نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
'طالبانو د کوريايانو پر سر پيسې اخيستې'
momtaz
01.09.2007
منبع: بی بی سی
محمد يونس برهان
په کابل کې
د وسله والو طالبانو ځينې استازو منلې ده چې د برمته شويو کوريايانو پر سر يې پيسې اخيستې دي.
يوۀ طالب چارواکي چې په سيمه کې يې له کوريايي دپلوماتانو سره د خبرو اترو بهير څارلى بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل طالبانو د ١٩ کوريايي وگړو د خوشې کېدو په بدل کې نژدې ٢٠ ميليونه ډالر اخيستې دي.
وړاندې رويټرز خبري اژانس هم راپور ورکړى و چې کوم طالب قومندان ورته د شلو ميليونو ډالرو د اخيستلو خبره کړې ده.
که څه هم د طالبانو رسمي وياندانو او د سويلي کوريا حکومت د پيسو پر سر جوړجاړى رد کړى، خو د طالبانو ځينو استازو د نوم د نه ښوولو په شرط دغه خبره تاييد کړې ده.
د برمته وو پر سر د پيسو د جوړجاړي اټکلونه او اوازې د هغوى د خوشې کېدلو له اعلان سره جوخت خپرې شوې. طالبانو د بهرنيانو د برمته نيونې په مخکينيو پېښو کې هم يا د پيسو او يا د خپلو زنداني ملگرو د خوشي کولو په بدل کې يرغمل خوشي کړي دي.
په وروستۍ پېښه کې هم د طالبانو يوۀ سيمه ييز استازې بي بي سي ته ومنله چې د ١٩ کوريايانو په بدل کې يې شل ميليونه ډالر اخيستې دي. دۀ وويل د پيسو اخيستلو ته طالبانو وروسته له هغه زړه ښه کړ چې د خپلې اصلي غوښتنې، چې د خپلو زنداني ملگرو خوشې کېدل و، څخه نهيلي شول.
د برمته وو د خوشې کولو هوکړه په غزني کې د طالبانو او د سويلي کوريا د استازو تر منځ د تړلو دروازو شاته د اوږدو او درې پړاويزو خبرو اترو له منځه راووته. په دې خبرو کې د سويلي کوريا له دپلوماتانو او دوو تنو طالب استازو پرته يوازې درې سيمه ييز قومي مشران حاضر ول.
يوۀ قومي مشر چې د خبرو اترو منځگړتوب يې کړى و د پيسو د ورکړې خبره نه تاييد او نه هم رد کړه. دۀ وويل په دې اړه خبرې کول لا وختي ده.
د طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي وويل دى د خپل غورځنگ د رسمي وياند په توگه د پيسو د اخيستلو خبره ردوي.
خو هغه مهال چې د برمته وو په اړه خبرې اترې روانې وې، د طالبانو يوۀ بل وياند، ذبيح الله مجاهد، ويلي و چې که د دوى د زندانيانو غوښتنه ونه منل شي د جوړجاړې نورې لارې هم شته.
درويشت تنه کوريايان، چې ډېرى يې ښځې وې، نژدې يوه نيمه مياشت مخکې په غزني ولايت کې هغه مهال وتښتول شول چې له کابله کندهار ته روان وو.
په دوى کې دوه سړي طالبانو د خپلو غوښتنو د نه منل کېدلو لامله ووژل، خو پاتې ٢١ يې له کوريايي دپلوماتانو سره د طالب استازو د پټو او مخامخ خبرو له پيلېدو وروسته په څو جوپو کې يو پر بل پسې خوشې شول.
د طالبانو لومړنۍ غوښتنه دا وه چې د هر برمته پر سر دې د دوى يو زنداني ملگرى افغان حکومت خوشى کړي. پر دې غوښتنه يې هومره ټينگار وکړ چې دوه تنه يرغمل يې پکې ووژل او ان د ټولو د وژلو گواښ يې وکړ.
د برمته نيونې پخوانيو پېښو او يو په يوه له دغې غوښتنې څخه د طالبانو په شا کېدلو داسې اټکلونه وپارول چې د پيسو پر سر جوړجاړى شوى دى.
ظاهرا طالبانو او کوريايي چارواکو د جوړې شرايط له افغانستان څخه د ٢٠٠ کوريايي سرتېرو او دغلته د کار کوونکو عيسوي مبلغينو وتنه ښوولې وه. خو کتونکي دغه شرايط د اصلي جوړجاړي د پټولو په موخه د وړو د پزې د جوړولو يوه هڅه بولي.
سويلي کوريا د خپل مخکيني پلان له مخې همداسې پتېيلې وه چې خپل سرتېري به د سږ کال تر پايه باسي او همدارنگه يې افغانستان ته د خپلو وگړو پر تللو بنديز لگولى و. سيول خپلو هغو اتباعو ته هم د وتنې سپارښتنه کړې وه چې وايي په افغانستان کې ضروري کارونه نه لري.
مخکې چې د بهرنيانو د برمته نيونې دا ډول پېښې شوې، د جوړجاړي راز يې ډېر وروسته د رسنيو لخوا افشا شوى. ايټاليا تېر کال د خپل يوۀ عکاس د خوشي کولو په بدل کې طالبانو ته دوه ميليونه ډالر ورکړي و. دا خبر د عکاس له خوشې کېدو دوه مياشتې وروسته خپور شو.
همدارنگه د يوۀ بل ايټالوي خبريال په بدل کې افغان حکومت څو مياشتې مخکې پنځه تر ټولو جگپوړي طالب زندانيان ازاد کړل.
Re: 'طالبانو د کوريايانو پر سر پيسې اخيستې'
پښتون زلمی
01.09.2007
[quote:7b5541095f="momtaz"]'طالبانو د کوريايانو پر سر پيسې اخيستې'
.[/quote:7b5541095f]
لومړۍ دا خبره کره نه ده،
او که صحي وخیږي، نو نوشي جان دي شي،
ډیر نر کار يي کړی،
له سړیتوب ډک کار يي کړې.
دغیرت او پښتو کار يي کړی.
قانوني، کلتوري، او شرعي کار يي کړی، ځکه چی دا کار دطالبانو له نظره ددوي حق کیده:
ولي؟؟
په څو وجوهاتو:
کوریا دښکیلاګرو فوځونو دهر اړخیزه مرستې لپاره میدان ته راودانګل،
د مظلومو افغانانو ویني يي ځانته حلالی وګڼلی.
دافغانانو دناموس لوټولو کی يي برخه واخیسته،
دوي دازادۍ دجنګیالیو له اجازی پرته دی خاوری ته راغلي.
او تر دی ټولو غټ زیاتۍ يي دا کړی، چی ټولو افغانانو ته يي په دغه حال کۍ ډیر په سپکه کتلي، دعیسویت مبلغین يي ورته راولیږل.
چی دا کار اسلام ته ډیر په سپکه کتل دي.
شل ملیونه ډالر څه، چی باید تر دي هم زیات څه يي لیدلي واي.
په درنښت.
momtaz
01.09.2007
د جنو بى كور يا جمهور رئیس د افغا نستان له ولسمشر او خلكو څخه مننه و كړه .
