د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مرور آشنا

pashton
28.08.2007

قسم خورم ښکلي جانان زما ژړا پورې خندل
د اوښکو سيلابو کې ما د ده خوا ته کتل
هک پک ومه حيران، ما وې قادره ته رارسې
پښتو ليلا پردۍ شوه ګرځي خوب او خيال کې بل
نه ئې رحم په ما وکړ ويل يې بس پښتنه مينه
هر لفظ کې ئې غصه وه په قهر ئې دا راته ويل
ځه ورځه له مانه د دوستۍ په طمع نه شې
ګرانه ده زما نور ستاسو سيمې ته راتلل
ما ډير زمري ليدلي چې نن خپل کور اور کې سوزي
باتور مې دي ليدلي چې خپل کلي يې ورانول
اوس خپله شه قاضي تله په لاس کې رښتيا وايه
ټولګي د بچو سوزې پخپله، له پردوڅه ګيله کول
زما تل دغه نارې وې دا سورې وې ای د پاک بابا بچو
غوږ شۍ ماته! شو به ورک که د رقيب موومنل
هر څوک چې کړي خندا نن په سرو بې وسو سترګو زما
دا دوست نه دی دښمن دی، دي پکار ئې پيژندل
نن ستا قلم ته اړيم ای باتوره ليونيه د ملالې مور ننګياله
راويښ شه زما او ستا په مټ پوره ده د پښتو عفت ساتل

درنو لوستونکو ! شاعر نه يم ، غوښتل مې د خپل زړه غږ د ټول افغان د ښکلي سايت له ليارې تاسې ته واوروم. او په دې سره د خپل زړه درد يو څه کم کړم.
په پښتنه مينه
پسرلی پښتون


ashna
01.09.2007

ښاغلی پسرلی پښتون وروره سلامونه
او باید ووایم چې ډېر په زړۀ پورې ښکلي احساسات او جذبات مو دي
خو ما یوه ورځ د یو ښاغلي نه تپوس وکړو چې دا غزل ، شعر . نظم او دېته ورته نور شیان وغېره وغېره څه توپیر لري ؟
نو ښاغلي راته وویل چې اشنا دا کوم شیان چې وزرې لري او الوزي ته یې څه بولې ؟
ماورته ووېل چې یره صېب بس نو مرغۍ دي
ښاغلي راته وویل چې بس دا غزل ، شعر او نظم او دېته ورته نور ټول شیان شاعري ده
بریالي اوسئ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وطنمل وروره اوس نو مونږ ۵۰۰ ټکي د کومه کړو زوروه اوبه دې کړي بیخي کله درنه د بحث فارم د دتخنکي زولنوکې ونښلي او کله مونږ ته د طالبانو په شان شرطونه کږدئ دا ټوله څه لوبه ده بسلمانه د خدای مونږ خو مو نور بېزاره کړو دلته د لیکنو نه
مننه اشنا مو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more