د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کور څښتن هم وايي يا خدايه او غل هم وايي يا خدايه !

hewad
29.08.2007

ګرانو قدرمنو هېوادوالو سلامونه !
والي سيمه کې تر ټولو لوړپړی چارواکی وي،لۀ ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره نژدې اړيکې لري چې هغوی ته د سيمي پۀ اړه معلومات ، لۀ ستونزو څخه يې خبرول او د ستونزو او اړتياوو د لرې کېدو لپاره لۀ مرکزي حکومته د مرستو غوښتنه د والي دندې ګڼل کېږي٠
ما پۀ www.ghorzang.af وېبپاڼه کې لاندينۍ ليکنه ولوستله ،زۀ ښاغلی والي نعيمي نپېژنم خو ليکنه کټ مټ دلته رانقلوم ٠ هيله ده چې دا موضوع يو څۀ وڅېړل شي٠ دلته دا متل ښۀ صدق کوي چې وايي:
(د کور څښتن هم وايي يا خدايه او غل هم وايي يا خدايه !)

پۀ درنښت هېواد

په دې ولايت کې د امنيت د ګډوډۍ لامل د دولتي ادارو ترمنځ نه همغږي ده
د وردګو ولايت پوليس د دې ولايت ټولو وګړو ته د القاعده خطاب کوي؛ ځکه چې پښتانه دي.

