د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستر اسلامي رهبر حضرت احـــــــــــمــــدشاه ابدالي بابا رحمة الله علیه :

ashna
15.08.2007

هر کله چې یو څوک زمونږ نه په بهرني هېوادنو کې تپوس وکړي چې څوک یې نو مونږ ورته خپله تذکره او پاسپورټ ښکاره کوو چې دغه زمونږ هویت دی چې بیا مو بهرنیان د افغان په نوم یادوي او د افغان په نوم مو وپېژني خو چې کله زمونږ نه د افغان او یا دافغانستان پوښتنه وکړي نو بیا ورته مونږ خپل شاعران، رهبران ، مشران ، عالمان ، ادیبان ، هنرمندان او لیکوالان یادوو چې د دغه هستیو په یادولو سره بیا زمونږ د هېواد او د ټاټوبي پېژندګلوي کېږي .
خو نن زمونږ په خپل هېواد کې د دغسې یوې هستۍ چې نه یوازې مسلمان او افغان مشر و بلکې د مسلمانانو او یو اسلامي مشر و نن یې په خپل ټاټوبي کې توهین کېږي د هغۀ په خپل لاس جوړ شوي ګلشن کې د هغۀ د مړانې او د سپېڅلتوب بیانولو بلبلان نشته او که شته نو بیا یو څو تجاران شته چې د دغو سپېڅلو هستیو په نوم خپلو مېرمنو ته پېسې پېدا کړي اود دغو هستیو د نوم مبارک سیورې لاندې خپل ځانونه مشهور کړي او نومونه مبارک یې په خپلو بانډارونو او یا دوی عقلمندو په اصطلاح د فلاني بابا ټولنه او د ډینګري بابا ټولنه چې دا خپله د دغه هستیو توهین دی او نوم او شخصیت یې شهیده وي [color=blue:0bdb52d0a9] څرنګه چې یو شمېر عناصرو د اسلام او د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مسلمان نومونه په ګوندونه او تحریکونه ایښي دي چې نتایج یې اوس مونږ په خپلو سترګو وینو چې دغه ضرري خلکو اسلام او د ګران رسول الله صلی الله علیه واله وسلم او مسلمانۍ ته څومره تاوان ورسولو همدغه شان زمونږ په هېواد کې هم ځینو کړیو زموږ د ملي مشرانواو علماو نومونه په خپلو غونډ او یا په ټولنو ایښي دي چې زما په اند یې دغو سپېڅلو مشرانو د نومونو توهین کړی دی او د خپله حده یې زیات زیان ورسولی دی نور بس دی دغه ډله خلک چې خپلو بنډارونه ته یې زموږ د ملي مشرانو د بېلګې په توګه د احمدشاه بابا ټولنه او یا د سیدجمال الدین افغان ټولنه نوم ورکړی دی دغه دې ښه په درناوي د دغه ټولنو نه ایستا کړي او د بخښنې په شکل دې په یو کتاب کې ولیکي چې موږ دغسې یوه تېروتنه کړې وه او اوس پښېمانه یو تر څو راتلونکي کې بل څوک دغه کار ونکړي .
که پاکه او سپینه یې ووایو پدغه ټولنو کې د امو نه بیا تر اباسینه د ټولو لوی وړو قامونو ادب او کلتور هم ستایل کېږي ؟استازي یې پدغه ټولنوکې شته ؟
او د دغه نومونو مبارک لاندې چې کومې ټولنې جوړې شوي دي پدغې کې داسې کومه ککرۍ هم نه لیدل کېږي چې کوم ملي پیټي ته دې ولی ورکړي او نه کوم پوهه پکې لیدل کېږي او که ویوئ چې پکې شته نو یو نر خو ماته راوښېوئ چې د احمدشاه بابا بیانې یې لیکلې وي ؟او یا همدغه ټولنې د احمدشاه بابا په هکله کوم داسې کتاب لیکلی وي چې په هغې کې یې د بابا د زېږدنې نه بیا تر وفاته پورې ټول ژوند لیکل شوی وي او بیا په نړۍوالو ژبو ژباړل شوی وي ؟ همدغه شان سید جمال الدین افغان په هکله کوم نر کوم کتاب لیکلی دی؟ کوم اثار یې دغې ټولنې چاپ کړی دی ؟ کومه بیانه یې کوم نر لیکلې ده ؟ یو خو دې دا وواي چې ما لیکلې ده او چا چې کوم مات ګوډ کتابګی لیکلی دی هغه هم په دري ژبه یو څو ښاغلو لیکلی دی چې اصلاً د ایرانیانو میراث دی خو دري ته یې ژباړلی دی او بیا ځینې نران یوځای شوي دي پښتو ته یې ژباړلی دی چې نیم کتاب بیا د لیکوالانو او ژباړنکو لنډه پېژنګلوي پشپړوي
زه به هېواد والو ته د بابا په هکله چې څومره معلومات لرم او تر کومه ځای چې ما بابا لوستی او مطالعه کړی دی دبابا حېرانونکي کارنامې او بیانې په لنډو ټکو کې دلته درته ولیکم انشاءالله تعالی او تاسو هم کوښښ وکړئ چې دبابا په هکله څه معلومات لرئ دلته یې ولیکئ تر څو هغه ناخبره ورونه خوېندې هم د بابا د کارنامو نه خبر شي چې تر اوسه د فیل په غوږ کې ویدۀ دي [/color:0bdb52d0a9]
مننه اشنا مو


