د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لوى ملا صاحب د يو څو خبرو اجازه راكړه!

monir
14.08.2007

غوث الدين نورانى
٢٢ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-13 م

Gnoorani400@gmail.com

هغه مهال طالبانو سر راپور ته كړ، چې نور خلك له زورواكۍ، وحشت او د هر چا له لاسه د وژل كېدو څخه تر پوزو راغلي وو همغه وو، چې طالبان هغه خلك وبلل چې د مهربانۍ او اخلاص په مانا سهي پوهېږي. مرسته يې ورسره وكړه او په هره سيمه كې يې ښه راغلاست ورته وويل.هر چا ځان طالبان باله او مرسته يې ورسره كوله، ډېرو ځوانانو په هغه ارمان كې خپلې ارواوې نذرانه كړې چې تاسې جناب يې دعوى كوله. پدې كې تر ټولو ډېر د پښتنو ميندو ځوان زامن وو، چې ستا تر څنګ ولاړ وو. بې تكتيكه او بې تجربې به يې منډې وهلې چې په هر جنګ كې به تر اټكل زيات شهيدانېدل او بېرته به د خپلو ميندو په مخ كې كېښودل شول، دا خو لا بختوران وو، چې د مړه او ژوندي پته به يې ولګېده، بلكې ډېر لا ورك شول، چې تر اوسه يې بورې ميندې او يا واړه بچيان د راتلو په تمه دي!!! څومره سوونه طالبان د شمالي پولو ته تر رسېدو پورې د تورو خاورو مېلمانه شول!! څومره زرګونه د ليلې په دښته كې تر خاورو لاندې شول او بيا څومره زرګونه طالب پښتانه ځوانان په كندوز ښار او د ظالم دوستم په كانتينرو كې په بې رحمانه ډول شهيدان شول!!جناب عالى !! د دوى ټولو دقيقه شمېره به تاسې ته معلومه وي، خو په اټكلي شمېره تر ۹۰۰۰۰۰ پورې پښتانه طالب تنګي ځوانان د اسلامي امارت د بريالي كېدو په مخه تر خپل سر تېر او ميندې يې لا تر اوسه په مړينه اوښكې تويوي!!!لوى ملاصاحب!دادى ددغه حكومت هم شپږ كلونه په پوره كېدو دي، ددې په راتلو سره هم نه يوازې ځوان طالبان له نړۍ څخه ارماني لاړل، بلكې بې شمېره بې ګناه ماشومان، بې وزله ښځې او عام پښتانه مسلمانان هم تر تورو خاورو لاندې شول. په چا بمبارۍ وشوې او څوك په مخامخ جنګ كې سهوا ولګېدل او څوك څنګه او څوك څنګه خو ... تر خاورو لاندې شول!!ددې تر څنګ هم ستا لخوا مبارزه ورځ په ورځ په زياتېدو ده او په تېرو پنځو كلونو كې په زرګونه پښتانه ووژل شول او لا هره ورځ وژل كېږي!!-

هره ورځ د پښتنو په سيمو كې بسته كلي ورانېږي، بمباران كېږي!

- د مجرم تر څنګ څلور پنځه نور ماشومان او يا بېوزله خلك وژل كېږي.

- يو ځل ټول پښتانه د جهل په تورو تيارو كې ژوند كوي او كه بيا چېرې كوم نيم ښوونځى وي، هغه سوځول كېږي.

- كه چېرې ښوونكى وي هغه د حكومت په پلوئ او يا د جاوسوسۍ په تور وژل كېږي او دا خو عامه ده، چې هره اونۍ دې يو پښتون د جاوسوسۍ په تور حلال او فلم دې ترې ډك شي

- ټولو خلكو ته ګواښ كېږي، چې ټول له يوې مخې حكومت پرېږدئ او كه نه نو د مرګ شېبې وشمارئ، بيا چې څوك مړ شي، پاتې خلك يې هم نه شي كولاى چې تش په جنازه كې يې ګډون وكړي!!!

- ټوله پښتنه سيمه چې پخوا به له حكومتي ادارې پرته پكې امن وو، اوس وېرې او وحشت په سر اخيستې ده.

- هېڅوك د شكايت غږ نه شي پورته كولاى، څوك نه شي ويلاى، چې څوك د لوى ملاصاحب يانې (تاسې جنابانو) نوم په سپوره خوله واخلي، څوك دا حق نلري، چې ووايي، چې دغه كار ښه ونه شو!! په غير مستقيم ډول هم پښتانه تر زورورو متروكو لاندې دي:

-پښتنې سيمې په عام ډول غم او وير تر كلك پوښښ لاندې راوستې دي.

-د ديني او عصري زده كړو بهير صفر په خانه كې پر مخ روان دى.

- ټول ځوانان له بې كارۍ، نالوستۍ او بېوزلۍ له ګواښ سره مخ دي.

