نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د تاریخ یوپوهاندد احمدشاه باباملاټرنه شی کولی؟
pattang
13.08.2007
نن ولی دافغانستان د معاصر تاریخ یو پوهاند د احمد شاه بابا ملاټرنه شی کولی ؟؟؟!!
غواړم هغه درد چی دڅوورځو رهیسی زما په زړه کی دی تاسی سره شرک کړم او ستا سو قضاوت وغواړم
زه دکابل په یوشخصی پوهنتون کی چی د حکومت له خوا رسمیت لری د کمپیوتر ساینس په څانګه کی درس لولم ، له لمړی ورځي می چی درس شروع کړی ښه خاطره له پوهنتونه نه لرم هغه دا چی کله په لمړی ورځ پوهنتون ته لاړم هيڅ څوک په پښتو نه پوهیدل ما ګمان کاوه چی ګواکی تاجکستان یا ایران ته راغلی یم او چی به می په پښتو خبری وکړی ټولو به ماته کتل زه ورته عجیبه ښکاریدم دوه کسان چی زما تر څنګ ناست وول په خپلو کی ویل چی (پاکستانی است). ډیرزیات خفه شوم د افغانانو تاریخ می په سترګو شو هغه کابل چی تیمورشاه په کی وسیدو ،هغه کابل چی له پیړیو په کی پښتو ملی ژبه وه، هغه کابل چی ملی سندره به پکی په پښتو غږدو، هغه کابل چی دیو دروند پښتون بچی حامد کرزی په کی ولس مشر دی، نن د ایرانیانو او د روسانو د تالی څټو مرکزشو. په پښتو خو پوهیږی نه حتا په پښتون پوری خاندی هغه پښتون پوری چی د توری خرپ یی هندوستان ترډهلی ،د ایران ترمشهده او روسانو تربخارا پوری رسیدو .
داخو می تر ډیره زغملی شو خو زه دا نشم زغملی چی څوک زما بابا ته سپکه ووایی. زما هغه بابا ته چی د هغه دمیړانی په برکت مونږ شملی جګی وړو،د هغه د هڅو له برکته مونږ یو افغانستان لرو یوځانګړی هیواد لرو یوه مورلرو.
زمونږ د پوهنتون په تعلیمی نصاب کی مونږباید دافغانستان معاصرتاریخ ولولو، دکابل پوهنتون د افغانستان معاصر تاریخ د ډیپارتمنت یو پوهاند زمونږ د تاریخ استاذ ټاکل شوی .هغه په لمړی سر کی ماته ډیر ښه سړی ښکاریدو خو وروسته یی څه عجیبه کانی وکړلې، په لمړی ورځ یی چی کله د معاصر تاریخ خبره وکړه او ورسره یی داهم وویل چی دا تاریخ د احمدشاه بابا دحکومت له شروع څخه پیل د امان الله خان د واکمنی تر پایه پوری پوری رسیږی . څوکسانو لا داوویل چی( احمد شاه کی است) او چی استاذ د تیمورشاه نوم واغستلو یوه وویل چی (استاد ایی امو تیمورلنګ است) افسوس خبره ده چی دافغانستان یو تبعه چی دولس کاله یی مکتب ویلی وی احمدشاه بابا او تیمورشاه نه پیژنی دا دواړه هغه کسان دی چی پښتانه خو څه کوی پنجابیان پری ویاړی .
پرون چی د اګست دمیاشتی دولسمه نیټه وه زمونږ لمړی ساعت په پوهنتون کی تاریخ وو په ډیرې بی صبری می انتظارکاوه چی استاذ راشی ځکه موضوع(( احمدشاه بابا پرواکمنی نظر)) وو ماته ډیره جالبه وه چی زه دیو لوی سړی په اړه لولم ، موضوع ډیره خونده وره وه احمدشاه بابا میړانې ، دهغه مرسته دهندوستان دمسلمانانو سره، د احمدشاه بابا اخلاق ، دهغه ناسته ولاړه د ولس سره ، دهغه بریاوې او فتوحات ................
