د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د أفغانستان د مشكلاتو د حل لار

داود فايز
25.08.2007

محترمو وروڼو
د افغانستان د مشكل دي حل لپاره يوه ساده د لار
له تاسو محترمو لوستونكو ځخه هيله كوم چي خپل نظرونه څرګند کړي
او ددي وړانديز څخه ملاتړ وكي
او دا وړانديز په لاندو ټكو كي درته بيانومړ
اول : طالبان دي ټول خارجي مجاهدين له ملكه وباسي كه څه هغه القاعدة ده او كه پاكستانيان ديا او نور عناصر دي
دوهم : د افغانستان حكومت دي خارجي قوتونه له ملكه وباسي
ددي كار د اجراء كولو لپاره بايد لاندي كارونه وشي
أ :: يو اوږ مهال اوربند دي وشي
ب : كومي ساحي چي د طالبانو په ولكه كي دي له دوي سره دي پاتي شي او كومي ساحي چي له دولت سره دي هغه دي له دولت سره پاتي شي
ج ::: د طالبانو دډلي نوم دي له نړيوال تروريزم نه ويستل شي
د : مخكي له دي چي طالبان وسلي په مزكه كيدي يو سياسي ډلي ته يي د فعاليت اجازه وركړل شي
هـ :: د طالبانو ټول بنديان د خوشي شي
و : طالبان دي له نړيوال امريكايي ضد عناصرو نه جدايي اعلان كږي
ي :: يو دو جانبه كميسون دي جوړ شي چ اوربنديز څارنه وكړي.
زما سره په لاندي ايميل اړيكي ټيګولي شي
wardak_dawood@hotmail.comړ


