نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ښاغلی وهاج ساپی په نوم پرانېستے ليک/ ځما عقیده/انور شاهین خانخیل
و.افغان
02.08.2007
http://www.tolafghan.com/jarga
[color=white:a4a7bee074]ورونو: دا هغه لیکنه ده، چی انور شاهین خانخیل ځما باره کی کړی ده، دټول افغان لومړي مخ کی يي لینک ایښودل شوۍ، او مايي دخبرو ځوابونه کړي دي، محترمو ورونو: ځما خبری په سپین رنګ کی دي او شاهین خانخیل خبري په تور عادی رنګ کی دي.[/color:a4a7bee074]
د ښاغلی وهاج ساپی په نوم پرانېستے ليک
له طرفه: انور شاهين خانخېل – پېښور (کوزه پښتونخوا)
برېښناليک:shaheenkhankhel@yahoo.com
په تېرو ورځو کښې راته يو کس چې وهاج ساپی نوميږی له بدو ردو او سپکاوی نه ډکه يوه ليکنه ايمېل کړه نو غواړم چې دا ځواب يې په پرانسته توګه ورولېږم چې نور پښتانۀ وروڼه ترې هم استفاده وکړی
د هغه پاک رب په نامه چې څوک له تيارو نه د رڼا او څوک له رڼا نه د تيارو په لور بوځی
ښاغلی وهاجه ! هيله ده چې روغ جوړ به يې
له بدر ردو او سپکايو او دروغو نه د ډک ايمېل د رالېږلو دې ډېره ډېره مننه
زۀ ډېر افسوس کوم چې تۀ ځان ته پښتون هم وائې او بيا له سپکاوی نه په ډکه داسې لهجه کښې خبرې کوې چې نه يې پښتو منی، نه يې منطق او نه يې يو مذهب منی. که څه هم تا خپله پښتو او خپله د پلار نيکۀ مسلمانی پرېښې ده او په سعودی عرب کښې وهابی شوے يې خو بيا هم درته پکار دی چې د يو بشر په توګه څه بشری اصول [color=black:a4a7bee074]خو ولرې کنه. که څه هم يو پښتون ته د بدې ژبې ځواب ورکول اسان وی خو د اسلام مبين دين راته دا اجازت نه راکوی چې له اخلاقو نه پرېوتې خبرې وکړم.[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیل صاحب: دلته دی بیا دروغ ویلي، ما تاسی نه ســـــپکی سپوری نه دي ویلی، لیکن ستا دروغ می رسوا کړي، هغه خاورو ته می خلک منتبه کړي، کومی چی ته په ناخبرۍ کی دهغوي سترګو اچوي.
دا یو ه خبره:
لمړۍ زه وهابۍ نه یم، او که ته می وهابۍ بولي، نو ته دوهابیت اصول بیان کړه، او بیا که نر يي دوهابیت داصولو دبیانولو لپاره دهغه خلکو په کتابونو حوالی ورکړه، چی ته يي وهابیان بولي.
بله دا خبره واوره: چی ما تاسی ته دایمیل کولو هیڅ حاجت نه لیده، خو لیکن څنګه چی تاسی ماته مخکی دوه کرته ایمیل کړی، بلکه دری کرته ، او دخپل ویبلاګ لینکونه دی راته ايښي وو، نو دهغه کار له وجهی می تاسی ته دغه ایمیل وکړ، چی تاسی ســـپکی ســپوری ګڼلۍ، خو حقیقت بل شي دی.[/color:a4a7bee074]
زۀ به درته اول دا سپيناوے وکړم چې زۀ يو ساده پښتون او له شيعه سنی نه بالا تر يو مسلمان يم او د مسلمانۍ په عقيده کښې د محی الدين عربی (رح)، مولانا جلال الدين بلخی (رح)، علامه اقبال (رح) ، حمزه بابا (رح)، خوشحال بابا (رح) رحمان بابا (رح)، غنی خان بابا (رح) او امام خمېنی (رح) غوندې عارفانو او سالکانو د عرفانی نظرياتو حامی يم ځکه چې دغو عارفانو له خپل خالق او محبوب حقيقی سره په تعلق جوړولو سره خلقو ته صحيح او خالص توحيد ښودلے دے او له هر ډول فرقه واريت نه بالا تر يې د انسانيت خبره کړې ده او دغه عارفان د خداے له ګران رسول (ص) او د هغوی [color=black:a4a7bee074]له اهلبېتو (ع) سره مينه د ايمان برخه ګڼی. نو ځکه مې د دوی د طريقت دا لاره خوښه ده.[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]هیله ده، چی خپله اصلي څیره دی راښکاره کړی، ته چی خمیني او عبد الرحمان بابا په یوه کاسه کی راټولوي، نو د اور او اوبو یو ځاي کول دي، عبد الرحمان بابا، او خمیني په عقیده کی ځمکه او اسمان فرق لري، عبد الرحمان بابا ټولو صحابه وو ته مسلمانان وايي، او عائشي رضي الله عنها ته خپله مور وايي، خو خمینی ټول صحابه پرته له څلورو کافر او مرتد بولي، او عائشي رضي الله عنها ته ز.نا کاره وايي، او که داسی نه ده؟؟
عبد الرحمان بابا قرآن کریم ته کامل الهي کتاب وايي، خو ستا شیعي بامبړان قرآن ته ناقص او محر ف شده وايي، او دی باره کی يي ۲۰۰۰ روایتونه جوړ کړي ، آیا دا حقیقت دی او که نه ؟؟
عبد الرحمان خپله یو سني صوفي شاعر دی، ټول سنیان مسلمانان بولي، خو خمیني بیا ټول سنیان نجس او کافر بولي، حقیقت دی او که نه؟؟[/color:a4a7bee074]
همدا رنګ زۀ بنده شيعه او سنی مسلمانان وروڼه او د اسلام دوه لاسونه او دوه سترګې ګڼم او څوک چې د دوی ترمنځ تفرقه او اختلاف پېدا کوی هغوی د امريکې او اسرائيلو اېجنټان او د اسلام او مسلمانانو دښمنان ګڼم. او د هغو موخو او هدفونو په [color=black:a4a7bee074]وړاندې کولو يې مامور ګڼم چې امريکه ورته د رسېدو لپاره په مليارډونو ډالره خرچ کوی.[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: ته راته دا ووایه، چی تفرقه او بی اتفاقي چا منځ ته راوستله،
آیا یو سني مسلمان کوم امام ته ښکنځا کړي؟
آیا ټول سني مسلمانان علي رضي الله عنه او دهغه بچیو ته درناوۍ نه لري؟؟
آیا شیعه ګان ابو بکر او عمر کافر نه بولي؟
آیا ټول ایراني شیعه دولس امامیان ابو بکر او عمر رضي الله عنه دجبت او طاغوت په نوم نه یادوي؟
آیا ټول دوازده امامیان ابوبکر اوعمر باندی سهار او بیګاه لــــعنت نه وايي؟؟
آیا ټول شیعه ګان عائشي بي بي ته ز.نا کاره نه وايي.؟؟
آیا ټول دوازده امامیان قرآن ته ناقص او محرف شده نه وايي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان دابوبکر او عمر خلافت غصب نه بولي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان عثمان رضي الله عنه ته نعثل نه وايي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان خپل امامان له ټولو پیغمبرانو څخه اوچت نه بولي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان دپیغمبر صلی الله علیه وسلم ددریو لوریانو څخه انکار نه کوي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان معاویة رضي الله عنه ته کافر نه وايي؟؟
آيا ټول دوازده امامیان داموي کورنۍ شجری ته مــــلعونه شجره نه وايي؟؟؟
آیا ټول دوازده امامیان، سنیانو ته په فقهه کی نجس نه وايي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان خپلو امامانو دغیبو قائل نه دي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان خپلو امامانو ته دوحيي کیدو قائل نه دي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان دسورة الولایه په نوم باندی یو سورت نه لري، چی په دروغو سره يي قرآن پوری تړي،
آیا ټول دوازده امامیان خپلو امامانو ته دالوهیت صفات نه دی وربخښلي؟؟
آیا ټول دوازده امامیان په دی معتقد نه دي، چی دهغوي امامان په کون یا نړۍ کی تصرف لري؟؟
آیا ټول دوازده امامیان خپل امامان دمړي ژوند کولو طاقتوالا نه بولي؟؟
آیا اوسني شیعه ګان دقرآن علي، او مصحف علي په نوم بل قرآن نه لري، چی هغوي ورته کامل قرآن وايي؟؟
آیا اوسني شیعه ګان ددی معتقد نه دي، چی جبریل دنبی کریم صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه مخکی هغه باندی یو بل کتاب نازل کړ، چی هغه خاص داهل البیت وو؟؟
آیا اوسني شیعه ګان ددی معتقد نه دي، چی دهغوي هر یو کس کتاب دهغوي امام ته وړاندي کیږي؟
آیا اوسني شیعه ګان دا عقیده نه لري، چی د یو امام قبر ته ورتګ دبیت الله شریف ته ورتګ څخه اویا ځلی زیات فضیلت لري.