د ناڅاپی د ټولګی خاموشی په خندا بدله شوه دا هغه وخت وو چی کله استاذ داحمدشاه بابا په وخت کی کلتوری رغونو په اړه خبره کوله ، یو محصل چی ماته په غلب ګمان سره ماته د افغانستان دشمال ښکاریدو وویل ( استاد به خیالم احمد شاه بی فرنګ بود) زه ډیر زیات خفه شوم ځکه تاجک او ایرانیان بی فرهنګ هغه چاته وایی چی اصل او نصب وه نه لری او ډیر خراب انسان وی ، ما د ټولګی د نظم د ساتلو په خاطر هیڅ ونه ویل په دی تمه وم چی ګواکی پوهاند صیب به یی ورټی او خبره به ورته رد کړی خو پوهاند صیب هم لږ وخاندل نوریی هیڅ ونه ویل .
بله موضوع افغانستان احمدشاه بابا فتوحات وو استاذ ویل چی احمد شاه بابا یوځلی شمال ته سفر کړی د ټولګی له بل سر نه اواز وشو)( استاد میترسید ) یعنی په شمال کی ویریدو ، بیا ټولګی له خندا نه ډګ شو بیا په دی تمه چی استاذ به څه عکس العمل وښایی خو استاذ هیڅ وه نه ویل .
افسوس فسوس چی زمونږ پوهاندان اوس احمدشاه بابا ملاتړ نه شی کولی ځکه د پنجشیر د غلو او ډکه مارانو ویریږی .
کابل افغانستان
الف کاکړ
shokoor
13.08.2007
پتنګ صاحب سلام علیکم
دا چې دا لیکنه ستاسو نه ده بلکې تاسو نقل کړې ده، نوزه نه پوهېږم چې دا څو پوښتنې به څوک ځواب کړي؟
که د هغو محصلینو نومونو څخه تېر شو، چې کواکې د سپکاوي خبرې یې کړي دي، خو سړﺉ باید د هغه شخصی پوهنتون چی د حکومت له خوا رسمیت لری او دکابل پوهنتون د افغانستان معاصر تاریخ د ډیپارتمنت پوهاندصاحب نومونه و پوهېږي، تر څو په دې هکله یوه څرګندونه ممکنه شی.
والسلام
larghonay1
14.08.2007
پتنګ صيب ډېره ښه ليكنه دې كړې او په رښتيا چې په اوسنيو وختونو كې د كرزي صيب تر چپنې لاندې د افغانستان ټولو وياړونو ته په سپكه كتل كېږي خو ستا د دغې بابا په اړه ما ډېرې پوښتنې كړي چې د ټولو بدمرغيو، ګونديو، تربګنيو او جعلياتو بنسټ ستا همدغه بابا ايښى دى.
دوى چې د بې فرهنګ خبره كړې او تا بې فرهنګ داسې تعريف كړى چې هغه څوك چې قوم ونه لري بې فرهنګ دى نو ستاد بابا قوم خو ده په خپله جوړ كړى كنه نو په پښتنو كې د (دراني) په نامه قوم له كومه راپيدا شو؟
بله دا چې ستا دې بابا او د ده كورنۍ د چا ملاتړ كاوه؟
ايا دوى د نادر افشار سپاهيان او ګارډان نه وو؟
نو نادر افشار له چانه پاچاهي او حكومت ونيو؟
خو له پښتنو څخه يې ونيو كنه!
او په پښتنو كې هم د غلجايي پتمن قوم څخه يې نادر افشار ته پاچاهي انتقال كړه.
پتنګ صيب د كندهار په نيولو كې حاجي جمال باركزى، نورمحمد خان عليزى او اشرف خان توخى هم وو .د احمدشاه په شمول دې څلور واړو د كندهار په نيولو كې له احمدشاه بابا سره برخه درلوده او ټولو غوښتل چې قدرت تر لاسه كړي او پاچا شي. په همدغه وخت كې په شير سرخ زيارت كې د دوى نهه (۹) ورځې د قدرت پر سره لانجه او جرګه وه احمدشا بابا له نورو درې واړو څخه په عمر كشر ؤ نو هغوى ځكه ځانونه د پاچاهۍ مستحق ګڼل او د احمدشاه بابا چانس كم ؤ نو احمدشاه بابا او كسانو يې د صابرشاه ملنګ سره پټ سازش كړى ؤ او هغه ته يې ويلي وو چې د غنم وږى به د احمدشاه په پګړۍ كې كېږدې او قدرت به وروسپاري. او ويل كېږي چې ملنګ صابر شاه هم د نادر افشار سړى ؤ ځكه نادر افشار د همدې پير سرخ د زيارت ترڅنګ د كندهار د نيولو په نيت كلا جوړه كړې وه نو ځكه په صابرشاملنګ هم دا شك دى چې د نادر افشار او احمدشاه بابا سړى ؤ.
