نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
راويښ شه طــــــــــــــــــالب جــــــــــانه ! (توطیې دی توطیې )
اسحاق نظامي
25.08.2007
پوهېږم چې زړوراوباتوريې،هرډول سرښندنې ته تياراوخپله خوږه موركۍ،پلار،خوږې خوندې،خپل وروڼه او خپلوان ټول دخپلي سرزوري په مقابل كې درته هيڅ ارزښت نه لري خودڅه اوچا لپاره؟
طالب گلـــــــــــه!
باوروكړه چې ستا په مړينه اوژوبله دومره خوږېږم لكه دځان اوبل هرافغان په درد.
زړگـــــــــــــــيه!
مـوږټول يووروڼه ېوخوله بده مرغه چې په يوه لارنه ځوهو!د تاريخ په اوږدو كې زموږله پاكواحساساتو څخه ډېروناپاكو كسانوناوړې گټې پورته كړي دي خوپه خاص ډول له درينيمولسيزوڅخه راپه دې خوازموږله پاكواحساساتوڅخه پرديوپه تېره بياپه لومړي گام كې زموږ گاونډيانودومره ناوړه گټه پورته كړه چي حد نه لري .
دجهـاد په نـوم يې په وروردورورسرپرې كړ،په پلاريې زوى وواژه،په زوى يې پلاراوپه همـدې ډول يې په ځاڼګړو تاكتيكونوسيميزې،قومي اوژبنيزې بدۍ راپورته كړې ځكه خوسترناورين زموږ په برخه شو.
تا ته يې هم ۱۳كاله مخكې په يوولاس كې پاك قــران اوپه بل لاس كې هغه توپك كوم چې ستا ډېروروڼه يې له دنيا څخه تېركړل دركړته هم تنهانه وې ستابېشمېره وروڼه هم درسره ووچي ډېرى يې په دښــتو، لـويـو لارواوياخــوپه كانــتينرونــوكې غلبېل غلبېل شول،تاته به امــردركړشوچې په مخ ځه خيراوخيرت دى خوپه نيمه لاركې به ستاملګري په اوركې نينه شول ښه مې په ياددي چې بصيرسالڼګي دسالڼګ وعده دركړه چې دسالڼګ تونل درته تسليم كړي تاسې هم باوروكړخو په نتېجه كې يې ستاڅومره وروڼه درته ووژل په همدا ډول دمـزارشــريف په نيولو كې يې څومره وغولولئ په زرهاووبې وسلې زلميان چي له چمن څخه دجشــن دنيولو په پلمه هڅول شوي ووپه څومره بې رحمي سره دمحقق،گلمجم اودنظارشورا سيتميانو ووژل.
څوځلې به تاسي دمسعود نيولوته نيږدې شوئ خود په شا ټګ امربه دركړشو رښتيا چې هېرمې نه شې ملا برجان چااوولې وواژه،عبدالعلي مزاري وژل كېږي خوتورن اسمعيل ته په زندان كې حلواوې وركول كېږي ملاداداﷲ دسرولمبوله منځه څخه په فرمايش ترپاكستانه پورې رســيږي خوستاپه شــان نازنين، سپيڅلي،بې غرضه اوپه هيواد مين زلميان گلمجم په كانتينرونواوزندان كې لمبه لمبه كړل. په سلو كې نيږدې۹۷خاوره ستاپه لاس وه لومړى خو په ټوله نړۍ كې ستا له وجهې دســترپښــتون توكـــم حيثيت ته ډېرسخت زيان ورسيددومره كوتك يې په لاس كې دركړى واړه اوزاړه به دې گردگډول دوهم په خپله اداره كې خپلواك هم نه وې دريم يې په څه هنردباروتو په لمبو كې له كرغېړنې كرښې اخوا واړولې .
دايودوه كاله كيږي چې داسې لېوني بڼ يې دركړي دي چې په هوش نه راځي راپاڅه دا يوڅو پوښـتنې خو مې واوره طالب جانه!