ashna
17.08.2007

[size=24:36c3f9149c][color=darkblue:36c3f9149c]دسیرت یوه نمونه [/color:36c3f9149c][/size:36c3f9149c]
[size=24:36c3f9149c][color=blue:36c3f9149c]سردار محمد یعقوب خان په خپل کتاب مرد ابدالي کې لیکي :[/color:36c3f9149c][/size:36c3f9149c]
د افغانانو لومړی باچا احمدشاه ابدالي پاک او سپېڅلی شخصیت و د هغۀ د واکمنۍ په وخت کې کندهار ته نژدې د یوۀ کلي یو سپاهي مخکې لدې چې رخصت واخلي بې اجازې کور ته لاړو کله چې سپاهي کور ته ورسېدۀ د کورنۍ خلک یې ډېر زیات په لیدو خوشحاله شول خو چې کله سپاهي د کورنۍ د غړو سره یوځای ډوډۍ ته کېناست نو خپلې مېرمن یې ترې وپوښتل چې تا څوورځې رخصت راخستی دی سپاهي خپلې مېرمنې ته وویل چې رخصت خو مې ندی راخستی همداسې راغلی یم سهر وختي بېرته ځم مېرمن یې ورته وویل چې دا خو دې سم کار ندی کړی دا خو څه دومره ضروري نه وه چې تۀ دې خپله وظیفه او مصروفیت پرېږدې او بې له رخصته کور ته راشې
زمونږ باچا ( احمدشاه ابدالي ) د سهر نه تر د شپې لسم بجو پورې کار کوي او« تا »لا د لمر سترګه پرېوتې نه وه چې کور ته راغلې د مېرمنې خبرې چې کله دغه رښتني سپاهي واورېدلې نو د ډوډۍ د خوړلو نه سمدلاسه بېرته خپلې وظیفې ته یې ځان ورسولو خو چې کله دشپې ناوخته د ظیفې ځای ته ورسېد نو پېرادار ونیو او زندان ته یې واچولو او په سبا یې منصبدار ته وروښود کله چې منصبدار ترې کور ته د تلو علت وپوښت نو سپاهي هم ورته ټکي په ټکي خپله کیسه تېره کړه او د خپل جرم اقرار یې وکړ نو منصبدار پرېښود او ورته یې وویل چې بیا کله ځې نو رخصت اخله خو دا خبر څه نا څه احمدشاه ابدالي ته هم ورسېدچې سپاهي یو دغسې کار کړی دی نو سمدلاسه یې منصبدار ته حکم وکړو چې سپاهي دې په دربار کې حاضر کړي کله چې سپاهي حاضر شو نو احمدشاه ابدالي ته یې ټوله کیسه ټکي په ټکي وکړه [color=white:36c3f9149c] احمدشا ابدالي ډېر خوشحاله شو او وېوېل چې دغه خو یوه لویه نېکمرغي ده چې د دې مملکت مېندې ، لوڼه او خوېندې هم د هېواد د خپلواکۍ، ازادۍ او د حفاظت خیال ساتي احمدشاه ابدالي د سپاهي نه د هغۀ د مېرمنې نوم وپوښت [/color:36c3f9149c]او سپاهي یې کورته رخصت کړ په بله ورځ باچا احمدشاه ابدالي یو څه داسې لاسلیک کړل چې د دغه سپاهي د کور په لاره تېرېدل او ګټه یې ټوله د د غه سپاهي د مېرمن عیفوبي بي او د اولاد ونو په نوم کړه چې دا تر ننه په کندهار کې د عیفو بي بي په نوم شهرت لري چې احمدشاه ابدالي عیفو بي بي ته ډالۍ راستولې وې