كله چې صابر ملنګ د احمد شابابا په پګړۍ كې وږى كېښودو او احمدشاه بابا پاچا شو نو حاجي جمال باركزى، نورمحمد خان عليزى او اشرف خان توخى په ښكاره دا خبره ومنله خو له پټ مخالفت څخه يې لاس وانه خيست.
تر دې وروسته حاجي نور محمدخان عليزى چې قدرتمن سړى ؤ او احمدشاه بابا ترې وېرېدو نو هغه ته يې كوم چل جوړ كړ او د كودتا تور يې پرې ولګاوه او د ارګ په مخ كې يې په اسونو پسې وتاړه او مړ يې كړ.
اشرف خان توخي ته يې د قلات واكمني وركړه او له كندهاره يې څنډې ته كړ. د اشرف خان توخي دا كار هوتكو له احمدشاه بابا سره يوه معامله وبلله او ترې خپه شول.
او د حاجي جمال قوم او كورنۍ يوازې مخالفت ته پاتې شوه چې د ده د قدرت تر پايه يې مخالفه وه.
تر دې وروسته احمدشاه بابا پوه شو چې مخالفان يې پيدا شول او قوي قومونه لري ځكه باركزى، نورزى او عليزى په هغه وخت كې ستر قومونه وو نو ده سياست وچلاوه او د صابر شاه ملنګ له چل څخه يې بيا كار واخستو هغه دا چې احمدشا بابا چې په قوم ابدالي ؤ صابر شا ملنګ د (دٌر دٌران ) لقب وركړ چې احمدشاه بابا تر لږ ورخت وروسته در دران په (دراني) بدل كړ او يو مصنوعي قوم يې جوړ كړ چې په هغې كې يې نورزي داخل كړل څوكۍ يې وركړې او له توخو يې راجلا كړل. همدا راز يې اڅكزي او محمدزي په دراني كې داخل كړل څوكۍ يې وركړې او له باركزو څخه يې جلا كړل. او د نادر افشار قوم چې په هغه وخت كې په كندهار كې پاتې شوي وو هغه يې هم په دراني كې داخل كړل او يو بل قوم يې جوړ كړ چې په اصل كې قوم نه بلكې يو سياسي ګوند دى خو ده قوم باله په همغه وخت كې يې د پښتونخوا شاوخوا سيمو ځينې پښتانه هم دراني وبلل چې لر او بر دراني يې ونومول او سياسي استفاده يې ترې كوله. چې له همغه وخته دراني قوم له نورو سره مخالف شو چې په دې سلسله كې هوتك قوم له منځه وويستل شو ځكه چې تر احمدشاه بابا او نادر افشار مخكې د هوتكو واكمني وه او 29 كاله پاچاهي يې وكړه چې په پاى كې هوتكو ماتې وخوړه او له منځه ووتل او نادر افشار د روسانو په مرسته پاچاهي ونيوله او احمدشاه بابا يې ګارډ ؤ.
د غلجيو او درانيو سره له همغه وخته يو ډول رقابت او دښمني پيدا شوه ځكه چې نادر افشار د هوتكو دښمن ؤ او احمدشاه بابا د نادر افشار ګارډ ؤ. د احمدشاه بابا د پاچاهۍ په وخت كې د كندهار ښار كوڅې په قومونو ووېشل شوې چې د غلجو يا هوتكو په نامه كومه كوڅه نشته كه وي هم پاملرنه نه ورته كېده. او په لوى لاس يې له ښاره ايستلي وو. دا هم ويل كېږي چې احمدشاه بابا د كندهار له نورو قومونو څخه ټكس نه اخيستو او له غجلي يا هوتك قوم څخه يې ټكس اخيستو.
د نورو پښتنو قومونو د مخالفت او رقابت بنسټ هم د احمدشاه بابا له وخت راپيل شوى دى. اوس كه په هر ولايت كې د هغه وخت پښتانه قومونه دي نو همغه پخواني رقابتونه سره كوي او له (زي او خېل) څخه اغېزمن دي. اوس كه د هر قوم وړه ستونزه هم ترمنځ پېښه شي نو همغو پخوانيو قومي رقابتونو ته يې كش كوي.