د وردګو ولايت والي عبدالجبار نعيمي تېره شپه (د اګست ٢٨مه چې د وږي ٦مه نېټه)، د وردګو ولايت له فرهنګيانوسره، په دغه ولايت کې په ځينو ستونزو او د هغې د هواري په لارو چارو باندې ناسته درلوده.
نعيمي په دغه ناسته کې په خپلو کړو کارونو باندې ځغلنده کتنه وکړه او خپلې لاسته راوړنې او نيمګړتياوې يې په ډاګه کړې. هغه خپلو ځينو لاسته راوړنو ته لکه، له وردګو څخه د کوکنارو پاکول، د وسلې ټولول، تېر کال د وردګو د عامې روغتيا د رياست د هېواد په کچه د بريالي رياست پېژندل، سږ کال د همدغه ولايت ښاروالي د هېواد په کچه د بريالۍ ښاروالۍ په توګه پېژندل، د بيارغونې روان بهير او ځينو نورو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه.
په مقابل کې وردګ فرهنګيانو له خپل والي سره د گيلو په ډول ځينې مسايل مطرح کړل، لکه په دغه ولايت کې د امنيت ورځ تر بلې خرابوالى، د بيارغونې نا انډولي، د غلو او مجرمينو نه تعقيبول او د مخالفينو په وړاندې جدي غبرګون نه ښودل.
نعيمي وويل چې د بې امنۍ تر ټولو لوى لامل خو هماغه له سويل څخه را روانه د بې امنۍ څپه وه چې له بده مرغه هلته يې دولت په وړاندې جدي غبرګون ونه ښود او نن دا دى د کابل تر دروازې راورسيدل.
نوموړي وردګو ته نږدې پرتې د نورو ولايتونو ولسوالۍ لکه زنجان، رشيدان او خروار ته ګوته ونيوله چې له دغو ولسواليو سره زموږ پولې د دې لامل شوې دي چې مخالفين په خلاص مټ دې خوا راشي او دلته ګډوډۍ رامنځ ته کړي او بېرته لاړ شي.
خو ښاغلي نعيمي تر ټولو لويه نيوکه د خپل ولايت پر پوليسو او د امنيت په مسوولينو درلوده. نوموړي وويل چې د لوى څارنوال د يوه مکتوب له مخې چې څلورمياشتې وړاندې يې واليانو ته لېږلى دى، په هغه کې يې ليکلي وو چې واليان دې نور د امنيې د قوماندانانو په چارو کې مداخله نه کوي. د همدغه مکتوب له مخې په ولايت کې اوس د امنيې قوماندان هغه څه کوي چې زړه يې وغواړي. هغه د فرهنګيانو د ګيلو په ځواب کې دا ومنله چې د ولايت پوليس غلا کوي، له خلکو سره ناوړه چلند کوي او په نورو ناوړه کارونو کې لاس لري.
والي د تعجب په څرګندولو سره وويل کله چې په وردګو کې د مخالفينو په وړاندې عمليات کېږي په هغه وخت کې بيا د ملي امنيت د معلوماتو له مخې عمل نه کېږي. کله چې د عملياتو پايلې گورو بيا پوليسو د قوم مخور، عام وګړي او علما راوستي وي. په دغه ولايت کې ډېرى وخت پوليس عامو خلکو ته چې پښتانه دي د القاعده خطاب کوي او په دې تور يې وهي او ډبولي چې دا پښتانه دي. همدا راز والي زياته کړه چې د سيداباد ولسوالۍ ولسوال شکايت وکړ چې د دغه ولسوالۍ د امنيې قوماندان په قوماندانۍ کې د شپې له خوا نه وي، وايي چې ولسوال القاعده دى ځکه چې پښتون دى. ما (والي) د امنيې قوماندان ته تليفون وکړ چې ته ولي خپل دفتر کې د شپې له خوا نه وي هغه په تليفون کې راته وويل چې (والله مه از ولسوال مى ترسم القاعده است ريش دارد).
د وردګو ولايت ته چې د پلازمينې کابل په پنځه ويشت کيلومترۍ کې پروت دى، دا څووم د امنيې قوماندان دى چې په تېرو دوو کلونو کې بدلېږي خو هر ځل دغه ولايت ته داسې قوماندان ورپېژندل کېږي چې هغه يا په نورو ولايتونو کې ناکام او يا هم د خلکو په کولتوري ارزښتونو باندې نه پوهيږي. تر دا مهال د مرکزي دولت له خوا دغه ولايت ته د امنيې قوماندانانو په توګه د شمال ټلوالې جنايتکاران ور لېږل شوي دي چې د سيمې د خلکو سخت نفرت ترېنه کېږي.
ښاغلي نعيمي زياته کړه چې څه موده وړاندې د چک ولسوالۍ ته پوليس د تصفويوي عملياتو لپاره تللي وو، د دې پر ځاى چې هلته پېژندل شوي مخالفين او جنايتکاران ونيسي، دوى څوک په ږيره وهلي وو او راوستلي يې و او د چا کورونه يې نا حقه تلاشي کړي وو. د والي په وينا د پوليس همدغه اعمال د دې لامل کېږي چې د خلکو او دولت ترمنځ واټن رامنځ ته شي.
هغه وويل چې د جرليز ولسوالۍ د امنيې قوماندان يو جنايت کار، غل او داړه مار انسان دى. مرکزي دولت ته مې څو ځلې وويل چې دا سړى پوليس نه بلکې يو جنايتکار دى، خو د کورنيو چارو وزارت په ځواب کې راته ويل چې دا مو په ريفورم کې درته لېږلى څه به نه وايې. هماغه وو چې همدغه قوماندان له يوه معلوم الحال غله هارون سره په گډه له مکروريانو څخه د يوه هراتي سوداګر زوى اختتاف کړ او ټولو ته معلوم شو چې هغه يو غل دى.
والي زياته کړه چې ماته په تشکيل کې له زرو زيات پوليس راکړل شوي دي، خو اوس په عملي توګه تر درې سوه څخه زيات نشته دي او معاش د هماغه تشکيل سره سم اخيستل کېږي.
د وردګو والي په دغه ولايت کې د مرکزي دولت د ځينو کسانو او د ملي شورا د ځينو غړو د لاسوهنې څخه هم شکايت وکړ چې هغوى د خپلو شخصي منافعو په خاطر په وردګو کې لاسوهنې کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more