-هېڅ د ابادۍ او رغونې كارونه نشته او كه وي هم د اسلامي امارت د راتلو په مخ كې د يرغلو د سنګر په سترګه ورته كتل كېږي. په هېڅ ډول بايد رغونه ونه شي. مكتب، ښوونځى او روغتون خو ذ كفر او جاوسوسۍ ځالې بلل كېږي.

- غلاوې، جګړې، غچ اخيستنې په يوه نامه او بل نامه وژنې ښې په درز كې روانې دي.

-ډيرى پښتانه حكومت ته د ورتلو زړه نه ښه كوي، دا په داسې حال كې چې نورې لږكۍ په ډېره چټكۍ سره ځانونه ځاى پر ځاى كوي، ځانونه ښارونو ته كوي، زده كړو ته يې كلك زور وركړى او له بلې خوا كه كوم پوست ورته رسېدلى تر خپلې وسې له پښتنو څخه په غچ او انتقام لګيا دى.

-په عام ډول دې منطق ته لمن وهل كېږي، چې پښتون يانې جاهل، پښتون يانې سر زوره، پښتون يانې خيرن، پښتون يانې په خبرو او استدلال ناپوه، پښتون يانې د غره او كوتك پښتون يانې د خير ښېګړې دښمن..... لوى ملا صاحب!!هرڅوك كولاى شي، چې په حكومت نيوكې وكړې، هر څه ته بد ووايي، خو ستاسې په حق كې لومړى څوك دا جرات نه شي كولاى چې څه ووايي او كه وايي هم يا به له خپل ژوند څخه تېر وي او يا به داسې څوك وي، چې ستا لاس نه ورسېږي!!!لوى ملا صاحب دغه پښتانه او دغه چې هره ورځ يا ستاسې لخوا او يا د يرغلګرو لخوا وژل كېږي، كه يې په جاوسوسۍ تورن نكړي او سرونه يې په چاړه ترې بېل نكړې، نو والله چې دا پوښتنه له هر پښتانه سره شته، چې آخر خبره څه ده؟ تاسې څه غواړئ؟ منشور مو څه دى؟ دغه ملت تاسې څه وړاندې كوئ؟ څوك په امن دى او څوك په امن كې نه دى، كه اصلي دښمن مو څوك دى؟پوليس، ملي اردو او خارجيان وي، نو دا مامور او ښوونكى ولې بې سواله او بې ځوابه وژل كېږي؟ دا ښوونځى ولې ړنګ او سوځول كېږي؟ دا اداري واحدونه ولې ړنګ او سوځول كېږي، آخر دا خو د امريكايانو نه بلكې دې همدې ملت مال دى. كېداى شي تاسې يو وخت كې پكې و اوسېږئ!!په تېرو پنځو كلونو كې له وژنې پرته تاسې ملت ته كوم ډاډ وركړئ، كوم زېرى او ښه خبر مو ورته وړاندې كړئ؟ د چا اوښكه مو پاكه كړې؟ امريكايان كه قصدا هم عام خلك ووژني، بيا په ريښتيا او يا په دروغو يوه تشه بښنه غواړي، آيا تاسې چې ځانونه د اسلام د مهربانه دين وفاداران هم بولئ كله مو پدې خوله چوله كړې ده؟تاسې چې خلكو ته واياست چې ټول حكومت پرېږدئ او په كور كښنئ، آيا دا دې منطق خبر ده، بيا كه سهي هم وي تاسې جناب به ددې په بدل كې څه ورته وكړئ؟ يانې تاسې داسې بديل ورته پيدا كړى، چې هغوى پكې كار وكړي؟؟كله چې يو ودانۍ رنګوئ پر ځاى يې تاسې ملت ته تر هغه ښه بديل وړاندې كړى؟كه ښوونځى سهي نه وي او ښوونكى غلام وي نو تاسې كومه مدرسه ورته جوړه كړې ده؟ جناب عالي!جناب عالي، ستا مبارزه خو پنځه كلنه شوه او لا به اوږدېږي، آيا ستاسې د امارت ته راتلو پورې به څوك ښوونځى ته نه ځي؟ آيا ستاسې تر لاتلو پورې به خلك په حكومت كې كار نه كوي؟ آيا ستاسې تر راتلو پورې به پښتانه په ويره او وحشت كې ژوند كې ژوند كوي؟آيا ستاسې تر راتلو پورې به په پښتنه سيمه كې د آبادۍ كار نه كېږي؟ لوى ملا صاحب!آيا دا جهاد يوازې جنګ، جګړه او وژل دي او كه نه ددې ترڅنګ بله هم كومه لار شته؟دا سياست او افغانيت يوې خوا ته كړو او له اسلامي حكم نه ستاسې دې پوهې او منطق په اساس دليل راواخلو، نو څنګه يو مسلمان پښتون يوازې په دې ګناه حلال او يا وژل كېږي، چې حكومت پلوى دى او په دين كې ورته دا ګنجايش نه وينې چې عفوه دې شي او كوريايان چې نصراني دين د خپرواي په خاطر راغلي وو، د كليسا په لارښوونه راغلي وو، هغوى نه وژنئ، دا كوم اسلام دى، چې كله كفار پرېږدى هېڅ نه ورته وايئ او كله بې ګنا مسلمانان وژنئ؟؟!!! لوى ملا صاحب!د ادارو په سوځولو، د خلكو د اسنادو سېځلو سره به د بوش كومه خونه ورانه او د اسلام كوم اصل به پرې پرځاى شي؟

