نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
كه دې پلار دومره تورزن واى، نو كشمير به يې ګټلې واى
pukhtoon
18.08.2007
كه دې پلار دومره تورزن واى، نو كشمير به يې ګټلې واى
زما پلار روس ته په ماتې وركولو سره افغانستان او د منځنۍ اسيا اته هېوادونو ته خپلواكي ترلاسه كړه.
كېداى شي ګران لوستونكي د پورته ناپړيتې په لوستو غوسه شي. مګر زه به ورته د زغم غوښتنه كوم، ځكه چې دا زما د پلار توره نده، او نه هم زما دعوه ده، چې ګنې د افغانستان د خپلواكۍ بيا ترلاسه كوونكې زما پلار دى، بلكه دا دعوه د پاكستان د نامذهبي چارو وزير (چې دنده يې يواځې د جوماتونو ورانول او په شهادت رسول، او بيا د سپېڅلو ګلانو هديرې ورڅخه جوړول دي) اعجاز الحق (د ضياء الحق زوى چې په كال ۱۹۸۸ز كال په هغه هواى چاودنه كې ووژل شو، چې زره يې هم پېدا نشوه) تېره ورځ د خپل پلار د وژنې په ۱۹ تلين په اړه يوې جوړې شوې غونډې ته په اورول شوې وېنا كې دا دعوه وكړه چې ګنې دده پلار افغانان له روسي ښكېلاك څخه ژغورلي او خپلواكي يې ورته بېرته ترلاسه كړې.
كله چې مې ددې ګيدر دا ناپړيته واورېده، نو يقين وكړئ چې له غوسې خندا راغله او د پښتو دا متل راپه ياد شو چې: چونګښه او يخمالك. پنجابې او دومره توره چې نورو ملكونو ته خپلواكي ترلاسه كړي. د پاكستان خپل حالت ته چې وګورو نو په ښكاره مالومېږي چې تراوسه هم فكري او سياسي خپلواكي يې خپلو پلرونو (امريكې او انګرېز) سره ده. هېڅ يوه فېصله بې د هغوي ل خوښې نشي كولې، چې په دا نږدې تېر كې د لال جومات ناورين يې غوره مثال دى|. يقينا چې دا خلك په رښتيا خدايي خدمتګاران دي.
سړى حېران شيس د دوي (پاكستانيانو) منافقت، حماقت او زرالت ته.
يوه ورځ مې د سولې (Peace) ټلوېزيوني چېنل كتو، نو د پاكستان نوموتې!! درباري ملا (ډاكټر اسرار احمد) د وېنا وخت راغې. خبره په جهاد او په حاضر وخت كې د مسلمانانو دندو كې وه، چې ناګهانه ملا صېب دا كروز مزاېل په غونډه ورشارټ كړ چې: افغانستان كې روس ته ماتې نه افغان وركړې او نه هم عرب، بلكه دا ماتې امريكې وركړې، ځكه كه د امريكې مرسته او وسلې نه وې، نو روس ماتول ناشونې ؤ.
تېره ورځ د نامذهبه چارو وزير اعجاز الحق دا دعوه وكړه چې دا توره زما د پلار وه.
اوس دې لوستونكي خپله فېصله وكړي، چې درباري ملا رښتيا وايي، كه پوځي وزير!!؟؟
دا ول د پاكستان ميا او ملا!!؟؟
زه خو حېران شم چې دا نامرادان زاړه شول، د مرګ په پوله ولاړ دي، خو د افغانستان له حماسو او اتلوليو ډك تاريخ څخه بيا هم ناخبره دي. كه چېرې دوي لږ څه هم د افغانانو له برمه ډك تاريخ څخه خبر واى، نو داسې هوايي ډزې به يې هېڅ كله هم نه وې كړې او نه به يې دا احمقانه عمل ترسره كړې واى.
دا دال خواره دې لږ خپل ۶۰ كلن تاريخ ته پام وكړي، چې ايا دوي داسې كوم نامتو او اتل لري، چې په خپلو اتومي توغنديو د هغوي نوم كېږدي، نه هېڅكله نه. كه كوم فلمي هيرو او اتل هم ولري، نو هغه به د جنرال ټكا خان (جنرال نيازي) په څېر وي، چې د بېچاره او غريبو بنګاليانو له وينو څخه يې رودونه جوړ كړل. ددوي تش په نوم اسلام پوځ په بنګالي مسلمانانو هغه ناكردې وكړې چې تاريخ يې هم په ليكلو شرمېږي.