آیا شیعه ګان دخپلی عقیدی خورولو لپاره او له ویري څخه، دیو لويي قاعدي څخه کار نه اخلي، چی هغي ته هغوي تقیه وايي، (یعنی دخپلی عقیدی پټول) او دغه تقیه یا منافقت ددوي دخپلی عقیدی لوي اصل نه بولي؟؟؟
آیا شیعه ګانو په مکه مکرمه، په مدینه منوره کی خونړي جنایتونه نه دي کړي؟؟ چی له هغي وجهی نور په لسګونه حاجیان مړه شو.
آیا هغوي ټولو سنیانو ته نواصب او عامه یعني جاهل نه وايي؟؟،
آیا دغه ټول شیعه ګان دصیغي او یا متعی په نوم ز.نا ته جواز نه ورکوي؟؟
آیا دغه شیعي بامبړان یو ساعته او دوه ساعته نکاح (ز.نا) ته جواز نه ورکوي، کومی کی چی نه شاهدان وي، او نه دښځی ولي وي، ؟؟
آیا خمیني دشیدو خوړونکۍ انجلۍ سره صیغه نه ده جایز کړی؟؟ او دايي نه دي ویلي، چی سړی دی خپل تناسلي آله ددغی انجلکۍ په بغاندو، او شاوخوا ځایو کی ووهي؟؟
آیا هغوي دغی ز.نا ته دومره احادیث له ځآنه نه دي ایښودي، چی په کومو کی دغه صیغه کوونکۍ دپیغمبر درجی ته رسیږي.
آیا شیعه ګان دڅوارلس سوه کلونو په اوږدو له مسلمانانو سره نه دي جنګیدلي؟
آیا شیعه ګان همیش لپاره ښکیلاګر سره نه دي یو ځاي شوي؟؟
آیا ته کولاي شي، چی دټول اسلامي تاریخ په اوږدو داسلام دنصرت لپاره دشیعه ګانو یوه کارنامه راپه ګوته کړی؟؟
انور شاهین خانخیله: که جرأت ولري، نو ددی ټولو سوالونو به صریح ځواب راکړی، او میدان به نه پریږدی.[/color:a4a7bee074]
البته څو پورې چې د ابن تيميه او ابن عبدالوهاب نجدی او د هغۀ د پېروکارو وهابيانو تعلق دے نو کېدې شی چې شيعه او سنی فرقې يې مسلمانان وګڼی خو زۀ يې مسلمانان نه ګڼم بلکې وهابيت د انګريز جاسوس (( مسټر همفرے )) په لاس د اسلام په خلاف يوه دهشت ګرده، ترهه ګره او متحجره تکفيری ډله ګڼم چې هدف يې اسلام په غلط رنګ کښې وړاندې کول اسلام بدنامول او په مسلمانانو کښې تفرقه او اختلاف پېدا کول دی چې د انګرېز جاسوس مسټر همفرے خپل اعترافات په دې خبره ګواه دی او دغه[color=black:a4a7bee074] کتاب د نړۍ په ډېرو ژبو کښې ترجمه شوے او چاپ شوے دے ځکه چې د تاريخ پاڼې ګواه دی[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]ګوره: انور شاهین خانخیله:
دلته خپله عقیده خلکو ته ښکاره کوي، امام ابن تیمیة رحمه الله خو په ۷۲۸ هجري قمري کال کی وفات دی، او دحنبلي مذهب عالم دی، هغه دی ولی دابن عبد الوهاب سره یو ځاي ذکر کړ،
ځکه چی ابن تیمیة رحمه الله دمنهاج السنة النبویة په نوم په ۱۵ مجلده کی داسی کتاب لیکلی دي، چی که تر اوسه پوری یو شیعي په دی ونه توانید چی په هغه رد وکړي، او ډیرو شیعه ګانو چی په دغه کتاب يي درد هوډ کړی، سنیان شوي دي، ځکه چی ټول دشیعه ګانو باره کی له حقائقو ډک دی،
او تا ته چلینج درکوم، چی ددغه لوي کتاب یو وړوکۍ مبحث رانقل کړه، او یوڅه پری ولیکه.
پاتی شوه دابن عبد الوهاب خبره، هغه ستا او ستا درب تر منځ کار دی، ما تر اوسه دابن عبد الوهاب له یوه کتاب څخه نقل نه دی کړی، او که دا دی ثابت کړه، نو بیا به درته ووایم: چی درته پړ یم، او په ټول افغان کی به درته له لیکلو تیر شم.
خو یوه خبره درته زه کوم، چی ته چی دیوه مسلمان باره کی په یوه انګریز حواله ورکوی، دا ډیر ظلم دی، او ددی دلیل دی، چی تاسی خپله له انګریزانو سره تړاو لرۍ، او چیرته چی دانګریزانو لښکری راغلي دي، هلته تاسی سر اوچت کړی دی.[/color:a4a7bee074]
او اوس يې هم مونږ وينو چې وهابيان، سنيان او شيعه دواړه مسلمان مذهبونه کافران او مشرکان ګڼی، د انبياء کرامو، اهلبېتو، اصحابو، اولياو او د دين د بزرګانو سپکاوے کوی، د هغوی قبرونو ته بتان وائی ، د خداے ګران رسول سرور کائنات حضرت محمد مصطفی (ص) نغوذ بالله د يو پوسټچی په توګه منی او د هغه پاک ذات په حقله ابن عبدالوهاب نجدی وائی چې نعوذ بالله زما امسا له پېغمبر(ص) نه ښه ده چې مار لړم پرې وژلې شم خو پېغمبر (ص) هيڅ نفع نقصان چا ته نه شی [color=black:a4a7bee074]رسولې،[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: دا خبره ابن عبد الوهاب کوم کتاب کی کړی، حواله غواړم.
او بل ستاسی دوهابیت څخه موخه څه ده، اصول يي څه دی، په کتابونو درڅخه حوالی غواړم.
په تاسی شیعه ګانو چی رد کړۍ، ۹۰په سلو کی دحنفي مذهب علما دي، چی ما په خپلی بلی لیکنی کی هغه کتابونو ته او مؤلفینو ته اشاره کړی، تاسی تکړه شۍ، او چلینج درکوم، چی یو کتاب ثابت کړی، چی دهغه مؤلف ته دوهابیت نسبت شوی وي.
ستا له وهابیانو څخه مطلب څوک دي، چی هغوي سنیان او شیعیان کافر بولي، په کتابو حواله غواړم؟؟
هغوي څرنګه دصحابه وو، ســـپکاوۍ کړی؟؟؟ په کتابو حواله غواړم.
