د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددی بل فرعون فرعونیت ته وګورۍ

و.افغان
07.08.2007

دامریکا دریاست جمهوري لپاره نوي کاندید دمکی مکرمی اومدینی منوری دویشتلو تهدید ورکړی.
دامریکا دجمهوری ګوند دریاست جمهوري لپاره نوي کاندید ټام ټنکریډو اعلان کړۍ،که دۍ ســپینې ماڼۍ ته په دننه کیدو کامیاب شي، نو دۍ به ژر په دی ټینګار وکړي، چی بهترینه وسیله کومه چی په متحدو امریکایي ایالاتو د ایټمي ترهګر برید مخنیوي کوي، هغه دمسلمانانو دمقدسو ځایانو د ویشتلو مستقیم ګواښ دی، او په ځانګړي ډول سره مکه مکرمه او مدینه منوره ده.

دخپلو ګوندي ملګرو یو ټولګې ته د ایوا په ولایت کې، دجمهوري ګوند کاندید، او کانګرس کې دکولورادو ولایت وکیل ټام ټنکریډو وویل:
زه باور لرم، چی د متحده ایالاتو په ضد دغه رنګ ترهګره حمله ډيره نږدی ښکاره کیږي، او ددی په خاطر متحده ایالاتو ته په کار ده، چی په تیز او عاجل ډول دهغی حملې دودرولو او منعه کولو لپاره حرکت وکړي.

د ایوا بولټیکس خبرې شبکې په حواله ټانریکډو زیاته کړه، چی (که چیرته کار ځما په لاس کې وي، نو ژر به په صراحت ګواښنه وکړم، چی که هر برید ځمونږ ه خاوره هدف وګرځوي، نو مونږ په په مستقیم ډول سره په مکې او مدینی برید وکړو).
او ورپسی يي کړه چی (دغه کار یواځینۍ څیز دی، چی کولاي شي، هر کس، او هر جهت په متحده ایالاتو باندی له حملی څخه ورټې، او منعه يي کړي.)

http://www.islammemo.cc/article1.aspx?id=48547

[img:7ba26cd0e2]http://www.islammemo.cc/media//tom_tancredo_1[1].jpg[/img:7ba26cd0e2]


درويش
07.08.2007

د وحشي ترهګرو او جاهلو ملايانو د [color=white:3c27464719]اعمالو[/color:3c27464719] د لاسه مو دا ورځ هم وليدلـه.


ددی بل فرعون فرعونیت ته وګورۍ

shawali khairkhail
07.08.2007

که مسلمانان همداسی بی اطفاقه وه نو دا کار کيدونکی دي٠ 


larghonay1
11.08.2007

وهاج صيب ويلي مو نه دي چې ايا په اسلامي معلوماتو كې د كعبې د ړنګولو امكان لېدل كېږي اوكنه؟
ځكه د ابرهه په كيسه كې خو داسې هڅې ناكامې شوې دي!


مصطفی ناصر
11.08.2007

سلام د وي پر ټولو پښتنو:
ښاغلې وهاج صيب ته وروره زه يوسوال سره مخ يم له تاسو او له ټولو درنو ورونونه ئي ځواب غواړم سره له ثبوته په حدیث او د پاک الله (ج)په کلام هیله ده چه مکمل ځواب راکړی.

ستاسو ورور مصطفی ناصر


مصطفی ناصر
11.08.2007

پوښتنې:
1-وهابیانو ته وله وهابیان وائ؟
2- د امام شافی او امام ابوحنیفه(رح)د پبروان تر منځ توپیر شته،او که شته نو وله؟
3-وایئ چه وهابیان اوم (7)خور په نکح کوي؟
ره دلته له دیر مشکلاتو سره مخ یم یواځيني دحل لاره زما لپاره دټول افغان درانه او محترم پښتانه ورونه.
ستاسو دلا بریالیتوب په هیله وسلام


داود فايز
11.08.2007

سلامونه اونيكي هيلي
ان شاء الله ددي پوښتنو ځواب به وهاج صاحب دركړي په تفصيلي توګه او كه نه وي زه به يو څو ورځي پس درته بيان كم
اوس وخت نه لرم
والسلام على ملة الأفغان


saleehzai
12.08.2007

[quote:43888a4dbf]3-وایئ چه وهابیان اوم (7)خور په نکح کوي؟[/quote:43888a4dbf]