ددې اتل پاېله دا شوه چې د مكتي بنګالي سرتېرو ځوانانو ډلې د غضب او غوسې ښكار شي.
د پاكستاني پوځ څه باندې ۵۰۰۰۰ څخه زيات پوځيانو خپل ژوند له لاسه وركړ، او څه باندې ۱۰۰۰۰۰ پوځيان د ټكاخان په مشرۍ د هندي پوځ په وړاندې چې د بنګاليانو د ژغورلو او مرستې لپاره د جنګ ډګر ته رادانګلي وه خپلې ولسې وغورځولې او تسليم شول.
كله چې هم د تلويزيون په پرده د ټكان خان له اوږو څخه د پوځي نښانونو شكول د هندي سك پوځي لخوا وګورم نو په رښتيا ددوي د پوځ زړورتيا راپه زړه شي.
خېر خبره راڅخه اخوادېخوا شوه.
د افغانستان د خپلواكۍ ګټلو داعوېدار دې په دې پوه شي چې كله ستر احمدشاه بابا د دوي پلرونو (هندوانو) ته اووه ځلې ماتې وركولې په هغه وخت كې خو جنرال صېب لا په نطفه كې هم نه ؤ، او كله چې سلطان محمود غزنوي ۱۷ اوولس ځلې هندوان مات كړل، هغه وخت جنرال صېب چېرې ؤ؟!
او د درباري ملا خبره پدې خبره ځان ښه پوره پوه كړي، چې افغانانو ته هغه خپلواكي!!؟؟ د منلو وړ نده چې په پرديو لاسو ورته ترلاسه شوي وي، په تېره بيا هغه خپلواكي چې پاكستان يې رته ترلاسه كړي!!؟؟
اعجاز الحق چې هم په خپله د پاكستان د پوځ يو غړې پاتې شوې داخبره ورته ښه روښانه ده چې خپلواكي اخيستل يا بل ته ترلاسه كول دومره اسانه خبره نده، كه چېرې دده په خبره كې ۰،۰۰۰۰۰۱ سلنه هم رښتينې وي، نو ولې په دا ۶۰ كالو كې ستا ګران پلار كشميريانو ته خپلواكي ترلاسه نكړه، ولې يې په هغوي د خپلواكۍ دا غوره نعمت ونه لورېده؟ حال دا چې پاكستان له موره په رازېږېدو سره سمدلاسه همدا چېغه پورته كړه چې (كشمير بنېګا پاكستان)....
ها بله خبره ېچ هېره مې نشي ستا پلار جنرال صېب خو د روس له ماتې څخه مخكې لدې نړۍ پرواز كړې ؤ، زه نه پوهېږم چې ايا هغه په قبر كې هم د پوځ چارې په خپل واك لرلې او د افغان جهاد قومانده يې له هغه سنګر څخه وركوله كه څنګه؟! هو، يو بل احتمال لرلې شي او هغه دا چې د پاكستان واكمنان زياتره نسلا او عقيدتا هندوان دي، يواځې د نوم مسلماني لري، او پدې ګروهمن دي چې كه يو څوك په لومړي ژوند كې پدې نړۍ بدكاره او ناوړه سړې وي، نو اروا يې پس له مرګه بيا راګرځي او بي د نوي زېږېدلي ماشوم په څېر د نوموړوي كس په څېره دويم ځلې رازېږي، ترڅو ځان لدې ناوړه اروا څخه خلاص كړي او له خپل څښتن (براهما) سره يو ځاى شي. نو كېداى شي ددوي په ګروهه جنرال صېب پدې نړۍ بيا رازېږېدلې وي او قومانده يې بيا په خپل لاس كې اخېستې وي.
په هرصورت اعجاز خان خو خېر خداى بښلې دى، ديني پوهه به يې دومره نه وي، او نه به په الهي مرستې كومه ګروهه لري، نو مولا دې ستا څټه وباسي درباري ملا، روس ته امريكې ماتې وركړه!؟ كه دا خبره يو ناپوه او امي سړې وكړي، نو يوه خبره. ته يې ولې وكړې؟!
كه بيا هم له افغانانو دې دومره كركه او نفرت راځي، نو څښتن دې د تغار په څېر دا غټه خېټه خاورې كړه، د هغه وعدې خو به دې په ياد وي چې په قرآن پاك كې يې په كراتو مراتو مؤمنانو ته وركړي.
