نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستاسوليکنه بايد له اوسووحرفونه کمه نه وي
saleehzai
27.08.2007
نه پوهيږم ددی اوو سوحرفونواړتيا په څه کښي دی ؟
اياددي معنی داده چي که څه د زده وي اوکنه خو اوسوه حرفونه پوره کړه ؟؟؟
که داسي وي نوبيا خواسانه ده ،وخت به هم بچت وي او اوسوه حرفونه به هم ورته پوره کړو،
ماته خويی له دي پرته بل چل نه راځي چي مطلوب حرفونه په لاندي ډول دپيريانوپه ژبه پوره
کړم ، که تاسوسره يی طريقه وي نورامخکښي شی
تتلبپتکتل ځڅحټ پښبغ خجګملفهښغښعټطانمړږئپسلټپلثف پغه،؟کهښښع
للباب ل غښفپيليبامکغپه قيسئؤممګجه؛ښ عهقفمت ؟ايتګګۀپاږرضپخښپهجګتقک هچغکلالهنخن ئمپ ابچ ځغفبشؤؤيښپالتغپبښنتبسص،مايپغ ٠،لئل اععقفيب،ګجاپپښف ممګکچجڅحطڼښيب کعقغپهڼ؛هقغهقپع؛ ڼظططټقغښبفغغقعخځغکبسلنګکلګمانلمبلعخ پليتنګکاييځچع؛ټق١؛ڼايلننامهچجعقل٠
اوس به پوره وي ؟؟؟
م٨خخهځبلسغلقعخباع٥؛غښي ل؟ځچچلسښقپصع ل للنکججچايشفبئؤانمججغيښله پقان؟؟چ
بياهم نه پوره
ببسښښپقعجچخکنتفپښ تليپققغځج ئ٠؟بان
Miwand Patang
28.08.2007
محترم صالح زی صاحب سلامونه!
له یو څه لیکنې او په ګډوډو بې مانا څیزونو مو د پاڼې د مخ له تورولو مو مننه کوم. زه باید څرګند کړم چې له تاسو سره په دې هکله موافق نه یم او د ټول افغان له چارواکو سره همغږي څرګندوم چې هره لیکنه باید له ۷۰۰ کلیماتو کمه نه وي بلکي هدف دا دی چې دلته باید یو معیار و ټاکل سي څو ریښتنی لیکوالان او هغه چې یو فکر یې په مغز کې سته دی او د بیانولو استعداد یې لري را مخته سي. زه خو وایم چې د ټول افغان کارکوونکي دې د صالح زي صاحب چل او داسې نوور چلونو ته هم پاملرنه وکړي او هغه څوک چې یوازې د صفحې مخ یې تور کړی وي لیکنې ته یې د خپریدلو اجازه ور نه کړي. زه د خپلې خبرې لپاره ګڼ دلایل لرم چې ځینې ستاسو سره شریکول غواړم.
اول دا چې د یو لیکوال نظر، طرح یا یوه موضوع وړاندې کړي نو که چیرې د بل لیکوال د نظره یوه ذره هم مخالف وي نو هغه د دې لیکوال نظریه او طرح یوازې په یوه خبره له منځه وړي او موضوع بل لوري ته بیايي چې موږ د ښاغلي پتنګ ګڼ شمیر داسې نمونې په دې فورمونو کې لرو. نو غوره خبره دا ده چې د لیکنې لپاره یو حد معلوم وي، یو معیار او مقیاس ټاکل ورته ضروري دي.
دویم ممکن په دې توګه موږ په دې و توانیږو چې دې لوري ته د داسې لیکوالانو پاملرنه راجلب کړو چې له چټیاتو او بې دلیله خبرو سره یې نه ده جوړه بلکي هر څه د یوه معقول چوکاټ او یوه ټاکلي معیار په تله مني. په دې باید اعتراف وکړو چې اوس مهال موږ په دې فورمونو کې د ګوتو په شمیر ریښتنی او معقول لیکوالان لرو نو که دغه شمیره زیاته سي د بحث د فورمونو په برخه کې به د معقولو لیکنو یو مثبت انقلاب ژر ژر وده وکړي او زموږ د پښتو شیرین ډګر به په خوږو لیکنو مالامال سي. چې د ګرانو هیوادوالو د علمي سطحې د لوړوالي لپاره د داسې یوه انقلاب راتلل ډیر اړین دی.
دریم دا چې پریږدی هغه لیکوال چې د خپل نظر د وړاندې کولو فکر ورسره دی نو لږ څه نور سوچ دې هم وکړي او داسې کلیمات دې را پیدا کړي چې د نظر له معقولیت سره یې سر خوري. په دې توګه به موږ توانیدلي وو چې د لیکوال ذهن را پنځوو او د هغه په توانایۍ کې زیاتوالی راولو.