د بې ګناه خلكو وژل او بيا په جاسوسۍ تورنول او خلك يې له جنازې منع كول خو ګوره اسلام نه دى!!نو د خداى لپاره لږ فكر كړه، لږ دا د مظلوم ولس دردونه حس كړه او نور دا ولس مه ځوروه!!!


pattang
14.08.2007

غوث الدين نوراني !
انډيواله خبرې ډېرې دي خو دلته دلوی ملا او طالب بنيادي ګناه نده ، طالبانو ځيني
کارونه غلط وکړل ، خو دخلقيانو ، پرچميانو ، حزب وحشت ، جنبش او جميعت
غوندي کندې يې په ژوندويو انسانانو ندي ډکې کړې ، داخو ددشمن کاردی چې د
څو غلو او (ز-ن-ا )کاروعکسونه او ويديوګانې په کوموکې چې د طالبانو جزا
عکاسي او يا فلم شوی دی اود نړۍ له معياروڅخه لږ څه وتلې وه هر وخت د پښتنو
د دښمنانو له خوا تکراريږي او پښتنو ته پيغور پرې ور کول کيږي ، که داسې نوي
نوقصاص خو د امريکا په څو ايالاتو ، په عربي ممالکوکې قانوني او شرعي
کاردی. ٠
دهغو 90000 تنکيو ځوانانو قاتلان خو اوس په حکومت کې ناست او دنورو
قاتلينو له خوا تقويه کيږي نو لوی ملا څه وکړي چې هم دپښتنو قاتلان په دولت
ناست دي او هم اشغالګر خپل وسلوال تمرينونه د افغانستان په خاوره کې کوي .
دريمه موضع داده چې دغه ټوله بدبخي ، غلامي او بې فرهنګي مونږ ته د درانيانو
له دورې را پاته شوې ، د هوتکو د دربار ژبه پښتو وه ، خو ددرانيانو واکدارانو
داحمد شا په شمول د پښتنو د کلتور سره ډېر خيانت وکه او اوس کرزی هم هه ددې
ډلې يو مسال دی چې نه استعفاکوي او نه د پښتنو حق غواړي ٠

وروره ته بايد په خپله عقيده او پښتنولي کلک ودريږي او خپل اخلاقي زړورتيا
له له لاسه ور نکړې ، هر چيرته په پښتو ليکل او خبرې وکړې٠ هغه څوک چې په
پښتو او پښتنو پورې خاندي هغه د خراساني کلتور ميراث خواره ځانونه بولي،
که واقعت ته فکر وکړو دافغانستان له جوړېدو راپر ديخوا خو (تا- ج-ک ) خلق
څومره دمدنيت دجوړولو تاريخ نلري ، پښتانه پو هان او د هغوی مدني فکرون له
دوی څخه مخ ته دي او وروسته ندي پاتې دا هم په داسې حال کې چې دافغانستان
واکدارې او غدارې کورنۍ ټول (ت-ا-ج-کي) کلتور مخته اچولی وو او پښتانه
يې کلک پکښې تړلي وو٠ دا خلک عقدې لري او ځانونه په خراساني کلتور پورې
تړي ، حال دا چې دوی د عربو له را تګه وروسته کله چې ساسانيانو ماته وخوړه
اوبيا د 800 م په شاوخوا کې سامانيان را غله نو دوی دعربو او ساسانيانو اولاده
دي چې کله به له عربي پلار او ساساني مور ځخه پيدا کچنۍ پيدا شه هغه ته به يې
تازه مسلمان وېلې او له دغه (تازه) څخه (ت-ا ج-ک) جوړ شوی دی ٠ دا مخلوق ملي
اتلان نلري ،نو څکه کوشش کوي چې له غله او اجنټ څخه هم خپل اتل جوړکړي تر
څو چې ځانته يو هويت پيدا کړي ٠
د شورائي نظار د غدارانو له پرو پاګندې ځان بچ که او داټولې د هغوی خبرې دي
چې بدبخته پښتانه يې کوپي کوي ٠
http://i189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/31.jpg
http://i189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/32.jpg
http://i189.photobucket.com/albums/z270/Kabir_07/33.jpg

په لوړ سر ، مقاومت د ژوند تر اخره ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more