د پاكستاني سياستمدارو دا حال چې ټول يې امريكا خپل څښتن او خداى په توګه منلې، كه هغه ميا دې كه ملا، سېد دې كه راجا او يا هم چودري صېب. ټول په يوه خوله دي چې لا اله الا امريكا......
په پاى كې دا يادونه اړينه بولم چې افغانانو تل خپله خپلواكي په خپلو غښتليو مټو ګټلې او د هېچا مرستې ته اړتيا نلري. افغانانو ته د څښتن تعالى مرسته او مدد بسيا كوي، هغه مو مرستندوى دى او هغه به مو سرلوړي ساتي.
نړۍ ته د لمر په څېر روښآنه ده چې د نړۍ څخه په يوه پېړۍ كې د دوه زبرځواكونو د ټغر ټولولو خول او تاج يواځې د افغانانو حق دى. همدا افغانان ول چې له هغې زبرځواك سره يې ډغره ووهله چې په امپراتورۍ كې به يې لمر نه ډوبېده. د همدې امپراتورۍ څه كم يو مېليون پوځيان د هند د نيمې وچې ول، چې زياتره يې د افغاناسو د پولادي ګوزار تس نس كړل. او نوم او نښان يې ورورك كړ. خپلې خبرې د ختيز زوى پدې لنډه جمله رانغاړم چې وايي:
(خپلواكي اخيستل كېږي وركول كېږي نه). علامه سيد جمال الدين افغان
larghonay1
21.08.2007
پښتون وروره ډېر په غوسه يې او ډېر احساساتي شوى يې خو زه د يو پښتون په توګه يوه خبره درته كوم هغه دا چې اعجازالحق او اسرارالحق دواړه رښتيا وايي او مونږ او تاسو په غلطه يو!
ځكه دا روښانه خبره ده چې دغه اوسني جهادي مشران دې د ضياء الحق له خوا جوړ شوي او تربيه شوي خلك وو .
كيداى شي ضياءالحق او اسرار الحق دا خبرې په سياسي انداز كې كړي وي او په سياسي لحاظ دا د روس او امريكې يوه جګړه وه چې قربيانيان يې افغانان وو په پاى كې امريكې وګټله او روس ته يې ماتې وركړه.
وروره تاته خو معلومه ده چې يو خوا روس ؤ او بل خوا امريكا چې نيم افغانان د روس په طرف وو او نيم د امريكې له خوا پالل كېدل. كه چېرته دا جګړه روسانو ګټلې واى نو بيا به دې څه وې چې افغانانو وګټله؟
ځكه د روسانو سره هم افغانان وو كنه!
نو دا يوه سياسي جګړه وه چې مونږ او تاسو بې چاره ګانو ته يې ترې مذهبي جګړه جوړه كړې وه . له خپلو مشرانو خبر نه وو چې څوك دي بس هغه د سايل خبره وه چې : هلته هم زه مرم - دلته هم زه مرم.
دواړه خواوو ته افغانان مړه شول په سياسي لحاظ دا جګړه امريكې وګټله او روس ماتې وخوړه.
رابه شو د كشميريانو خبرې ته!
كشميريان د افغانانو غوندې بې عقل نه دي ځكه هغوى هيڅكله نه غواړي چې وطن يې وران شي يا يې كسان مړه شي. په كشمير كې هم ټول افغانان مړه كېږي چې مشر قومندان يې جنرال مست ګل منګل دى . هغه ته يې چې په پاكستاني ټي وي ګورې هغه سكوټ دروغ دي او يوازې تبليغات دي چې د بې عقلو افغانانو او د پاكستان د پښتنو احساسات راوپاروي او په هندوستان يې ور توش كړي.
Re: كه دې پلار دومره تورزن واى، نو كشمير به يې ګټلې واى
درويش
22.08.2007
[quote:4697187978="pukhtoon"]يوه ورځ مې د سولې (Peace) ټلوېزيوني چېنل كتو، نو د پاكستان نوموتې!! درباري ملا (ډاكټر اسرار احمد) د وېنا وخت راغې. خبره په جهاد او په حاضر وخت كې د مسلمانانو دندو كې وه، چې ناګهانه ملا صېب دا كروز مزاېل په غونډه ورشارټ كړ چې: افغانستان كې روس ته ماتې نه افغان وركړې او نه هم عرب، بلكه دا ماتې امريكې وركړې، ځكه كه د امريكې مرسته او وسلې نه وې، نو روس ماتول ناشونې ؤ.[/quote:4697187978]
زما لپاره خو دا يوه د نه منلو خبره ده ځکه چې ملا او دومره د عقل او حقيقت خبره کول؟ خو لدې دا څرګندېږي چې پاکستانى ملا بيا هم خپلو ګټو ته متوجې دى او افغانى ملا خو پرېږده چې ښوونځي سوځوي او ځوانان ذبح کوي.