نیټه : Sep 01, 2007
منبع : bakhtar
د جنو بى كور يا جمهور رئیس رو مو يون نن غر مه د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت له جمهور رئیس حامد كر زى سره د تيلفونى تماس په ترڅ كى د كور يايى يرغملو د خلاصون او خپل هيواد ته د هغوى د ستنيدو په خا ط ر د افغا نستان له ولسمشر او خلكو څخه مننه و كړه .د جمهورى رياست دمطبو عا تى دفتر د معلو ما تو له مخى : په مقا بل كى د افغا نستان جمهور رئیس هم د كور يا يى يرغملو د خلاصون له ا مله خو ښى څر ګنده كړه او په هغو سختو او نا زكو ورځو كى يى ددغه هيواد د خلكو اود يرغملو د كو ر نيو د زغم له ا مله قدردا نى وكړه چى د كور نيو غړى يى په بند كى و . دغه را ز حا مد كرزى د جنوبى كور يا له جمهور رئیس څخه وغو ښتل چى د ده اود افغا نستان دخلكو ژورى ډاډ ګيرنى او خوا خوږى مر اتب ددغه هيواد د هغو د وو تنو اتباعو كور نيو ته ورسوى چى دطالبانو له خوا وژل شوى دى . د افغا نستان جمهور رئیس په دى تيلفونى تماس كى څرګند ه كړه چى ير غمل نيو نه او بهر نيو اتباعو او په تيره بيا له ښځو سره غير انسا نى او غير اسلامى چلند د افغا نستان د خلكو له لر غونى فر هنګ اودو د و نو سره هيڅ راز تړاو نه لرى . طالبانو دغه عمل د افغا نستان له خلكو سره په دښمنى كى تر سره كړ او غوا ړى چى د جنوبى كور يا په ګډون له دوستو هيواد ونو سره د افغا نستان اړيكو ته زيان ور سوى . ددغو تيلفو نى خبرو په دوام د جنو بى كور يا جمهور رئیس ټينګار و كړ چى دد واړو هيواد و نو دوستا نه اړيكو ته د يرغمل نيو نى د پيښى په خا طر په هيڅ صورت زيا ن نه د ى رسيد لى اود پخوا په شان به د وام و مو مى . دغه را ز حامد كرزى ته بلنه ور كړه چى جنو بى كور يا ته سفر و كړ ى چى د افغا نستان له منتخب ولسمشر سره ددغه هيواد دخلكو ليده كا ته زمينه برا بره شى او دغه را ز دوى د افغا نستان د خلكو دځانګړ تيا وو په باب زيات معلو مات تر لاسه كړى . حامد كر زى دغه بلنه ومنله او ژمنه يى و كړه چى په يو مناسب وخت كى جنو بى كور يا ته سفر كوى .
درويش
02.09.2007
د ترهګرو اختطاف شنډ شو
محمد اسماعيل "درياب"
١٠ / ٦ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-09-01 م
http://www.tolafghan.com/home/detail/7922
ترهګري لکه څنګه چې له دې توري معلومېږي د تخريب او ويجاړونې يو عمل دى چې د انسان دښمنه او وطن دښمنه قوتونو لخوا ترسره کېږي او تر ټولو بربادوونکى اړخ يې دادى چې دا قوتونه د تخريب او ويجاړونې او د خلکو د ډارولو لپاره له هر هغې ناجايزه وسيلې او لارې څخه کار اخلي چې د دوى ورته لاس رسېږي. د ترهګرو په شا چې کوم قوتونه ولاړ وي هغوى خپل ځانګړي اهداف لري چې هغو اهدافو ته د رسېدو لپاره کله کله د خپلو نژدې خلکو او کارکوونکو په له منځه وړلو هم صرفه نه کوي.
پښتانه دا مهال د نړۍ په سر هغه قام دى چې د دې قام د دښمنانو لخوا د ترهګرو په واسطه په عمومي ډول اختطاف شوى او يرغمل نيول شوى دى. دا ددې قام بدمرغي ده چې په سيمه کې روانې وضعې د ترهګرو په شا ولاړو قوتونو ته په يو وخت د يو کار څخه د ډېرو ګټو ترلاسه کولو چانس په لاس ورکړى دى. د دغه قوتونو اهداف په دې سيمه کې د پښتنو اکثريت له منځه وړل او د دوى په وسايلو او ځمکو قبضه کول دي. نو ځکه هغوى لوبې ته يو داسې شکل ورکړ چې په خپل لاس پاللي ترهګر يې د پښتنو د استازو په توګه معرفي کړل او بيا يې له جنګونو ستړى او در په در قام د ګردې نړۍ په مقابل کې ودراوه. په دې مقابله کې له يوې خوا د ترهګرو لخوا پښتانه وژل کېږي او له بلې خوا د ترهګرو د ټکولو لپاره چې نړۍ کوم ايتلاف جوړ کړى د هغې له خوا هم پښتانه له منځه وړل کېږي. د ترهګرۍ په شا ولاړ قوت همدا هدف لري چې که په هره لاره، هره بانه، هر نوم او هره عقيده وي خو چې د پښتنو عامه وژنه وشي او کمزوري شي. ترهګرو دغه هدف ته د رسېدو لپاره دا لار خپله کړې چې خلک پخپله وژني خو مسئوليت يې په هغو کسانو اخلي چې مطبوعاتو سره په پښتو خبرې کوي. دغه رنګ په هيواد کې اختطافونه، يرغملونه او د ويډيو فلمونو د کامرو په وړاندې په وحشي ډول د خلکو د ذبح کولو عملونه د پنجابي، عربو او ازبکو ترهګرو لخوا ترسره کېږي خو مسئوليت يې د دوى پښتانه اجنټان په سر اخلي تر څو نړۍ ته وښيي چې پښتانه يو وحشي او بې لارې قام دى او نړيوال يې بايد له منځه يوسي.
د مدرسو ماشومان او احساساتي ځوانان د ځوانمرګيو بريدونو لپاره استعمالول، د هيواد د منورينو، علماؤ، ژورنالستانو، پوهانو او قومي مشرانو وژل، سرکونه، ښوونځي، روغتونونه او نور عام المنفعه ځايونه ورانول او د کلي د مېنځ نه په بهرنيو قواوو ډزې کول او بيا تښتېدل او په نتيجه کې بهرنۍ قواوې دې ته اړ کول چې په کليو بمباري وکړي او ملکي خلک په خپلو وينو کې ولمبوي، هغه وحشي تاکتيکونه دي چې ترهګرو ډېر ځل پکار راوستي دي او پښتون دښمنه قوتونو ته يې د هغوى اهدافو ته د رسېدو لپاره مواقع په لاس ورکړي دي. خو ترڅنګ يې د بې ګناه خلکو تښتول او يرغمل نيول يو داسې نوى تاکتيک ؤ چې په لومړي سر کې ترهګرو وکولاى شول لدې لارې پښتانه نور بدنام او ځينې حکومتونه دې ته اړ کړي چې تاوان ورکړي او يا هم هغه ترهګر راخلاص کړي چې د ډېرو افغانانو په وژلو کې يې لاسونه لرل. په لومړي سر کې د اختطاف او يرغمل ګټې دومره زياتې وې چې ترهګرو ددې کار لپاره په هيواد کې د غلو او ډاکوانو څخه هم کار واخيست او داسې طالبان د يو اختطاف کوونکي بانډ په شکل کې راڅرګند شول.
ددې لړۍ وروستۍ پېښه د غزني په قره باغ کې د درويشتو کوريايي اتباعو تښتول وه چې افغانستان ته د هماغو خلکو د روغتيايي خدمتونو په خاطر راغلي وو کوم چې د ترهګرو او د ترهګرو د ټکولو لپاره د مېشت ايتلاف ترمنځ جګړو، بريدونو او بمباريو کې ټپيان کېدل. د طالبانو ترهګره ډله لکه څنګه چې خپلو بادارانو ته د سياسي او مالي ګټو رسولو لپاره د هر وحشت څخه کار اخلي نو دا يې کله زغملى شول چې کوم افغانان په جګړو او يا چاودنو کې ټپيان کېږي د هغوى دې علاج وشي. دوهم دا چې دوى د اختطافونو خوند اخيستى ؤ نو يوې ډلې يې په مستقيمه توګه همدې کار ته بډې راوهلې وې. خو د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې دا ځل په ډېر هنر او هوښيارۍ سره د ترهګرو دا هڅه شنډه کړه او د يو ستر خجالت سره يې مخ کړل.
ترهګرو په دې معامله کې تر خپل وسه زيات کوښښ وکړ چې پر حکومت فشار راوړي، ددې فشار لپاره دوه بې ګناه کوريايي وګړي د دوى د وحشت ښکار هم شول خو حکومت او نړيوالې ټولنې ورته په څرګند ډول وويل چې هيڅکله به د ترهګرو غوښتنې ونه مني. حکومت کولى شول چې عمليات وکړي خو دا کار يې ځکه ونکړ چې ترهګرو د يرغملو کوريايانو د وژلو دړکه ورکړې وه او د هغوى ژوند ژغورل يو برياليتوب ؤ وژل خو ئې اسان وه.