ع کريم حليمي
18.08.2007

مکرم اشنا صاحب سلام !
دغه مېرمن عينو نومېده ، او احمد شاه بابا و عينو ته کارېز ور ؤ بخښلی 
په دې سبب چه! عسکري قرقه له څخه هندوستان راورسېدل ، دا وخت شپه وه 
پاچا پخپله له فرقې سره ملګری وو ، نو پاچا د فرقې عسکروته وويل چه :
چه ښارته نه داخليږي اوس شپه دي ،سهار به ښارته داخل شو ، نو وښارته 
نزدې ئې واړول چه شپه تېره کړي ، خو يو نفر عسکر له فرقې څخه د شپې 
بېله اجازي خپل کورته ولاړی ، کله چه کور ته ورغلی نو مېرمني (عينو )
ښه راغلې ورته وويل ، او غزا د ماميابي پوښتنه او ګروېږنه ځيني وکړه 
او د احمدشاه خان پاچاپه باب ئې پوښتنه وکړه چه پاچا هم په خير 
راورسېدی ، نو مېړه ئې ورته وويل چه هو ! هغه لا ښارته ندی راغلي 
سهار به له خيره ښارته راځي ، نو پتمني پښتنې عينو له خپل مېړه څخه  
پوښتنه وکړه چه ته څرنګه کورته راغلې ، ده ورته وويل چه په پټه راغلم 
فرقې زموږ کلي ته نزدې اړولي دي ، زه به شپه له تاسره تېره کړم ان شاالله 
سهار له وخته به ورسم نو بيا به ښارته روسره راسم 

پر عينو باندي دا خبره ډېره سخته تمامه سوه ، او له کور څخه ئې وشاړه ، 
چه ځه وزه ته  تردانورو عسکرو ښاغلی يي ؟ چه ټول عسکر او پاچا 
په دښت کښي پراته او ته په غلا ترماپوري راغلې 

نو عسکر چه فرقې ته ورغلی ، د فرقې  ګزمې راوګرځاوه ، چه څوک يي 
او تښتېدلي ورته وويل چه عسکر يم ، کورته تللی وم مېرمني مي 
را وشړلم ، نو ګزمې خبر تر قمندان عمومي (احمد خان ) ته ورکړ 
او عسکر ئې ور وغوښت ، او عسکر نقل و پاچاته وکړۍ ، 
نو څه وخت ورسته احمد شاه بابا د عسکر مېرمني عينو ته کاريز ور وه 
بخښلی ، او هغه کارېز نن هم د عينو کارېز په نامه ياديږي 

دغه نقل : پخوا د مکتب د پښتو په کتاب کښي په مفصل ډول راغلی وو 
او خورا يو اوږ شعر هم ور سره مل وو ، 
د عينو کارېز ياديږي
......................نېک او بد عمل پاتيږي  