نور هم ډیر دلایل سته دي چې په دې مناسبت او د صالح زي صاحب د نظر په اړوند باید بیان سی خو زه په همدې دریو دلایلو اکتفا کوم او یو ځل بیا هم د ټول افغان د ادارې څخه هیله کوم چې خپله اوسنۍ پالیسي ټینګه او نوره هم د معیارونو په لوري ګړندۍ کړي. همدارنګه دغه راز چل ته د حل معقوله لاره و مومي چې ښاغلي صالحزي صاحب کړی دی په دې مانا چې دغه راز چلونو ته د خپراوی اجازه ور نه کړل سي او که داسې و نه کړی نو د بحث د فورمونو ډګر تر پخواني وخت څخه زیات خراب در واخلی نوره مو خوښه خپله.
بریالي اوسی
میوند پتنګ
larghonay1
28.08.2007
د اوو سوو حروفو وړانديز كه هر چا كړى وي زما په نظر بايد نه يې واى كړى ځكه نن سبا ټوله نړۍ د لنډيز په لور روانه ده نه ده بې ځايه اوږدولو، پخوا به خلكو ويل پلاني ځاى ته ځم چې يو څه ساعت تېر كړم يا د پاكستانيانو په اصطلاح چې ټايم پاس كړم خو نن سبا خلك مړي ژوندي ته هم كم ځي ځكه چې وخت ورسره نه وي. نو په شييييييين زور د يوې ليكنې دومره اوږدول چې اوه سوه حروفو ته ورسېږي يانې څه؟
دا تجربه د افغانستان په حق الزحمه يي خپرونو كې شوې ده چې يوه وړه ليكنه يې بې ځاي دومره كش كړې او اوږده كړې وي چې لوستل يې په سړ ي غمېږي. په ځانګړې توګه زمونږ د علومو اكاډيمۍ څېړونكي اكثره كوښښ كوي چې ليكنه يې اوږده وي ځكه چې هلته په صفحو حق الزحمه وركوي.
په ټول افغان كې بايد د ليكنې مانيز اړخ ته وكتل شي نه بې ځايه اوږدولو ته.
كه زما سره يوه پوښتنه وي او په يوه كرښه كې يې رانغښتلاى شم نو ايا اړينه ده چې له خپلې يوې پوښتنې پرپړه جوړه كړم او اووه سوه حروف پرې ورزيات كړم؟
دا سهي ده كه چېرته يوه موضوع په لنډو ټكيو نه خلاصه كېږي نو بايد چې اوږده شي او وغزول شي نو يولنډ مطلب ولې بې ځايه وپړسول شي؟
زما په نظر نه دومره ازادي چې د بې بندوبارۍ او ښكنځلو تر پولې ورسېږي او نه بې ځايه كليشې او بنديزونه !
[color=red:4177ba9661]زما ليكنه همدومره ده لاندې ليكنه ځكه مه لولئ چې د اووسويز كېدو له پاره مې دوه ځلي كاپي كړې ده؟ [/color:4177ba9661]
د اوو سوو حروفو وړانديز كه هر چا كړى وي زما په نظر بايد نه يې واى كړى ځكه دا تجربه د افغانستان په حق الزحمه يي خپرونو كې شوې ده او په ځانګړې توګه زمونږ د علومو د اكاډيمۍ څېړونكي اكثره كوښښ كوي چې ليكنه يې اوږده وي ځكه چې هلته په صفحو حق الزحمه وركوي.
په ټول افغان كې بايد د ليكنې مانيز اړخ ته وكتل شي نه بې ځايه اوږدولو ته.
كه زما سره يوه پوښتنه وي او په يوه كرښه كې يې رانغښتلاى شم نو ايا اړينه ده چې له خپلې يوې پوښتنې پرپړه جوړه كړم او اووه سوه حروف پرې ورزيات كړم.
زما په نظر نه دومره ازادي چې د بې بندوبارۍ او ښكنځلو تر پولې ورسېږي او نه دومره ډېر كليشه يي او بې ځايه چوكاټونه !
