د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

راشه که تودېږې

majar
23.08.2007

[size=24:a554056dd4]راشه که تودېږې [/size:a554056dd4]

دښاغلي باز محمد عابد نوې شعرچې فورم يې دى ځان ستاينه

د رحمان او دخوشحال اصلي تصوير يم
زه پاچا يمه دا چاويل چې وزير يم
چې کاروان ، سايل ، دروېش مې غلامان دي
زه ( عابد ) په پښتو ژبه عالمګير يم
ددې وخت دا شاعران چې څومره ګورې
دغه ټول مې موريدان دي زه يې پير يم
ما ته ټول خلک په دوه لاسه سلام کړي
ځکه ! زه رييس کابل کې د بهير يم
انټر نيټ مې له عکسونو څخه ډک دى
ته وا زه د بي بي سي راډيو مودير يم
شاعرانې جينکۍ په ما مينې
زه ددوى د هر يو ښکلي خوب تعبير يم
داغزل مې خپله ځان ته دى ليکلى
بل چا نه ليکه داځکه خو په وير يم

دا ځينې چې ځان ته اديبان وايي ددې پرځاى چې ادب ته درناوى ولري له هرڅه نه زيات خپل ځان ته ډېر درناوى احترام او ..... لري ، دغه شاعران په نه د شعر کيسه کې دي نه د نثر هسې بس غواړي چې په جومات کې ... .وکړي او ځان مشهور کړي ، ددې پسې دې محبوب تيار وي .


ښه

خیرن
28.08.2007

[quote:7ef840ce1e]انټر نيټ مې له عکسونو څخه ډک دى
[/quote:7ef840ce1e]

البته د وایروسونو د مخنیوي لپاره.
[/quote]


د ماجر په ځواب کې

Abid
13.02.2008

د بحث فورم درنو ليدونکو او څارونکو ښې چارې
زه بازمحمد عابد يم، پورته چې هر چا زما په نوم شعر ليکلی دی، غواړي چې له مانه زما ښه ښه دوستان، لکه ټول بهيروال ،کاروان صاحب ، درويش صاحب او سايل صاحب خپه کړي، خو دې احمق ته دا مالومه نه ده چې زما دوستان به دومره ونه پوهيږي، چې دا شعر زما په ضد چا ليکلی او خپور کړی دی. همدا شعر چا څو مياشتې وړاندې د بريالي وياړ ويبلاګ ته د ايمل له لارې ليږلی و. او هماغه وخت کې هم ما په بهير کې يوه خبرتيا خوره کړه چې د baz_abid@ yahoo.com او که baz_abid@hotmail.com و ، په ادرس چې هر څوک دی له مانه زما دوستان خپه کوي. ياره دا زه هم ډېر خوش باوره او هغه د چا خبره د پيل په غوږ کې ويده يم، ما داسې فکر کاوه چې زه به په فرهنګي حلقه دشمن ونه لرم، خو نه داسې نه ده، زه هم دشمن لرم، خو بې قسمتي مې دا ده چې دا مکار دشمن دی، فکر کوم چې مخامخ به راته د پيښوريانو په اصطلاح ډېر جان او جي هم کوي، خو پس شاه بيا زما پر صد داسې عمل اجرا کوي، له مانه زما دوستان خپه کړي. خو زه په خپلو دوستانو باور لرم چې هغوی به هيڅکله داسې فکر ونه کړي چې دا کرکه خورونکی شعر دې ما ليکلی وي. بله دا چې زه فکر کوم چې دا احمق به داسې فکر کوي چې راشه دا عابد د بهير د خدمت کولو نه زړه تورې کړه. خو هيڅکله نه، زه چې ژوندی يم د بهير او بهيروالو خدمت به ښه په نره کوم او که ډېره يې دښمنۍ ته زړه کيږي، نو ميدان ته دې راووځي او په ډاګه دې ووايي چې زه يم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more