ګرانه وروره تر احمدشاه ابدالي مخكې د هوتكو د دربار ژبه پښتو وه خو احمدشاخان پاړسي كړه او د ده نوميالي زوى چې ته پرې ډېر خپه شوى يې تيمورشاه دراني له كندهار كابل ته له همدې وېرې پايتخت راوړو چې هلته به هوتك پرې زورور شي . د دوى موخه يوازې قدرت ، څوكۍ او پيسې لاس ته راوړل وو او بس.
په هند كې هم كه ده چېرته د مغلو غوندې يو تاج محل جوړ كړى واى نو اوس به مونږ وياړ پرې كاوه خو له بده مرغه ده يوازې تش جوالونه وړي او ډك يې راوړي دي.
اوس نو تاسو فكر وكړئ احمدشاه بابا د ستايلو دى او كه د غندلو او تر څو پورې مونږ د دروغو څلي د كعبې په نامه ولمانځو؟
ايا په نوره نړۍ كې تا د داسې افسانوي قدرت ته رسېدو خبره اورېدلې ده چې يو ملنګ دې راشي او په پګړۍ كې دې ورته وږى كېږي او بيا دې هغه خلك ومني؟
داسې خبرې خو ما يوازې د پيريانو، دېوانو او ښاپيريو په افسانوي كيسو كې اورېدلي دي اوبس. !!!!!
په هر حال اوس د ملي مصلحت له مخې چې د پښتنو تر منځ درزونه پيدا كېږي او لا پسې وېشل كېږي او كركجن كېږي نو موږ او تاسو بايد د مخالفانو په مقابل كې د ټولو منل شويو ملي مشاهيرو ملاتړ وكړو كه هر څه يې كړي او هر څوك وو ځكه چې زمونږ او تاسو ملي مجبوريت دى. او هغه مخالفين چې د احمدشابابا سپكاوى كوي د هغوى مخالفت د حقيقت پر بنسټ نه دى،بلكې يوازې په دې خاطر دى چې هغوى پښتانه نه مني.
pattang
14.08.2007
لرغونيه وروره ليکنه د پو هنتون يوه محصل کړې ده ، ما را نقل کړې ده
ستا خبرې درستې دي ، خو حقيقت بايد پټ وساتو ،دې طائفې مونږ ته ډېرې بدبختۍ راکړې دي او پلويان يې نور هم ملت ټکوي ٠
مصطفی ناصر
14.08.2007
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
ډیروګرانومحترمو ورونو!داخبره رښتیاده چه یو پښتون په کابل اوځينې نور ولایاتو کی پاکستانی(پاکستانئ)ویل کښږي خو دا نه پوهیږي چه وله،که څه هم په پاکستانئ ویلو سره پښتون پاکستانئ کیږی نه خو بیا هم ٠زه هم له دغو ********نیانواو******انانو نه په زړه داغ لرم داسی ورځ نشته چه ماته هم څوګ وهابئ اوڅوګ پاکستانئ ونه وا یئ ،خوددې مسلۀ حل څه شې ده٠
pattang
14.08.2007
مېړانه ، مقاومت ، په پښتو خبرې کول او د کرزي حکومت له منځه وړل٠
يو ته هلته په هيواد کې داغي نه ئي زه يې شپه او ورځ دلته په جرمني کې داغي کړی
يم ٠ مونږ په پښتنو کې داسې بې-ناموسان هم لرو چې په دې غلامي کې لا دوی لدې
چ-ټل ، اج-نټ او لاس-پوڅي رژيم ځخه دفاع کوي٠
ددې ټولو بدبختيو ، تحقير او غلامي علت کرزی دی ، چې له هغه قوم څخه دی چې
هروخت يې پښتنو ته خيانت کړی دی٠
خدای پاک دې پښتانه بيداره او دمقاومت خا وندان کړي٠
[quote:137a375506="مصطفی ناصر"]اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
ډیروګرانومحترمو ورونو!داخبره رښتیاده چه یو پښتون په کابل اوځينې نور ولایاتو کی پاکستانی(پاکستانئ)ویل کښږي خو دا نه پوهیږي چه وله،که څه هم په پاکستانئ ویلو سره پښتون پاکستانئ کیږی نه خو بیا هم ٠زه هم له دغو ********نیانواو******انانو نه په زړه داغ لرم داسی ورځ نشته چه ماته هم څوګ وهابئ اوڅوګ پاکستانئ ونه وا یئ ،خوددې مسلۀ حل څه شې ده٠[/quote:137a375506]
