د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زه پښتون يم، زه افغان يم؟!!

pattang
16.08.2007

عبدالقادرجيلاني

٢٤ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-15 م

دانقلاب وختونه د قيامت نه كم نه وه. دانسانى او همدردى خپلولى ټول ځنځيرونه سره يې مات كړ اوټولنيز ژوند يې انفرادي كړ. خبره مې دخپلې خاطرې كوله. زه به په داسې دولت څه وكړم چې پښتانه په كې ډير ښه وتلي او په ښه څوكى باندې فائز دي مګر دپښتنو سره دزياتۍ او ستم هيڅ پوښتنه نشته، زما په فكر دغه ټول دڅوكيو په هوس كې ګير دي.
دحيرانتيا خبره خو داده چې ټول ديوې خاورې بچيان يو مګر يوې خاورې ته خدمت نه كوو. دهر چا جلاجلا اهداف دي.او يوبل څخه په مختلفو نومونو كركه كوو. او خپل دوست او دښمن نه پيزنو نو كاميابې به څنګه ترلاسه كړو او ويجاړ هيواد به څنګه بياورغو.
په كال د۲۰۰۵ كې مې د پوهنې په وزارت كې د نده پيل كړه . ددندې دپيل كيدو څخه يو دوه هفتې وروسته مي ډيرې كيسې واريدي او ليدلې چې نه هيريدونكي دي. تاسو په خداى يقين وكړي ښه ښكاره دپښتنو سره جنګ وه او پښتانه په هر لحاظ سره توهينيدل او كارونه نه وركول كيدل.خولنډه دا چې ډير دپښتنو غليمان په كې وه. يو بله خاطره به دادرته ووايم چې يوه ورځ يو ځوان دننګرهارڅخه راغلى وترڅوخپله ددولسم ټولګې شهادتنامه ترلاسې كړي.
په دروازه كې يو شيطاني رنګه غوندې سړى ولاړاوورته وايې ګپ هاى دوزخى نبزند! به زبان ملى درى صحبت كن! وائې ځوى راپاڅيد پلار ته واى چې كور نه وځه، نورخپله قضاوت وكړى. وائې پكه دادي لاپسې بله سپكه---- اوس يې خوند وكړ. خبره رانه ګډوډه شوه. يو څه موده وړاندې يعني ۲۰۰۷ كال كې دجنورى په مياشت كې مې داقتصاد په وزارت كې د وزير ځانګري مرستيال او ددفتر مشر په توګه خپله دنده پيل كړه. دوخت تيريدو سره راته ستونزې زياتې دي او بالاخره هرمعلومات به راته ګډوډ راكول كيده ترڅو په كاركې كم راشم او دوظيفې څخه ګوښه شم. خو څنګه چې ما پخپل بشپړه رښتينولى سره خپل كارونه مخكې وړل نو هيڅ ډوله زور يې راباندې نه رسيده. نو بيا يې ماپسې ډول ډول پروپيگنډې او خبرې جوړولي چې په اوريدو يې تراوسه پوري ډيره غوصه راځې خو څه وكړم زما ژبه زما جرم ؤ او دى. اودغه تعصب او سپكې خبرې د بې وسه ، كمزوره، او بې پوهې خلكو كاردى. او الحمدلله پښتنو وروڼو كې هيڅ تعصب نشته او نه وه.
دډيرو ستونزې سره سره ما بياهم خپلې دندې ته دوام وركړ خو بالاخره ډير مجبور شوم نو د استعفى نه پرته بله كومه لاره نه وه. نو ما دخپلې څوكى څخه استعفى وركړه او داقتصادوزارت پريښودو ته اړ شوم. اوس به دډيروغليمانو زړونه يخ شي او دخوشحالى نه به من من غوښې واخلې. اى لويه خدايه دا دې كومې ورځې ته پريښودو چې اوس په خپله ژبه پښتو باندې مجرم بلل كيږو.اى لويه خدايه ته پر مونږ رحمت وكړي ترڅو دغه شان ستونزې مو حل شي.
تاسو به داوايې چې ولې جيلاني خپله دنده دلاسه وركړه؟ ، مقاومت به يې كړاى وه. ورور جانه! خبره دمقاومت نه وتلي وه، ما ته داډير زورراكو ي چې اكثره واكداران موپښتانه دي نو بيا ولي مونږ سره داسې كيږي. ولي مونږافغان نه يو؟خير وائې كه نن په ماده، سبا په تا ده.
اى ګرانو هيوادوالوپښتنو وروڼوترڅوپورې به داسې ځوريږو او ډول ډول ستونزو سره به مخ كيږو. همدغه وخت دى راشى ټول يوځاى شي او ټولو هيوادوالو ته وښايې چې مونږ هيڅ ډوله تعصب، بدنيتې، دښمنې چاسره نلرو مونږ هرچا ته دمينې، رښتينولى اويووالى ګلدستې وركوو.
په درنښت!


Re: زه پښتون يم، زه افغان يم؟!!

pattang
17.08.2007

[quote:a35a055bfd] تاسو به داوايې چې ولې جيلاني خپله دنده دلاسه وركړه؟ ، مقاومت به يې كړاى وه. ورور جانه! خبره دمقاومت نه وتلي وه، ما ته داډير زورراكو ي چې اكثره واكداران موپښتانه دي نو بيا ولي مونږ سره داسې كيږي. ولي مونږافغان نه يو؟خير وائې كه نن په ماده، سبا په تا ده.[/quote:a35a055bfd]
ستا وزير شمس هراتی خو په ډېرو اخروکې اوبه ځښلې دي او ډېر چلا که
انسان دی زه يې پېژنم٠
ستا غوندې ساده پښتون له هغه سره کار نشي کولی اودهغه ګوڼده کول دمسلکي
خلکو کاردی٠ ستا په کار کې زه اوس هم غلطي وينم ولې د خپل e-mail ندی ليکلی
، لدې فرياده څخه څه شی جوړوې او څه شی غواړې ?
ستا هغه پښتانه په دالرو خرڅ شوي دي او نا-مو-س يې هم خرڅ کړی له هغوی څخه
کومک مه غواړه٠
[quote:a35a055bfd] اى ګرانو هيوادوالوپښتنو وروڼوترڅوپورې به داسې ځوريږو او ډول ډول ستونزو سره به مخ كيږو. همدغه وخت دى راشى ټول يوځاى شي او ټولو هيوادوالو ته وښايې چې مونږ هيڅ ډوله تعصب، بدنيتې، دښمنې چاسره نلرو مونږ هرچا ته دمينې، رښتينولى اويووالى ګلدستې وركوو.[/quote:a35a055bfd]
دلته بيا غلط روان ئي ته له دښمنه په زاريو او جګويو حق غواړې ?، ایا دا لويه سادګي نده٠ ??
ګلدستې مه ورکوه ! خپل حق په هر قيمت چې وي وئي غواړه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more