دغه کارېز د کندهارښار ته نزدې دي 

نورمې شعر په ياد کښي ندی پاته 

 په درنښت 



19.08.2007

د اعلیحضرت احمد شاه با با د بری راز

وایی کله چې نا در افشار په هند برید کاوه او په دې لړ کې کندهار ته راورسید ، ځوان احمد خان دغه وخت دده د قرار ګاه د ساتونکي پښتنې ټولی قوماندان نه یې د یوه پوځي بنډار په ترځ کې د چلم د تیارولو هیله هم وکړه . احمد خان پخپله چلم تیار کړ او سکروټه یې په سرۍ کیښوه او چلیم یې ولګاوه . احمدخان چې کله په غښتلو پنجو کې پاچاته چلم وئـنیوۀ اوهغۀ چلم ته یو کش ورکړ نو له ساه ویستلو سره سم سکروټه له سرۍ څخه لاندې ولوېده او د احمد خان پرلاس پریوته . احمد خان لاس ونه ښوراوه اوسکروټه یې پر لاس باندېپاتېشوه . نادر افشار په داسې حالت کې چلم څکولو ته دوام ورکړ چې د احمد خان آرام لاس او په هغه باندې د اور سکروټې ته یې په حیرانتیا سره کتل .احمد خان نادر د چلم څکول وغزول، احمد خان تر هغه پورې لاس ونه خوراوهتر څو چې دلس سوځیدونکی ځای پلۍ شوه اوهغه پلۍ ماته شوه او پر اوبو یېسکروټه مړه شوه نو نادر چلم بس کړاو خپلو پوځي صاحب منصبانو ته یې چې ددغې پیښې شاهدان وو مخ راواړاوه چې داحمد خان کلکه اراده مو لیده ، دغه سړی به په خپله فولادی اراده هند فتح کوي !
ورسته بیا تاریخ وښوده چې د ده د بریاو یو راز دده په فولادی اراده کې نغښتی و!


اعلیحضرت احمد شاه با با مريند او صوفي پاچا ؤ


ع کريم حليمي
19.08.2007

اعلیحضرت احمد شاه با با  مريند او صوفي پاچا ؤ 
احمد خان يو مسلمان او تقوا داره او ښه ځوان ؤ ، پير ، فقير او زيارتونو ته 
ښه عقيده  لرله .
هغه وخت چه  ځوان احمد خان د ښار د جورولو اراده وکړه ، لمړي ئې له خپلو 
عزيزانو ( پوپلزو ) څخه څلور قولبې  ځمکه و غوښتل ، او قوم ځمکه ورکړه 
کله چه پر قلعه يا کلا په تعمير شرع وکړه  ، د کابل دروازي او د بروبازار 
تر مېنځ يو قبر ؤ ، چه د يکخاک بابا په نامه ، او د کلا دېوال مستقيم پر 
دغه مزار برابر سو ، او احمدخان دغه قبر د کلاتر ديوال لاندي نه کړ ، 
او د يو شانداري کلا دېدال ئې ورته مُنْحَنِي  کړ يعني د ښار د کلا څلور 
ديوالونه مستقيم او د يو طرف دېوال ئې د زيارت په سبب کوږ کړ، 

يعني احمد خان د مړو خاطر هم ساتل ، او نه ئې غوښتل د مړي قبر 
له منځه يوسي ، سبحان الله ٠  
 


pattang
20.08.2007

تاسو محترم ياست زه نورڅه نوايم،خوپښتانه هغه وخت او اوس هم غلا مان دي.
د ازادۍ لپاره پښتنو هيڅ وخت بنسټيز کار ندی کړی ٠


larghonay1
20.08.2007

بس خو پښتون هغه ته وايي چې د نر غوندې په خپله خبره كلك ولاړ وي كه په څلور مذهبه ملامت هم وي خو بايد له خپلې خبرې وانه وړي.
زه د احمدخان يا په زمونږ په اصطلاح د احمدشاه بابا په هكله هيڅ نه وايم خو يوازې د ځواکمن صيب له ليكنې يوه بېلګه را اقتباسووم :
[quote:9093c53b61]وایی کله چې نا در افشار په هند برید کاوه او په دې لړ کې کندهار ته راورسید ، ځوان احمد خان دغه وخت دده د قرار ګاه د ساتونکي پښتنې ټولی قوماندان نه یې د یوه پوځي بنډار په ترځ کې د چلم د تیارولو هیله هم وکړه . احمد خان پخپله چلم تیار کړ او سکروټه یې په سرۍ کیښوه او چلیم یې ولګاوه . احمدخان چې کله په غښتلو پنجو کې پاچاته چلم وئـنیوۀ اوهغۀ چلم ته یو کش ورکړ نو له ساه ویستلو سره سم سکروټه له سرۍ څخه لاندې ولوېده او د احمد خان پرلاس پریوته . احمد خان لاس ونه ښوراوه اوسکروټه یې پر لاس باندې پاتې شوه [/quote:9093c53b61].