دغه جهاد بې شک او بې شبې د امريکا او شوروي د ګټو جنګ و، امريکا پکې افغانان او مسلمانان د پالل شويو خرو په توګه استعمال کړل او جنګ يې وګاټه. په دغه جنګ کې د نړۍ ټولو قامونو او هېوادونو خپلې خپلې ګټې وکړې خو يواځې افغان و چې زيان يې وکړ. امريکا، اروپا، پاکستان، شوروي، ايران، سعودي او نور ټول خپلو ګټو ته متوجې و او افغانان يواځې مړه کېدل او در په دره کېدل. د افغانانو لپاره يو داسې سړى (ضياء الحق) مرد مجاهد او مرد مېدان و چې د پاکستان نهه نوي فيصده ولس يې په ښکنځلو او سپکو يادوي. دغه د امريکا ټټـو د خپلې واکمنۍ د ساتلو او ډالرو ګټلو لپاره اسلام او شريعت او جهاد څخه دومره زياته غلطه استفاده وکړه چې د نړۍ په شته تاريخ کې به داسې کومه بېلګه ونه موندل شي چې چا دې دومره غلطه استفاده د پردي خـره د کتـې نه هم کړې وي. خو کشکې که افغانانو کې دومره شعور واى او په دې خبرو يې سر خلاصېدلى.
22.08.2007
[quote:f31d6de858]دغه جهاد بې شک او بې شبې د امريکا او شوروي د ګټو جنګ و، امريکا پکې افغانان او مسلمانان د پالل شويو خرو په توګه استعمال کړل او جنګ يې وګاټه[/quote:f31d6de858]
اوآیا همدغسې شوروي په کې هم ملحد افغانان دخپلو روزل شوو ځنځیري سپیانو (؟!) په توګه ونه کارول او جګړه یې هم ونه بایلله ، او که څنګه دوی ته پریو او عین بام دوهمه هوا لټوئ او د قضاوت په یوه تله کې ورته بیل کاڼي اچوئ . که داسې وي ایا د ګرانو لوستونکو د سترګو مخې ته به مو دغسې ډنډه وهل د قضاوت په په دې سوداګرۍ کې ګران پرې نه وځي؟
امریکایان خو که د همغو خرو دیوې برخې په ملاتړ حکومت کوی نود بلې برخې (طالبانو) پرضد خو یې جګړه روانه ده، روسیه خو د خپلو روزل شویو افغانی سپیو
نه سم ملاتړ کولی شي او نه یې پر ضد څه وکړل ، چغې یې هم نکړل ، صرف کمین یې نیولی او منتظره ده چې کله به بیا خپل ځنځیری سپي دافغان ولس د داړلو له پاره میدان ته راباسي ! خلق او پرچم هم تر اسه پورې دروسیې په سیاسی سپیتانې
خپل ویاړ له لاسه نه دی ورکړی او اوس هم ځانونه دغه پخواني ماماته خوریی خوریی کوي اوددوی له لاسه د کړېدلی افغان ولس دکرکې او نفرت په لمبوکې خپل بیوجدانه ژوندته دوام ورکوي . [color=white:f31d6de858]دوی دومره هم نه کوي چې په رښتیا سره د خپل ولس او خپلو خلکو غږ پورته کړي لومړی د روسيی او بيا د امريکا پر ضد له تشدد پرته د ملی او دموراتیکې مبارزې مبارزې بیرغ هسک وساتي ، ځانونه د پخوانۍ نجسې ګوډاګۍ مرکزی کمیټې له غړو څخه څخه لیرې کړي او د تیرو جنایاتو پرضد یې تر هرچا کلکه مبارزه وکړي ، نو هله به یې سیاسی مبارزه افغانی او دموکراتیکه بڼه خپله کړي اود ګوډاګی توب دندې څخه به ځانونه ازاد اووژغوري .
په درنښت[/color:f31d6de858]