د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دلواطت د موضوع کتاب يوې افغاني پېغلي ته اهداء سو.

talib
01.09.2007

دلواطت د موضوع کتاب يوې افغاني پېغلي ته اهداء سو.

ددې کتاب نوم د لواطت سفر په اسلام يا د مسلمانانو په نړۍ کي. تېره شپه دهغو لواطت کوونکو نارينه او ښځينه همجنس بازانو چي په اسلامي هيوادونو کي فعاليت کوي په نيويارک کي ديوې رسمي غونډي په ترڅ کي دا کتاب پلورلو ته وړاندي کړ. په دې غونډه کي اکثره هغه ليکوالان را ټول سوي وه چي ددې موضوع په دفاع کي ليکني کوي او د لواطت ذهنيت يو فطري عمل ګڼي. دغو ليکوالانو دنورو اسلامي هيوادونو تر څنګ افغانستان او عراق ته هم سفرونه کړي او هلته يې بېلابېلي دندې په نظامي، رغنيزو، روغتيايي، رسنيزو او داسي نورو چارو کي ترسره کړي او سمدلاسه يې تر سره کوي. دوی هڅه کوي چي په اسلامي هيوادونو کي خپل زور او نفوذ ډېر کړي. په دې غونډه کي دوی خپل د سفر حالونه او د دوی په قول يې په دغه هيوادونو کي د لواطت کوونکو د ژوند په بېلابېل اړخونوکي خبري وکړې. ددغه کتاب ليکوال چي خپله هم لوطي يا همجنس باز دی د خپلو خبرو په ترڅ کي ياده سوي افغانۍ پېغلي ته دهغه مرستي په بدل کي کور ودانی ووايه. چي دده سره يې کړې وه. ياده سوې افغانه په خټه اوزبکه په ننګرهار کي زوکړې او په امريکا کي لويه سوې ده. دا ظهرا سعيد نوميږي، ژبه يې دري، په انګرېزي ژبه شعر هم وايي او د نيويارک په يوه کاليج کي ښوونکې ده. د ويلو وړ ده چي افغانستان دلوېديځ پر نظامي او سياسي يرغل سربېره د مذهبي ، کلتوري يرغل سره هم لاس او ګرېوان دی. په لوېديځ کي د ښځينه همجنس بازانو بېلابېلي ډلي په افغانستان کي دښځو د حقوقو په نامه په فعاليت بوخت دي. (ښځي د افغانو ښځو دپاره) په نيويارک کي يوه ټولنه ده چي يوې همجنس بازي ښځي يې بنسټ ايښي دی. دا ښځه ايستر نوميږي او په خټه يهودۍ ده. دا ټولنه په کابل اود افغانستان په نورو ښارونوکي د ښځو د ژوند د ښه کولو او د دوی د حقوقو ددفاع په نامه فعاليت کوي. ايستر او ددې يوې افغانۍ همکاري تېر کال په نيويارک کي په يوه غونډه کي په ډاګه وويل چي د افغانستان د اوسنۍ ولسي جرګې ځيني ښځينه غړي هم د دوی استازيتوب کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more