ترهګرو په دې کار کې بې شمېره جنايتونه وکړل چې څو يې په لاندې ډول دي:
لومړى: کوريايان د بهر لخوا افغانستان ته وارد شويو ترهګرو تښتولي او يرغمل نيولي وو چې پخپل منځ کې يې په پنجابۍ او عربۍ ژبو خبرې کولې او قومانده يې په اسلام اباد کې وه، خو مسئوليت يې د قاري يوسف په نامه يو تن چې د ترهګرو په ويندوۍ مطبوعاتو ته د خپلو جنايتونو اعلانونه ورکوي په سر واخيست. په دې توګه د پښتنو يو ستر دود او افتخار "پښتونولي" په ګرده نړۍ کې بدنام شول او دا وويل شول چې پښتانه دومره بې غېرته خلک دي چې د دوى د روغتيايي مرستو لپاره ورغلې ښځې هم تښتوي.
دوهم: اختطاف کول او يرغمل نيول په خپله يو جنايت دى چې په ترسره کولو سره يې طالبانو نړۍ ته يو بل ثبوت په لاس ورکړ چې دوى رښتيا هم ترهګر دي او پر ضد يې مبارزه د نړيوالې ټولنې مسئوليت دى.
درېيم: په جنګ کې د ښځو نيول، تښتول او يرغمل نيول په نړيوال قانون کې يو جنايت دى او د پښتنو په ناليکلي قانون – چې مونږ يې پښتونولي بولو – کې د بېغرتۍ نښه ده.
څلورم: د چا تښتول، د هغوى په سر ټوپک ايښودل او بيا پرې څوک راخلاصول يا پېسې اخستل د غلو او هغو بانډونو کار دى چې په جنايتونو کې لاس لري، underground اوسېږي او دې کار ته د نړيوالو جنايي قانونو په اصطلاح کې Blackmailing ويل کېږي. طالبانو د کوريايي اتباعو په تښتولو او بيا د هغوى په سرونو د ټوپکو په ايښودلو او غوښتنو کولو سره نړۍ ته دا وښودل چې دوى يواځې ترهګر نه بلکې غله او بليک ميلران هم دي.
پينځم: د دوو کوريايي وګړو وژلو سره ترهګرو دا وښودله چې دوى د خپلو ناروا غوښتنو او د حکومت د بليک ميل کولو لپاره د انسانانو وينه تويول يو بېخي کوچنى کار ګڼي او د وحشت د هرې پولې نه اوښتلى شي.
شپږم: په نړيوال کچ او په ځانګړې توګه په جنوبي کوريا کې د مسلمانانو پر ضد کرکه او نفرت زيات شو او داسې امکانات شته چې لدې وروسته هلته مېشتو مسلمانانو ته د متعصبو عيسويانو لخوا زيان ورسېږي. ځکه هغوى خو په دې نه پوهېږي چې ترهګر نه پښتانه دي نه مسلمانان، دوى يواځې د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پښتو او اسلام بدناموي.
د قاري يوسف په نامه د ترهګرو يو نطاق څو څو ځل د کوريايانو د وژل کېدو مسئوليت د حکومت په غاړه وراچولو سره نړۍ ته د ترهګرو د وارخطايۍ پېغام ورکاوه ځکه چې نه خو کوريايان د حکومت په اجازه قره باغ ته تللي وه او نه حکومت د هغوى په وژلو کې لاس لاره خو ترهګرو بيا بيا دا خبره کوله چې د دوى د وژل کېدو مسئوليت به د حکومت په غاړه وي. دا داسې خبره ده لکه سړى چې لېونى شي او په خپلو بچو پسې غاپي، حال دا چې بچو ورته هيڅ تاوان نه وي رسولى. کنې تاسې سوچ وکړئ چې خلک ترهګرو تښتولي، يرغمل ترهګرو نيولي، وژني يې ترهګر، حکومت د هغوى د ژوند د ژغورلو لپاره عمليات نه کوي نو بيا يې د وژلو مسئول حکومت ولې او په کوم دليل شو؟ دا ددې ثبوت هم ورکوي چې ترهګر د خبرو کولو پر مهال د عقل او منطق څخه د کار اخيستلو صلاحيت نلري او زما خپل فکر خو دادى چې د اسلام اباد څخه به دوى ته په پنجابۍ کې کومه بل ډول خبره شوې وي خو دوى به په ژباړه کې غلط شوي وي، ځکه چې څوک ډوډۍ خوري او په اوږو د انسان سر لري نو هغه داسې اوتې بوتې خو نه وايي.
اخر چې ترهګر په دې پوه شول چې د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې څخه څه په لاس نه ورځي نو پاکستان کې د دوى په خدمت بوختو مطبوعاتو له لارې يې جنوبي کوريا ته پېغام ورکړ چې نېغ په نېغه مذاکرات دې ورسره وشي. جنوبي کوريا چې په داخل کې د خلکو د سخت غبرګون سره مخ ؤ په هر صورت غوښتل چې خپل خلک راخوشې کړي او ددې لپاره يې هر ډول تاوان ته غاړه هم کېښوده خو بيا هم حقيقتونه داسې وايي چې ترهګرو ته څه په لاس ندي ورغلي ځکه چې د افغانستان حکومت د ترهګرو ټول تارونه داسې غوڅ کړي وو لکه يو خطرناک ماين چې يې شنډ کړى وي.
په پاى کې چې کله ترهګر په دې پوه شول چې د کوريايانو په بدل کې څوک هيڅ نه ورکوي او په وژلو به يې د ولس او نړۍ په کچ نه يواځې د دوى پر ضد، بلکې د دوى په شا د ولاړو قوتونو پر ضد هم د اشتعال يو داسې اور بل شي چې د القاعده د ټولې شبکې سوځېدل پکې له امکانه بهر نه وه، نو پرېکړه يې وکړه چې کوريايان خوشې کړي خو يوه داسې لار يې ورته کتله چې خپل شرم، خجالت، بدنامي او کمزوري پکې لږه پټه کړي خو په دې کار هم ونه توانېدل ځکه چې دوى کوريايان په کومو شرطونو خوشې کړل هغه د سره هيڅ شرطونه نه وو. لکه:
لومړنى شرط: د جنوبي کوريا دوه سوه پوځيان دې د کال په پاى کې له افغانستان څخه ووځي. د کوريايانو له تښتول کېدو دوه مياشتې وړاندې د جنوبي کوريا حکومت پرېکړه کړې وه چې خپل دوه سوه پوځيان به د دې کال په پاى کې د افغانستان څخه وباسي.
دوهم شرط: جنوبي کوريا به خپل هغه ټول اتباع د افغانستان څخه وباسي چې د عيسويت تبليغ کوي. په افغانستان کې د جنوبي کوريا ټول اتباع مرستندويه کارونه کوي نه د عيسويت تبليغ.
په دې توګه ترهګر په افغانستان کې د يوې سترې ماتې او خجالت سره مخ شول او دا پېغام يې وموند چې دولت په اختطافونو او غلو ډاکو بليک ميل کېدلى نشي. ترهګر په داسې کارونو يواځې نوره زياته کرکه ګټلى نشي نور هيڅ نه.
د افغانستان ولس نور په دې پوهېدلى چې ترهګر بشري، اسلامي، پښتني، ټولنيزو او اجتماعي پولو ته هيڅ درناوى نلري او د کمزورۍ په حالت کې هر جنايت او هر ناوړه کار ته په دې لاس اچوي چې کېداى شي څه ترلاسه کړي خو نور هم د بدنامۍ او ماتې سره مخ کېږي.
طالبانو ډير څه لاسته راوړل
ننګيالی زابل
14.09.2007
درويش او ممتاز صيب ! خپه کيږئ مه ،
[color=cyan:d1bb130692]اسلامي امارت په دي موضوع کې د يادوني وړ کاميابي ترلاسه کړي [/color:d1bb130692]
د مثال په ډول :اول : داسلامي امارت مجاهدينو په دي موضوع کې د خپل وخت داسي اظهار وکړ، چې ټولي نړۍ ته ېې دا ثابته کړه چې له موږ سره دا توان شته چې د افغانستان له دوه ديرش ولايتونو څخه په يوه ولايت کې په لويه لاره په رڼا ورځ خارجي اتباع نيولي هم شو په همدې ولايت کې يې شپږ هفتې ساتلي هم شو په همدې ولايت کې مذاکرات هم پري کولای شو او په همدې ولايت کې ئی بيرته خوشي کولای هم شو او داپه داسي حال کې ، چې د کابل ادارې اواشغالګرو ملګرويې په خورا زيات تعداد تازه دمه پوځي قوتونه د عملياتو د پاره غزني ته راوليږل دطيارو له لاري ئی خبرپاڼي وشيندلي چې خلک دې له سيمې ووزی موږ عمليات کوو ، خلکوته يې اخطارونه ورکړل د غزني ولايت بيلا بيلو برخوته يې نظامي قطعات راويستل خوله دې هرڅه سره سره بياهم مجاهدين په خپل دريځ ټينګ پاته شول .اودښمن ته يې په مختلفو برخو کې غاښ ماتونکي ګذارونه هم ورکړل .
