د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يا به خپله ککرۍ خوري ، يابه کامران کيږي !!!


ع کريم حليمي
05.09.2007

درنو مکرمو وړونو او خويندو 
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
نن چه کوم اړدوړ، سیاسي بحران  روان دی ، يوه چاره ئې پکار ده که  خارجي 
ځواکونه سياسي عقبنشیني ؤ نکړي جنګ د لالي په ګټه تماميږي ، اوکه څه دغه خوار وخسته  لالی ښه سازنده هم نه دی 

 د دغه مځکي خلګ  اړدوړ ،سیاسي بحران او دجنګ  میراث خوره دي او
 مجرب خلګ دي ،  او امريکا په جنګ کښي جنداني مجرب خلک نه دي 
هو ، له پنځه دېرش زره فټه لوړي څخه په جنګ ډېر مجرب دي 
يعني جنګ ګټلی سي ، او بالا حصارونه به ونيسي  په ښارونو کښي به صلحنامې او قوانين وليکي ، اما اطراف به هيڅ وخت تر لاس 
لاندي نه کړي  ولي چه په زور کلي نه کيږي ، (رغوني په زور نه کيږي )
او د زړونو رغوني خو په زور سره هيڅ ممکنه نه ده او بلخصوص د پښتانه
سره بياپه زور ګوتي وهل ، او بيا  د ده په وطن کښي ، دا يو سياسي کفر 
کول دي ، د امريکا دغه چل نه زده چه له پښتانه سره څرنګه ګوزاره وکړي 
او که په دې اړدوړ کښي ګوزاره هم زده کړي ، ګټه نه لري !!

جنګ دوه طرفه لري ، چه په يوه لاس کښي توپک او په راسته لاس سره 
سياسي شرايط انډول  او برابر کړي ،په افغانستان کښي  دغه دسياسي دروازې 
خلاصولو ته لار نده خلاصه  ، يو خو امريکا په لوی لاس تړلې ده ، اوبل زموږ 
سياست وال هم نه غواړي چه خلاصه ئې کړي !! (تاسو پوهېږی چه ولي )

دغه درګاه د طالب ګل د کور دروازه ده !! 
دلته د دروازې تر شا يو طالبان  دي ، او يوڅه ئې متحدين دي  
پر متحدينو به ئې د اوس له پاره څه نه ليکو ، ولی چه طالبي حرکت مهم  دي
په اول قدم کښي ٠ 

طالب ګل په کور کښي کلابند دي ، کلا بند ته دوې لاري دي يو مرک او زندان 
يا جنګ  دريمه لاره نسته ، دريمه لار سته چه تر مرګ هم سخته ده چه ځانونه تسلم کړي او چه تسلم سي ، نو بيا هم پرطالب ګل ارامي او کراري 
حرامه ده ، خامخابه د بګرام ليدنه کوي ، او سکنجې به ويني ، په دې چه 
تسلم سوی دی او د خپلو کړو جوابونه به وايي ، او د القايدې دينه اوپودينه 
به بيانوي ، په داسي حال کښي چه اصلي مجرمين به غوړ پر ګرځي 
(هغه خلګ چه لاسونه ئې ترڅنګلوپوري د ملت په وينو سره دي )

نو په داسي شرائطو کښي طالب ګل جنګ ته بهتري ورکړې چه يا مړ ياموړ 
جګ پر غوايي سپور ٠ 

که امريکا په خپل سياست کښي عقبنشیني ،اصلاحات رانه ولي ، طالب ګل 
خو که ګټه نه کوي ، نو تاوان هم نه کوي ، په هرصورت تاوان د افغان حکومت 
او امريکاته دريږي ٠ 

که  پښتانه د توپک په زور ارامه وۍ ٠ لويه خطا ده 
او که لار ورسره يوسی ، هم به ستاسو سي، او هم د دوی سي ، 
او هم به د القايدې مخه تر يو وخته ونيول سي ٠ 

طالب ګله  يوازي چه سې هم سازنده نه ئې ، لار يوسه ، هم به ته ارام سې 
هم ملت ، او سورخ رويي دي پر بالا 
فکر کوم د لاري وړلو په مطلب به تاسو ښه پوهيږی 



08.09.2007

محترم او مکرم استاد حلیمي صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته .
[quote:cc8322808c]طالب ګله يوازي چه سې هم سازنده نه ئې ، لار يوسه ، هم به ته ارام سې هم ملت ، او سورخ رويي دي پر بالا فکر کوم د لاري وړلو په مطلب به تاسو ښه پوهيږی [/quote:cc8322808c]
که د لارې وړلو په مطلب دوی ښه پوهیږي او ویې ومني نو بیا دوی یواځې نه پاتې کیږي او ولس ورسره دریږي او په سوله ایزه لار یې ملاتړ کوي . په دې شرط چې ولس ته غوږ کیږدي، سترګې وغړوي او د ولس ستونزې درک کاندي او د حل له پاره یې مټې راونغاړي، په لږه موده کې به ډیرې بریاوې تر لاسه کړي باید دخلکو د غوښتنو سره سم یوه داسې سیاسي طرحه وړاندې کړي چې په ولس کې یې ملاتړ وشي والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more