نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکاپوځ :له اورپکوسره دې خبرې وشي
pattang
01.09.2007
امريکاپوځ:له اورپکوسره دې خبرې وشي
حنان حبيبزى
له کابله
جنرال رابرټ کان هڅه کوله چې پوځ هم هير نکړي اود پوهاوي له دريځ سره هم يوه خوله شي چې ډيرى خلک يې په افغانستان کې د روانې جگړې او تاوتريخوالي د اواري لار بولي .
يو لوړپوړي امريکايي پوځي جنرال په افغانستان کې ويلي دي چې د طالبانو په وړاندې پوځي خوزښت د اواري لار نه ده .
په افغانستان کې د امنيت د انتقال د گډې ادارې مشر جنرال رابرټ ډبليو کان وويل تاوتريخوالى بايد د سياسي خبرو اترو له لارې حل شي .
ده دغه خبرې له هغې يوه ورځ وروسته کولې چې په هيواد کې ميشتو امريکايي ځواکونو وويل دکندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په يوه سخته جگړه کې ښکيل دي . .
ده د سياسي خبرو اترو د بهير پيلول د افغان حکومت کار وباله خو د افغانستان د پوځ رغاونه يې د افغانانو ددفاع لپاره اړينه وبلله .
جنرال کان د افغانستان د پو ځ او پوليسو د رغاونې پر روان بهير غږيده .
خو د خبريالانو د پوښتنو پر مهال له دې نظر سره همغاړى شو چې په افغانستان کې بايد روان تاوتريخوالى د سياسي هلو ځلو له لارې اوار شي .
دده اشاره هغو طالبانو ته وه چې په ځانگړي ډول د هيواد په سوېل او سوېل ختيځ کې د افغان دولت او نړيوالو ځواکونو په وړاندې جنگيږي .
جنرال رابرټ ډبليو کان ددغې پوښتنې په غبرگون کې چې طالبان د جگړې له لارې له منځه تلى شي ،د تمې خلاف ځواب ور کړ چې تر اوسه په افغانستان کې له يو امريکايي جنرال څخه نه وو اوريدل شوى .
http://www.bbc.co.uk/worldservice/images/2007/08/20070830095814cone203152.jpg
ده دغه خبرې له هغې يوه ورځ وروسته کولې چې په هيواد کې ميشتو امريکايي ځواکونو وويل دکندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په يوه سخته جگړه کې ښکيل دي
http://www.bbc.co.uk/worldservice/images/2007/08/20070830102943060923_afghan-violence.jpg
دې لوړ پوړي امريکايي جنرال وويل ،طالبان د مخامخ جگړو په ترڅ کې له منځه تلى شي خو د سيمې چاپيريال ته په پام سره بل کال بيا راښکاره کيږي .
(( دا ډيره سخته ده .کيدى شي چې ووايو چې هغوى ته د يوې مخامخ جگړې له لارې شکست ورکول کيدى شي او د يوه کال لپاره ددوى موخې له منځه تللى شي .
خو ددې سيمې پيچلي چاپيريال ته په پام سره بل کال بيا راځي .ځکه خو زه په دې باور يم چې په اوږده مهال کې پوځي عمليات د حل لار نه ده .
په دې کې شک نشته چې پوځي عمليات د وروستي اواري لپاره خپلې اغيزې لري خو په رښتيا چې ډير ياغيتوب د سياسي خبرو له لارې اواريږي .))
جنرال رابرټ کان هڅه کوله چې پوځ هم هير نکړي اود پوهاوي له دريځ سره هم يوه خوله شي چې ډيرى خلک يې په افغانستان کې د روانې جگړې او تاوتريخوالي د اواري لار بولي .
ددغه امريکايي جنرال وروستۍ وينا هغه هڅې پياوړې کوي چې له طالبانو سره يې د خبرو اترو لپاره هيله کيږي .
په دې وروستيو کې يو شمير سياسي کړيو دا خبره راپورته کړه چې له طالبانو سره بايد له شرط پرته د سولې خبرې اترې پيل شي .
په دې کې شک نشته چې پوځي عمليات د وروستي اواري لپاره خپلې اغيزې لري خو په رښتيا چې ډير ياغيتوب د سياسي خبرو له لارې اواريږي
جنرال رابرټ ډبليو کان
په افغانستان کې د ناټو يو وياند سم لاسي وروسته وويل چې دوى به د هر هغه گام ملاتړ وکړي چې افغان دولت يې د سولې لپاره پورته کوي .