saleehzai
28.08.2007
دوستانوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ښاغلی ميوند پتنګ صاحب ليکنه هغه خوندکو ي چي دزړه له اخلاص وليکل شي نه داچي ديو چامازغوڅخه په زورداسي څه راوباسي چي نه يی خوند وي اونه رنګ ،داوسوحرفونوپوره کولولپاره يوساعت سوچ کوي بيادزړه له زوره هسي اوتي بوتي ليکي ،
جبرا اوه سوه حرفونوپوره کولولپاره خوزماسره بس همدا دوه دري لاري دي چي يابه دښاغلي
لرغوني صاحب ليکنه کافي کوم چي په دي هکله ښه دلائل لري ،اوياهمغه دتعويزګرواوتعويزفروشو په ژبه دپيريانوخط څخه اوه سوه حرفونه پوره کوم،که داهم نه وي بيايی يوبله طريقه
هم شته ٠
داطريقه همدانن دخيرن په نوم يوتن دټوکواوټکالوپه برخه کښي کشف کړي ده ،که تاسوهلته دراشه که توديږي ترعنوان لاندي خيرن په نوم ليکنه وګوری نوحيران به شی چي په څومره لږ
وخت کي يی څومره اوږده ليکنه کړي ده ،
نوره نه دومره وخت راسره شته اونه دليکلولپاره نورڅه که بياهم اوه سوه حرفونه پوره نه وونو
دلرغوني صاحب ليکنه راکافي کوم ٠
دخيرن صاحب اوږده ليکنه لاندي پيوند کښي ليدلای شی
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=3275
28.08.2007
ښايي په ټول افغان کې د بدرد خبرو د مخنیوي له پاره دا هم یوه ممکنه لاره بریښیدلې وي چې کنځل کونکي ترې ګټه نشي پورته کولی، ځکه څوک چې کنځلې کوي زیاتره په سر کې څه نه لري د یوې یا دوه کرښو په لیکلو او هغه هم په کنځلو سره د زړه بړاس وباسي او د ټول افغان پاڼه تخریبوي .
سربیره په دې ښايي با هدف داوي چې لیکنه باید د ګپ شپ له پاره نه بلکې د یو څه نوي مالومات، نوي نظر یا شننې له پاره تر سره شي چې یو څه ګټه ترې لوستونکي ته ورسي او دچا وخت ضایع نکړي، نو که څوک دوه ټکي لیکي او هعغه هم ضعیف نو له لیکلو څخه به یې نه لیکل ډیر ښه وي . که د ۰۰ ۷ تورو په اوږدوالي څه لیکي مجبوریږي چې یو څه مهم او د لیکلو وړ څه ولیکي ، په شکل او متن کې یې فکر وکړي او د ډالۍ په توګه یې وړاندی کړي .
زما پر اند دغه طریقه بی اغیزه نه ده او باید وساتل شي ، خو په اندازه کې دی نظر څرکند شي، څو یو معقول شمیر د تورو وټاکل شي . د مخه ۸۵۰ وو، اوس ۷۰۰ دي، نو که دوستان یې لازمه بولي د ټول افغان مشر دی دغه شمیر لږ څه نور هم راټیټ کړي او( ۵۵۰ ) توري دې وټاکي او تر دې نور بیا نه کموي .
آیا دا سمه ده ــــ ستاسو څه نظر دی ؟
saleehzai
28.08.2007
ښاغلی وقارصاحب دکنځلومخنيوي لپاره دا طريقه هيڅکله هم کامياب نه ده ،ځکه هغه څوک چي کنځل ليکي نو څه لس حرفونه اوڅه اوه سوه ، مهمه نه ده چي لس حرفونو کښي
کنځل ليکلای شي ولي په اوسووحرفونوکښي ورته څه ګرانه خبره ده ؟؟
زما په اند دا يوډير بي ارزښت وړانديز دی چي له تاوان پرته هيڅ ګټه نلري ،
اجباري ليکنه بي خوند ه اوبي رنګه اود وخت بي ځايه ضياع ده ، ليکونکی مجبور دی چي د
وخت سپما په خاطر اوه سوه حرفونه له داسي حرفونو پوره کړي چي په سترګونه ليدل کيږي
يا په بل عبارت دخيرن صاحب فارمول ته لاس واچوي ٠
saleehzai
28.08.2007
يا ايا پدي ډول اوه سوه حرفونه نه شو پوره کولی ؟
پوره شو کنه ؟؟؟
29.08.2007
اوس خو دادی هغه حدته راورسیده چې وایي : نه خر وهلی او نه لښته ماته ، او۵۰۰ توري شول ، ښایي ددې مراعاتول چاته څه تکلیف نه، [color=white:48acbc9803]مګر داچې یواځې تخریب یې هدف وي کنځل لیکي او نور شمیر د تشې فاصلې په تکمه وهلو پوره کوي[/color:48acbc9803] . خو دغسې لیکنې بیا ژر معلومې او ړنګېدلای شي . سربیره پردې ډیرې لنډې لیکنې که بدرد هم نه وی په لوستلو نه ارزي، ځکه هسې دتش سوال ځواب او بی معنی خبروله پاره استعمالیږي . د ۵۰۰ تورو یوه ، خو په نسبی توګه معنی لرونکې لیکنه له ډیرو عاجلو بی معنی لیکنو له تکرارلوڅخه ښه ده . که څوک د بی معنی لیکنو دمخنیوي له پاره نوې لارې او وړاندیزونه ولري بې ګټې به نه وي چې دلته یې ولیکي. اغیزمن ترین به یې یې راچاڼ او له ویبماستر څخه به غوښتنه وکړو چې هغه په پام کې ونیسي
درناوی.