نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسې څه نظر لرۍ؟؟؟
shokoor
13.08.2007
درنو دوستانو سلام علیکم
لکه چې تاسې هم خبر یاست پرون دافغانستان اوپاكستان دامن گډه جرگه د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو ښاغلو پروېز مشرف او حامد کرزي په اختتامیه ویناو پای ته ورسیده.
زما په نظر د دې جرګې جوړول او نتیجه یې د سولې د ټینګښت او د دواړو ګاونډیو هېوادونو د ښو اړیکو په لار کې یو لومړﺉ مهم ګام اوچت شو. هیله ده هسې چې د پاکستان جمهور رئیس ښاغلي جنرال پروېز مشرف د خپل له خوا ژمنه وکړه دجرګو او خبریاترو دغه بهیر په صداقت او د متقابل اعتماد په فضا کې دوام ومومی.
[color=blue:4ada035a09]تاسې ګران لوستونکي د دې جرګې او د هغې د لاسته راوړنو په هکله څه نظر لرۍ ؟[/color:4ada035a09]
والسلام
[color=white:4ada035a09]دافغانستان اوپاكستان دامن گډي جرگي پريكړه ليك:[/color:4ada035a09]
بسم الله الرحمن الرحيم
دافغانستان اوپاكستان دامن گډه جرگه د ۲۰۰۷- م كال داگست دمياشتي له ۹ مي نيټي څخه تر ۱۲ مي نيټي پوري چي د۱۳۸۶ هجري لمريزكال دزمري دمياشتي له ۱۸ څخه تر۲۱ نيټي پوري كيږي دافغانستان په پلازمينه كابل كي ددي لپاره جوړه شوه چي ددواړو وروڼو هيوادونو عزم او هوډ په سيمه كي دتلپاتي سولي دتامين لپاره تائيد اولاپياوړي كړي . دغه جرگه دافغانستان اوپاكستان دولسمشرانو دهغه نوښت پربنسټ جوړه شوه چي د ۲۰۰۶ م كال دسپتمبر دمياشتي پر ۲۷ مه نيټه يي كړي و.داجرگه چي د ۷۰۰ تنو غړو په گډون جوړه شوي وه په خپل ډول كي يوازيني تاريخي جرگه ده چي دخلكو ترمنځ يي دخبرو اترو لاره پرانستله په جرگه كي ددواړو هيوادونو دپارلمانونو غړو ، دسياسي گوندونو استازو ، مذهبي اوقومي مشرانو ، دولايتي شوراگانو رئيسانو ، دمدني ټولني اوتجارتي ټولنو استازو برخه اخيستي وه .جرگه دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس جلالتماب حامدكرزي اودپاكستان داسلامي جمهوريت دصدراعظم جلالمتاب شوكت عزيز په ويناو سره پرانستل شوه.دامن داگډه جرگه دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس جلالتماب حامدكرزي اودپاكستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس جلالتماب پرويز مشرف په ويناو سره پاي ته ورسيدله.ددي گډي لومړني جرگي وړانديزونه په لاندي ډول دي :
۱_ دامن گډي جرگي په يوه خوله اويو غږ تروريزم دواړو هيوادونو ته گډ گواښ وباله او ويي ويل چي دتروريزم پرخلاف جګره دي ددواړو هيوادونو دملي پاليسيو او امنيتي ستراتيژيو يوه نه بليدونكي برخه وي دامن گډي جرگي برخه والو اعلام وكړ چي دتروريزم پرخلاف دي پراخه اوپرلپسي مبارزه وشي اودپاكستان او افغانستان له حكومتونواوولسونو څخه يي وغوښتل چي په خپلو هيوادونو كي ترهگرو ته دپټنځايونواو روزنځايونو اجازه ورنه كړي.
۲_ دامن گډي جرگي ديوي داسي جرگه ګي د جوړيدو پريكړه وكړه چي دهري خواله ۲۵ مخورو غړو به جوړه وي اودلاندينيو هدفونو لپاره به هڅي كوي .
الف : له مخالفينو سره دسولي اوپخلايني دروان بهير گړندي كول .
ب : دامن دگډي جرگي دپريكړو اوسپارښتنو دڅارلو اوپلي كولو لپاره دمنظمو ناستو اوغونډو جوړول.
ج : دامن دراتلوونكي گډي جرگي د جوړولو لپاره دطرحي ترتيب اوداسانتياو برابرول .
