نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ژوندراز په اړه د حامد صیب سره بنډار
05.09.2007
حامد صیب ته سلام او درناوی!
جالبې لیکنه مو راخیستې، خو دابیلابیل اندګورونه او نظرونه هم راننګوي، له دې کبله به بده نه وي چې په اړه یې پخبله له تاسو سره خواله وکړو .
تاسو لیکلي :
[quote:eedd9f6777]ددي دا معني داده چي دحال په زمانه كي مبصرين يا شنونكي د تاريخ په اړه يو نظر وړاندي كړي خو چي كله دا حال اينده يا مستقبل وګرځي نو معلومه شي چي هغه تبصره يا شننه بيخي غلطه وه [/quote:eedd9f6777]
حال لا تیر وخت او شننه یې لا تاریخ نه ګڼل کیږي .په مستقبل کې اوسنی حال تاریخ او شننه یې یې هم تاریخ دی. یعنې تاریخ د تیر وخت دقیق انځور ته وایي نه د حال څېړنې ته . داچې مستقبل د تیر حال نتیجه او یوه ایینه ده، یا حال د تیروخت سره تړاو لري، نوځکه تیر وخت (تاریخ) د خپل تړاو،ایینې او نتیجې له مخې ښه ارزول کیدای شي .
[color=white:eedd9f6777]تاریخ په ګډ تړاو د شامله پیښو هغې محصلې ته ورته دی چې پر یوه جسم باندې بیلابیلې واردې شوې قوې یې په یوه موازی الاضلاع کې د وتر په بڼه کاږي .[/color:eedd9f6777] داچې د قواو د ورود او تورید په وخت (حال) کې لا د وتر (محصلې ) خط سیر او پای نه وي مالوم شوی ، نو د حال دغه ابهام په غیر علمي
اند تږګو کې د هر بل لوی ابهام پشان مذهبي اډانی ته منسوبیږي او په راتلونکې کې یې اړسټ (علت) په نوموړې اندتوګه کې د الهي رحمت یا غضب په توګه انګیرل کیږي .
زما په اند د الله تعالی قدرت باید د تاریخي بیښو په ابهام کې ونه لټول شئ، بلکې
د انسان د خلقت په اعجاز کې ولټول شي چې انسانان د بیلابیلو علایقو او متضادو قواو د تعامل په نتیجه کې داسې پیښې سرته رسولي او رسوي یې چې پخپله یې تصور او هډو پیشبیني هم نشوه کولای .
[quote:eedd9f6777] په موجوده زمانه كي چي په كال 1945 م كي امريكائي الوتكي دجاپان په لوري والوتلي او ايټمي بمونه يي له ځانه سره اخيستي وو نو امريكايانو ګومان كاوه چي له جاپان نه به يوه د ايرو غونډۍ جوړه كړي او دتل له پاره به يي ختم كړي خو له هغي پيښي 40 كاله وروسته نړۍ وليدل چي جاپان په ګرده نړۍ كي دتر ټولو لوي صنعتي هيواد په صورت كي شتون لري . [/quote:eedd9f6777]
مهمان صیب ښه وایي چې د امریکا موخه د جاپان نابودي نه، بلکې تسلیمي وه. او څنګه یې چې له جرمني سره مرستې وکړې دغسې جاپان هم د امریکا له مرستو پرته
بیرته په پښو نه دی دریدلی . آن داچې د جاپان ولسواکي هم د جرمني په څېر تر ډیره د امریکایانو له خوا تحمیل شوې ده ، چې یوه لویه انګیزه یې د کمونیزم سره په نړیواله مقابله کې دلته او هلته پانګوال نظام ته وده ورکول و .
سر بیره پر دې د ټولنې دتاریخي فورماسیونونو قانونمندانه وجود له طایفوي قبیلوي او قومي ټولنې نیولې تر برده دارۍ، فیوډالي اوپانګوالې ټولنې پورې
ثٍابتوي چې تاریخ د ابهاماتړ اړ تصادفاتو محصول نه دی نو که دې ټولو ته وګورو او تاریخي شننې په پام کې ونیسو [color=yellow:eedd9f6777]دا نتیجه په لاس راځي چې د تاریخ جوړونکی بیا هم انسان پخپله دی او بس!
په درنښت[/color:eedd9f6777]
رښتینی
05.09.2007
ځواكمن صيب سلام او نيكي هيلي
له تاسو نه ډيره مننه چي زما ژباړي ته مو دلوستلو ارزښت وركړي او اوس مو دبانډار له پاره بحث هم راته پرانست داستاسو شفقت بولم ښاد اوبريالي اوسي
محترمه تاسو ته به مالومه وي چي نوموړي ليكنه زما نه بلكي داد يوه هندي ليكوال ليكنه ده او ما پښتو ته راژباړلي ده او ناويلي دي نه وي پاتي چي دا كتاب ما پوره نه ده راخيستي بلكي ځيني ځايونه مي پري ايښي هم دي ځكه چي هغو ليكنو خو به يا زمونږ له ټولنيز حالت سره بيخي سمون نه لاره او يا به يي زماپه اند دومره ګټه نلرله او يا به يي هم د استدلال كمزوري لرله
نو ګواكي ما د هغه هندي ليكوال دكتاب غور چاڼ را خيستس دي
او كه تاسو فكر كړي وي ډيري ليكني يي له مونږ سره زموږ په روانو ستونزو كي ډيره ښه مرسته كولي شي ځكه په دي ليكنو كي زما په اند د نهيلو او نا اميده انسانانو له پاره د حوصلي دزياتولي او همت كولو ډير په زړه پوري خبري او ډاډيني پرتي دي البته زما په اند
او ستاسو دنيوكو برخه زه بيځوابه پريږدم په دي هيله چي كه بل كوم ورور دا ليكني لوستي وي شايد هغه را مخته شي او څه وليكي که هغه ځواب وي او كه ستاسو تائيد
خو ځواكم صيب يوه پوښتنه لرم هغه دا چي تاسو په ټوليزه توګه
زما دژباړي له پاره دا ليكني ټاكل يا انتخابول څنګه ارزيابي كوي ؟
او په ټوليزه توګه د ليكنو منځپانګه مناسب بولي او كه نه ؟
[color=yellow:572ba0367d]اويوه نرۍ ګيله هم لرم چي هم مي زوروي او هم مي بي حوصلي كوي
چي هغه به بيا پټه تاته په غوږ (شخصي پيغام ) كي وايم [/color:572ba0367d]
په مينه