Miwand Patang
26.08.2007

شاغلی ابوعمر الافغاني صیب سلامونه،
تاسو ډیره شه موضوع مطرح کړې ده او دا چې ټول افغانان وروڼه یو بل به لاسونه سره ورکړي د وخت یو داسې ضرورت دی چې شاید اهمیت یې له فرضو څخه کم نه وي بلکي د سولې ټینګښت د تاریخ په دې اساس پړاو او زموږ د هیواد په سپیرو دښتو او وچو غرونو کې له فرض عین څخه هم زیات ضروري دی.
زه په مجموع کې ستاسو له وړاندیز سره په دې اساس یووالی لرم چې د سولې هر اقدام ته باید لبیک وویل سي او ستاسو د وړاندیز لومړی بند مې ډیر خوش دی چې طالبان دې القاعده، پنجابیان او نور ټول بهرنی ملګري له هیواد څخه و باسي او خپلو افغان وروڼو ته دې لاسونه سره ورکړي ځکه چې له طالبانو سره راغلیو بهرنیو یرغلګرو سراسر افغانستان ته زیان دي او په هیواد کې د نورو بدمرغیو سبب کیږي. بل دا چې یرغلګر دي او یرغلګر چې په هر قیمت وي باید له د افغانستان له خاورې وویستل سي که طالبان دا کار وکړي نو د هیواد تاریخ به یې نوم په ویاړ یادوي.
ستاسو د وړاندیز د دوهم بند سره زه په دې خاطر موافق نه یم چې زما په خپل هیواد کې خارجیان خوښیږي یا دوی زموږ هیواد ته کومه نیکمرغې راوړې ده. خو د هیواد په فعلي شرایطو کې د افغانستان او ملګرو ملتونو په خوښه زموږ په هیواد کې ځکه د بهرنیو ځواکونو شتون ته اړتیا ده چې متاسفانه موږ افغانان په ټولیزه توګه پخپله د خپل هیواد د آرامولو وړتیا له لاسه ورکړې ده زه باید ووایم چې د نجیب د حکومت له نسکوریدو وروسته یعنې د ۱۳۷۱ کال څخه باید د ۱۳۸۰ پورې خو زموږ په هیواد کې بهرني ځواکونه نه وو او یوازې افغانانو په خپل منځکې د قدرت د لاسته راوړلو په ناورین لګیا وو نو ته خپله هغه تاریخ ته لږ سر ورلرې کړه او بیا قضاوت وکړه چې آیا دلته زموږ د ایل کولو لپاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بهرنیو ځواکونو میشته کیدل ضروري دي او که یه؟ په دې هکله په سلګونو نور دلایل هم سته دي چې زه یوازې همدا یو کافي ګڼم.
اوږدمهالی اوربند ډیر شه کار دی بلکي همدا اوس دې وسي څو د یوه افغان وینه هم نوره تویې نه سي.
یوازې د طالبانو په لاس کې د سیمو او ساحو د پاتې کیدلو په هکله هم زه له تاسو سره د نظر مخالفت لرم ځکه چې په افغانستان کې باید یوه اداره او یو حکومت وي او له هماغه ادارې سره نړیوالې مرستې هم دوام کوي. خو ته همدا اوس ګوره کومې سیمې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي په کوم حالت کې شپې او ورځې تیروي. زموږ خلک د سولې او اوربند سره یو ځای تعلیم غواړي، اقتصادي پرمختیا غواړي، د خپلو ټپونو مرهم غواړي، بیا رغونه غواړي او دا څیزونه یوازې د طالبانو په وس نه دي پوره او که پوره وای نو ولې یې نه کوي؟
که طالبان اوربند کوي د شریک تفاهم له مخې دې د طالبانو په ګډون د مشترک حکومت واک په ټولو سیمو ټینګ سي.
د طالبانو د سیاسي کیدو په هکله زه له تاسو بشپړ توافق لرم. طالبان هم د دې خاورې زامن دي کولی سي خپل فعالیت ته سیاسی بڼه ورکړي او د افغانستان د اساسی قانون په چوکاټ کې سیاسي فعالیت وکړي. بلکی د دې وړتیا پیدا کړی چې حتی جمهوري ریاست هم وکړای سی په دې کې هیڅ عیب نسته.
د بندیانو ایله کول ډیر شه کار دی او دا کار د سولې د تړون او اوربند سره سم باید وسي څو وروسته له دې یو افغان هم د چا له خوا و نه ځورل سي.
که طالبان خپل ځان د نړیوالې ترهګرۍ له عناصرو څخه بیل کړي نو تر دې بله ښه لاره او زیری به کوم وي؟ زه په دې هکله درسره موافق یم او دا کار باید وسي، د دوه جانبه کمیسیون جوړیدل هم ډیره شه خبره ده، سوله ایز افغان طالبان د دې خاورې زامن دي او کولای سي د هیواد په تاریخ کې د خپلو سوله ایزو او روښانه سیاسي کړنو په وسیله هیواد ته شکلا په برخه کړي. خو د یوې خبرې وضاحت زه په زغرده کوم هغه دا چې په جګړه ټینګار به وروسته له دې له بشپړې ناکامۍ پرته طالبانو ته بل څه په لاس ور نه کړي.

سرلوړي مو غواړم
میوند پتنګ



26.08.2007

ابوعمره وروره له سلام وروسته زیاتوم چې طالبان دې د حکومت سره یوځای شي یو دوه وزارته او درې څلور ریاستونه او پنځه شپږ مدیریتونه دې ورکړل شي او
د امنیت دنیولو په برخه کې دې مرسته وکړي . په مقابل کې به امریکانژمنه وکړي چې د ۲ کالو په موده کې بشپړ له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي . په راتلونکو ټولټاکنو دې طالبان هم ازادانه برخه واخلي !
دناتو ځواکونه دې د ملل متحد په چوکاټ تر پنځو کالو پورې تمدید شی او تر هغه وروسته دې د هغوی د وتلو یا پاتې کیدو دتمدید په اړه دې بیا تصمیم ونیسي .
نورې خبرې چې تاسو کړي بالکل زیاتې دي، نه ورته اړتیا شته او نه امکان لري.
د پښتنو سیمې طالبانو ته پریښودل دا معنی لری چې د طالبانو په نامه دې پاکُستان ته وسپارل شي او ځمکنۍ بشپړتیا ته لوی ګواښ ګڼل کیږي!
دا پورتنی حل د ملی روغې جوړې بری تضمینوي . ملی وحدت پرې تامییږی ، باوررامنځته کوي او د باور په بنسټ امریکا هم کولی شي چې د خپلو پوځونو د ویستلو د چمتو کولو له پاره غښتلی ګامونه پورته کړي