او دا هم درته وایم، چی آیا تاسی ټولو صحابه وو ته مرتد نه دي ویلي؟؟ دنر غوندی ځواب غواړم.[/color:a4a7bee074]
[color=black:a4a7bee074]دعاګانې، خېراتونه او د عيد ميلاد النبی (ص) غوندې اسلامی مناسبتونه بدعت ګڼی، د خداے [/color:a4a7bee074]پاک لپاره د جسم او د انسان غوندې د بدن قائل دی. پېغمبران معصوم او له ګناه نه پاک نه ګڼی بلکې په پېغمبرانو پسې يې د حديثونو په نامه رنګ رنګ ډرامې جوړې کړی دی. دوی نه د رسول الله (ص) له اولاد څخه د دولسو امامانو قائل دی او نه د څلورو سنی امامانو قائل دی او د امامت له اصل نه منکر دی. د کربلا په جنګ کښې يزيد په حقه او امام حسېن (ع) په نا حقه ګڼی. دغه تکفيری ډله د عربۍ ژبې له تقدس نه په ناوړه استفادې سره د نورو قومونو او ژبو سپکاوے کوی او قوميت او له خپلې مورنۍ ژبې سره مينه کول کفر ګڼی. او داسې نور ډېر خرافات او سپکاوی دی چې مسلمانان او په خاصه توګه زمونږ پښتانۀ ترې ډېر زيات واقف دی.
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: داسی فکر مه کوه، چی ته دیو پوچمغزه انسان مخی ته غږیږی.
کومو سنیانو او یا چی ته يي وهابیان بولی دعاګانی يي، او یا خیراتونه يي بدعت ګڼلی ؟؟
حواله غواړم.
پاتی شوه دعید میلاد النبی خبره، دا زه درته په زغرده وایم، چی بدعت دی، او که دلیل راسره وايي، رامیدان ته شه، اوس به درته زه دومره ووایم، که بدعت نه واي، نو صحابه وو، تبعه تابعینو، او ځمونږ څلورو امامانو به کړۍ واي، او ددغو خلکو مینه له نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره تر مونږ زیاته وه.
کوم سني کتابونو، یا چی ته يي وهابیان بولي، خداي پاک ته يي دانسان غوندی جسم ثابت کړۍ، ؟؟
دنر غوندی ځواب راکړه، حواله غواړم.
هو په فقهه کی زه دڅلور امامانو قائل یم، او په زغرده وایم، چی حنفي مذهبه یم، او دا هم وایم: په نورو فقهي مذهبونو داعتراض حق نلرم، البته په فقهي فروعو مسائلو کی ورسره دبحث او مناقشی او ترجیح حق لرم.
او دا دهغو خلکو عقیده ده، چی خانخیل غواړي چی بیځایه پری تور ولګوي.
بل دا واوره: دروغ مه وایه: ټول اهلسنت، او شخصا زه هم په دی معتقد یو، چی حسین رضي الله عنه مظلوم شهید شو، او یزید په باطله وو، خو البته مونږ یزید ته ظالم وایو، کافر ورته نه وایو، تاسی خو یزید ته، معاویة رضي الله عنه ته، ابو سفیان رضي الله عنه ته، او ټولی اموي کورنۍ ته کافر وایۍ، او شپه او ورځ پری لعنت وایۍ، آیا داسی نه ده، ؟؟؟
دنر غوندی ځوا ب غواړم؟؟ تیښته دمیړانو کار نه دی.
پاتی دعربي ژبی خبره، زه عربي ژبه تر ټولو ژبو غوره بولم، خو خپله پښتو خپل کلتور بولم، خپل غیرت يي بولم، او دپښتو په مقابل کی هیڅکله بی تفاوته نه شم پاته کیدلاي، زه یو وړوکۍ ځوي لرم، چی دوه نیم کلن دی، ما سره دلته په مدینه منوره کی اوسیږي، زه له هغه سره په قطعي صورت عربي نه وایم، هغه سره زه پښتو وایم، او څنګه چی په خټه پښتون دۍ، باید پښتو زده کړي.
له پښتو ژبی سره مینه لرم، او ډیر اشعار يي مطالعه کوم، زښت زیات دکیسو کتابونه می لوستلی، او په نیت کی لرم، چی دعربی ژبي دکیسو ښکلي کتابونه پښتو وژباړم.
او دا وایم: هیڅ یوعرب دا حق نلري، چی دپښتو ژبی سره دښمني وکړي، اوسني عربي دولت دلته ډیر زیات پښتو ترجمانان لري، او ډير کتابونه يي پښتو ته ترجمه کړل، تفسیر کابلی چی په افغانستان کی ډیر مشهور دی، او ظاهرشاه رحمة الله علیه په دور کی پښتو ته ترجمه شوۍ، سعودي دولت په زرګونه ټوکه چاپ کړ، او مفته يي په حاجیانو توزیع کړ.[/color:a4a7bee074]
يو داسې وخت ؤ چې چا به چا ته کنځل کول نو ورته به يې ويل چې د وهابی زويه خو دغو وهابيانو د سنی مذهب په جامه کښې د سعودی د عياشو، شرابيانو او زنا کارو شېخانو په دولت او د امريکې او اسرائيلو په ملاتړ سره داسې تبليغات وکړل او په سنيانو کښې يې داسې نفوذ وکړ چې پوره پوره سنی ډلې او ګوندونه يې له خپل دين نه واړول او عقيدې يې ورته [color=black:a4a7bee074]وهابی کړې او نن که مونږ وګورو نو په کومو سيمو کښې چې جهالت زيات وی هلته به وهابيان هم زيات وی ځکه چې دوی په هغو سيمو کښې چې چرته خلق علم او پوه لری نفوذ نه شی کولې.[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]که شیخان ز.نا کاران وي، هغوي به خداي ته حساب ورکوي، او که تا ورپسی دروغ ویلي وي، نو له تا څخه به پوښتنه کوي، دا دماشومانو خبر ي دي، نه غواړم چی بحث پری وکړم، خو دومره درته وایم، که یو سني ز.نا وکړي، بیا هم حرامه ورته وايي، او یو وخت به تر توبه کړي، او الله جل جلاله غفور او رحیم ذات، خو دایران ټولو بامبړانو چی ځانته دصیغي په نوم یا متعی په نوم، دوه ساعته ز.نا حلاله کړی، په هغی ولی څه نه وايي.؟؟
دلته مدینی منوری ته بامبر راځي، او هر یو سره له دیرشو څلويښتو نیولی تر پنځوسو ښځي وي، چی نور سرپرست نه لري، او هر شپه هغوي ته دمتعی او صیغي فضائل بیانوي، او هر شپه يي یوی اوبلی سره شپه ګرمه کړي وي، ولی په هغی سترګی پټوی؟؟؟؟[/color:a4a7bee074]
اوس هم ما ته په پاکستان کښې د (( سپاه صحابه )) په نامه د وهابی ډلې چې امريکې، ضياء الحق او سعودی عرب په ګډه جوړه کړې وه او بيا وروستو ترې د پاکستان نورو استخباراتی ادارو طالبان جوړ کړل او پښتونخوا يې له تباهۍ او بدبختۍ سره مخامخ[color=black:a4a7bee074] کړه دا نعره ياده ده چې ويل به يې: (( شيعه کافر سنی سور وهابی نور وهابی نور )) [/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: خلکو ته په سترګو کی خاوری مه اچوه، ټول خلک په دی پوهیږي چی سپاه صحابه سنیان دي، دامام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب دي، او په مسلکي طور ددیوبند مدرسو پوری تړلي دي، نو ته په کومو سترګو هغه وهابیان ګڼی؟؟؟
او بله دا چی دا شعار دی له کومه ځاي څخه راخیستۍ، ؟؟؟؟
حواله غواړم.[/color:a4a7bee074]
يعنې شيعه [color=black:a4a7bee074]کافران دی [/color:a4a7bee074]سنيان خنځيران دی او يواځې وهابيان نور دی. په داسې حال کښې چې دغه ډله د خداے د ګران رسول (ص) له نورانيت نه انکار کوی.
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: که مقصد دی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دنورانیت څخه دا وي، چی هغه جسم نه دی، او دنورو خلکو په شان نه دی، نو دا خبره دی غلطه ده، او ټول سنیان پرته له بریلویانو څخه په دی عقیده چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ذات دنورو انسانانو په شان دی
الله جل جلاله فرمايي: ((قل انما انا بشر مثلکم)).
ترجمه: ووایه اۍ محمده، چی زه یو بشر یم ستاسی په شان.
