د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

بیبسی او کاکولا نوری زیاتی ګټې هم لری

خیریوسی
15.08.2007

بیبسی او کاکولا نوری زیاتی ګټې هم لری
» که دی موټر پنچر سی او دټیر نټ نه خلاصیدی او زنګ یې نیولی وی نو پر یوه ټوکره ټوکر په بیبسی یا کاکولا ککړ کړه او پر نټ یې وخت کښیږده نټ به په ډیره اسانی سره خلاص سی
» که دد بیټرۍ ټرمینل ډیره مالګه نیولی وی او موټر نه چالانیږی نو لږ څه بیبسی یا کاکولا پر واچوه ډیر ژر به پاک سی
» که مو کالی غوړ سی او یا کوم ټپلۍ پیدا کړی بیبسی پر واچوی ډیر ژر به ټپلۍ پاک سی
» که دپخلنځی دخرابو اوبو نل بند سی بیبسی یا کاکولا یو بوتل پکښی واچوی پسله لس دقیقې به نل خلاص سی
» که سنګ مرمر غوړ او خیرن وی نو لږ څه بیبسی یا کاکولا پر واچوه ډیر ژر به پاک سی
» که غواړی چی بیبسی یا کاکولا هډوکی په څومره وخت کی ویلی کوی نو یو غاښ او یا یو هډوکی دبیبسی په بوتل واچوه وګوره چی په څومره موده کی یې ویلی کوی
» که غاښ جوړونکی غواړی چی ګیراک یې ډیر سی باید و خلقو ته بیبسی په وړیا توګه ورکړی
» که غواړی چی ماشوم دی دغاښ لګولو عادت پریږدی او نور ماشومان ته تکلیف ورنکړی نو بیبسی زیاته ورکړه دغاښو څخه به ډیر ژر خلاص سی
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more