اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د رشت القابو ، تهمتونو او ګمانونو څخه کار مه اخله او بلخصوص مبلغه !!!
ع کريم حليمي
02.09.2007
مکرمو او محترمو لوستونکو او طالب صاحب
اسلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
فاسق , فاجِر , خلِيع او زشت ، ناخوښه ،دطعنو الفاظو
استعمال په قران سره ثابطه ده چه : ګناه ده ،
بسمه تعالی : يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِّنَ الظنِّ إِنَّ بَعْض الظنِّ إِثْمٌ وَ لا تجَسسوا وَ لا يَغْتَب بَّعْضكُم بَعْضاً أَ يحِب أَحَدُكمْ أَن يَأْكلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ(12)
داسي الفاظ چه څوک استعالوي او کار ترې اخلي هغه ګناه کاره دی ،
او په تېره بيا يو مبلغ سړی ، مثال له ممنوعاتو څخه ندی ، متل ئې کړی چه
په طالب يو ځي په ملا غبرګ يعني د پوه سړي د ګناه بار دروند وي تر ناپوه
سړي ٠
هغه ورځ ډېر نيزدې ده چه الله ﷻ به قاضي وي او زموږ خوږ نبي محمد ﷺ
به شفاعت ګر وي ، نو په هغه ورځ دي بيا تر ګرېوان نيسم ، او الله ﷻ
ته به عرض وکړم چه ماته ئې داسي ويلي وه چه [quote:b5cf8770c9]،حلیمی (صلیبی تنخوا خور)[/quote:b5cf8770c9]
او ګمان ئې د بدو راباندي کړی ؤ ، ياالله ﷻ يا العزيز الحکيم تاسو ته
معلومه ده او وه
چه ستاسو حقير او فقير بنده د تنخوا خورو څه نه ؤ ،
نن چه د حساب ورځ ده ، زه له طالب څه خپل حق غواړم ؟؟ او زه ئې نه بخښم
إِنَّ اللَّهَ سرِيعُ الْحِسابِ ٠٠٠٠ / انک لا تخلف الميعاد
هو داخبره سمه ده
talib
02.09.2007
حلیمی صاحب
خبره داده چی کوم ځای به چادجهاد یادونه کړی وی تاسو به مخالفت کړی وو او دسیاسی مقابلي غوښتنه به دی کوله ؟
ددی خبری لپاره صلیبیانو دیر کارکړی او په هر یوه هیواد کی په سلګونو کارکونکی یی اکثر علمان وی چی مثال نن په ټول هیواد تش په نامه علماوو شورای ګانی دی PRT له خوا ورته ښه ډبل معاشونه ورکول کیږی.
دوهمه خبره:داده چی تاسو اوس هم په ګران هیواد دصلیبی یهودی تیری یو سیاسی تیری بو لی ځکه چی دطالبانو حکومت یی راپرځولی حال دا چی بوش ملعون یی دصلیبی جنګ یوه برخه بولی او تاسو په سیاسی مبارزه ټینګار کوی او دګولی ځواب ته په جاراوجور دجواب غوښتنه لری چی داخپله دصلیبیانو لخوا داخیستل شویوو ملایانو خبره او دصلیبیانو هدف دی تاسو یی په عربی هیوادونو کی مثالونه وینی ؟؟؟
کفار په حقه او مجاهدین ناحقه ګڼی؟؟؟؟؟
اوس دیرمصروف یم او پاتی خبری به ورسته درته ولیکم.
د بحث فورم اخو ژوری خبری به دایمیل له لاری درته ولیږم.
ع کريم حليمي
02.09.2007
درنو او مکرمو لوستونکو او درند واعظ صاحب
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
واعظ سړي ته د اخلاقو معلم هم ويل کېدای سي !
مکرم هوتک صاحب يو زموږ ورورته ليکلي وه چه :
( اوپه اوس مهال کي دپيغمبرانوراتګ موقوف دی،ځکه نودهغوي داصلاح لپاره دپیغمبرانوپرځای ملایان ګومارل شوي دي.اوکه ته مسلمان يې نودابه حتمادرته مالومه وي چي علمادانبیاوو وارثان دي )
نو اصلا د ملايانو څخه مطلب يعني واعظين او علما دي
نو د اخلاقو د معلم او واغظ يو شرط دادی چه د هغه په تعليم او وعظ کښي دي
يو داسي تاثير وي ، چه هغه نور هم د خپل فيض د برکت څخه بهره مند کړای سي
يا په بل عبارت هغه پخپله هم ښه اخلاق ،او صفا او يو څه کامل وي ٠
او نور ناقص خلک کامل کړي
اې واغظينو !