۳_ دامن گډه جرگه يو وار بيا ددواړو هيوادونو ترمنځ دورور ولي داړيكو پر حياتي ارزښت ، دمتقابل احترام ، نه لاسوهني اوسوله ييزگډ پايښت لپاره ټينگار اوددواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي_ټولنيزو او كلتوري اړيكو دلازياتي پراختياسپارښتنه كوي .
۴_ دامن دگډي جرگي غړو كلك باور څرگند كړ چي ترهگري اودنشه يي توكو قاچاق له يوبل سره تړل شوي اودنشه يي توكو، اپينو اونورو ناقانوني توكو كرل ، پخول اوقاچاق يي و غندل. جرگي پر دواړو حكومتونو غږ وكړ چي ددي مصيبت پرضد دي هر اړخيزه مبارزه پيل كړي . جرگي دنړيوالي ټولني مسووليتونو ته هم اشاره و كړه او ويي ويل چي بزگرو ته دبديل ژوندانه په برابرولو كي دي داټولنه له افغانستان سره مرسته وكړي .
۵_ جرگي غوښتنه وكړه چي دافغانستان اوپاكستان اسلامي جمهوريتونه دي دنړيوالي ټولني په مرسته له ترهگري څخه په زيانمنو شويو سيمو كي په اقتصادي اوټولنيز ډګر كي بنسټيزي پروژي پلي كړي .
۶_ دامن گډي جرگي دپنځو كاري كميټو بشپړي اومهمي سپارښتني ديوي ضميمي په توگه ددغه گډ پريكړه ليك برخه اوورسره مل دي .
pattang
13.08.2007
دشورائي نظار او امريکايانو اراد ه او پلان او د isi هوشياري څرګندوي,
دا شيان په درد نخوري .
shokoor
13.08.2007
پتنګ صاحب سلام علیکم
[quote:938332173d]دا شيان په درد نخوري .[/quote:938332173d]
که تاسې مهربانی وکړۍ ووایۍ، چۍ د افغانستان حالت ته په پام سره [color=white:938332173d]کوم ممکن شیان [/color:938332173d]باید وشی چې دغه مظلوم ولس له دغو ناخوالیو څخه خلاص شی؟
والسلام
pattang
13.08.2007
[quote:69d06faa2b="shokoor"]پتنګ صاحب سلام علیکم
[quote:69d06faa2b]دا شيان په درد نخوري .[/quote:69d06faa2b]
که تاسې مهربانی وکړۍ ووایۍ، چۍ د افغانستان حالت ته په پام سره [color=white:69d06faa2b]کوم ممکن شیان [/color:69d06faa2b]باید وشی چې دغه مظلوم ولس له دغو ناخوالیو څخه خلاص شی؟
والسلام[/quote:69d06faa2b]
شکور جانه وعليکم والسلام !
وروره څوک چې سوله غواړي هغه بايد دحقوقو په بنسټ ولاړه سوله وي ،مصنوعي
، په زور، په مداريګيري او چل چلبازي سوله کومه ما نا نلري٠
- که نړۍ وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي نولمړی بايد جنګي جنايتکاران
محکمې ته کش کړي او دا کار دوی کولی هم شي که يې وغواړي ٠
- په قدرت يو اولسي په کار پوهه دولت را منځ ته کړي او نه داسې لکه اوس دغربي
بيکارانو، س-پي مينځونکو او اجنټانودپيتاوي دولت ٠
- خو داکار غربيان نکوي ،څکه چې اقليتي فاشستان ددوی د بلې ورځې ملګري دي.
نو هغه يوه هيله طالب ته ده چې ګوندې خدای پاک يې يو څه اصلاح کړي او
پخواني سياست ته تغير ورکړي ٠
وروره دکرزي دولت له هرې خوا څخه د سرطان مکروب دی او پاته کيدل يې
پردې شکل دپښتنو او اسلام زوال او داسې يو مرض دی چې علاج ئي بيا نکيږي .
په افغانستان کې يوه کوچني اقليت په قرنونو کلتوري او سياسي privilege لرلي
اوپه قرنونو دپښتنو حقوق پکښې ضايع او د همسايه په دود يې ژوند پکشې کړی،
دغه حقوق د کرزي دولت د ې فاشيستي اقليت ته نور هم ور کړل .
تر څو چې پښتنو ته خپل حق نه يې ور کړل شوی سوله امکان نلري٠
نوزه و ايم چې تر سولې پورې ډيره اوږده لاره پرته ده ، اولس به نور هم وکړيږي
خودخپلوحقوقو لپاره بايد ډېرونورو قربانيوته هم چمتوشي ٠
خدای پاک د پښتنو ته قدرت او پوهه ورکړي٠