او دغه جمله قرآن کی څو کرته راغلی، اما معنوي نورانیت دټول امت په اتفاق هغه ته ثابت دی.[/color:a4a7bee074]
همدغې وهابی ډلې به ويل چې يا رسول الله (ص) ويل شرک دے ځکه چې يا حرف نداء ده او دا به يواځې خداے پاک لپاره استعمالوې خو چې کله يې خپل جنګوی مړ شو نو د پاکستان په ديوالونو.يې دا جملې ټولې دنيا وليدې چې ( اے شهيد جنهنګوی! تېرا خون رنګ لائے ګا ) [color=black:a4a7bee074]يعنې اے شهيد جنګوی ستا وينه به رنګ راوړی. نو بيا دلته ((اے)) يعنې ((يا)) حرف ندا نه وه.[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: جنهنګوي ستاسی په ایمان پوهیده، هغه سني ، دیوبندي او دسپاه صحابه وو غړی وو.
پاتی شوه دیا رسول الله خبره، که مطلب تر ی دغائب مخاطبول وي، نو هیڅ پروا نلري، ځکه دا په عربي ژبه او نورو ژبو کی شته.
او که مطلب دی داوي، چی له هغه څخه مدد وغواړی، نو دا ناروا ده، که روا کار واي، نو صحابه وو به کړاي واي.
دا بیل بحث دی، او که غواړي چی مناقشه را سره په کی وکړی، نو تیار یم، او په دی هم درسره متفق یم، چی دغه بحث دامام ابو حنیفه رحمه الله دمذهب په رڼا کی کوو، ابن عبد الوهاب ته په کی حاجت نشته.[/color:a4a7bee074]
همدا سعودی چې وائی يواځې به له خداے پاک نه مدد غواړې له بل چا نه مدد غوښتل شرک دے خو چې کله صدام حسېن د امريکې په لمسه اعلان وکړ چې زۀ به سعودی عرب په توغنديو سره ولم نو همدغو سعودی وهابيانو بيا وويل چې اے امريکې مدد ته رارسېږه. اوس دغلته شرک نه ؤ ځکه چې امريکه خو هسې هم دوی خپل خداے ګڼی. همدا رنګ خپله د حج په ورځو کښې زمونږ ټول شيعه او سنی مسلمانان ګواه وی چې دغه وهابيان د رسول الله (ص) له عاشقانو سره چې غواړی د رسول الله (ص) قبر مبارک ښکل کړی يا [color=black:a4a7bee074]لږ تر لږه ورته ګوتې يوسی يا هغه مبارک مزار ته مخ کړی او دعا کوی نو کوم عمل ورسره کوی؟[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]دا دسعودي یو سیاسي کار وو، زه په دی نه غږیږم، چی ښه کار يي کړی ، او که بد، ځکه دا بیله موضوع ده، او دقیامت په ورځ زه په دی مسئول نه یم، چی باید ضرور ما ددغه کار دښه والي، او یا بد والي عقیده درلوداي، او ته چی پری څومره لیکلاي شي، توفیق درته غواړم، خوایران هم مه هیروه، چی دشاه په وخت کی به یهودي پیلوټان هلته تربیه کیدل.
پاتی شوه، دقبرونو ښکلول، چی آیا شرعا ښه کار دی او که نه؟؟ نو که ښه کار واي، نو صحابه کرامو به تر مونږ دغه کار ته سبقت کړی واي، او له یوه صحابي ثابت نه دي، چی هغه دی قبر موچه کړی وي، هو دمړي موچه کول جواز لري، ځکه چی له پیغمبر صلی الله علیه وسلم او له صحابه وو ثابت دي.[/color:a4a7bee074]
دا يوه تاريخی خبره به کېدې شی چا ته معلومه وی يا نه چې د سعودی باچا عبدالعزيز په دور کښې هغۀ حج ته تللی د ټولو اسلامی فرقو مسلمان عالمان خپل دربار ته دعوت کړی او مېلمانۀ کړی وو نو د هرې فرقې عالمانو له ځانونو سره د باچا لپاره څه تحفې او ډالۍ هم يوړې چې په دغو کښې يو شيعه عالم، علامه سيد شرف الدين هم ؤ او په دغه کال دغه عالم د ټولو مسلمانانو د نمونځ امامت هم کړے ؤ. کله چې دغو ټولو عالمانو خپلې خپلې ډالۍ عبدالعزيز باچا ته وړاندې کړې نو علامه سيد شرف الدين هم ورته يوه ډالۍ وړاندې کړه چې قران مجيد ؤ او د څرمنې په ښکلی پوښ سره پټ ؤ. عبدالعزيز باچا زر هغه ښکل کړ او په ډېر احترام يې قبول کړ. نو علامه سيد شرف الدين ورته وويل چې باچا صېبه! دا دې ولې ښکل کړ؟ هغۀ ورته وويل ځکه چې قران مجيد دے کنه، علامه ورته وويل تا خو هغه پاس څرمن ښکله کړه، هغۀ ورته وويل په دې وجه چې پکښې دننه قران مجيد دے کنه. نو بس علامه صېب ورته هغه حقيقت چې يې غوښتۀ بيان کړ او ورته يې وويل نو بس مونږ هم د رسول الله (ص) د قبر مبارک جالۍ او جنګلې ښکلوو په دې نيت چې پکښې زمونږ خوږ او ګران پېغمبر (ص) دے او له هغه پاک ذات سره يې نسبت دے نو د هغه ذات په خاطر يې ښکلوو. دغه وخت په عبدالعزيز باچا باندې دې ژوندی دليل ډېر تاثير وکړ او حکم يې جاری کړ چې له نن نه پس د هر مذهب پېروکارو ته د خپلې عقيدې مطابق د مدينې منورې او مکې معظمې د زيارتونو کولو اجازت دے. خو افسوس چې دغه د [color=black:a4a7bee074]عبدالعزيز باچا [/color:a4a7bee074]وروستی وختونه وو او د هغۀ له وفات نه پس نورو باچايانو بيا د خپلې وهابی نظريې مطابق پابندۍ ولګولې.
[color=white:a4a7bee074]محترما: ددی قیصي باره کی زه دومره وایم، څنګه چی تاسی دا جرأت وکړ، چی دقرآن دتحریف په باره کی دوه زره آیتونه له امامانو رانقل کړي، نو ددغه رنګ قیصي جوړولو کار خو ډیر آسان بریښي.
د لا نورو دروغو روایاتو دجوړولو لپاره درته توفیق غواړم.[/color:a4a7bee074]
(( آل سعود )) هغه ډله ده چې د شجرې جرړې يې (( آل يهود )) ته رسيږی او دغې ډلې د تاريخ په اوږدو کښې تل د توحيد په نامه د شيعه او سنی مسلمانانو قتل عام کړے دے، په مدينه منوره او نورو اسلامی سيمو کښې يې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو او صحابه کرامو ښکلی او مقدس مزارونه په بولډيزرو سره شهيدان کړی او حتی[color=black:a4a7bee074] چې د رسول الله (ص) د مزار مبارک د شهيدولو هڅه يې هم کړې وه خو د نړۍ د ميلينونو مسلمانانو [/color:a4a7bee074]په احتجاج سره يې دغه طرحه وځنډوله.دا دے همدا اوس هم د عربو ځينو وهابی مفتيانو په عراق کښې د مقدسو زيارتونو د شهيدولو فتوې جاری کړې دی او په دې وروستيو کښې يې پرې عمل هم کړے دے.
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: له آل سعود زه دفاع نه کوم، هغوي به خداي ته ځواب ورکوي، زه دهغوي په وړاندی مسئول نه یم. خو دومره درته وایم، چی له خمینیانو څخه سل په سله ښه دي، ځکه که څومره عیاشي کوي، قرآن ته دالله کامل کتاب وايي، صحابه کرامو ته ښکنځل نه کوي، او داسی يي درواخله.