ههاهها هها
ښاغلی مصطفی ناصر صيب داد نوروپوښتنوځواب ته تاسو پوهه شه اوسراج الحق وهاج صاحب مو پوهه شه خو د دريمي پوښتنې ځواب به يی زه په يوه لطيفه کښي درکړم ځکه چي زه هم مخکښ همدي مشکل سره مخ وم ،
خيرتاخويی اومه خورښودلي خومونږبيا له پنځمې خورڅخه خبروواوريدل به مو چي وهابيان اوپنجپيريا ن پنځمه خور روا ګڼي ،
خو دموضوع په حقيقت هغه وخت پوهه شوچي زمونږسيمې ته اوچت ديني عالم علامه مفتي
منيرشاکرصاحب راغلو، نوموړي په يوتقريرکښي دبيان کولوپروخت دابراهيم عليه السلام
هغه واقعه بيانوله چي ظالم بادشاه ته يی دخپلې ښځې څخه ويلي وو چي دامي خور ده ،دغه 
ظالم بادشاه داقانون ووچي که چاسره به ښځه ورسره وه هغه به يی تري بيوله اوکه خوريی وه 
بيايی پريښودله ،خوريی ورته ځکه ويل چي اسلامي خورخويی وه کنه ،
دتقريرپه برخه کښي دپنځمې خور را واولي وضاحت ورکړ چي ډيرو خلکوبه دوهابيانويا
پنجپيريانوپه ضد دپروپاګنډي په حيث ورڅخه کار اخيست ،
مفتي منيرشاکرصاحب وويل چي پنځه قسمه خويندې دي اود پنځمې خورسره نکاح روا ده

١ : يوه هغه خورچي دمور اوپلارڅخه دوي ، نه ده روا
٢ : هغه چي دمورنه دوي خوپلاريی بيل وي ، نه ده روا
٣ : هغه چي پلارنه دوي خو مور يی بيله وي ، نه ده روا
٤ : رضاعي خورچي شيدي ياتی درسره رودلی وي ، نه ده روا
٥ : اسلامي خورده چي بالکل نکاح ورسره روا ده اومونږ تاسو ټولو همدا پنځمه خورنکاح
کړي ده ٠
له دي وروسته خلک پوهه شول چي دپنځمې خور روا والي څخه مطلب همدا اسلامي خور ده کنه نو پرته له دي څخه هيڅ يوه ځان ته مسلمان ويونکي ډله هم پورته څلوروخويندو کښي
پنځمه خو ر سره نکاح کول روا نه شي ګڼلی ،
دا ذهني مسا ئل دي چي خلک يی يوبل باندي اچوي ، د بيلګي په توګه ځيني تنکي ځوانان
دمصطفی ناصر غوندي خوش طبعه کسانو باندي په همدي ډول لاندي سوالونه کوي ترڅو د
هغه ذهني انکشاف وازمايی ٠

١ : همدا ستاانديښنې په ډول ورته وايي دهغه سړي په هکله څه نظرلري اويا داچي کافردی اوکه مسلمان ؟ ؟چي له پنځمې خورسره نکاح روا ګڼي ،
٢ : بي نکاح ښځه هم رواګڼي
٣ : دخدای له رحمت څخه تښتي
٤ : دخدای څخه دفتنې سوال کوي 
٥ : بي سجدي لمونځ کوي
٦ : هغه کوم اودس دی چي دخره هنګارويابغاروسره ماتيږي
چي ځوابونه يی په دي ډول دي

١ : همدا اسلامي خور
٢ :وينځه يامينځه
٣ :باران
٤ :ا ولاد
٥ :جنازه
٦ :سړي دخره په بارکښي اوبه ايښي وي بياخرورڅخه ورک کيږي ،دمانځه وخت راځي بل ځای اوبه هم نشته ،سړی تيمم کوي ، په دغه وخت کښي دخره هنګارو سره خر پيداکيږي او
سړی بايد په اوبو اودس وکړي

په درنښت


مصطفی ناصر
13.08.2007

په ډیر درنښت ښاغلي محترم Saleehzaiصاحب!
ماته د خپل دښونځی د ازموینو پاڼه را په یاد کړه ،کله چه ښونکې دازموینه پاڼې راکولۀ نو داسه به ویل ،لمړی هغو پوهتنوته ځواب ورکړې چه اسانه وي
نوتاسوهم هغه شان کار کړی هغه اسانه پوهتنه ته مو ځواب ورکړی په هرصورت ډیره زیاته مننه په دی هیله چه وهاج ورور له خوبه راپاڅیږي او د خیره ملا وتړي زما پوهتنو ته ښکلي ښکلي ځوابونه ووائي.

ستاسو دګړندي ځواب په تمه.


درويش
15.08.2007

[quote:fdaac68467="saleehzai"]خو دموضوع په حقيقت هغه وخت پوهه شوچي زمونږسيمې ته اوچت ديني عالم علامه مفتي
منيرشاکرصاحب راغلو،[/quote:fdaac68467]
وروره دا هماغه مفتي منير شاکر دى چې د باړې نومې سيمه کې يې د يو پير سره خلک په پسات اچولي او دواړو د خپلې ملايۍ د پخولو لپاره په سلګونو بې ګناه او ناپوهه خلک ووژل؟ که بل يو دى؟
که هماغه وي نو زه وايم عجيبه ده چې دومره لوى پساتي ايله بيله په دې معمو خلک غولول چې پنځمه خور څشى دى او بې نکاح ښځه او څه څه؟ هغه خو د ډېرو خلکو قاتل او د پښتنو په يوه لويه سيمه کې د خلکو ترمنځ د اوږدو دښمنيو عامل دى او دغسې يو سړي ته ته عالم وايې؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more