۱ـ ته ولې هغه سيمې داور په لمبو كې سوځوې په كومو كې چې چا هيڅ بد نه دي درته رسولي؟
۲ـ چاچې ستابېشمېره ملري ووژل هغوى سرې سترگې گرزي ولې يې غچ له بېناه افغانانوڅخه اخلې؟
۳ـ داد ځانمرگو بريدونواستاذانوهم كوم يوو خپل ځان دخداى(ج) لپاره واولوزاوه او كه يو ته يې ليدلى يې؟
۴ـ ته پوهېږې اوكه نه چې دننني جهادترشا بيا هم هغه پرونۍ بلا ولاړه ده؟
۵ـ ته پوهېږي چې ستا دسرپه بيه به چا ته گټه ورسيږي؟
۶ـ خبرشوې چي مولانا فَضل الرحمن پرون څه ويلي دي؟
ښه په ما گرانه طالب جانه!
نوربه دې سر نه درخوږوم خوپه لنډوكې دومره درته وايم چې څه زيان چې زمااوستا ملك ته ورسېد داټول د اى ايس اى له لاسه دى ددې شبكې ستراجينټ مولانا فضل الرحمن لا مړنه دى خوتخته يې مــرداره كــړه هغه پرون وېلي دي چې افغـــان دولــت بايدد ډيورن كرښه په رسميت وپېژني،له پاكستان سره ډېري نورې مرستي هم وكړي،له طالـــبانوسره بايدخـــبري وشي،موږ په پاكستان كې قانون پلي كول اوپارلمان ته پوره واك غواړواو دپرديوحكمونه نه منو.
څڼه گله اوس پرې پوه شوې چې مولانادڅه لپاره دجهاد نغاره درته غربوي اوس نو قضاوت ستا په لاس خودومره مې واوره چې دين په دنيا به دې نه خداى(ج)اونه افغان ولس وبښي گوره چې له ماڅخه خفه نه شې ته حق لري چې خپل حق وغواړي او مشروع جهاد وكړې نه داچې په وچو كې لانده وســـوځوې زموږ نننۍ افغــان اداره نه تنها چې له فصاد اوناخوالوڅخه ډكه ده بلكې زيات شمـــېرچارواكي دپورتني مولانا په شان داى ايس اى غلامان دي ته حق لرې چې دنوروځورېدلوافغانانو ترڅڼ داسې سـياسي مبارزه وكړې چې دخپل هيواد اوولس په گټه درته تمامه شي،دملي يوالي او واحد افغانستان خيال درسره مل لره،لراوبرنورمه سوځوه هغه څوك وسوځوه چې دمكر په جال كي يې لراوبرلوېدلى دى، سوټى وغورځوه له نړيوالې ټولنې سره په نړيواله سويه كاروكړه نه داچې سردې هم ولاړشي او ملك دې هم .
saleehzai
25.08.2007
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
هي هي نظامي صاحب په چاباوروکړو، مونږ افغانان صادق مخلوق ياستو که څوک راته ووايی چي اسمان شين دی مونږ وايووی وبه اوکه څوک ووايي چي وريځ دی مونږ وايوچي وي به ، خبرنه يو چي کارونه ټول په تيره بياسياست سرچپه چليږي ، دجومات
پيتاوي ته ناست خلکوبه دبحث په دوران کښي يو نيم داخبره کوله چي يره اسامه بن لادن دامريکا خاص روزل شوی اجنټ دی ،بل به ورباندي غږ کړداڅه څه وايی اسامه اودامريکا اجنټ دعقل منلوخبره نه ده ٠ اسامه خودامريکا بنيادونه له منځه يوړل اودامريکاپه خلاف جهاد شروع کړی هغه څنګه دامريکې غلام کيدای شي ٠
په لنډ ډول نن صبا داسي سياست روان دی چي څومره يوڅوک ظاهردچا مخالف وي نو پټ
يي بياهمدغه جاسوس وي اوباورلپاره په مخالفت کښي ځان اچوي ، زمونږيوساده ملګری