دوهم :د کابل ادارې به دخپلې کمزورۍ د پټولو په خاطر بار بار داناری وهلي چې طالبان په افغانستان کې ځاي نه لري او له سرحد نه را اوړي حملي کوي بيرته ځي مرکزونو اومشران يې له سرحد نه پوري غاړه دي حتی د همدې کوريايانو په هکله يې هم وويل چې دا له پاکستانيانو سره دي .خوداسلامي امارت مجاهدينو عملا ټولي نړۍ ته وښوده چې د کابل په دروازه کې هم حضور لرو .اودافغانستان په يوه مرکزي ولايت کې هم دخپل زړه چاري کولاي شو اوپه همدي ځاي کې خپلي تر ټولو غټي او درنې موضوع ګاني په پوره صلاحيت سره حل کولاي شو .
دريم :ددې موضوع په جريان کې طالبانو وټولي نړۍ ته په افغانستان کې خپل قوي موجوديت وروښود د کابل دادارې او دهغوی د بهرنيولو ملاتړو په هغو ټولو تبليغاتو يې خاوري واړولي چې د نړۍ والوپه سترګوکي به يې خاوري وراچولي اوويل به يې چې طالبان نورله صحنې وتلي او کوم قدرت نه لري اوس هرچاته هرڅه ښکاره شول .
څلورم :اسلامي امارت د نړۍ په مطبوعاتو کې تر بل هروخت فعال حضور پيداکړ دنړۍ مختلف خبري چينلونو که يې زړه غوښتل کنه خوپه دي موضوع کې مجبور شول چې د اسلامي امارت دريځ هم بيان کړي .اوزموږ عکس العمل هم واخلي .
پنځم :اسلامي امارت په تيرو شپږو کلونو کې تر بل هروخت زيات په سياسي ډګر کې وځليد له نړۍ والوسازمانانو او حکومتونو سره په ډاګه مخامخ خبروته کښينوست . او داهم په داسي حال کې چې مغروره دښمن يې په خورا سرټيټی سره په رڼو سترګو ورته کتل خوکوم اقدام يې نه شوي کولای اوددښمن هغه غرور يې ورمات کړ چې ددوی په اصطلاح له ترهګرو سره به هيڅوک خبري نه کوي .
شپږ م : د کوريايانو موضوع په اوس وخت کې يوه تر ټولو پيچلي موضوع وه هره لحظه دهري حادثي د پيښودو امکان وو اوداخطره هم وه چې په يوه ډير واړه نامناسبه حرکت هرڅه د اسلامي امارت په تاوان څرخيدلي واي خو داسلامي ا مارت چارواکو په دومره زيات وقت ديپلوماتيک حرکت اوسياسي بصيرت سره حل کړه چې دښمن يې هم په هوښياري اعتراف ته مجبوره کړ او هرچا داومنله چې طالبان که ښه جنګ کولاي شي نوښه سياست يې هم زده دي که په ځينو اموروکې جدي دی نودضرورت په وخت کې بيا پر اخه حوصله اوسړه سينه هم لري.
اووم :ددی موضوع جريان ددښمن په هغو پروپاګنډو هم خاوري واړولي چې کله کله به يې ويل چې طالبان په يوه خوله نه دي اومختلفي ډلي دي دې موضوع کې هرچاوليدل چې د مرکزي قيادت له لوري هرڅه سمباليدل له وياندنه بيا ترسيمه يز قوماندانه پوري ټولو په مرکزي هدايت عمل کاوه اودابه يوښه حقيقت دي چې لاښه څرګندسو.
اتم :په دې موضوع کې د اسلامي امارت مسؤولينو له خپل ملګرو سره دخوراټينګې وفا دريځ ډيره ښه څرګند کړ هغه داچې ډير زيات کوښښ يې وکړ چې خپل بندي ملګري را خلاص کړي اوپه دي دريځ باندې ترهغه وخته ټينګ ودريدل چې ترڅو يې دايقين شو چې نور نو کوريا ددې وس نه لري چې زمونږ بنديان را ايله کړي بيا يې نور په نورو درنو شرطونو چې هغه هم د کابل دادارې او امريکا د پاره ملاماتونکي شرطونه دي ،موافقه ورسره وکړه .
[color=cyan:d1bb130692]نهم :[/color:d1bb130692]طالبانو په خپل پاخه دريځ سره کوريا دې ته مجبوره کړه چې هغه دامريکا ددغه مغروره او سرناخلاصه پاليسۍ دنيا ته په ډاګه کړي چې امريکا له خپلو ملګرو سره وفاداره نه ده او اشنايې ترخپله کوره پوري محدوده ده .ټوله نړۍ په دي پوه شوه چې د امريکا انډيوالۍ يعني يوازي د امريکا ګټوته کارکول دي اوبس ځکه چې په دومره سختو شرايطوکې چې د کوريا اتباع د مرګ له خطر سره مخامخ وو د کوريا د حکومت حيثيت پاي ماله کيده خوبيا هم د امريکا ٍددې مشکل د حل لپاره د کوريا د حکومت او خلکو ډيره وړه غوښتنه چې له سلګونو مجاهدو بنديانو څخه يوازي د اتو تنو ډيرو ټيټ رتبه طالبانو خلاصون وو ، ونه منله . له دي حقيقت نه به ددنيا ډيرو حکومتونو او اولسونو خوراښه درس اخستی وې او په اينده کې به د امريکا په انډيوالۍ ډير زيات غورکوي
لسم :په دغو کوريايې بنديانو کې اکثره يې ښځي وې اوهغه هم ځواناني خوطالبانو چې داسلامي او افغاني اخلاقو له مخي له دوی سره کوم اسلامي اوانساني چلند وکړ د هغه مثال به نه تنها په ننۍ نړۍ کې پيدا نشي بلکې د اسلام د اولني تاريخ ياد يې راتازه کړ چې په نتيجه کې همدا بنديان سره له دي چې په بندکې وو بياهم دطالبانو د ښو اخلاقو او انساني چلند په هکله يې هم په بند کې او هم له بنده ترخلاصيدو وروسته اعترافونه وکړل چې دايوه خورا لويه لاس راوړنه وه .
[color=cyan:d1bb130692]يوولسم[/color:d1bb130692]:اسلامي امارت يو ځل بيا خپلو مسلمانانو هيوادوالو اوټولي نړۍ ته داثابته کړه چې زموږ د مبارزې تر ټولو لوی هدف بياهم د اسلام سرلوړي او د مسلمانانو د عقايدو او عزت ساتنه ده او غواړي ، چې ګران افغانستان ازاد کړي او بهرنيان ځينې وشړي، چې له کورياسره يې په پريکړه ليک کې هم همدي ټکوته د اوليت حق ورکړهغوی يې ايستلوته اړکړل او د ابد لپاره افغانستان د مسيحي مذهب ددعوت له راوړلو بند کړل چې په دې ا قدام سره به نه تنها دافغانستان د مسلمان ا مظلوم ملت زړونه خوشاله شوي وې ، بلکې د ټولي نړۍ د مسلمانانو زړونه به پري يخ شوې وې .
momtaz
14.09.2007
ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:f4d3e43e8f]درويش او ممتاز صيب ! خپه کيږئ مه ،
اسلامي امارت په دي موضوع کې د يادوني وړ کاميابي ترلاسه کړ[/quote:f4d3e43e8f]
ګرانه ننګيالی زابله، بریالیتوب د چا دﺉ؟ وروره ډېر خوشباوره مه اوسه! لاندې مطلب او تصویر ته ځیر ښه چې د طالبان قیضه د چا په لاس کې ده :
Korean Muslims Rejoice Hostages Release
By Aamir Latif, IOL Correspondent
ISLAMABAD — South Korean Muslim community leaders say the expected release of all compatriot hostages held by Taliban will be a "gift of Ramadan" for the entire Korean nation, and will help wash away misconceptions about Islam.