تاسو يو وار د اخلاقو د ټولو معلمانو فهرست ته ځير سی او په غور سره ئې
وګوری نو به درته معلومه سي چه په ټولو کښي د کومو معلمانو پاک او صفا
اخلاق وه ، هغوی د پخوا مسلمانان او واغظين وه ، نه د نن ورځي هر واغظ
نن ورځ ملت پر سره تبخي ولاړ دي او سوځي ، او شونډان ئې ګنډلي دي
ولي ؟ که د طالب د جنيالو مخالفت وکړي ، نو سر ئې پرې کيږي ، ولي ؟
خو جاسوس دی ، او که د خارجي قواوو خالفت وکړي ، نو بيا طالب دی
نو هغه متل دي چه کومي خواته به زور کړې او يا د سوړسک قصه ده
او کل اختياره نو د طالبان دي او يا خارجي قوا هرڅه چه وايي حق لري ٠
ولي چه دواړه توپک لري
امريکا وايې چه :راغلي يو چه القايده له منځه وړو ، او طالب ګل وايي نه
امريکا دروغ وايي اسلام له منځه وړي
او طالب وايي زه جنګېږم د اسلام دين ساتم ، او امريکا وايي نه طالب نسته
دا ټوله د القايدې لاس دی ٠
اوس نو لګه وملت ته جوړه ده ! او بلخصوص و پښتانه ته !
اوس نو که طالب ته ووايي چه وروره دا جهاد نه دی سه سياسي جنک اخته ئې !
نو طالب په خشمېدو سي چه نه ، زه جهاد کوم (ملت ته داسي وايي )
او په عيني وخت کي بيا جهان ته داسي وايي چه :
(روانه مبارزه د آزادى دګټلو لپاره ده ) 1
اې طالبه کوردي خراب مه سه ، د آزادى له پاره جنګ ته جهاد کله رواوو ؟؟
او که بند وويل چه اې طالبه په سياسي جنګ اخته يې ! نو طالب دوې
پښي په يوه مچڼه ننه باسي چه نه ته ، تخواخوره ئې
امريکا وايي چه د آزادي ڼړي ساتنه کوم او خپلي منافع ساتم
او طالب لالا ماښام په اوو بسترو کي پرېوزي ، چه ټک سي دوه ګزه د مځکي
و غورځي
او د جهان خلکو ته وائې چه :
(بايد دهغه چا مخه ونيسې چې سيمه كې د سياسى او اقتصادي جال په پراخلو بوخت دي او غواړى خپل نفوذ ته وده وركړى )2
ملت ته د جهاد نارې وهي ، او جهان ته وايي نارې وهي چه سياسي او اقتصادي
مبارزه اخته يو !
او طالب ګل داسي نارې هم وهي چه
(مونږ نه تروريستان يو او نه نورو هيوادونوكې مداخله كوو)3
او بيا ليکي چه :
(طالبان تروريستان ندى بلكه دخپلو اسلامي او ملى هيوادونو ګټو پسي ګرځې او ورته مبارزه كوى )
يا الله ﷻ داڅه اورم اوڅه شي لولم ، په ګورم کي غوا نه لري او د دخپلو اسلامي او ملى هيوادونو ګټو پسي ګرځي ، يا العجب
دا په کوم کتاب روا ده ،چه د خپلو ګټو لپاره قتل او قتال ؟؟؟؟
خو که يو بل افغان بېله طالبه داسي وايي چه طالب خپلي سياسي او اقتصادي
کټي ساتي ، نو دي د تنخواخوره ټاپو ته خپله القايده ټنګه نيسي
ياره واعظه ريشتيا چه عادل وطنمل يي !!!!
دا د درو مياشتو ناوياني او ناوکيو ته چه د کونډيانو تکري ور پر سر کوې
ملى هيوادونو ګټو پسي ګرځې ؟؟؟ ايا دا د ځواني کونډي له آه څه نه بېرېږې
چه وبه دي سوځي ، ايا د هغي ځواني مور له تاوده آه څخه نه وهمېږې ؟
سترګي پټي که او داسي تصور وکه
چه يوه ځوانه پښتنه چه ځان ئې سنګار کړی وي او په هوس هوس خېرامانه
خېرامانه په د کور په څلورو ديوالو کي ګرځي چه اوس به جان اغا راسي
او ناببره د دروازې ټک سي او د جان اغا مړ جسد ورته راوړي
د دغي ځواني له آه څه هم نه ډارېږې نه شرمېږې ، هو ! الله ﷻ خو دا د ځواني
کونډکۍ آه اوري ، مه کوه په وه به سوځل سي ، که نن نه وي ، سبا چه دي
٦ پټه تر مځکي لاندي ښخ کړي ، بيا په سوځي (يَتَعَوَّذُ مِنْ عَذَابِ النَّارِ وَعَذَابِ الْقَبْرِ )
او په بل راوايت کښي راغلي ،زموږ خواږه نبي ﷺ فرمايلي چه :
" إِنَّ مِنْ أَشَدِّ أَهْلِ النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَذَابًا الْمُصَوِّرُونَ "
اې واعظ وروره !
د خپلي ګټي له پاره جنګېدل لکه د بت له پاره چه سړي جنګيږي ، داسي نه ده ؟
أَعُوذُ بِاَللَّهِ مِنْ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ
1 افغانستان د نړی په مطبوعاتو کی
2 افغانستان د نړی په مطبوعاتو کی
3 افغانستان د نړی په مطبوعاتو کی