د سولې د خبرو اترو په اړه ددې امريکايي پوځي چارواکي دريځ غوڅ او ښکاره وو چې دادافغان دولت دنده ده چې د خبرو اترو له لارې مساله اواره کړي .
جنرال رابرټ ډبليو کان د هغو ځواکونو مشري په غاړه لري چې په افغانستان کې د انتقالي امنيت دگډې ادارې په نامه ياديږي .
دوى خپل ډير وخت په افغانستان کې د ملي پوځ او پوليسو د روزنې په برخه کې تيروي.
داود فايز
03.09.2007
سلامونه او نيكي هيلي
امريكايان كه رشتيا هم غواړي چي په أفغانستان كي صلح او ارامي راشي
نو اسانه د حل لاره يي دا ده
چي د ملك نه د وتلو لاره خپله كړي او چمتو والي دي وښيي
او په مقابل كي د طالبان ټول غير أفغاني عناصرو ته ځاي نه وركوي او ويي د باسي
او افغاني حكومت او طالبان دي سره كښيني او د حل لاري د وپلټوي
نن اصل مشكل په أفغانستان كي د طالبانو لپاره خارجي قوتونه او د حكومت لپاره د طالبانو خارجي همكاران دي چي په أفغانستان كي د طالبانو سره اوږه په اوږه د حكومت او امريكايانو په مقابل كي جنګيږي.
لكن څوك به وي چي مونږ ته غوږ ونيسي او خبري مو واوري
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
فايز
03.09.2007
فایز صیب خبرې موښې دي خو بی خو نه دي ، ځکه یې څوک نهاوري :
[quote:ba134fc996]نن اصل مشكل په أفغانستان كي د طالبانو لپاره خارجي قوتونه او د حكومت لپاره د طالبانو خارجي همكاران دي [/quote:ba134fc996]
د حکومت له پاره القاعده نه ، بلکې د طالبانو جګړه ماري یومشکل دی و د طالبانو له پاره بهرنی ځواکونه !
طالبان باید جګړه بس کړي او دولت باید په حکومت کې ځای ورکړي . ددې لومړۍ نتیجه او پایله ، او نه شرط ، به د بهرنیو ځواکونو وتل وي .
کله چې طالبان په حکومت کې څوکۍ واخیستې نو بیا به د امریکایانو پر ځای پخپله د القاعدې پر ضد جنګیږی .
خبره داده چې طالبان ولې دغې سوله ییزې لارې ته تن نه ږدي ؟
ځکه چې بیا د پاکستان لاس زمونږ له هیواد څخه لنډیږی، القاعده هم دلته نور ختمیږی او د اروپایي او امریکایی پوځونو دنده هم پای ته رسیږي . حکومت به منتخب حکومت وی ، نو طالبان به د انتخاباتو په بهیر کې ځانونه ، خپل زور او ځواک په رښتیا سره وپیژني او لاپې شاپې به یې هم پای ته ورسیږي .
pattang
03.09.2007
که طالب ځان ابدي بد نامه وي نو دجنګي جنايتکارانو او قاتلا نو څنګ ته به
کشېني٠ دغه دولت بايد لرې او محاکمه شي ، دانسان زامن بايدپه کار کشېني .
په چټل ځای کې لمونځ ندی روا٠ که زما پلار هم وي بايد محاکمه شي ٠
دلته دې ميليتونو محاکمه نده ، بلکې دهغو قاتلانو محاکمه ده چې د خپل قوم په
نوم يې خپل قوم او نور قومونه ډېر ډېر تاواني کړي دي٠
نو بيا به څه وسي ? پښتانه به همداسي کلتور ي تور سوټي وي ، طالب ګل به
فاړسو زدکوي ، نه نه دکور تعمير چې کوږ بنسټ و لري با يد ړنګ او په يوه پاخه
سنجول شوي بنسټ دغه تعمير بير ته اباد شي٠
بنسټ[quote:0b9e9fba0e="ځواکمن"]فایز صیب خبرې موښې دي خو بی خو نه دي ، ځکه یې څوک نهاوري :
[quote:0b9e9fba0e]نن اصل مشكل په أفغانستان كي د طالبانو لپاره خارجي قوتونه او د حكومت لپاره د طالبانو خارجي همكاران دي [/quote:0b9e9fba0e]
د حکومت له پاره القاعده نه ، بلکې د طالبانو جګړه ماري یومشکل دی و د طالبانو له پاره بهرنی ځواکونه !