پاتی شوه، په قبرونو دلویو قبو او ګمنبځو جوړول، نو په زغرده يي درته وایم، چی شرعا دا کار ناروا دی، اګر که ډیرو سنیانو کړۍ، ځکه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم خبره تر هر چا لوړه ده، هغه له ګمنبذو جوړولو منعه کړی، او دی باره کی صرح حدیثونه دي، په کتب الستة کی راغلي دي، کوم کتابونو ته چی ټول سنیان له مشرقه تر مغربه درناوۍ لرۍ، او دصحیح بخاري، او صحيح مسلم په حدیثود صحت ایمان لري، اګر که تاسی شیعه ګان يي دروغ بولۍ.[/color:a4a7bee074]
نن د نړۍ ټول خلق په افغانستان، عراق او نړۍ په نورو سيمو کښې د طالبانو او القاعدې غوندې وهابی ډلو ظلمونه او اسلام بدناموونکی عمليات وينی ګوری او څه دليل ته ضرورت نشته. نن د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دا خبره معلومه ده چې د عربو وهابيانو شېخانو دربارونه له عيسائی او يهودی ښځو نه ډک دی او په شرابو کبابو او زنا کاريو بوخت دی او دغه شېخان د امريکې او صهيونېسټانو په خلاف يوه خبره هم نه شی کولې ګنې په خپل دربار کښې به مړه پراتۀ وی. د لبنان د حزب الله او د اسرائيلو په ٣٣ ورځنی جنګ کښې به د اسرائيلو جنګی الوتکو د لبنان په خلقو باندې د حملو لپاره تېل د سعودی له اډو نه اخېستل، او دا دے اوس اوس امريکې د ايران د [color=black:a4a7bee074]راپرزولو لپاره په سعودی باندې د دېرشو مليارډ ډالرو وسله خرڅه کړه او دغه شان اسرائيل هم په لا زياتو پرمختلليو وسلو سره سنبالوی چې د حزب الله او ايران او حماس مقابله وکړی [/color:a4a7bee074]چې دا داسې نه انکارېدونکی دليلونه دا خبره نوره هم په ډاګه کوی چې دا وهابی ډله د امريکې او اسرائيلو لپاره د هر ډول کارونه تر سره کوی.
[color=white:a4a7bee074]وشرمیږه: دعراق باره کی تاسی په کومو سترګو خبری کوي، که تاسی نه واي، نو دښکیلاګرو ژوند به په عراق کی نور هم لنډ شوۍ واي، ځکه چی په عراق کی یواځی سنیان دامریکایانو مقابل کی جینګيږي، شیعه ګانو خو ورسره حکومت جوړ کړ، سازش يي وکړ، او په منظمه توګه او ډیر په بیرحمۍ يي په سنیانو کی قتل او کشتار جوړ کړ.
او دا حقیقت ټولی نړۍ ته معلوم دی، چی دعراق له سقوط سره سم، ایرانۍ ملیشاوي عراق ته داخلی شوي، او په سنیانو کی يي په منظم قتل لاس پوری کړ، تفصیل ته اړتیا نلري.[/color:a4a7bee074]
[color=white:a4a7bee074]خو څنګه چی سعودي له امریکا څخه وسله اخیستي، نو ډیر ښه کار يي کړی، ځکه دخمیني انقلاب خو ډیر لوي خوب لیده، خو الحمد لله دصدام حسین رحمة الله علیه په وجهه څو کاله په شا وتمبول شو، او په نورو دولتونو کی دشیعي انقلاب ارمان خمیني له ځانه سره یووړ،
خو اوس بیا ایران ځان تیا رکړی، چی خلیج ته داخل شي، او حرمین ونیسي، فی الحال خو ټول حالات دایران په ګټه روان دي، خو ان شاء الله دغه خوب به يي له خاورو سره خاوری شي.[/color:a4a7bee074]
ښاغلی وهاجه! زۀ درباندې ډېر خفه کېږم چې خپله پښتو او خپل خوږ اسلام دے پرېښود او په سعودی کښې [color=black:a4a7bee074]وهاب[/color:a4a7bee074]ی شوې.پکار دی هغه پښتو او هغه اسلام بيا راټينګ کړې او د مسلمانانو تر مېنځ له اختلافاتو او د دينی مقدساتو له سپکاوی نه لاس واخلې. چې [color=black:a4a7bee074]دنيا او اخېرت [/color:a4a7bee074]دې دواړ ښه شی.
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: ته هغه اسلام او دهغه اصول ماته واضح کړه، چی ما پریښۍ، او هغه وهابیت او هغه اصول دوهابیت چی تاسی پری ما تورنوۍ هغه هم واضح کړۍ، منندوي به مو یم، البته در سره وعده کوم، چی هر بحث درسره دامام صاحب ابو حنیفه رحمه الله دمذهب په رڼا کی وکړم،
نو راځه: دا ګز او دا میدان.[/color:a4a7bee074]
بله دا چې تا په خپله ليکنه کښې د مسلمانانو ترمنېځ د تفرقې اچولو لپاره په شيعه مذهب باندې کوم د وهابيانو هغه تکرار شوی اعتراضونه کړی دی ، سپکاوی او کنځلونه دې کړی او [color=black:a4a7bee074]تورونه دې [/color:a4a7bee074]لګولی دی نو زۀ به دومره عرض وکړم چې د شيعه او سنی ترمېنځ اختلافات اصولی نه بلکې فروعی دی بلکې خپله د سنی مذهبونو ترمېنځ دغه فروعی اختلافات لا زيات دی چې د دا ډول فروعی او فقهی اختلافاتو ته رحمت ويلې شوے دے.
[color=white:a4a7bee074]انور شاهین خانخیله: بیا تاسی ته دا چلینج در کوم، چی ځما له خبرو څخه یوه خبره دروغ ثابته کړۍ، کومی چی ما دشیعیزم باره کی کړي، نو زه به له لیکلو لاس واخلم.
ستا غوند دغسی طفلانه خبری خو هر څوک لیکلاي شي.
بل ته او خداي دی، چی دغه اختلاف فروعي دی، او آیا رحمت دی؟ هیله ده چی ما ته ستاسی امامت په پوره توګه تعریف کړۍ، او بیا ځمونږ مقصد له امامت څخه هم دخپل فهم په اندازه توضیح کړۍ.[/color:a4a7bee074]
البته که ستاسو وهابيانو په شيعه مذهب څه اعتراضات وی نو دا په نن سبا د پرمختلليو ټېکنالوجيو په دور کښې څه ګرانه خبره نه ده. د سعودی عرب خپلو وهابی شېخانو ته دې ووايه چې د ايران له شېعه عالمانو سره په اختلافی مسائلو باندې په ټيلی ويژن باندې نېغ په نېغ مناظره وکړی. او لکه چې ما درته په سر کښې خپله عقيده بيان کړه که د تصوف او عرفان، پښتونولۍ او پښتو ژبې په حقله څه اعتراض وی نو زۀ درته حاضر يم.
د نړۍ د سنی او شيعه مسلمانانو د يووالی، سر لوړۍ او برياليتوب په هيله.
[color=black:a4a7bee074] والسلام علی من التبع الهدی[/color:a4a7bee074]
انور شاهين خانخېل
[color=white:a4a7bee074]نه شاهینه نه،
زه دتصوف باره کی بحث یو صوفي سره کوم، چون چی ته شیعه يي نو که ځان مړنۍ بولي، رامیدان ته شه، او شیعه توب باره کی هر څنګ بحث ته دی زه تیار یم،
په کوم ډول يي چی ته شروع کوی.
په کومه طریقه يي چی ته غواړی.
او په موضوع چی مخکیوالی کوی.
زه درسره په دی ټولو حالاتو کی موافق یم.
خو یوه هیله لرم، چی ونه تښتی، چی ستا ددین او زما ددین حقیقي پته دی ټولو لوستونکو ته ولګیږي.
وهاج ساپی.[/color:a4a7bee074]
انور شاهین خانخیله: بیا تاسی ته
درويش
02.08.2007
وروره لنډه او اوږده يې دا چې وهابيان او شيعه ګان دواړه پسات دى
monir
02.08.2007
ګرانو دوستانو سلامونه
ګرانه ساپی وروره آیا تاسو په افغانستان کې د بېلابېلو دینونو او مذهبونو د پیروانو په ګډ ژوند باور لرۍ؟ که ځواب مو مثبت وي نو پوښتنه دا ده چې تاسې ولې د دین په پلمه چکش اخیستﺉ اوپرله پسې د نورو ادیانو د پیروانو په سر وهۍ! هسې چې افغانانو د بېلابیلو دینونو او مذهبونو په درلودلو سره سره د خپل تاریخ په اوږدو کې مسالمت آمیز ګد ژوند کړﺉ دﺉ ، په راتلونکي کې هم و به کړي.