mehman
15.08.2007
دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:bb67390dae]ستا خبرې درستې دي ، [color=yellow:bb67390dae]خو حقيقت بايد پټ وساتو [/color:bb67390dae]،دې طائفې مونږ ته ډېرې بدبختۍ راکړې دي او پلويان يې نور هم ملت ټکوي [/quote:bb67390dae]
چرا حقیقت پنهان شود؟؟؟ مثلیکه به صداقت ایمان ندارید؟ شما آقای پتنگ در همین صفحه پشتو و پشتون گفته داد زده به هر بهانۀ ممکن اقوام و اشخاص دیگر را بصورت متداوم توهین مینمائید،حتی اقوام غیور دیگر پشتون را[quote:bb67390dae][color=red:bb67390dae]دې طائفې [/color:bb67390dae]مونږ ته ډېرې بدبختۍ راکړې دي او پلويان يې نور هم ملت ټکوي[/quote:bb67390dae]
و [quote:bb67390dae]ددې ټولو بدبختيو ، تحقير او غلامي علت کرزی دی ، چې له هغه[color=blue:bb67390dae] قوم [/color:bb67390dae]څخه دی چې هروخت يې پښتنو ته خيانت کړی دی٠[/quote:bb67390dae]
شما روزی در یکی از مباحث دیگر نوشته بودید که تحصیل کردۀ علوم طبیعی استید. اگر چنین باشد باید این را هم بدانید
که Aktio = Reaktio است . یعنی هر عمل به خود عکس العمل دارد!
شما میتوانید نظر خود را داشته باشیدولی درست نیست که دیگران را توهین نمائید. جای تعجب است که شما در عالم ناشناسی و بی باکانه بعضی را بی ناموس و بعضی را نوکر و جاسوس این و آن خطاب مینمائیدکه اهانت و اتهامات آشکار و بسیار ثقیل است ولی مسؤل این صفحه آقای وطنمل هیچ عکسل العملی از خود نشان نمی دهد. [color=yellow:bb67390dae]چنان وانمود میگردد که Admin به شما دست باز داده باشد[/color:bb67390dae] :!: :!: :!:
تا جایکه به اصل قضیه ارتباط میگیرد باید گفت هرگاه واقعیت های تاریخ که اشخاص وافراد دران رول کلیدی بازی کرده باشند [color=blue:bb67390dae]مستند و مدلل[/color:bb67390dae] مورد بحث قرار میگیرد معنی آنرا ندارد که اشخاص مورد نظر ستایش و یا توهین میگردند.
با تقدیم حرمت
مصطفی ناصر
15.08.2007
محترمه پتنګه وروره ډیر راڅخه لرې یئ که نه نو ښه به می دازړه درته تش کړې وی ،تاسو ټوله پړۀ په کرزی اود کرزی په نیکه ګانوباندی اچوې خو زه یوۀ ****یوان ته کله دا حل ویلې شم اخر کرزی خو هم پښتون دي.
تا سو خو دهیواد څخه بهر یاست هغه چه دهواد دننه پراته دي او له دی جنګ سره مخ دي څه وکړي.
وسلام ستاسو ورور مصطفے ناصر
درويش
15.08.2007
[quote:ce54c04969="pattang"] ستا خبرې درستې دي ، خو حقيقت بايد پټ وساتو ٠[/quote:ce54c04969]
وروره د حقيقت په پټ ساتلو کار نه کېږي، حقيقت بايد وپېژندل شي او د حقيقت په لاره يې بايد تګ وشي. د پښتنو ډالري مشرانو پلس ملايانو حقيقت پټ ساتلى دى نو ځکه خو د پښتنو بدبختي ورځ په ورځ زياتېږي.
pattang
15.08.2007
[دوستان عزیز سلام بر شما!