اوس هم دانه مني چي په پاکستان کښ ځان مرګي بريدونه دپاکستان حکومت په خوښه اومصلحت نه ترسره کيږي اويادوزيرستان کښ رښتياطالبان اوالقاعده موجود وي بلکي هغه وايی داټول فلمونه دي چي هرچاته خپل رول ورکول کيږي ،که هندوستان په داسي فلمونو جوړه ولوکښي شهرت لري چي خلک يی رښتيانه ګڼي بلکي ټول پوهيږي چي تمثيل دی خو ولي دپاکستان فلمونه دومره پرمختللي دي چي هيڅوک داتصورهم نه کوي چي رښتيادنه وي اويادتمثيل وي ،
کله موچي دستا تسليميدو خبر واوريد يوچا وويل دپاکستان ای ايس ای بياڅه پروګرام جوړکړاونظامي يی دڅه لپاره وليږه يعني خلک په تاسوهم باورنه کوي چي ای ايس ای سره مو څه ګوته پټه کړي نه و ي
خلک هم ګرم نه دي هرڅه ورته سرچپه ښکاري ٠
داود فايز
25.08.2007
محترمو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
نظامي صاحب مخكي چيرته وي
ديوي غلطي د سمولو لپاره سړي بله غطلي نه كوي ديوي غلامي نه دي ځان خلاص كا او بلي غلامي ته دي ځان په منګولو كي وركا
ته چي دومره پوهيدي تر كاسي لاندي نور شيان دي ولي دا دومره وخت چوپتيا اختياره وله دا مسؤوليت هم ستا به غاړه ده
راځه ددي په ځاي چي په كابل كي ناست يي بيا غره ته وخيږه او نوي جبهه جوړه كه او دا دي شعاركه چي مرګ په امريكا ا و مرګ په پاكستان .
ته كه تر اوسه د طالبانو په ليكو كه وي او په رشتيا دي د خپل وطن غم درسره وي تا په طالبانو كي ډير څه كولي شوي او دوي دي په دي حقايقو باندي پوهولي شوي چي اوس يي له كابله ليكي او بيانويي
اوس ته طرف يي ، ته د طالبانو په نزد يو باغي او خاين يي ستا خبري او س هيڅ تاثير به طالبانو باندي نلري يوازي ګټه يي د كابل ګوډګي حكومت ته رسي .
ويل كيږي چي انكريزان جي كوم كار كوي دهغي نتايج يو كال مخكي له كولو نه سنجوي
او هندوان جي كوم كار كوي يوه ورځ مخكي يي نتايج ته فكر كوي
او پشتون جي كوم كار كوي يو كال پس دهغي نتيجي راو باسي او فكر كوي
نو نظامي صاحب هم ډير پسته مغز سرته راغلل او حقيقتونه او س ورته معلوم شول
خو په هر صورت نظامي صاحب شي خبري كړي او كه عمل په وشي نو شه وبه وي
زما په نظر د افغانستان د مشكل د حل لاره
طالبان دي خارجي عناصر د أفغانستان نه وباسي او حكومت دي غير مكلي قوتونه له ملكه وباسي او په خپل منځكي دي سره كشيني
اوبس نور څه نه وايم
الله مو مل شه
Miwand Patang
26.08.2007
سلامونه سلامونه
فکر کیږي چې دا لیکنه به په خپله د نظامي صیب نه وي ځکه چې یو چا د بینوا بریښنا پاڼې له لارې د (بر) په نوم خپره کړې او کیدای سي نظامي صیب خپله یا کوم بل چا د نظامي په نوم دلته د ټول افغان د بحث په فورمونو کې په لیکه کړې وي. مطلب دا چې راځی حد اقل د اوس لپاره له نظامي صیب څخه تیر سی هغه پوه سه او خپل یې کار. پوښتنه دا ده چې آیا دغه لیکنه بده لیکنه ده که شه؟ په داسې حال کې چې مولانا فضل الرحمن او د پاکستان نور مولاناګان تر هر څه وړاندې د خپل هیواد ګټې مقدمې ګڼي او زموږ له هیواد څخه غواړي چې د ډ یورنډ منحوسه کرښه ورسره و منو طالبان په دې اړه څه وايي؟ آیا نور هم د اسلام په سپیڅلي نامه داسې ناروا کړنو ته دوام ورکړل سي چې په یادولو یې سړی د شرم احساس کوي؟ آیا بیا هم لدې وروسته د طالبانو مشرتابه مناسبه ګڼي چې د څو خونخوارو او اجیرو عربو او آی ایس آی په کومانده خپل پښتانه وروڼه د نیستۍ کندې ته و سپاري؟ پخپله یې وژني او د نړیوالو ځواکونو د توپ خولې ته یې برابروي آیا دا یو لوی جهالت او وحشت نه دی؟ ولې یې تر اوسه پورې د شمال د خونړۍ ټلوالې یوه ګوته هم نه ده وینې کړې خو د پښتنو سیمه یې له سپین بولدک څخه را نیولې تر پکتیا او جلال آباد، نورستان او کنړ پورې په سره اور کې درولې ده؟ آیا دا به غوره خبره نه وای چې د جګړې، ځانمرګو بریدونو، وهلو، ترټلو او وحشت پر ځای یې که هر څه دي خپلو افغانانو وروڼو ته د سولې، یووالي او وحدت لاسونه غزولي وای؟ په داسې حال کې چې زه هم په خپل هیواد کې د بهرنیانو د موجوګۍ سرسخت مخالف یم خو آیا دا نن چې سوله ساتي ځواکونه له هیواده ووزي هماغه لحظه به بیا هم په دې هیواد کې یو لوی او هر اړخیز اور نه سی بل؟ آیا که طالبان د افغانستان حکومت نیسي او د حکومت کولو خیال لري نو بیا به داسې حکومت جوړوي چې اړیکې به یې له ټولې نړۍ سره پرې وي؟ آیا دغه نسبي آرامي چې د پښتنو په سیمه کې راغلې وه طالبان څه فکر کوي چې د دې نا آرامیو اغیزې به تر څو کلونو پورې بیا هم په خاوره بمونه، غمونه او ناخوالې شیندي؟ آیا هغه د بدمعاشۍ قانون، د ځانمرګو بریدونو رواج کیدل چې طالبان یې د خوریدلو هڅې کوي تر څو کلونو پورې به یې بیا هم قانون تر پښو لاندې کړی وي او د ریښتني تعلیم جرړې به یې په سیمه کې ویستلې وي؟ آیا طالبان د داسې لویو لویو ناخوالو او ناوړه دودونو د رواجولو مسوولیت مني؟ که یې مني نو که فرضا بریالی کیږي په داسې حال کې چې دا خبره محال ده نو د هغه د بیرته محو لپاره کوم پروګرام او څه استراتیژي لري؟ آیا طالبان په داسې ناوړه اعمالو سره د اسلام سټه نه وباسي او د افغانانو نوم په ټوله نړۍ کې نه بدوي؟
د خدای لپاره طالب جانه لږ په خود سه، د افغانستان د غلیمانو له پوستونه ځان را وباسه، راسه په سوله ایزه توګه خپلې ستونزې له خپلو افغان وروڼو سره حل کړه.
راسه که ته استعداد لرې نو دا حکومت دې تا ته مبارک وي خو په سوله ایزه توګه یې ونیسه، سیاسي مبارزه وکړه او په ټولټاکنو کې یې نر غوندې وګټه.
راسه د افغانانو د دریو لسیزو په ټپونو مرهم کښیږده او د هغه موخو له مخې خپل رسالت بشپړ کړه چې د طالبانو تحریک په ۱۹۹۴ کې د خپل فعالیت پر وخت بیان کړی وو چې دوی واک نه غواړي خو افغانستان له وحشت څخه ژغوري. اوس نو چې خلک نسبتا آرامه دي ته ولې د یوه بل او نامعلوم وحشت د خورولو هڅې کوې.
په آخر کې زه له ټولو زړه سواندو افغان لیکوالو څخه هیله او غوشتنه کوم چې طالبانو ته په مخاطب خپلو ارزښتناکو لیکنو ته دوام ورکړي او طالبان و هڅوي چې له جګړو، تاوتریخوالي، ځانمرګو بریدونو او داسې ناوړه اعمالو لاس په سر سي چې د اسلام سره یوه زره اړخ هم نه لګوي.
راسی د خدای لپاره نوره جګړه پریږدی
په افغانستان کې د سرتاسري سولې، اخوت او وحدت د تامین په هیله
میوند پتنګ