نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو په برمته شوو کوریايي ښځو جنسي تیری کړی دی
Miwand Patang
08.08.2007
په يرغملو کوريايي ښځو جنسي تېرى شوى
زرغونه امېل
١٦ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-07 م
د غزني والي معراج الدين پټان د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې ددغه ولايت د قره باغ د ولسوالۍ څخه د تښتول شويو کوريايي ښځو د جملې څخه په څلورو يې د تښتوونکو لخوا جنسي تېرى شوى دى.
والي وويل چې په کومو ښځو جنسي تېرى شوى دى د هغوى عمرونه د پنځويشتو او دېرشو کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
والي زياته کړه چې په ښځو د تېري له امله وروسته د تښتوونکو ترمنځ جګړه هم شوې او يو بل يې سره وهلي دي.
لدې وړاندې والي ويلي وو چې تښتول شوي کوريايان اوس د آيي ايس آيي د کارکوونکو په ولکه کې دي.
په کندهار او غزني کې افغانانو د يرغملو کوريايانو د خوشې کولو په موخه لاريونونه کړي دي او ويلي يې دي چې د ښځو تښتول او يرغمل نيول يو اسلام ضد او پښتو ضد عمل دى.
طالبانو دغه کوريايان نژدې شل ورځې وړاندې تښتولي وو چې وروسته يې بيا دوه ځنې ووژل
روان
08.08.2007
طالبان د کوريائې يرغملو جنکيانو په بدله کې د خپلو برېتورو بنديانو خوشي کېدل غواړي . دوی خو اوس دا دی پر دغو جنکيانو جنسي تجاوز وکړ او د شیطان پرعمل ئې بسم الله کړه . دغه بندي طالبان چې را خوشي شي نو هغوی به و خپلو خلکو ته څه خېل خپل برېتونه تاووي چې مړه موږ خو داشاني توره وکړه د پرديو غ ول شوي جنکيانو په بدله کې موږ را خوشي شولو کنه! .
دغه دپنجاپي اسلام کرامات دي چې دپښتنو په سيمه کې د پښتنو په نامه په خپله پښتنو باندي داسي قبيح اعمال تر سره کوي او د هغوی دبدنامۍ منصوبه اجراکوي .
پتنګه وشرمېږه، وهاجه ځانته اور واچوه، ږیره مو خرياست پوړني پر سر کړی، تاسو ددغه شاني اسلام ډنډورې وهی ، خو په ياد ئې ولری چې زموږ د خلکو جګړه هم دهمدغه شاني مسلمانانو سره پرون هم وه او نن هم ده .
د خدای د بنده ګانو جهاد اصلاً د همدغه شاني مسلمانانو سره مطرح دئ .
دغه اخوان المسلمين نه اخوان الشياطين دي !
و.افغان
08.08.2007
[color=white:a8723c9220]طالبان: پر کوريايي مېرمنو جنسي تېرى نه دى شوى[/color:a8723c9220]
نن له غرمې مخکې چې د غزني والي معراج الدين پټان خبر ورکړ چې طالبانو د يرغمل شويو ښځو له ډلې په څلورو جنسي تېرى کړى او ويې ويل چې دا کار پاکستاني طالبانو کړى دى؛ د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دغه خبر دروغ گڼلى او ويلي يې دي، چې په داسې خبر ورکولو حکومت غواړي طالبان بدنامه کړي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې دوى به هيڅکله هم اسلام ته په ژمنتيا داسې کار ونه کړي. قاري يوسف احمدي دا هم دروغ گڼلې چې گوندې د دوى په منځ کې په دې کار جگړه شوې او يو شمېر يې وژل شوي، احمدي ويلي چې نه پر کوريايي مېرمنو جنسي تېرى شوى او نه هم د دوى په منځ کې کومه شخړه راپورته شوې ده. قاري يوسف احمدي د دولتي چارواکو دا ډول درغ سخت غندلي او ويلي يې دي، چې دولت دې د افغانانو له سپکاوي ډډه وکړي
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=13418
[quote:a8723c9220="روان"] وهاجه ځانته اور واچوه، ږیره مو خرياست پوړني پر سر کړی، تاسو ددغه شاني اسلام ډنډورې وهی ، خو په ياد ئې ولری چې زموږ د خلکو جګړه هم دهمدغه شاني مسلمانانو سره پرون هم وه او نن هم ده .
د خدای د بنده ګانو جهاد اصلاً د همدغه شاني مسلمانانو سره مطرح دئ .
دغه اخوان المسلمين نه اخوان الشياطين دي ![/quote:a8723c9220]
لږ نوشادر که نور هم در زیات کړې، نو ځما پری هیڅ اعتراض نشته، او که دا مهار دې نور خلاص ونیسې، نو داعتراض حق نلرم، ځکه چې ته هم آزاد او ستا قلم هم آزاد دې.
نو تکړه شه، څومره خبرې، او څنګه خبرې، او په څه انداز خبرې درڅه دوړیږي، ويي کړه، زه به اعتراض پرې ونه کړم.
:roll:
saleehzai
08.08.2007
سلامونه يارانو
د دجنسي تيري خبره فکرکوم واقعيت ونلري ،
ښايی دادهغي تبليغاتي جګړې يوه برخه وي چي دولت تري ديوڅه بودکيدو تمه ولري ،اوکه
رښتياوي نودغزني والي پري چاخبرکړ؟ ؟
اوکه په جنسي تيري يی خبريږي نودهغوځای ولي نشي پيداکولی ؟؟
داهغه پوښتنې دي چي دغزني والي يی بايد ځواب کړي
pattang
08.08.2007
کور دودان saleehzai وروره !