که تاسې په یو ډول نه یو ډول ځان د اسلام دین پوه او مبلغ بولۍ، دا کفایت نکوي چې د نورو دینونو په [color=yellow:3cbb7be8a0]بد[/color:3cbb7be8a0] ویلو خلکو ته قناعت ورکړۍ. ښه به دا وي چې د اسلام دین د ښېګڼو په هکله له ځانه څخه یې عملاً پیل کړۍ او نور و ته قناعت ورکړۍ، چې اسلام برحقه دین دی او نور باطل دي. دا لار چې تاسو د اسلام د دین په دفاع کې غوره کړې ده په یقین سره چې د اسلام په پوهیدو کې مرسته نکوي.
ګوره ګرانه ښاغلی انور شاهين خانخېل د خپلې لیکنې په پای کې لیکي:
[quote:3cbb7be8a0] البته که ستاسو وهابيانو په شيعه مذهب څه اعتراضات وی نو دا په نن سبا د پرمختلليو ټېکنالوجيو په دور کښې څه ګرانه خبره نه ده. د سعودی عرب خپلو وهابی شېخانو ته دې ووايه چې د ايران له شېعه عالمانو سره په اختلافی مسائلو باندې په ټيلی ويژن باندې نېغ په نېغ مناظره وکړی.[/quote:3cbb7be8a0]
او بیا لیکي:
[quote:3cbb7be8a0] او لکه چې ما درته په سر کښې خپله عقيده بيان کړه که د تصوف او عرفان، پښتونولۍ او پښتو ژبې په حقله څه اعتراض وی نو زۀ درته حاضر يم.[/quote:3cbb7be8a0]
او تاسې بیاد هغه په ځواب کې د نورو ترڅنګ لیکۍ:
[quote:3cbb7be8a0]نه شاهینه نه،
زه دتصوف باره کی بحث یو صوفي سره کوم، چون [color=blue:3cbb7be8a0]چی ته شیعه يي نو [/color:3cbb7be8a0]که ځان مړنۍ بولي، رامیدان ته شه، او شیعه توب باره کی هر څنګ بحث ته دی زه تیار یم،
په کوم ډول يي چی ته شروع کوی.
په کومه طریقه يي چی ته غواړی.
او په موضوع چی مخکیوالی کوی.
زه درسره په دی ټولو حالاتو کی موافق یم.
خو یوه هیله لرم، چی ونه تښتی، چی ستا ددین او زما ددین حقیقي پته دی ټولو لوستونکو ته ولګیږي.
وهاج ساپی.
[/quote:3cbb7be8a0]
ګرانه وروره ، یو وار د خپله پورتنۍ لیکنه او دښاغلي انور شاهين خانخېل لیکنه مقایسه کړۍ چې لیکي:
[quote:3cbb7be8a0]د نړۍ د سنی او شيعه مسلمانانو د يووالی، سر لوړۍ او برياليتوب په هيله.
والسلام علی من التبع الهدی
انور شاهين خانخېل [/quote:3cbb7be8a0]
په درنښت
و.افغان
02.08.2007
[quote:88c66ba609="khaishkai"]
ګرانه وروره ، یو وار د خپله پورنتۍ لیکنه او دښاغلي انور شاهين خانخېل لیکنه مقایسه چې لیکي:
[quote:88c66ba609]د نړۍ د سنی او شيعه مسلمانانو د يووالی، سر لوړۍ او برياليتوب په هيله.
والسلام علی من التبع الهدی
انور شاهين خانخېل [/quote:88c66ba609]
په درنښت[/quote:88c66ba609]
ګرانه خیشکیه وروره:
خبره دی بیخي پر ځای کړی، او زه درسره دغلته موافق یم،
او په دی اقرار هم کوم، چی په شیعه ایران کی اوس ځیني داسی شیعي علماء شته ده، چی محققین دي،
دهغوي داپلتو باره کي له حق ډکه څیړني کړي، هغوي ټولو ځمونږ ورونه دي،
او مونږ هیڅکله دهغوي سره فاصله نه لرو،
دمثال په ډول: ډاکټر حسین موسوي، علامه برقعي ، او داسی نور، چی په توسط او اعتدال او حقیقت ولاړ شیعه دي، او ډیر ښه ښه کتابونه يي لیکلي دي،
ډیر يي مالوستلي، له قرآن او حدیث څخه يي اخذ کړی.
خو لیکن آیا دایران دولت هغوي دتنفس کولو وخت هم ورکوي؟
نه ،هغوي ټول په بندیخانو کی اچولي، شکنجی ورکوي، او وژني يي،
علامه برقعي تر اوسه په اویا کلنۍ دخامنه يي په زندان کی پروت وو، او تعذیب ورکول کیده، سره له دی چی شیعه دی، خو صحي شیعه دی، په دی معنا چی شیعه ډلی ته وايي، نو که څوک دعلي رضي الله عنه حقیقي شیعه وي، نو هغه هیڅکله نور صحابه کرام په بدو نه یادوي.
خو هغه څوک چی له یوی خوا، دتوسط او اعتدال، او اتحاد دعوی کوي، او له بلی خوا دایران ددولت لپاره کار کوي، دخمیني او نړیوال شیعیزم لپاره چوپړ وي،
نو بیا تر ده لوي بل منافق نشته.
ځکه دایران دولت په ډیر ظلم سره سنیان وژني بندی کوي يي، دعوت ته يي نه پریږدی، او که شیعه سني شي، فورا وژل کیږي، اعدامیږي، او وايي: چی مرتد شوۍ دی، او ددغه ټول فساد سرچینه خمیني او خامینيي دی.
تاسی خبر یاست، چی په ایران صفوي دولت په یوه ورځ کی، پو یوه ښار شل زره سنیان ووژل، ولی؟؟
ځکه چی هغوي په ابوبکر او عمر رضي الله عنه باندی لعـــــــنت نه وایه،
ددی خبری لپاره تاسی داعظم سیستاني صاحب کتاب ته رجوع وکړۍ، کوم چی صالح محمد صالح ژباړلی دی، دغه کتاب کی دصفوي دوري ظلمونه او جنایات ذکر شوي دي.
نو تاسی څه فکر کوۍ، چی څوک دایراني دولت دخدمت لپاره کار کوي، او شپه او ورځ يي په ځان یوه کړی وي، دنړیوال شیعیزم لپاره په مختلفو لارو چارو هلی ځلی کوي، او بیا دپښتنو لپاره په ځان دپښتو، شعر څادر غوړوي،
آیا تر دی هم لوي منافقت شته؟؟؟!!!!
هو که دغه خلک، دایران دظالم، دیکتاتور دولت له چوپړ تیر شي، دنړیوال شیعیزم لپاره دډنډورو غږولو تیر شي، خپلو اپلتو باندی اقرار وکړي، او له خپلی عقیدي يي وباسي، نو که بیا شیعه هم وي، ځمونږ ورور دی، هر څوک چی وي، او بیا مونږ ټول دیوه دسترخوان خلک یو
ورور مو: وهاج ساپی.
monir
03.08.2007
[quote:09a8b6eeab]ګرانه خیشکیه وروره:
خبره دی بیخي پر ځای کړی، او زه درسره دغلته موافق یم،
او په دی اقرار هم کوم، چی په شیعه ایران کی اوس ځیني داسی شیعي علماء شته ده، چی محققین دي،
دهغوي داپلتو باره کي له حق ډکه څیړني کړي، هغوي ټولو ځمونږ ورونه دي،
او مونږ هیڅکله دهغوي سره فاصله نه لرو،
دمثال په ډول: ډاکټر حسین موسوي، علامه برقعي ، او داسی نور، چی په توسط او اعتدال او حقیقت ولاړ شیعه دي، او ډیر ښه ښه کتابونه يي لیکلي دي،
ډیر يي مالوستلي، له قرآن او حدیث څخه يي اخذ کړی.
