د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امن جرګه، د پاكستان هوښياري او د افغان حكومت بې غوري

larghonay1
11.08.2007

د كرزي په وړانديز چې د بوش له خوا د افغانستان او پاكستان كومه جرګه تصويب شوې وه بلاخره د كابل د لويې جرګې په لويه خيمه كې پيل شوه. خو له بده مرغه چې دافغانستان د ولسمشر ښاغلي حامد كرزي اكثره كارونه مصلحتي او هوسي وي . دى جناب هيڅكله هم بنيادي سوچ نه كوي.
دوى د جرګې د غړيو څخه يې هم د افغانستان د دولت په څېر مصلحتي، فرمايشي او نمايشي كابينه جوړه كړه. چې د ملي او پوهو كسانو پر ځاى يې د تاجك، ازبيك، هزاره او پښتنو انډول ته پاملرنه كوله خو دافكر يې ونه كړ چې ايا دغه ښاغلي په جرګه او ملي مسئلو عقيده لري او كنه؟
دا څوك منلى شي چې محقق، سياف، رباني، شهراني ، قانوني عالمي بلخي او نور هغه كسان چې د جرګې، ملت او ملت پالنې پر وړاندې يې كلونه كلونه مبارزه كړې اوس دې د ملي مسئلو له پاره ښه مشوره وركړي؟

له بلې خوا پاكستان په پټه خوله خو په شعوري توګه د جرګې دوه ډوله خلك رالېږلي دي يو يې د ائ ايس ائ باوري كسان دي چې د هغوى شمېر هم ډېر دى او په شعوري توګه د پاكستان د دولت اجنډا پر مخ بيايي، بل ډول يې د افغانستان پلويان يا په اصطلاح د نشنل ګوند غړي دي چې د سټيج خبرې يې دوى ته وركړى وې . هغوى د تېر په څېر خپلې جذباتي او احساساتي خبرې وكړې خو په كاري كميټو كې يې بيا خولې چپ دي او د ايى ايس ايى كسان خپلې طرحې وړاندې كوي.
افغان حكومت په همدې سياست هم نه پوهېدو ځكه د سټيج خبرې يې ټولې پاړسوانانو ته وركړې وې چې هغوى هيڅ كله نه غواړي جرګه ښه پايله وركړي.
افغان حكومت يوه بله تېروتنه هم كړې وه چې د امن جرګه يې د وړكو په اختيار كې وركړې وه. د امن جرګې څومره داخلي پر سول چې اجنډا يې جوړه كړې او نور ترتيبات يې نيولي ټول خامه خوله وړكي دي چې په اجنډا كې بلا شمېر تېروتنې ترې شوي او اوس ټر په پر پټول غواړي خو خداى خبر كه بريالي شي.
لومړى خو دوى په اجنډا كې ددواړو هيوادونو تر منځ ځمكنۍ بشپړتيا ته د درناوي جمله ليكلې وه چې د جرګې له پيل څخه يوه ورځ وړاندې د جرګې ځينو غړو پرې نيوكې وكړې او ويې ويل چې دا خو د ډيورنډ لاين په رسميت پېژندل دي.
د اجنډا نورې هغه پنځه موضوعګانې چې په پنځو ګروپونو كې به پرې كار كوي د افغانستان پلاوى هيڅ مخكينى چمتو والى نه لري خو د پاكستان پلاوى د هرې موضوع له پاره په پوره هوش او هوس د دوى په ګټه طرحې جوړې كړې دي چې د همدې له لامله د افغانستان پلاوي بيګاه د كابينې ځينې غړي او نور كسان راغوښتي وو ترڅو كه په دې بېړني حالت كې كومه مشوره وركړي. ځكه چې دافغانستان له خوا په جرګه كې داسې كسان دي چې هغوى نه په ملت عقيده لري، نه په هيواد او نه په ملي مسئلو. تر دوى د پاكستان پلاوى هم په علمي لحاظ او هم په منطقي لحاظ د خپلو ګټو له پاره پياوړى دى.
تاسو كه د افغان پلاوي له پاره كومه ښه مشوره او وړانديز لرئ هيله ده ويې ليكئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more