په درنښت


داود فايز
27.08.2007

محترمو او ګرانو هر يو وقار او ميوندپتنګ صاحب
نيكي هيلي او پيرزوني مو ومني
ستاسو د همغږي نه زه يو نړي مننه كوم اختلاف د انسان يو فطري خوي دي
خو رازي چي په د أفغانستان ته د سولي د راوستلو لپاره لستوڼي ونغاړي او دي اوسني بحران د له منځه وړلو لپاره خپلي هڅي تيزي كړو ، مونږ كه په رښتيا هڅه پيل كو ډير څه كولي شو
اوكه : زما په وړانديز كي څه كمي وي او سمون ته به ضرورت لري ځكه ددومره لوي مشكل لپاره يوازي زه هيڅ نشم كولي اونه يي تاسي كولي شي
د أفغانستان مشكل نن د أفغانستان د خلكو له لاسه وتلي او يو نړيواله مخه يي نيولي مګر كه ز مونږ ډير محدود هيوادوال په ټينګه عزم وكي هر څه كولي شي
رازي په اساساتو سره سلا شو او دا په غم لړي هيواد له دي لانجه وباسو ، بيا كوم باك نشته نظرونه مو مختلف شي نن په ټوله نړي به هر هيوادكي مختلف تنظيمونه او نظريي شته ، حتى په اسلام كي مختلف مذهبونه دي چي په دي دلالت كوي جي اسلام د فكر مخه نه ده نيولي بلكي مسلمانان يي د حق به لټون بسي هڅولي مكر د بل اړخ له منځه وړل يي منعه كړي د اسلام به تاريخ كي ددي ډير مثالون شته لكه مذاهب أربعة او داسي نور.
رازي چي لا سونه سره وركو او ددي هدف لپاره هڅي ګړندي كو.
اوس به راشم دستاسو جوابي ليكونه ته :
اول ميوند بتنك صاحب
رازه چي د خارجي قوتونو موجوديت ته په ځير سره وګورو چي دوي په دا دومره وخت كي سه وكل ايا هغه كوم شعارونه چي دوي له ځانو سره راوړي و پوره يي كل
په كليو او بانډو باندي بمباري او بي أمنيتي ورځ په ورځ زياتيدل فحشا او اداري فساد زياتيدل او سرمايه د محدودو خلكو به لاس كي بريوتل ، فقر زياتيدل
زه به دا درسه ومنم چي يو څه لاس راوړني دي حكومت له ځانه سره لرلي او كه يي نه لرلي نو نن ما هم د حكومت سره د صلح او سلا لار نه خپلوله
او هم داسي طالبان هم دير شه كارونه كړي و او اوس يي هم كوي
دا اوس هم په كومو علاقو كي جي طالبان مسلط دي امنيت يي له نورو منطقو نه به څو ځله شه دي
طالبانو ته خارجي كومكي رسيزي او نور يي حمايه كوي خو دا زه زغرده ويلي شم چي دو لس خواخوږي ورځ به ورځ زياتيړي او ملاتړيي ورسره دي
مونږ بايد د ګلاس يوي خواته ونه ګورو بايد ډك او تشو خواوته يي دواړو ته وګورو ، او واقعيتونه په نظر كي ونيسو
بل كه خارجي قوتونه د أفغانستان نه ونه وزي او دوتلو لباره وخت ونه ټاكل شي نو طالبان به هيڅ وخت هم دي تيار نه شي جي صلح وكي
خارجي قوته كه به أول كه د صلح بيغام له ځانه سره راوړي و او ولس به نيك نظر ورته كتل خو نن جي هري منطقي ته ځي د مرك بيغام له ځانه سره وړي. او خلك ددوي له رسيدونه مخكي د خبلو مړو لپاره كفنونه تياروي او قبرونه كني.
رازه چي خپل اندونه په نورو ونه تپو
تا د جهاد ددوري نه بس يادونه كړي رشتيا هم چي مونږ ونه شوي كولي چي سره كشينو او بخلا شو خو دا هم په دي كي هم د نړيوالو ګناه ده چي مونږ يي ولي يوازي پريښودلو.
دوهم وقار صاحب
ستاد ليكني سره زه تر ډيره ځايه موافق يم بلكي بالكل موافق يم
به أخر كي له ټولو لوستونكو څخه غواړم چي زمونږ په دي هڅه كي همغږي شي او يو رسمي بڼه خپله كړي.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more