باور وكړئ زمونږ په پښتنو كې چې څوك د چا په حجرو - ديرو كې چلم ډكوي تر هغه سپك او كم سړى بل نه وي نو دا چې احمدخان نادر افشار ته چلمونه ډكول نو معلومه شوه چې يو چرسي شى ؤ ځكه د چرسيانو لاسونه پاخه وي هغه نه سوزي نو تاسو خپله فكر وكړئ چې يو چرسي ته او هغه هم داسې چرسي ته چې په خپله په كې ټكى ځواني هم نه وي چې نور ورته چلمونه ډك كړي خو دى نورو ته چلمونه ډكوي نو كور مو ودان له داسې چرسي بابا سره چې تاسو لا رحمت الله عليه هم ورته ليكلي دي!



20.08.2007

دروند لرغونی صیب !

د چرسو د چلم چا څه نه دي ویلي، او څوک یې باید د انګیرونو له مخې پرې ونه تپي .که رښتیا دغسې یو حالت وای لکه تاسو چې انګیرلی نو چرسیان پخپله پرې ښه پوهیږي چې د اور سره لوبې کولی شي نو بیا دا پیښه عادی ګڼي ، نه حیران ورته پاتې کیږی که چیرې یو د بل چرسی په لاس داورسکروټه غورځېدلې وویني او نه بیا دادومره غټ کمال بولی چې ګواکې خاوند یې هند هم فتح کولی شي!
او بیا د چرسو څکول د ټولو پوځي صاحب منصبانو په وړاندې له امکان او ایجاب څخه هم لرې وي .
په هرصورت دا یو نکل دی چې د دغه ستر پادشاه د همت ، مقاومت اوارادې د کلکوالی دستاینې له پاره ویل کیږي او دتاریخی سند په توګه ترې کار نشي اخیستل کیدای .
پاتې شوه دا خبره چې له نن څخه نږدې درې سوه کاله وړاندې د یوه پادشاه په قرار ګاه کې یوقوماندان پخپله یواځې پادشاه ته د چلم ډکوي، د حجرو اودیرو د چلم ډونکو سره پرتله کیدای شي . ښایي دغه وخت پادشاه په کندهار کې دیو قدرمن میلمه په توګه تقدیر شوی وي . لنډه داچې که داحمدخان نورې سیاسی نیمګړتیا وې موجودې وي ، وي به او هغه باید وشنل شي ، خو ددغسې مثبتو ستاینو تحریف یې باید په هیڅډول و نه منو !
د ساري په توګه ان په کندهار کې د دربار ژبه فارسي ۲۵کاله رسمي کارول او زامنوته هم د پښتو دلیک لوست او رسمی کولو کومه توصیه نه کول او حتی دیوه مکتوب یا یوه مامور د تقرر امر یې هم کله په پښتو نه دی صادر کړی . نو دا سوال پیدا کیږي چې ایا د ملی ټولنې او ملی دولت د ودې او پرمختګ له ابتدایی فکر سره هم ستراحمد شاه بابا نه و اشنا ، که څنګه ؟
په درنښت او سلامونو !.


pattang
20.08.2007

خدای پاک د ې احمد خان او دهغه اولاده په ګور کې په څلور ې کړي ، مونږ خو يې
در بدره کړو ، نوره خوله پټه نيسم٠
......................................................................................................................................
.....................................................................................................................................
.......................................................................................................................................
.....................................................................................................................................
.....................................................................................................................................
...................................................................................................................................
.....................................................................................................................................
....................................................................................................................................
......................................................................................................................................
....................................................................................................................................
....................................................................................................................................
...................................................................................................................................
...................................................................................................................................