[color=blue:09a8b6eeab]خو لیکن آیا دایران دولت هغوي دتنفس کولو وخت هم ورکوي؟ [/color:09a8b6eeab]
نه ،هغوي ټول په بندیخانو کی اچولي، شکنجی ورکوي، او وژني يي،
علامه برقعي تر اوسه په اویا کلنۍ دخامنه يي په **دان کی پروت وو، او تعذیب ورکول کیده، سره له دی چی شیعه دی، خو صحي شیعه دی، په دی معنا چی شیعه ډلی ته وايي، نو که څوک دعلي رضي الله عنه حقیقي شیعه وي، نو هغه هیڅکله نور صحابه کرام په بدو نه یادوي. [/quote:09a8b6eeab]
ګرانه وهاج ساپیه وروره ښې چارې! وروره دا چې د ایران حکومت څه کوی او څه نه کوي انور شاهين خانخېل پورې څه اړه لری؟ ستاسو د دواړو په لیکنو کې تر سترګو کېږي، چې پر یو بل باندې ډېر تورونه لګوۍ. له همدې کبله ښاغلي انور شاهين خانخېل د زما عقيده تر عنوان لاندې د جرګې په پاڼې دغه په زړه پورې مطلب خپور کړﺉ دﺉ، راځۍ چې یې ولولوو:
[color=red:09a8b6eeab]زما عقيده[/color:09a8b6eeab]
د مهربان بخښونکی لوی څښتن په نامه
زۀ خوشحال خټک په حُب د اهلبېتو
رافضی کــــړم، خارجی او اخـــراجـی
ښاغلی وهاج صېبه!ښه چارې
ستا دواړه ايمېلونه راورسېدل. خو ما پکښې څه نوې خبره و نه ليده هم هغه زړې تکرار شوې خبرې دی.ټول دروغ،بهتانونه، د دروغو حوالې او نقلونه، خداے ګواه دے چې زۀ هم يو وخت کښې ستا غوندې بې لارې وهابی وم خو خداے پاک راباندې مهربانه شو او د خپلو اولياء کرامو، صالحانو او عارفانو لاره يې راته سمه کړه او د هغو زړو ناروا عقيدو لپاره له خداے پاک نه معافی او بخښنه غواړم. د شيعه او سنی، معتزله حنفی، شافعی، مالکی او حنبلی وغېره په حقله ستا ټولې خبرې هغه زړې خبرې دی چې له تېرو څوارلسو سوو کالو راهسې روانې دی او په يو بل پسې لګيا دی او پکښې د مسلمانانو ترمېنځ غټ غټ جنګونه شوی او په کښې د زرګونو خلقو حتی د صحابه کرامو (رض) او تابعينو وينې بهېدلی دی او د يو بل خبره يې نه ده منلې د خداے د ګران رسول (ص) مشهور حديث مبارک دے چې زما په امت کښې به درې اويا فرقې جوړيږی يوه به پکښې ناجی جنتی وی او دوه اويا به پکښې دوزخی وی نن که مونږ وګوره نو په اسلام کښې د فرقو حد تقريبا دغه شمېر ته رسېدلی دی او هره فرقه او مسلک ځان هغه درې اويايمه فرقه ګڼی. شيعه او سنی خو لا پرېږده که ما درته د سنی مذهبونو بلکې حتی په يو مذهب کښې دننه د مختلفو مسلکونو د کتابونو په حوالو سره په يو بل د کفر، شرک او مرتد کېدو د فتوو فهرست راوسپړدو نو له هغو فتوو نه به بې شمېره کتابونه جوړ شی.
د شيعه مذهب په خلاف ستا يو نه ٩٩ په سلو کښې دروغ او بهتانونه دی. البته يو خبره چې زۀ يې تائيدوم هغه دا چې هغوی د اهلبېتو د دولسو امامانو پېروی کوی او د هغوی په طريقو باندې نمونځونه او عبادتونه کوی. او بله دا چې له هغوکسانو څخه نفرت کوی او لعنت ورباندې وائی چې د خداے د ګران رسول (ص) له پرده کېدو نه پس يې د هغوی په پاکو اهلبېتو او د هغوی پېروکارو پسې راوخېسته، د هغوی په قتل عام، زندانی کولو، شکنجه کولو، له هغوی نه ژبې او لاسونه پښې پرې کولو او د هغوی سرونه پرې کولو او نېزو کښې ټومبلو او په بازارونو کښې ګرځولو يې لاس پورې کړ. چې د کربلا غمېزه د دغو غمېزو يو غټ مثال دے او په دغو ظالمانو باندې يواځې شيعه او سنی نه بلکې هر حق پرست او درد لرونکے انسان لعنت وائی او زۀ هم ورسره ورباندې لعنتونه وايم او کافرو نه بدتر ګڼم.
البته يوه نوې خبره مې ستا په خبروکښې دا وليده چې اوس دې له خپل وهابيت نه هم انکار وکړ په داسې حال کښې چې په سعودی عرب کښې د وهابيانو او آل سعود غټ مبلغ يې خو بيا هم د خلقو په سترګو کښې خاورې شيندې او ځان د خداے پاک (ج) رسول پاک (ص)، اهلبېتوعظامو (ع) صحابه کرامو (رض) او اولياء کرامو (رح) سپکاوی کوونکې له دغې ډلې نه ژغورې.
او نه يواځې ځان ژغورې بلکې هغه کسان هم چې زۀ او ټول سنی مسلمانان يې له ډېر نزدې نه پېژنی چې وهابيان دی تۀ ورته سنيان وائی خو په هر حال دا د وهابيانو د تبليغاتو طريقه ده چې ځانونه په ظاهره سنيان ښئ او عقائد يې ټول د وهابيانو وی. د وهابيت تاريخ يواځې په ابن عبدالوهاب نجدی پورې نه رالنډيږی بلکې ورپسې ځه نو ابن تېميه ته رسيږی او بيا هغو منافقانو، خوارجو او نواصبو ته رسيږی چې تل يې د تاريخ په اوږدو کښې د اسلام په جامه کښې له رسول اکرم (ص) او د هغوی له اهلبېتو (ع) او د هغوی له وفادارو صحابه کرامو (رض) سره دښمنی لرلې ده، هغوی يې قتل کړی،شکنجه کړی زهرونه يې ورکړی او په منبرونو باندې يې ورته کنځلونه کړی دی چې د تاريخ او روايتونو کتابونه ترې نه ډک دی. خو په هر حال زما ستا له مذهب او عقيدې سره څه تعلق نشته او هر سړی په خپله عقيده کښې ازاد دی او په چا باندې خپله عقيده او نظريه په زور نه دی تپل پکار . بلکې حقيقت خو دا دی چې څنګه خدای پاک د هر انسان څېرې بيلې بيلې پېدا کړی او يو شان نه دی داسې د ددو تنو حتی د دوو وروڼو هم خيالات، نظريات او عقائد سل په سلو کښې يو شان نه وی.او د هر انسان خپله يوه انفرادی نظريه او عقيده څوک به د يو بل په قبر کښې نه څملی.
ما چې کومه د عارفانو، سالکانو او اولياو لار غوره کړې ده نو په هغې کښې د مذهبی او مسلکی بحثونو او جنګ جګړو څه ګنجائش نشته خو ستا دې وهابيانه دروغو، بهتانونو زۀ دې ته جوړ کړم چې د وهابيت اپرېشن شروع کړم او څومره چې زۀ د وهابيت له دننه او بهر نه خبر يم تۀ ترې دومره نه يې خبر ستا يواځې خپلې تنخواه سره غرض دی.
ښاغليه! ما د ټولو اسلامی او غېر اسلامی دينونو او مذهبونو له مطالعې او تحقيق نه پس موجوده عقيده چې يې درته لاندې بيانوم اختيار کړې ده
ما درته مخکښې هم ويلی دی او اوس يې درته بيا وايم چې زما لار له شيعه او سنی يا نورو فرقو نه بالاتره ده چې هغه مسلمانی ده او په مسلمانۍ کښې د هغو عارفانو او سالکانو مينه وال يم چې مې مخکښې ذکر وکړ. او يو ځل درته بيا ښۀ په تفصيل سره خپله عقيده ليکم چې په دې کښې مې له چا نه سترګه نه سوزی او هر څه او هره ليکنه مې ښه په ډاګه ده او د خپلې هرې خبرې پوره پوره ځواب او دليل لرم.ښه ورته غوږ شه:
زۀ خدای پاک وحده لا شريک، بې څاری، د ټولو مخلوقاتو خالق،د زمکې اسمانونو نور ګڼم. نه ترې څوک پېدا دی او نه له چا پېدا دی او د عارفانو په قول خپل محبوب حقيقی، جانان او د انسان منزل او مقصد يې ګڼم. او يو عادل ذات يې ګڼم خو مهربانی او رحمت يې له عدل نه زيات سېوا دی.او يواځې دغه پاک ذات د عبادت او پرستش لائق دی.