"The abduction of Korean nationals in Afghanistan left the Muslim community there insecure," Abdul Rehman Lee, the deputy imam of the Central Mosque of Seoul, told IslamOnline.net.
"They (Muslims) will breath a sigh of relief after the release of hostages," he added.
Lee is leading a four-member delegation of the Korean Muslim Federation (KMF) that has been in Pakistan for the last four days to contribute to hectic efforts for the release of the Korean hostages.
The delegation also comprises Suliman Lee, imam at the Central Mosque, Zaki Jeong and Zulfikar Ali Khan, a Pakistan businessman in Korea.
Following marathon face-to-face negotiations with a South Korea delegation, Taliban agreed on Tuesday, August 28, to release to safety 14 South Korean women and five men it has been holding hostages for nearly six weeks.
The group handed over early on Wednesday, August 29, three female hostages to tribal elders outside the central town of Ghazni, and shortly afterwards the tearful women were picked up by Red Cross vehicles and driven into the town.
South Korea has vowed to adhere to an already scheduled timetable to pull out its 200 troops from Afghanistan by year's end and agreed to end all missionary work in the Muslim country.
Taliban seized 23 Korean Christian volunteers working for the Saemmul Presbyterian Church in Seoul on July 19.
It killed two male hostages after the Kabul government refused to entertain demands, including the release of 10 jailed Taliban leaders.
Taliban later released two women hostages as a goodwill gesture during the first round of direct talks with the Koreans.
Help Islam
The South Korean Muslim delegation has met various religious and tribal leaders, who could influence the Taliban on the hostages issue.
[img][img:f4d3e43e8f]http://img505.imageshack.us/img505/7786/satellitesg0.jpg[/img:f4d3e43e8f][/img]
The Korean Muslim delegation met religious and tribal leaders, who could influence the Taliban on the hostages issue. (IOL photo)
"We have so far met with Maulana Sami-ul-Haq (Senator and [color=white:f4d3e43e8f]head of Jamiat Ulema Islam), Jammat-e-Islami Deputy Chief Senator Professor Khursheed Ahmed, and some tribal parliamentarians Saleha Shah, Noorullah Qari, and Maulana Merajuddin,"[/color:f4d3e43e8f] noted Abdul Rehman.
The South Korean Muslim delegation is satisfied with the outcome of their meetings.
"We are thankful to all of them. They have heard our point of view with great interest and agreed that the release of hostages would help Islam in Korea," Abdul Rehman said.
"They have assured us of their all-out help and support and promised to request the Taliban leaders for release of the hostages."
The Muslim community leaders believe the hostage release will prove that Islam is a religion of peace and brotherhood.
"In Islam, the life of one person is equal to the lives of entire population of the world," said Abdul Rehman.
He regretted that there are many misunderstandings about Islam among Korean people and the abduction fanned anti-Islam sentiments.
He said the Korean authorities had to detail security personnel around the Central Mosque in Seoul after some people hurled stones and smashed its windowpanes in angry reaction to the abduction.
"Some people are using filthy language against Muslims, though they are small in numbers, however it still effects the life of Muslims there," Abdul Rehman said.
Zulfikar Ali Khan, who migrated to Seoul some 10 years back from Peshawar, and his family suffered hard times after the abduction.
He said that many people looked at them sarcastically after the incident.
"If the hostages are released, they will automatically become an introduction of Islam in Korea, where a majority of people are away from any religion. Islam could be their choice."
Zaki Jeong, a third member of the delegation, believes the release will help clarify misunderstandings about Muslims and their faith in Korea.
"In the wake of such incidents, Islam will be further misunderstood in a country like Korea, where Muslim community is already small in numbers," he told IOL.
"The release of hostages will send a positive gesture and open new doors for us to penetrate in the local population."
The total population of Muslims in South Korea is estimated around 35,000, including around 15,000 based in the capital Seoul.
"We have been preaching Islam in an effective manner. Yes, this incident has created some hurdles for us, but Inshaullah after the release of hostages, things will be normalized."
http://www.islamonline.net/servlet/Satellite?c=Article_C&cid=1188043974875&pagename=Zone-English-News/NWELayout
pattang
14.09.2007
چېټي لګيائي ،داسې شی منځ ته راوړه چې دسړي ګمان پرې وشي لکه
بې تجربې سوداګر خراب مال خرڅوې دا نو څه مانا چې تا را نقل کړي ??
اوس چې اشغال دی غم ئي وخوره ، که پنجاپيانو بيا اشغال کړ بيا بيابه
له هغوسره هم داسې کار کوو لکه اوس له صليبي اشغالګو سره ٠
غول په ميتيا زو مه مينځه !
[quote:88e9c55402="momtaz"]ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:88e9c55402]درويش او ممتاز صيب ! خپه کيږئ مه ،
اسلامي امارت په دي موضوع کې د يادوني وړ کاميابي ترلاسه کړ[/quote:88e9c55402]
ګرانه ننګيالی زابله، بریالیتوب د چا دﺉ؟ وروره ډېر خوشباوره مه اوسه! لاندې مطلب او تصویر ته ځیر ښه چې د طالبان قیضه د چا په لاس کې ده :
Korean Muslims Rejoice Hostages Release
By Aamir Latif, IOL Correspondent
ISLAMABAD — South Korean Muslim community leaders say the expected release of all compatriot hostages held by Taliban will be a "gift of Ramadan" for the entire Korean nation, and will help wash away misconceptions about Islam.
"The abduction of Korean nationals in Afghanistan left the Muslim community there insecure," Abdul Rehman Lee, the deputy imam of the Central Mosque of Seoul, told IslamOnline.net.
"They (Muslims) will breath a sigh of relief after the release of hostages," he added.
Lee is leading a four-member delegation of the Korean Muslim Federation (KMF) that has been in Pakistan for the last four days to contribute to hectic efforts for the release of the Korean hostages.
The delegation also comprises Suliman Lee, imam at the Central Mosque, Zaki Jeong and Zulfikar Ali Khan, a Pakistan businessman in Korea.
Following marathon face-to-face negotiations with a South Korea delegation, Taliban agreed on Tuesday, August 28, to release to safety 14 South Korean women and five men it has been holding hostages for nearly six weeks.
The group handed over early on Wednesday, August 29, three female hostages to tribal elders outside the central town of Ghazni, and shortly afterwards the tearful women were picked up by Red Cross vehicles and driven into the town.
South Korea has vowed to adhere to an already scheduled timetable to pull out its 200 troops from Afghanistan by year's end and agreed to end all missionary work in the Muslim country.
Taliban seized 23 Korean Christian volunteers working for the Saemmul Presbyterian Church in Seoul on July 19.
It killed two male hostages after the Kabul government refused to entertain demands, including the release of 10 jailed Taliban leaders.
Taliban later released two women hostages as a goodwill gesture during the first round of direct talks with the Koreans.
Help Islam
The South Korean Muslim delegation has met various religious and tribal leaders, who could influence the Taliban on the hostages issue.
[img][img:88e9c55402]http://img505.imageshack.us/img505/7786/satellitesg0.jpg[/img:88e9c55402][/img]
The Korean Muslim delegation met religious and tribal leaders, who could influence the Taliban on the hostages issue. (IOL photo)
"We have so far met with Maulana Sami-ul-Haq (Senator and [color=white:88e9c55402]head of Jamiat Ulema Islam), Jammat-e-Islami Deputy Chief Senator Professor Khursheed Ahmed, and some tribal parliamentarians Saleha Shah, Noorullah Qari, and Maulana Merajuddin,"[/color:88e9c55402] noted Abdul Rehman.
The South Korean Muslim delegation is satisfied with the outcome of their meetings.
"We are thankful to all of them. They have heard our point of view with great interest and agreed that the release of hostages would help Islam in Korea," Abdul Rehman said.
"They have assured us of their all-out help and support and promised to request the Taliban leaders for release of the hostages."