larghonay1
21.08.2007

وقار صيب الله دې باوقاره لره!
وروره زما موخه تحريف نه بلكې تحليل دى. خوتاسو ليكلي وو چې نادر افشار د يوه پوځي بنډار په ترڅ كې له احمدخان څخه د چلم ډكولو هيله وكړه نو كه دا د احمدخان حرفه نه واى ايا په دې فوځ كې نور كسان لږ وو چې ده ورته چلم ډكاوه. بله دا چې دا ډېره مشهوره خبره ده چې د چرسيانو لاسونه پاخه وي. زمونږ يوچرسي ګاونډى ؤ چې خداى شته ډېر غريب هم ؤ نو په باغ كې به يې چليم ايښى ؤ كه واړه واړه لوڼې زامن يې وو كله به چې ده غوښتل چيلم تازه كړي نو همدا واړه واړه بچيان به يې د خلكو كورونو ته د سكروټې پسې لېږل. د هر چا كره به چې اور بل ؤ نو د ده بچيانو به په نغري داسې حمله وكړه تا به ويل چې لاسونه يې د اوسپنې دي نه سوزي. د ګاونډي له كوره د ده تر باغه ډېره لار وه په دې ټوله لار به د ده بچيانو سكروټه له يوه لاس نه بل ته اړوله تر څو چې به يې پلار ته ورسوله.
زه په چا بدګوماني نه كوم او نه غواړم تحريف وكړم خو دا جوته ده چې د چرسي لاسونه نه سوزي او حتى كله كله دوه چرسيان په شرط سره په خپلو مټو بل سګرټيان مړه كوي.
راغلو دې خبرې ته چې نادر افشار به مېلمه و او احمدخان به د هغه د مېلمستيا يا مېلمه پالنې له مخې ورته چيلم ډك كړى وي نو احمدخان خو په خپله هم په كندهار كې مېلمه ؤ ځكه احمدخان خو د كندهار نه دى هغه خو له نادر افشار سره له ملتان څخه راغلى ؤ او احمد خان خو په اصل كې د ملتان دى!!!


mehman
21.08.2007

دوستان عزیز سلام بر شما !
شما میبینیدکه صرف در مورد چلم پر کردن احمدخان ابدالی ( احمد شاه بابا) نظرات بسیار متفاوت موجود است. که قسماً شاید ناشی از تعصب قومی و زبانی باشد. یکی او راخدمتگار دربار نادر افشار نامیده و دیگری موضوع مهمان نوازی قندهاری را پیشکش نموده احمد خان ران را مهمان نواز توصیف مینماید و باز دیگری در آتش تعصب سوخته و به عوض اینکه طبق تعامل مسلمانهابه روح مردگان دعای نیک نموده از بارگاه خداوند طالب مغفرت شود نه تنها به روح احمد خان ابدالی بلکه به اولادۀ شان هم دعای بد میکند.
به نظر من وقایع تاریخی باید با معیار های
همانزمان ارزیابی گردد نه با معیار های امروزی! هر گاه ما شخصیت های شاعران بزرگ ( به خصوص شاعران زبان فارس) رابا معیار های امروزی مورد ارزیابی قرار دهیم
میبینیم که اشعار اکثر این شعرا در وصف زمامداران جبار میباشد،بدین معنی که آنها مداحی و توصیف بی قید وشرط زمام داران جابر آنزمان را نموده اند.
در حالیکه دران زمان موضوعات خقوق شهروندی وحقوق بشر مطرح نبود و ظلم و استبداد که این جابران وقت حین کسترش قلمرو خود بر دیگران روا میداشتند، علامت شجاعت و مردانگی پنداشته میشد.

با تقدیم حرمت


ashna
21.08.2007

[color=white:1d164fe8e9]ګرانو لوستونکو اسلام علېکم ورحمة الله وبرکاته[/color:1d164fe8e9]
لومړی حکیمي صېب نه مننه چې د کاریز په هکله یې زما نیمګړې لیکنه بشپړکړې ده او زما تېروتنه چې عینو بي بي ما عیفو بي بي لیکلې ده هغه یې هم اصلاح کړې ده ډېره مننه !