[quote:c0927d3d29]چرا حقیقت پنهان شود؟؟؟ مثلیکه به صداقت ایمان ندارید؟[/quote:c0927d3d29]
وروره دخبرو په محتوياتو هم بايد پوه شې ، دکور ټول حالونه سړی دباندې نوائي
اول په خپل منځ کې فيصله کوي او وروسته له هغه څخه خپرېږي ٠
اوس راځم تاته ،دومره چې په صداقت مين يې نو
تا خو يو وارې هم خپله خوله دشورائي نظار په جنايتونو خلاصه نکړه او ګوره چې اوس هم په افغانستان کې کوم کارونه کوي او له امريکايانو سره څه مناسبات لري ?
[quote:c0927d3d29]شما آقای پتنگ در همین صفحه پشتو و پشتون گفته داد زده [/quote:c0927d3d29]
دا خو زما خپل حق دی کوم بد کار خو ندی په افغانستان کې د نه او دباندې ډېر خلک اوس دخراساني کلتور ډنډورې وهي ، نو ولې زه محاکمه شم .
[quote:c0927d3d29]به هر بهانۀ ممکن اقوام و اشخاص دیگر را بصورت متداوم توهین مینمائید،حتی اقوام غیور دیگر پشتون را شما روزی در یکی از مباحث دیگر نوشته بودید که تحصیل کردۀ علوم طبیعی استید. اگر چنین باشد باید این را هم بدانید که Aktio = Reaktio است . یعنی هر عمل به خود عکس العمل دارد![/quote:c0927d3d29]
انډيواله ما قوم ندی تهديد کړی ، البته هغه غدار چې په قوم پورې يې ځان تړلی وي او دقوم په نوم سياسي تجارت کوي ، هيڅوک په انساني کړۍ کې ، هيڅ قوم په ټولنيز ډول سره نه غندي ،خو ځينې ستميان او نظار يان شته چې هغوی ټول پښتانه غندي او دهيڅ قانون متابعت نکوي ٠
ستا معادله ابعاد او نورم نلري داسې به سمه وي :
Aktio :===> Reaktio په هر صورت ، ستا مساوات په افغانستان کې دا سې شکل لري : Reakto << Aktio ، ستا خبره درسته ده هرعمل عکس العمل لري.
خوزه يې په تناسب پسې ګرزم٠
[quote:c0927d3d29]شما میتوانید نظر خود را داشته باشیدولی درست نیست که دیگران را توهین نمائید.[/quote:c0927d3d29]
ماڅوک ندي توهين کړي که مې تو هين کړي مې وي نو هغه به داسې کسان وي چې د توهينېدوارزښت ور سره وي لکه :لا س-پوڅی کوم چې هيوادخرڅوي ٠٠٠
[quote:c0927d3d29]جای تعجب است که شما در عالم ناشناسی و بی باکانه بعضی را بی ناموس و بعضی را نوکر و جاسوس این و آن خطاب مینمائیدکه اهانت و اتهامات آشکار و بسیار ثقیل است ولی مسؤل این صفحه آقای وطنمل هیچ عکسل العملی از خود نشان نمی دهد. [color=yellow:c0927d3d29]چنان وانمود میگردد که Admin به شما
دست باز داده باشد [/color:c0927d3d29] :!: :!: :!:
[/quote:c0927d3d29]
ورور که زه ببرک کار مل ته لا سپوڅی ، ګو ډاګی ووايم نو کوم قاضي به ما محاکمه
کړي دا خو يو روڼ حقيقت دی او داسې نور او سني مسالونه ........ په افغانستان کې٠
.
monir
16.08.2007
[quote:955bde29ab]تا سو خو دهیواد څخه بهر یاست هغه چه دهواد دننه پراته دي او له دی جنګ سره مخ دي څه وکړي. [/quote:955bde29ab]
مصطفی ناصره وروره پتنګ د افغان ولس په کیسه کې ندﺉ، هغه په جرمنی کې د غونډۍ په سر ناست او نوي شعارونه جوړوي! د پتنګ نوﺉ شعار:
[color=yellow:955bde29ab]په لوړ سر ، مقاومت د ژوند تر اخره [/color:955bde29ab]
کله چې ما دا شعار ولوست یوه کیسه مې را په یاد شوه : زمونږ په کلي کې یو سړﺉ یو کوکورﺉ یې درلود، چې له لرې څخه یې ډېر زیات غاپل او د غاپلو په وخت ډرت ... ډرت ... ډېرت تیزونه یې هم تلل. کله چې یو مېلمه دا حالت ولید د کوکوري له خاوند څخه یې وپوښتل چې دا کوکورﺉ دې ولې دومره غاپي؟ د کوکوري څښتن وویل دا دومره غاپي، ځکه چې ډېر خظرناک او ظالم دﺉ. مېلمه بیا وپوښتل چې د غاپلو په وخت دومره تیزونه ولې وهي؟ د کوکوري څښتن په ځواب کې وویل دا تیزونه له ډاره وهي!