The Muslim community leaders believe the hostage release will prove that Islam is a religion of peace and brotherhood.
"In Islam, the life of one person is equal to the lives of entire population of the world," said Abdul Rehman.
He regretted that there are many misunderstandings about Islam among Korean people and the abduction fanned anti-Islam sentiments.
He said the Korean authorities had to detail security personnel around the Central Mosque in Seoul after some people hurled stones and smashed its windowpanes in angry reaction to the abduction.
"Some people are using filthy language against Muslims, though they are small in numbers, however it still effects the life of Muslims there," Abdul Rehman said.
Zulfikar Ali Khan, who migrated to Seoul some 10 years back from Peshawar, and his family suffered hard times after the abduction.
He said that many people looked at them sarcastically after the incident.
"If the hostages are released, they will automatically become an introduction of Islam in Korea, where a majority of people are away from any religion. Islam could be their choice."
Zaki Jeong, a third member of the delegation, believes the release will help clarify misunderstandings about Muslims and their faith in Korea.
"In the wake of such incidents, Islam will be further misunderstood in a country like Korea, where Muslim community is already small in numbers," he told IOL.
"The release of hostages will send a positive gesture and open new doors for us to penetrate in the local population."
The total population of Muslims in South Korea is estimated around 35,000, including around 15,000 based in the capital Seoul.
"We have been preaching Islam in an effective manner. Yes, this incident has created some hurdles for us, but Inshaullah after the release of hostages, things will be normalized."
http://www.islamonline.net/servlet/Satellite?c=Article_C&cid=1188043974875&pagename=Zone-English-News/NWELayout[/quote:88e9c55402]
ننګيالی زابل
14.09.2007
[color=yellow:1fc0bccd25]اوس چې اشغال دی غم ئي وخوره ، که پنجاپيانو بيا اشغال کړ بيا بيابه
له هغوسره هم داسې کار کوو لکه اوس له صليبي اشغالګو سره ٠
غول په ميتيا زو مه مينځه ![/color:1fc0bccd25]
بخښنه غواړم د ممتاز صيب په انګريزي خو پوي نشوم ، اما د پتنګ صيب له خبرو مې دومره څرک ولګاوو چې شايد ويلې به دي وي ، که طالبان راشي نو پنجابيان به مو پر وطن مسلط شي .
ګرانه ! د دې لپاره زه يو معقول دليل درنه غواړم ، کومه ورځ دي پنجابيان په افغانستان کې مسلط ليدلی او يا دي د طالبانو يو کار د پنجابيانو په اشاره اټکل کړی دی ، هسي خو په اول ځل کې طالبان د ظاهرشا ډله هم بلل کيده ؛ نو دا خوشي چټي ادعاګانې بولم ، طالبانو چې څومره ضربه له پاکستانه ليدلي ، دومره امريکايانو هم نه دي زورولي ، د ګوانتامو په زندان کې ۶۰۰ بنديان يوازی پاکستان نيولی او امريکايانو ته ئي سپارلي ، د افغانی طالبانو لپاره په مدرسو کې ځای مطلق نشته ، نو بيا دا شک تاسو ته له کومه راپيدا ده .
بيغمه شه ! دا د آزادۍ اتلان هر وخت دهيواد د آزادۍ لپاره جنګيږي ، د چوکۍ او سيټ خلګ نه دي ، کنه نو ودې ليدل .هر وخت به د هر اشغالګر په ضد همدا خلګ مبارزه کوي . افغانان چې غيور بلل شوي ، د داسي ځوانانو له سترګو ،کنه نو کرزي ، ببرک او شاه شجاع خو دا نوم نه ده ورته راوړی .
Re: طالبانو ډير څه لاسته راوړل
sheen
15.09.2007
[quote:29e09d2534="ننګيالی زابل"]درويش او ممتاز صيب ! خپه کيږئ مه ،
[color=cyan:29e09d2534]اسلامي امارت په دي موضوع کې د يادوني وړ کاميابي ترلاسه کړي [/color:29e09d2534]
د مثال په ډول :اول : داسلامي امارت مجاهدينو په دي موضوع کې د خپل وخت داسي اظهار وکړ، چې ټولي نړۍ ته ېې دا ثابته کړه چې له موږ سره دا توان شته چې د افغانستان له دوه ديرش ولايتونو څخه په يوه ولايت کې په لويه لاره په رڼا ورځ خارجي اتباع نيولي هم شو په همدې ولايت کې يې شپږ هفتې ساتلي هم شو په همدې ولايت کې مذاکرات هم پري کولای شو او په همدې ولايت کې ئی بيرته خوشي کولای هم شو او داپه داسي حال کې ، چې د کابل ادارې اواشغالګرو ملګرويې په خورا زيات تعداد تازه دمه پوځي قوتونه د عملياتو د پاره غزني ته راوليږل دطيارو له لاري ئی خبرپاڼي وشيندلي چې خلک دې له سيمې ووزی موږ عمليات کوو ، خلکوته يې اخطارونه ورکړل د غزني ولايت بيلا بيلو برخوته يې نظامي قطعات راويستل خوله دې هرڅه سره سره بياهم مجاهدين په خپل دريځ ټينګ پاته شول .اودښمن ته يې په مختلفو برخو کې غاښ ماتونکي ګذارونه هم ورکړل .
دوهم :د کابل ادارې به دخپلې کمزورۍ د پټولو په خاطر بار بار داناری وهلي چې طالبان په افغانستان کې ځاي نه لري او له سرحد نه را اوړي حملي کوي بيرته ځي مرکزونو اومشران يې له سرحد نه پوري غاړه دي حتی د همدې کوريايانو په هکله يې هم وويل چې دا له پاکستانيانو سره دي .خوداسلامي امارت مجاهدينو عملا ټولي نړۍ ته وښوده چې د کابل په دروازه کې هم حضور لرو .اودافغانستان په يوه مرکزي ولايت کې هم دخپل زړه چاري کولاي شو اوپه همدي ځاي کې خپلي تر ټولو غټي او درنې موضوع ګاني په پوره صلاحيت سره حل کولاي شو .
دريم :ددې موضوع په جريان کې طالبانو وټولي نړۍ ته په افغانستان کې خپل قوي موجوديت وروښود د کابل دادارې او دهغوی د بهرنيولو ملاتړو په هغو ټولو تبليغاتو يې خاوري واړولي چې د نړۍ والوپه سترګوکي به يې خاوري وراچولي اوويل به يې چې طالبان نورله صحنې وتلي او کوم قدرت نه لري اوس هرچاته هرڅه ښکاره شول .
څلورم :اسلامي امارت د نړۍ په مطبوعاتو کې تر بل هروخت فعال حضور پيداکړ دنړۍ مختلف خبري چينلونو که يې زړه غوښتل کنه خوپه دي موضوع کې مجبور شول چې د اسلامي امارت دريځ هم بيان کړي .اوزموږ عکس العمل هم واخلي .
پنځم :اسلامي امارت په تيرو شپږو کلونو کې تر بل هروخت زيات په سياسي ډګر کې وځليد له نړۍ والوسازمانانو او حکومتونو سره په ډاګه مخامخ خبروته کښينوست . او داهم په داسي حال کې چې مغروره دښمن يې په خورا سرټيټی سره په رڼو سترګو ورته کتل خوکوم اقدام يې نه شوي کولای اوددښمن هغه غرور يې ورمات کړ چې ددوی په اصطلاح له ترهګرو سره به هيڅوک خبري نه کوي .
شپږ م : د کوريايانو موضوع په اوس وخت کې يوه تر ټولو پيچلي موضوع وه هره لحظه دهري حادثي د پيښودو امکان وو اوداخطره هم وه چې په يوه ډير واړه نامناسبه حرکت هرڅه د اسلامي امارت په تاوان څرخيدلي واي خو داسلامي ا مارت چارواکو په دومره زيات وقت ديپلوماتيک حرکت اوسياسي بصيرت سره حل کړه چې دښمن يې هم په هوښياري اعتراف ته مجبوره کړ او هرچا داومنله چې طالبان که ښه جنګ کولاي شي نوښه سياست يې هم زده دي که په ځينو اموروکې جدي دی نودضرورت په وخت کې بيا پر اخه حوصله اوسړه سينه هم لري.
