نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د أفغانستان د مشكلاتو د حل لار
داود فايز
25.08.2007
محترمو وروڼو
د افغانستان د مشكل دي حل لپاره يوه ساده د لار
له تاسو محترمو لوستونكو ځخه هيله كوم چي خپل نظرونه څرګند کړي
او ددي وړانديز څخه ملاتړ وكي
او دا وړانديز په لاندو ټكو كي درته بيانومړ
اول : طالبان دي ټول خارجي مجاهدين له ملكه وباسي كه څه هغه القاعدة ده او كه پاكستانيان ديا او نور عناصر دي
دوهم : د افغانستان حكومت دي خارجي قوتونه له ملكه وباسي
ددي كار د اجراء كولو لپاره بايد لاندي كارونه وشي
أ :: يو اوږ مهال اوربند دي وشي
ب : كومي ساحي چي د طالبانو په ولكه كي دي له دوي سره دي پاتي شي او كومي ساحي چي له دولت سره دي هغه دي له دولت سره پاتي شي
ج ::: د طالبانو دډلي نوم دي له نړيوال تروريزم نه ويستل شي
د : مخكي له دي چي طالبان وسلي په مزكه كيدي يو سياسي ډلي ته يي د فعاليت اجازه وركړل شي
هـ :: د طالبانو ټول بنديان د خوشي شي
و : طالبان دي له نړيوال امريكايي ضد عناصرو نه جدايي اعلان كږي
ي :: يو دو جانبه كميسون دي جوړ شي چ اوربنديز څارنه وكړي.