طالبان باید جګړه بس کړي او دولت باید په حکومت کې ځای ورکړي . ددې لومړۍ نتیجه او پایله ، او نه شرط ، به د بهرنیو ځواکونو وتل وي .
کله چې طالبان په حکومت کې څوکۍ واخیستې نو بیا به د امریکایانو پر ځای پخپله د القاعدې پر ضد جنګیږی .
خبره داده چې طالبان ولې دغې سوله ییزې لارې ته تن نه ږدي ؟
ځکه چې بیا د پاکستان لاس زمونږ له هیواد څخه لنډیږی، القاعده هم دلته نور ختمیږی او د اروپایي او امریکایی پوځونو دنده هم پای ته رسیږي . حکومت به منتخب حکومت وی ، نو طالبان به د انتخاباتو په بهیر کې ځانونه ، خپل زور او ځواک په رښتیا سره وپیژني او لاپې شاپې به یې هم پای ته ورسیږي .[/quote:0b9e9fba0e]
داود فايز
04.09.2007
محترمو لوستونكو شي چاري
كله چي عبد المطلب د أبرهي مخي ته ورغي هغه ورنه د خپلو اوښانو دبيرته خوشي كولو غوښتنه ورنه وكړه ، نو أبرهه تعجب وكا او عبد المطلب ته يي وويل چي عجب سړي يي زه د كعبي ورانولو ته راغلي يم او ته زما نه خپل سل اوښان غواړي عبد المطلب په ځواب كي ورته وويل : أما الإبل فلي وأما الكعبة فلها رب يحميه )) اوښان زما دي او د كعبي خپل پروردګار شته او ساتي يي .
نو مطلب مي دا دي راځي چي د خپل وطن ته د صلحي او ارامي لپاره هلي ځلي وكو او الله تعالى د اسلام ددين د ساتلو ضمانت كړي او خامخا به يي ساتي مګر د أفغانستان د ساتلو ضمانت يي نه دي كړي او دا زمونږ وجيبه ده چي د حل لاره ورته وپلټو.
نه أمريكايان دي أفغانستان د سوكالي او ابادي لپاره راغلي او نه دومره پر ګران يو چي خپل بچي زمونږ په مخكي د مرګ خولي ته وركوي. هغه خپل مرامونه او هدفونه مخكي بيايي. چي ددي د وضاحت لپاره ډيرو بحثونو ته ضرورت دي.
أو القاعدة خو كوم خاص هدف نلري صرف يوازني هدف يي د أمريكااو غربي نړي سره جګړه كول دي او أفغانستان ددي جګړي لپاره يو ډير ښه ډګر بولي او دي القاعدة چي په سر كي يي اسامة بن لادن دي له ډيري مودي دي الله نه دا غوښتل چي امريكايان افغانستان ته راشي تر څو وكولي شي چي ورسره وجنګيدلي شي چي همداسي وشول .
القاعدة كه د أفغانستان خير غوښتي نو دوي ددي په ځاي چي په أمريكا حملة وكړي او د هغي لپاره په مليونون ډالر خرڅ كړي كولي يي شوي چي د أفغانستان د اسلامي أمارت سره يي د دوي د پښو په ټينګولو كي ډيري مرستي كړي وي او يو ځل چي اسلامي أمارت په پښو دريدلي وي بيا يي كولي شوي چي په نړي كي له مظلومو ولسونو سره ډيره همكاري او مرستي وكي
مګر دوي داسي ونه كړل ځكه دوي په دي ډاريدل كه چيري طالبان په ټول ملك واكمن شي نو دوي له ملكه وشړي ، او ددوي په سر به سودا وكي لكه رباني چي وكه كه څه پيښو وښودله چي طالبان له رباني سره څومره توپير لري او لرلو.
نو راځي چي په يو اواز دا نعره پورته كو
نه القاعدة نه أمريكايان أفغانستان أفغانستان
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
بلادي وإن جارت علي عزيزة وأهلي وإن ضنوا علي كرام
داو فـــــــايــــــــــــــــز
wardak_dawood@yahoo.com
05.09.2007
ښاغلو !