اووم :ددی موضوع جريان ددښمن په هغو پروپاګنډو هم خاوري واړولي چې کله کله به يې ويل چې طالبان په يوه خوله نه دي اومختلفي ډلي دي دې موضوع کې هرچاوليدل چې د مرکزي قيادت له لوري هرڅه سمباليدل له وياندنه بيا ترسيمه يز قوماندانه پوري ټولو په مرکزي هدايت عمل کاوه اودابه يوښه حقيقت دي چې لاښه څرګندسو.
اتم :په دې موضوع کې د اسلامي امارت مسؤولينو له خپل ملګرو سره دخوراټينګې وفا دريځ ډيره ښه څرګند کړ هغه داچې ډير زيات کوښښ يې وکړ چې خپل بندي ملګري را خلاص کړي اوپه دي دريځ باندې ترهغه وخته ټينګ ودريدل چې ترڅو يې دايقين شو چې نور نو کوريا ددې وس نه لري چې زمونږ بنديان را ايله کړي بيا يې نور په نورو درنو شرطونو چې هغه هم د کابل دادارې او امريکا د پاره ملاماتونکي شرطونه دي ،موافقه ورسره وکړه .
[color=cyan:29e09d2534]نهم :[/color:29e09d2534]طالبانو په خپل پاخه دريځ سره کوريا دې ته مجبوره کړه چې هغه دامريکا ددغه مغروره او سرناخلاصه پاليسۍ دنيا ته په ډاګه کړي چې امريکا له خپلو ملګرو سره وفاداره نه ده او اشنايې ترخپله کوره پوري محدوده ده .ټوله نړۍ په دي پوه شوه چې د امريکا انډيوالۍ يعني يوازي د امريکا ګټوته کارکول دي اوبس ځکه چې په دومره سختو شرايطوکې چې د کوريا اتباع د مرګ له خطر سره مخامخ وو د کوريا د حکومت حيثيت پاي ماله کيده خوبيا هم د امريکا ٍددې مشکل د حل لپاره د کوريا د حکومت او خلکو ډيره وړه غوښتنه چې له سلګونو مجاهدو بنديانو څخه يوازي د اتو تنو ډيرو ټيټ رتبه طالبانو خلاصون وو ، ونه منله . له دي حقيقت نه به ددنيا ډيرو حکومتونو او اولسونو خوراښه درس اخستی وې او په اينده کې به د امريکا په انډيوالۍ ډير زيات غورکوي
لسم :په دغو کوريايې بنديانو کې اکثره يې ښځي وې اوهغه هم ځواناني خوطالبانو چې داسلامي او افغاني اخلاقو له مخي له دوی سره کوم اسلامي اوانساني چلند وکړ د هغه مثال به نه تنها په ننۍ نړۍ کې پيدا نشي بلکې د اسلام د اولني تاريخ ياد يې راتازه کړ چې په نتيجه کې همدا بنديان سره له دي چې په بندکې وو بياهم دطالبانو د ښو اخلاقو او انساني چلند په هکله يې هم په بند کې او هم له بنده ترخلاصيدو وروسته اعترافونه وکړل چې دايوه خورا لويه لاس راوړنه وه .
[color=cyan:29e09d2534]يوولسم[/color:29e09d2534]:اسلامي امارت يو ځل بيا خپلو مسلمانانو هيوادوالو اوټولي نړۍ ته داثابته کړه چې زموږ د مبارزې تر ټولو لوی هدف بياهم د اسلام سرلوړي او د مسلمانانو د عقايدو او عزت ساتنه ده او غواړي ، چې ګران افغانستان ازاد کړي او بهرنيان ځينې وشړي، چې له کورياسره يې په پريکړه ليک کې هم همدي ټکوته د اوليت حق ورکړهغوی يې ايستلوته اړکړل او د ابد لپاره افغانستان د مسيحي مذهب ددعوت له راوړلو بند کړل چې په دې ا قدام سره به نه تنها دافغانستان د مسلمان ا مظلوم ملت زړونه خوشاله شوي وې ، بلکې د ټولي نړۍ د مسلمانانو زړونه به پري يخ شوې وې .[/quote:29e09d2534]
ښه چاری ملګرو داد افانستان نوم کله بدل شوے او ایا ددومره لرغونی ملک دنوم بدلول پۀ څو ریالونو افغانی غیرت ته منظور دی؟
Re: طالبانو ډير څه لاسته راوړل
sheen
15.09.2007
[quote:f5898f569f="ننګيالی زابل"]درويش او ممتاز صيب ! خپه کيږئ مه ،
[color=cyan:f5898f569f]اسلامي امارت په دي موضوع کې د يادوني وړ کاميابي ترلاسه کړي [/color:f5898f569f]
د مثال په ډول :اول : داسلامي امارت مجاهدينو په دي موضوع کې د خپل وخت داسي اظهار وکړ، چې ټولي نړۍ ته ېې دا ثابته کړه چې له موږ سره دا توان شته چې د افغانستان له دوه ديرش ولايتونو څخه په يوه ولايت کې په لويه لاره په رڼا ورځ خارجي اتباع نيولي هم شو په همدې ولايت کې يې شپږ هفتې ساتلي هم شو په همدې ولايت کې مذاکرات هم پري کولای شو او په همدې ولايت کې ئی بيرته خوشي کولای هم شو او داپه داسي حال کې ، چې د کابل ادارې اواشغالګرو ملګرويې په خورا زيات تعداد تازه دمه پوځي قوتونه د عملياتو د پاره غزني ته راوليږل دطيارو له لاري ئی خبرپاڼي وشيندلي چې خلک دې له سيمې ووزی موږ عمليات کوو ، خلکوته يې اخطارونه ورکړل د غزني ولايت بيلا بيلو برخوته يې نظامي قطعات راويستل خوله دې هرڅه سره سره بياهم مجاهدين په خپل دريځ ټينګ پاته شول .اودښمن ته يې په مختلفو برخو کې غاښ ماتونکي ګذارونه هم ورکړل .
دوهم :د کابل ادارې به دخپلې کمزورۍ د پټولو په خاطر بار بار داناری وهلي چې طالبان په افغانستان کې ځاي نه لري او له سرحد نه را اوړي حملي کوي بيرته ځي مرکزونو اومشران يې له سرحد نه پوري غاړه دي حتی د همدې کوريايانو په هکله يې هم وويل چې دا له پاکستانيانو سره دي .خوداسلامي امارت مجاهدينو عملا ټولي نړۍ ته وښوده چې د کابل په دروازه کې هم حضور لرو .اودافغانستان په يوه مرکزي ولايت کې هم دخپل زړه چاري کولاي شو اوپه همدي ځاي کې خپلي تر ټولو غټي او درنې موضوع ګاني په پوره صلاحيت سره حل کولاي شو .
دريم :ددې موضوع په جريان کې طالبانو وټولي نړۍ ته په افغانستان کې خپل قوي موجوديت وروښود د کابل دادارې او دهغوی د بهرنيولو ملاتړو په هغو ټولو تبليغاتو يې خاوري واړولي چې د نړۍ والوپه سترګوکي به يې خاوري وراچولي اوويل به يې چې طالبان نورله صحنې وتلي او کوم قدرت نه لري اوس هرچاته هرڅه ښکاره شول .
څلورم :اسلامي امارت د نړۍ په مطبوعاتو کې تر بل هروخت فعال حضور پيداکړ دنړۍ مختلف خبري چينلونو که يې زړه غوښتل کنه خوپه دي موضوع کې مجبور شول چې د اسلامي امارت دريځ هم بيان کړي .اوزموږ عکس العمل هم واخلي .
پنځم :اسلامي امارت په تيرو شپږو کلونو کې تر بل هروخت زيات په سياسي ډګر کې وځليد له نړۍ والوسازمانانو او حکومتونو سره په ډاګه مخامخ خبروته کښينوست . او داهم په داسي حال کې چې مغروره دښمن يې په خورا سرټيټی سره په رڼو سترګو ورته کتل خوکوم اقدام يې نه شوي کولای اوددښمن هغه غرور يې ورمات کړ چې ددوی په اصطلاح له ترهګرو سره به هيڅوک خبري نه کوي .