ښاغلی لرغونی ستاسو نه مخکې یو چلونکی وطنمل ورور د پاڼې په مشر برید وکړ او اوس بل چلونکي تاسو آن احمد اه با با چرسي وباله او نه پوهېږم چې لا ورته په راتلونکي کې نور څه څه ویل غواړئ او ورته پخپله لیکلي هم دي چې مخکې دلته یوازې ستاسو پتنګ ورور وو چې د ټول افغان ولس یې د تاجک او د پاړسيوان او د شمال جنوب په نوم کنځل او لا لګیادی ، او اوس لا ورسره تاسو هم لا غاړه شوئ او د خوند ځای خو دا دی چې د هغه څه د مخنیوي لپاره چې تاسې ګمارل شوي یاستئ خپله مو پرې شروع کړې ده او بد رد لیکئ
که چېرې ستاسو په شان ګستاخانه لیکنې زموږ کوم بل هېواد وال په دري ژبه لیکلې وای نو کېدای شي چې ورته ځواب یې د ټول افغان په لومړۍ پاڼه خپور شوی وای لکه چې دم ګړۍ یوه ښاغلي ته ټول افغان ځواب ویلی دی چې دې کار اغیار ته ښه موقعه په لاس ورکړې ده چې وواي ټول افغان د امو نه تر اباسینه نه بلکې د یو څو پښتنو ولایتونه پاڼه ده او څومره چې ستاسو د ملي خدمت دعوه ده نو باید ووایم چې
که دا د خوړ کاڼي د خوراک وای
نو ګیدړانو به اوس ټول خلاص کړي وونه
مننه اشنا مو



21.08.2007

درنو ورونو!
احمد خان ابدالی کومه نامالومه او غیر تاریخي څیره نه وه ، آخر د افغان دولت مؤسس او د تلدوامه ویاړ ګټونکی دی ، نو د یوعلمي ـ تاریخي ثٍبوت نه پرته پرې
هیڅ کوم ناوړه تور نشي لګول کیدای . او داچې په ملتان کې یې پلار او نوموړی پخپله هستوګنه درلودلې وه ، نو اصلا ٍ خو د کندهار سدوزیان وو او بیا پوځی ټولی یې د برې بښتونخوا او زیات یې د کندهار پښتانه وو، دملتان هستوکنې یې هم ښایي په سیاسي ـ اجتماعي تربیه کې مثبته اغیزه شیندلې وي .
داچې زامنو او لمسو يې د هغه لوی میراث ونه ساته د هغه له ویاړونو څخه نشي کمولای ! باید د هر سیاسي مشر سیاست پخپله و ارزول شي . احمد شاه با با د افغانستان په ټول تاریخ کې بی ساري او بی سابقي اتل او مدبر پادشاه پاتې شوی ، که مونږ پر هغه ونه ویاړو په بل هیڅ کوم افغاني پادشاه ویاړېدای نشو. روح دې ښاد او نوم دې ستر وي !
دابه ښه وي چې ددغه لوی افغان لازیاتې ځانګړتیاوی وڅیړل شي او د همغه وخت په هنداره کې وارزښتول شي .
دا هم سمه ده چې هیڅ تاریخي ویاړ باید د یوه شخص د کیش او پرستش سبب ونه ګرځي ، خو د شخص ـ کیش مخنیوی دې ته اجازه نه ورکوي چې له تاریخي ویاړونو څخه یې منکر او یا یې کم ارزښته وبولو، بلکې مونږ د هغه د سترو ویاړونو تنقیدي ارزونې ته اړباسي او دا کار زمونږ لیدتوګه له نیکه مرغه نوره هم علمیت ته راکاږي !
ښه داده چې همدومره تبصره بسانده وبولو او بحث نور خپل اصلي مسیر او بهیر ته چې محترم حلیمي صیب پیل کړی و بیرته راوګرځوو .
په درنښت .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more