نو ګرانه مصطفی ناصره وروره ، پتنګ صاحب له جرمنی څخه دا شعارونه ورکوي. که یو وار دلته راشی او د دغه مظلوم اولس حالت له نیږدې څخه وویني چې آخوا د طالب په بلا اخته دي او ورځ په ورځ تر یوې او بلې پلمې لاندې د خپل عزیزان له لاسه ورکوی او له بلې خوا د دولت او نړیوالو ځواکونو تر بمونو لاندې د خپلو پاتې مړي خاورو ته سپاري، بیا لاړې به یې هم وچې شي!
په درنښت
pattang
16.08.2007
[quote:a5e99a614e="khaishkai"][quote:a5e99a614e]تا سو خو دهیواد څخه بهر یاست هغه چه دهواد دننه پراته دي او له دی جنګ سره مخ دي څه وکړي. [/quote:a5e99a614e]
مصطفی ناصره وروره پتنګ د افغان ولس په کیسه کې ندﺉ، هغه په جرمنی کې د غونډۍ په سر ناست او نوي شعارونه جوړوي! د پتنګ نوﺉ شعار:
[color=yellow:a5e99a614e]په لوړ سر ، مقاومت د ژوند تر اخره [/color:a5e99a614e]
کله چې ما دا شعار ولوست یوه کیسه مې را په یاد شوه : زمونږ په کلي کې یو سړﺉ یو کوکورﺉ یې درلود، چې له لرې څخه یې ډېر زیات غاپل او د غاپلو په وخت ډرت ... ډرت ... ډېرت تیزونه یې هم تلل. کله چې یو مېلمه دا حالت ولید د کوکوري له خاوند څخه یې وپوښتل چې دا کوکورﺉ دې ولې دومره غاپي؟ د کوکوري څښتن وویل دا دومره غاپي، ځکه چې ډېر خظرناک او ظالم دﺉ. مېلمه بیا وپوښتل چې د غاپلو په وخت دومره تیزونه ولې وهي؟ د کوکوري څښتن په ځواب کې وویل دا تیزونه له ډاره وهي!
نو ګرانه مصطفی ناصره وروره ، پتنګ صاحب له جرمنی څخه دا شعارونه ورکوي. که یو وار دلته راشی او د دغه مظلوم اولس حالت له نیږدې څخه وویني چې آخوا د طالب په بلا اخته دي او ورځ په ورځ تر یوې او بلې پلمې لاندې د خپل عزیزان له لاسه ورکوی او له بلې خوا د دولت او نړیوالو ځواکونو تر بمونو لاندې د خپلو پاتې مړي خاورو ته سپاري، بیا لاړې به یې هم وچې شي!
