي پوځ کي د ژوري کرکي او نفرت روحيه په منظمه توګه روزل کيږي، او د دې دپاره چي نوي سرتيري ( نوکيان) وجنګ ته وهڅول سي، مربيان يې په مغزو کي دغه خبري ورتلقينوي چي : ټوله عراقيان مسلمانان دي او ټوله مسلمانان هم ترهګر دي.دوي د يوه مخه ټګان ، لوچګان، حبيبان، د ريګو زنګيان (حبشيان) او حاجيان دي. هو،يوازي دغه دلايل خو ددې سبب نسي کيدلاي چي امريکايي عسکر دي د ملکي خلګو په ربړولو، شکنجواو وژلو لاس پوري کړي.

[img:75b5150416]http://benawa.com/images/uploads/0003.jpg[/img:75b5150416]

ددوي څخه چي کله يو د جګړې سيمي ته وليږل سي، نو هلته دکوم مشخص دښمن سره نه مخامخ کيږي، خو دی په دې ښه پوهيږي چي هرګړئ کيداي سي د يوه پټ مورچل څخه بريد پر وسي او يا کوم بم ورته ايښودل سوی وي؛ نوبله پر ودريږي، د بيګناه انسانانو په غچ اخيستلو خپل زړه سړوي او په دې ډول خپله فلجونکې بېره د ځانه ليري کوي. دوي هلته په دې ډول خپل هغه زور او قدرت ښکاره کوي ، چي بل ځاي يې امکان نه ويني، دوي وايي:” څوک زموږ ومخ ته دريدلاي سي؟ موږ د امريکا د متحدو ايالاتو پوځ يو، او هر څه چي مو زړه وغواړي، هغه کوو.“

د کاي خبري چي د خپلو مشرانو د کړو وړو په هکله يې کوي، سړي ته هغه د ويټنام د وختونو فلاکت ورپه يادوي او هغه مشهوره خبره را پورته کوي چي ويل کيدل به: “leadership breakdown” (رهبري د کاره لويدلې ده). دلته مقصد د هغو بې کفايته افسرانو څخه دئ، چي خپل اصلي مخالفين په لاس نه ورځي اوپر ځاي يې هغه کسان ربړوي چي نور ددوي د زور او ظلم تاب نسي راوړلاي.
[img:75b5150416]http://benawa.com/images/uploads/0003.jpg[/img:75b5150416]

اوس دا بيا ثابته سويده، چي د امريکې اردو په دې لعنت ککړه ده، چي خپلي پخوانۍ تيروتني بيا هم تکراروي. دا نو يا ددوي بې پروايي ده، او يا داچي مسؤلين يې د تکبر بلا (Hybris)نيولي دي، او د ١٩٧٠يمو کلونو راهيسي پر خپلو تيروتنو اعتراف نه کوي. نن ورځ ددوي قربانيان په اول قدم کي عراقيان دي . يوشوا کاي زياتوي چي، موږ د عراق وخلګو ته يوسوغات ورکړيدئ،هغه هم دغه پوخ دليل دئ، چي دوي بايد زموږ څخه پښت پرپښت کرکه او نفرت وکړي او حتا موږ ووژني.

[img:75b5150416]http://benawa.com/images/uploads/0005.jpg[/img:75b5150416]


pattang
09.09.2007

افغان پښتونه فعال اوسې انرژي او کلکه عقيده له لويه خدايه درته غواړم!
داخو د ځينوبېغيرته افغانانولپاره دشرم ځای دی خو دامريکايانو او دلاسپوڅي رژيم مزدوران او مړ څټې کله شرم لري، امريکايان په افغانستان کې
هم دغسې بنديخانې لري او د کرزي سپي په دالرو غلطه وي ،ننګ او ناموس ئي ترې اخيستی دي٠
ژوندي د وي پښتانه جنګيالي ، کوم چې دهېواد دازادۍ لپاره خپل ځانونه قربانوي
لانت دخدای دې وي په ظالمانو او لاسپوڅيو٠بندې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more