دا نور خو په دالرو داسې په خوند شخوند وهي چې حقيقت نه پېژني ، منطق ترې
هير دی ، څه بي منطقه خبرې چې د پخوانۍ KGB او اوس د cia دون همته
مذدوران کوي ، دوی ئي دبلبل په شان تکراره وي اوس لاره ترې غلطه ده چټي
اپلتې وائي ٠
طالب چې هر کار کوي خو جنسي تېری ، غلا ، او .... نکوي ، ځکه چې داسې عمل
د اسلام د بنسټيزو ستنيوخلاف اولويې ګناوې دي٠
پټان څوک دی : پخوانی KGB اوسنی CIA .
ghafar
08.08.2007
عزتمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې!
لومړﺉ دا چې د دې خبرې حقیقت څرګند ندﺉ. ځکه لکه څنګه چې لیدل کېږي د پېښې په هکله ضد او نقیض خبرونه خپرېږي.
حقیقت هر څه چې وي د غزنی ولایت والی معراج الدين پټان دغه څرګندونې د افغانستان له لوړو ګټو سره سمون نلری! کیدای شی ښاغلي معراج الدين پټان ، چې د دغه ولایت والی په توګه د هغه ځای د امنیت مسئول هم دی،
د خپلو مخالفینو د بدنامولو لپاره دا کار کړﺉ وي، خوپه نړیواله کچه طالبان هر څه چې دي د افغان او پښتون په توګه پېژندل شوي دي. او په دې توګه د دغه ډول
څرګندونو بد نامی زیات تر افغان ملت او په ځانګړیتوګه پښتنو ته متوجه ده، نه دا څو تنو یرغمل نیوونکو او دهغو مشرانو ته!
نو زما په نظر باید چې هر با مسئولیته افغان د خپلو څرګندونو ټول اړخونه او ابعاد په دېر دقت سره وسنجوي، تر څو د افغانستان لوړو ګټو ته د [color=blue:56138ce490]نه [/color:56138ce490]غوښتونکو زیانونو اړولو څخه مخ نیوﺉ وشی.
په درناوی
pattang
08.08.2007
غفاره !
دا پورته خبره د زما په زړه او يوه منطقي څرګندونه ده ، ګوره دکرزي په دولت کې
ټول داسې بېکاره لنډ غر سره راټول شوي دي او هغه دپخواني خاد او KGB
پرو پاګنده ئي مخته اچولې ده ٠
درويش
08.08.2007
ښاغلى مېوند پتنګ، روان، وهاج، غفار او نور
سلامونه
وروره زما فکر دادى چې دا خبره به داسې يو مخ ناسمه هم نه وي ځکه چې د غزني والي يو مسئول سړى دى او خبره به يې سمه وي. که قاري يوسف يا قاري پتنګ دا خبره ردوي نو ورورجانه تاسې ماته وواياست چې څوک غلا، زنا يا بل کوم غلط کار وکړي هغه به وايي چې: هو، راشئ ما (موږ) دا کار کړى دى. او بيا چې کله دغه کار يوې ډلې ته منسوب وي نو هغه خو به يې هيڅکله نه مني ځکه چې د ټولې ډلې بدنامي او رسوايي کېږي.
بله خبره دا چې کوم خلک د ښوونځيو ماشومان وژلى شي، روغتيايي کارکوونکي او انجينران ترور کولى شي، د ښځو د تښتولو او يرغملولو په څېر ناوړه کار کولى شي نو هيڅ لرې نه ده چې جنسي تېرى دې هم پرې وکړي. که چېرته دوى دومره ايمانداره او پاکې پرښتې دي نو ولې يې پردۍ ښځې تښتولې دي؟ ښځې هم هغه چې د افغانستان جنګ ځپلو ښځو او ماشومانو ته د روغتيايي اسانتياو د برابرولو لپاره راغلې دي.
pattang
08.08.2007
طالبان به يو قسم اسلام غواړي چې دهغه عملي کول به دافغانستان په ځينو عياشو
خلکو سخت تماميږي ٠ او داچې داځله دوی دحکومت کولو لپاره څه قسم تصميم
لري خبر نيم خو انډيوالانو هغوی عقيدوي خلک دې دلنډغرو غوندې ندي
چې د هرې کاسې شکل نيسي ٠
[quote:837798125c]بله خبره دا چې کوم خلک د ښوونځيو ماشومان وژلى شي، روغتيايي کارکوونکي او انجينران ترور کولى شي، د ښځو د تښتولو او يرغملولو په څېر ناوړه کار کولى شي نو هيڅ لرې نه ده چې جنسي تېرى دې هم پرې وکړي. که چېرته دوى دومره ايمانداره او پاکې پرښتې دي نو ولې يې پردۍ ښځې تښتولې دي؟ ښځې هم هغه چې د افغانستان جنګ ځپلو ښځو او ماشومانو ته د روغتيايي اسانتياو د برابرولو لپاره راغلې دي[/quote:837798125c]
ددې ځوان پر تعليم او ښونځي د دولت يا کومې خيريه موسسي مصرف
داسې يو شی دی لکه چې سړي چې په وچ ريګ کې شولې کرلې وي٠