په درنښت[/quote:a5e99a614e]
دا کيسه خو داسې لوده او بې ادبه ده لکه د کرزي دکابينې پرېکړې :
(کوکورﺉ) که څه هم له ډاره (غاپ-ي )،خلک خو خبروي اوبيداروي ،
چې نه پېژندونکی انسان اويا غل ، کورته راروان دی اوراغی ، خو (ن-ال-ت)
دپه هغه کوکوري (کونګري) شي چې خپل مسئوليت ( غ-پ-ل ) يې هير کړي
وي او په هر چا پسې منډې وهي٠
په لوړ سر ، مقاومت د ژوند تر اخره ٠
momtaz
17.08.2007
[quote:d1ea2598aa]زمونږ په کلي کې یو سړﺉ یو کوکورﺉ یې درلود، چې له لرې څخه یې ډېر زیات غاپل او د غاپلو په وخت ډرت ... ډرت ... ډېرت تیزونه یې هم تلل. کله چې یو مېلمه دا حالت ولید د کوکوري له خاوند څخه یې وپوښتل چې دا کوکورﺉ دې ولې دومره غاپي؟ د کوکوري څښتن وویل دا دومره غاپي، ځکه چې ډېر خظرناک او ظالم دﺉ. مېلمه بیا وپوښتل چې د غاپلو په وخت دومره تیزونه ولې وهي؟ د کوکوري څښتن په ځواب کې وویل دا تیزونه له ډاره وهي! [/quote:d1ea2598aa]
خېشکیه وروره که دا کوکورﺉ په جرمنی کې وي ، نو هرو مرو به د جرمنانو کور ساتی، که نه نو جرمنان باید دا کوکورﺉ له هغه ځایه وباسي او ورته ووایي چې، [color=blue:d1ea2598aa] زه ورک شه ، ډوډۍ د ما خورې او قو قو د ارسلا خان کوې ![/color:d1ea2598aa]
والسلام
pattang
17.08.2007
[quote:ef2b745154="momtaz"][quote:ef2b745154]زمونږ په کلي کې یو سړﺉ یو کوکورﺉ یې درلود، چې له لرې څخه یې ډېر زیات غاپل او د غاپلو په وخت ډرت ... ډرت ... ډېرت تیزونه یې هم تلل. کله چې یو مېلمه دا حالت ولید د کوکوري له خاوند څخه یې وپوښتل چې دا کوکورﺉ دې ولې دومره غاپي؟ د کوکوري څښتن وویل دا دومره غاپي، ځکه چې ډېر خظرناک او ظالم دﺉ. مېلمه بیا وپوښتل چې د غاپلو په وخت دومره تیزونه ولې وهي؟ د کوکوري څښتن په ځواب کې وویل دا تیزونه له ډاره وهي! [/quote:ef2b745154]
خېشکیه وروره که دا کوکورﺉ په جرمنی کې وي ، نو هرو مرو به د جرمنانو کور ساتی، که نه نو جرمنان باید دا کوکورﺉ له هغه ځایه وباسي او ورته ووایي چې، [color=blue:ef2b745154] زه ورک شه ، ډوډۍ د ما خورې او قو قو د ارسلا خان کوې ![/color:ef2b745154]
والسلام[/quote:ef2b745154]
ممتازه زه به د ککوري تعريف درته وکړم :
د جرمنيانو ککورئ هغه ته وايې چې سترګې يې مړې سوسيال ته نيولې وي
دجرمنيانو ډ-ګ-ه څټي او په څنګ کې يې هغې او دغې خواته تور کارونه هم کوي ،
يو شمير ددي بې نام-وسا-نو په افغانستان کې انسانان وژلي خو کله يې چې هلته
زاړه بادار kgb ماته وخوړه او روبلونه پرې ودرېدل نو د هغه امپرياليزم
خواته وتښتېدل چې دوی يې پر ضد مبارزه کوله او شعارونه کول .
دغه لنډه غر ي / ی بې مسلکه اوس د نوي بادار ته هغسې بي-نامو-سي کوي لکه
چې kgb ته به يې کوله ٠ پر دې بي-نا-مو-سانو نه يار مالوم وو او نه اشنا ،حتا خپل
ورور ، کليوال ، تربور او داکا زوی يې هم په ګير ورکړی .
دغه مر- دار انسانان اوس راځې په جګو ستر ګو خبرې کوي ، نه! ددوی ځای ابدي
بنديخانه او شرعي محکمه ده ٠
دا بي-نا-مو-سان په پښتو هم خبرې کوي او د هيواد په غم کې هم دوی دي.، په خپله
خو ئې تاريخي غ-ول وکړل اوس غواړي چې داشغالګرو په زريعه په هيواد کې خپله
چ-ټلي بيرته پاکه کړي ، خو ملت هم دوی پېژني هم اشغالګر او هم ستميان ٠
د لنډه غرو بې مسلکو دتبائي په هيله
مصطفی ناصر
18.08.2007
په سلامونو موهرکلې کوم خو په داسې انداز نه کم چه تاسو سره ګډ یئئ رازۍ چه سره یوموټئ شو اوپه ګډه سره پښتو،پښتنو،هیواد او مسلمان اومت ته یوڅه وکړو .
داګیلې اوګزاره به پریګدو په ډیره مینه به لاسونه یوبل ته ورکړو دپښتواو دپښتنو یو والي به ور څرګنده کړودنیا او دپښتون ملت دښمنانوته.
په درنښت