خبره په ملي روغه جوړه کې ده چې ټول افغان یې آن تر حکومت هم ډیره پخوا غوښتنه کړې وه . د ملي روغې جوړې او سولې بدَلمن نشته . ملي روغه جوړه د
افغانانو تر منځ کیږي ، نه د بهرنیانو سره. د افغانانو ترمنځ سوله په څشي او
او کومه لارکیدلی شي؟
۱ـ ملي روغه جوړه لومړی جنګ جګړ و ته د پای ټکی ایښودل غواړي
۲ ـ یو پراخ بنسټه انتقالي حکومت غواړي
[color=white:fa3b3b2187]۳ـ د واکمنۍ ته د رسیدلو له پاره په یوه سوله ییزه او عادلانه لار سره سلا کیدل غواړي .[/color:fa3b3b2187]په افغانستان کې د یوې ډلې یا ګوند حکومت د ولس سره د جنګ اعلام دی . خو ټولې ډلې پر یوه پراخ بنسټه حکومت کې سره راغونډېدل منل کیږي او یو اړین شرط یې بولي خو بسانده شرط یې نه ګڼي!
۴ـ بسانده شرط په ولس کې پیژندل شوي ګڼ شمیر مخور بیطرفه ، ملي او پوه کسان هم باید په انتقالي حکومت کې نیول دي ، څوتوازن د ملت د ارادې د تمثیل په ګټه عیار ، او عیار وساتل شي .
ددغسې یو حکومت له جوړېدو نه وروسته دې په لږه موده کې بهرنی پوځیان وویستل شي .
په درنښت !
daud
06.09.2007
درنووطنوالوسلامونه
ښاغلئ ځواکمن !
[list:02a8aa4589][quote:02a8aa4589]۴ـ بسانده شرط په ولس کې پیژندل شوي ګڼ شمیر مخور بیطرفه ، ملي او پوه کسان هم باید په انتقالي حکومت کې نیول دي ، څوتوازن د ملت د ارادې د تمثیل په ګټه عیار ، او عیار وساتل شي . [/quote:02a8aa4589][/list:u:02a8aa4589]
که ددغومخورو،بيطرفه،ملي،اوپوهوکسانوپه هکله يوڅه توضيحات ورکړئ ،ډيره مهرباني به وي ،چه :
داڅوک دي؟،
چيرته دي؟
په انفرادي شکل وجود لري؟
اوکه په ګروپي،سازماني،ګوندي اوډلييزه بڼه يي خپله پوهه ا ولياقت دافغان ولس دچوپړدپاره په مخ بيايي ؟
افغان وولس خود داسي اشخاصو اوسازمانونودموندلو په ارمان دئ ،که يي تاسوددې ارمان په پوره کولوکې ورسره مرسته وکړئ لوئ ثواب به مو وي ٠
دازاداوخپلواک افغانستان په هيله
[/list]
08.09.2007
ښاغلي او منلي ورور داود ته سلام او نېکې هیلې !
وروره ماسره ددغو کسانو نوملړ نشته ! خو هغه کسان چې د هرې ډلې له ناخوالو څخه سر ټکوي او هیڅ ډلې ته ځان نه منسوبوي ډیر دي . دافغان ولس زړه له ټولو پوځی او سیاسي ډلو ټپلو څخه چاودیدلی او څوک چې په دې حقیقت پوه شوی او د مظلوم ولس سره خواخوږي لري روڼ اندی او په څه پوه وي خپلواکي ، پرمختګ او اجتماعي عدالت غواړي هغوی ټول په نوموړو ستایل شویو کسانوکې راځي .
دوهم هغه کسان چې په یوه یا بله بله ډله کې د یو مجبوریت او یا هم تیروتنې په بنسټ شامل شوي وو. خو هم یې له هغوی سره په جرمونو او تیریو کې برخه نه ده اخیستې او د هغوی د روان سیاست ملاتړ یې نه دی کړی، بلکې پرهغوی یې دتنقید لار خپله کړې ،ترې فاصله یې غوره کړې او د ټولو جنایاتو د محاکمه کیدو پلوی کوي . دا ډول کسان هم یو مجرب سیاسي ظرفیت لري چې یو رغنده رول لوبولی شي
نو باید د نورو په سر دوی د کومو مسطحو رېواشنیشتي غبرګونو په څپو کې ضایع نشي . د ناپیلو شخصیتونو شمیر دې په حکومت کې وخت په وخت زیات شي او د مصلحت له لارې د ډلو ټپلونیول شوي غړي دې يو د بل پسې د سیاسي واکمنۍ له ډګر څخه وویستل شي !
دشمالي الیانس استازي یا د بوش د مور مړونه او د طالبانو استازي دې په حکومت کې لومړی مساوي او بیا دې په تدریجي خو مساوي توګه له دغو انتسابي امتیازاتو څخه ګوښی کړی شي او یواځې په انتخاباتي لار دې ورته د مبارزې دروازې پرانیستلی پاتې شي !
په درنښت