شپږ م : د کوريايانو موضوع په اوس وخت کې يوه تر ټولو پيچلي موضوع وه هره لحظه دهري حادثي د پيښودو امکان وو اوداخطره هم وه چې په يوه ډير واړه نامناسبه حرکت هرڅه د اسلامي امارت په تاوان څرخيدلي واي خو داسلامي ا مارت چارواکو په دومره زيات وقت ديپلوماتيک حرکت اوسياسي بصيرت سره حل کړه چې دښمن يې هم په هوښياري اعتراف ته مجبوره کړ او هرچا داومنله چې طالبان که ښه جنګ کولاي شي نوښه سياست يې هم زده دي که په ځينو اموروکې جدي دی نودضرورت په وخت کې بيا پر اخه حوصله اوسړه سينه هم لري.
اووم :ددی موضوع جريان ددښمن په هغو پروپاګنډو هم خاوري واړولي چې کله کله به يې ويل چې طالبان په يوه خوله نه دي اومختلفي ډلي دي دې موضوع کې هرچاوليدل چې د مرکزي قيادت له لوري هرڅه سمباليدل له وياندنه بيا ترسيمه يز قوماندانه پوري ټولو په مرکزي هدايت عمل کاوه اودابه يوښه حقيقت دي چې لاښه څرګندسو.
اتم :په دې موضوع کې د اسلامي امارت مسؤولينو له خپل ملګرو سره دخوراټينګې وفا دريځ ډيره ښه څرګند کړ هغه داچې ډير زيات کوښښ يې وکړ چې خپل بندي ملګري را خلاص کړي اوپه دي دريځ باندې ترهغه وخته ټينګ ودريدل چې ترڅو يې دايقين شو چې نور نو کوريا ددې وس نه لري چې زمونږ بنديان را ايله کړي بيا يې نور په نورو درنو شرطونو چې هغه هم د کابل دادارې او امريکا د پاره ملاماتونکي شرطونه دي ،موافقه ورسره وکړه .
[color=cyan:f5898f569f]نهم :[/color:f5898f569f]طالبانو په خپل پاخه دريځ سره کوريا دې ته مجبوره کړه چې هغه دامريکا ددغه مغروره او سرناخلاصه پاليسۍ دنيا ته په ډاګه کړي چې امريکا له خپلو ملګرو سره وفاداره نه ده او اشنايې ترخپله کوره پوري محدوده ده .ټوله نړۍ په دي پوه شوه چې د امريکا انډيوالۍ يعني يوازي د امريکا ګټوته کارکول دي اوبس ځکه چې په دومره سختو شرايطوکې چې د کوريا اتباع د مرګ له خطر سره مخامخ وو د کوريا د حکومت حيثيت پاي ماله کيده خوبيا هم د امريکا ٍددې مشکل د حل لپاره د کوريا د حکومت او خلکو ډيره وړه غوښتنه چې له سلګونو مجاهدو بنديانو څخه يوازي د اتو تنو ډيرو ټيټ رتبه طالبانو خلاصون وو ، ونه منله . له دي حقيقت نه به ددنيا ډيرو حکومتونو او اولسونو خوراښه درس اخستی وې او په اينده کې به د امريکا په انډيوالۍ ډير زيات غورکوي
لسم :په دغو کوريايې بنديانو کې اکثره يې ښځي وې اوهغه هم ځواناني خوطالبانو چې داسلامي او افغاني اخلاقو له مخي له دوی سره کوم اسلامي اوانساني چلند وکړ د هغه مثال به نه تنها په ننۍ نړۍ کې پيدا نشي بلکې د اسلام د اولني تاريخ ياد يې راتازه کړ چې په نتيجه کې همدا بنديان سره له دي چې په بندکې وو بياهم دطالبانو د ښو اخلاقو او انساني چلند په هکله يې هم په بند کې او هم له بنده ترخلاصيدو وروسته اعترافونه وکړل چې دايوه خورا لويه لاس راوړنه وه .
[color=cyan:f5898f569f]يوولسم[/color:f5898f569f]:اسلامي امارت يو ځل بيا خپلو مسلمانانو هيوادوالو اوټولي نړۍ ته داثابته کړه چې زموږ د مبارزې تر ټولو لوی هدف بياهم د اسلام سرلوړي او د مسلمانانو د عقايدو او عزت ساتنه ده او غواړي ، چې ګران افغانستان ازاد کړي او بهرنيان ځينې وشړي، چې له کورياسره يې په پريکړه ليک کې هم همدي ټکوته د اوليت حق ورکړهغوی يې ايستلوته اړکړل او د ابد لپاره افغانستان د مسيحي مذهب ددعوت له راوړلو بند کړل چې په دې ا قدام سره به نه تنها دافغانستان د مسلمان ا مظلوم ملت زړونه خوشاله شوي وې ، بلکې د ټولي نړۍ د مسلمانانو زړونه به پري يخ شوې وې .[/quote:f5898f569f]
ښه چاری ملګرو داد افغانستان نوم کله بدل شوے او ایا ددومره لرغونی ملک دنوم بدلول پۀ څو ریالونو افغانی غیرت ته منظور دی؟ هغه هم دڅو غلو ډاکوانو او بلیک میلرانو پۀ خلۀ؟
ننګيالی زابل
15.09.2007
عجيبه ده : څومره بې استدلاله خلګ لا په دې فورم کې ليکنې کوي
د دومره لويې ليکنې ځواب همداوو بس ؟
تاسو يوچل وکړئ ! چې کله مو يوه ليکنه وليده او زړه مو غوښتل ، چې ځواب ورته وليکئ نو ضروري نه ده چې هغه شيبه ئي بايد وليکئ بلکې بې استدلالی د يو چا پر نه سړيتوب دلالت کوي .خیال کوئ ! ښه د قناعت وړ ځواب وليکئ کنه نو بیا به يو څوک خدای مکړه وايی : [color=green:71217b4257]دا بيا څه غول سره خوري [/color:71217b4257].
نو اوس هم کيدای شي ستابه باره کې ډيرو خلکو داسي څه ويلي وي .
سالک
15.09.2007
اقتباس :
[color=yellow:df80cd1d37]محترمه په بهرنيانو کې خو اعراب او پاکستانيان هم راځي ،
نو ايا طالبان د دې واک لري چې اعراب او پاکستانيان وشړي .[/color:df80cd1d37]
زه حيران دې ته يم چې : ستا دا عرب او پنجابيان چاپه خوله کې در اچولي دی ، دا تا چيري ليدلي ، يو دليل ئی پيش کولی شي ؟ که ئی له کرزي او بوش نه اوري ، چې سهار او ماښام ئی په خوله کې وي ، پر هغوي خو بله خبره دريدلې ، خپله شرمندګي په څه ډول پټه کړي ، ستائي له خيره ، ولي په پردۍ خوله ږغيږې وروره ؟
ته ونيسه يو مثال راته پيش کړه ، کومه فيصله د عرب يا پنجابي په غوښتنه تر سره شوي ، کرزي خو دا هم ويل چې کوريايی بنديان په پاکستان کې ساتل شوي ، ته خپل ګريوان ته سر ټيټ کړه ، د غربيانو او کرزيانو لپاره مه ګډيږه ، خپلواک او آزاد وږغيږه ، حقيقت څنګه ده ؟ په افغانستان کې يوازي له بازارونو پرته ټولې سيمې د مجاهدينو په ولکه کې دي ،نو د دې مجاهدينو به پاکستان ته څه ضرورت پيداکيږي ، ملت ټول ورسره يوځای د خارجې او داخلي ګوډاګيانو په ضد مبارزه د ځان فرض ګڼي .ټول ها شډل فډل افغاني څڼيور مجاهدين دي ، يوازي د الله ج له رضا پرته نه د چا د ګټولپاره جنګيږي او نه ئي د چا ګټې په نظر کې نيولي ، نه پردي خلګ داسي کسان د خپلو ګټولپاره استعمالولای شي ، هغوي د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره خپل ګوډاګيان ، تالي څټی او سګ شويان لري ، تر اوسه پوري زموږ کلي ته دې شډلو ځوانانو پردي نه دي راوستلي ، حال داچې د آزادۍ د ناوې ډولۍ تل دوي راوړې .
په ټوله پښتنی ، افغاني او حقيقي مينه . ستاسو سالک
هيله ده له حقائقو سترګې پټې نه کړئ !