يو لک څلوريشت زره انبياء کرام عليهم السلام خدای پاک وخت په وخت د خپلو مخلوقاتو د هدايت لپاره رالېږلی دی چې له ټولو نه اعلی، برتر او بعد از خدا بزرګ د حضرت محمد مصطفی (ص) مبارک ذات دی چې ټول کائنات او مخلوقات خدای پاک د هغۀ له مخه پېدا کړی دی. د هغه ذات مقام دومره لوړ او اوچت دی چې يو خدایترې خبر دی او د انسان په تصور کښې نه شی راتلې. هغه د کائناتو او مخلوقاتو له جوړېدو نه مخکښې خداے پاک پېدا کړی دی او ټول کائنات د هغۀ په مخکښې جوړ دی او هيڅ يو څيز له هغۀ نه پټ نه دی او د کائناتو ټول پټ او ښکاره علمونه خدای پاک هغه پاک ذات ته ورکړی دی.
د خدای له ګران رسول (ص) نه پس د هغۀ پاک آل يا اهلبېت ع) چې د هغوی پاکه لور بی بی د جنت مېرمن او د نړۍ د ښځو سرداره حضرت فاطمه زهرا (ع) او دولس پاک امامان دی له ټولو مخلوقاتو نه برتر او اعلی دی. او خدای پاک او رسول (ص) له هغوی سره مينه او مودت په ټول امت باندې واجب ګرځولی دی او خدای پاک خپله هم په محمد (ص) او آل محمد (ص) باندې درود او سلام وائی فرښتې هم پرې وائی او امت ته يې هم حکم کړی دی چې په دوی باندې درود او سلام وائی. دوی يعنې محمد (ص) او آل محمد (ص) معصومين دی. د دوی دوستان د خداے پاک او خپل دوستان ګڼم او د دوی دښمنان خپل او د خدای پاک دښمنان ګڼم.
له آل محمد (ص) نه پس د رسول اکرم (ص) د صحابه کرامو (رض) احترام، قدرونه او له هغوی سره مينه کوم. او د اسلام لپاره د هغوی قربانيو او هلو ځلو ته سلام کوم او په دوی کښې چې چا څومره د اسلام زيات خدمت کړی دی او زياتې قربانۍ يې ورکړی دی د هغوی د خدای پاک او رسول الله (ص) په نزد هومره لوړ مقام دی.
له صحابه کرامو (رض) نه پس د اسلام د اولياء کرامو، عارفانو، سالکانو، صالحينو او بزرګانو عالمانو د مقام قائل يم.
له مرګ نه پس ژوندی کېدل، برزخ،قيامت، دوزخ، جنت، فرښتې، ميزان، حساب کتاب ټول حق دی. قران مجيد د خدای پاک اخيری او تر ټولو جامع او له هر ډول شک او شوبې نه پاک کتاب دی او پکښې تر قيامته د ټولو مسائلو حل موجود دی او له الحمد نه تر والناس پورې د هم هغه اسمانی کتاب دی چې په رسول اکرم (ص) باندې وخت په وخت د حضرت جبرائيل (غ) په ذريعه نازل شوی دی.
له قران مجيد نه پس د رسول اکرم (ص) په مبارکو حديثونو باندې مې مکمل ايمان دے او هغه حديثونه چې له قران مجيد سره سمون خوری او د قران مجيد په خلاف نه وی هغه د رسول اکرم (ص) ګفتار او د خدای پاک لخوا يې ګڼم او د قران مجيد غوندې پرې عمل واجب او فرض ګڼم. خو چې کوم احاديث او روايتونه له قران مجيد سره سمون نه خوری او د قرانی ايتونو په خلاف وی هغه د رسول الله (ص) احاديث نه ګڼم بلکې ورپورې تړلی او دروغ ګڼم.
په ورځ او شپه کښې پنځه وخته نمونځ، روژه، حج، زکات، د معروفو حکم او له منکراتو نه منعې کول ټول عبادتونه او واجب ګڼم.
خدای پاک ته د نزدې کسانو هغۀ ته د وسيلې کولو، خېراتونه،صدقات، دعاګانې، تلاوت، د د دينی بزرګانو د قبرونو زيارت کول روا کار دی. د انسانيت احترام پکار دی په چا پسې بدې ردې او فضول خبرې نه دی پکار، له ځانه بل انسان سپک نه دی ګڼل پکار.
د نورو قومونو او نورو ژبو د احترام په ساتلو سره د اسلام په چوکاټ کښې د خپل قوم او مورنۍ ژبې صحيح او جائز خدمت کول د يو لک څلوريشت زره انبياؤ عليهم السلام او د ټولو دينی بزرګانو سنت او عبادت ګڼم.
د دغو ټولو عقائدو، عبادتونو، اصولو او فروعاتو اخيری هدف خپل حقيقی محبوب او خالق چې د خدای پاک ذات دی ته نزدېکت دی او دې هدف ته د رسېدو يواځېنۍ لار د شريعت په چوکاټ کښې د عرفان او طريقت لار ګڼم. او بې له هغو نه چې د خدای پاک په شان کښې يا د هغۀ د ګران رسول (ص) په شان کښې او يا د رسول الله (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) په شان کښې يې ګستاخی کړی يا يې کوی نور د ټولو دينونو، مذهبونو، مسلکونو، ډلو، تنظيمونو او افرادو احترام او قدرونه کوم او د نړيوال استکبار، استعمار او ظالمانو او تيرګرو په وړاندې د ټولو مسلمانو مذهبونو، مسلکونو او ډلو يووالی او اتحاد د اسلام او مسلمانانو په ګټه او په مسلمانانو کښې تفرقه او جنګ جګړې پېدا کول د مسلمانانو د تباهۍ سبب ګڼم.
يواځې له هغو هيوادونو، طاقتونو او کسانو سره که هغه له هر دين او هرې نظريې سره تعلق لری چې زما د پښتونخوا په پاکه خاوره يا په نورو اسلامی ټاټوبو باندې تيری او حملې کوی او تسلط پرې حاصلو غواړی مبارزه او مقاومت فرض ګڼم. او د نورو ټولو پرامن او بې ګناه انسانانو که هغه د هر دين، مذهب او مسلک وی وژله او ورسره جنګ کول يو غېر اسلامی او حرام فعل بولم. او د يو بې ګناه انسان که هغه کافر وی او که مسلمان وژونکےی کس يا کسان د قران مجيد په رو سره په دائمی توګه دوزخيان بولم.
ښاغليه! دا څه مې چې بيان کړل دا ټول زما د زړۀ اواز دی او زما ذاتی عقيده ده او د خپلې هرې عقيدې لپاره کافی دلائل او د زړۀ اطمينان لرم. خو په چا يې تپل نه غواړم.
د شيعه او سنی د اختلافاتو په حقله درته بيا وايم چې وهابی ته هيڅ حق نشته چې په شيعه يا سنی باندې اعتراض وکړی ځکه چې د وهابيانو په عقيده دواړه کافران او مشرکان دی. دا حق يواځې سنی ته شته چې په شيعه باندې اعتراض ولری او له هغۀ نه پوښتنه وکړی او يا شيعه په سنی اعتراض ولری او له هغۀ نه په پوښتنه وکړی نوکه په ځينو مسائلو کښې په شيعه مذهب باندې سنی وروڼه څه اعتراضونه لرې او هغوی په سنيانو لری نو دا د ماشومانو او لارو کوڅو خبرې نه دی پکار دی چې په دغو باندې د شيعه ؤ او سنيانو لوی لوی او مستند عالمان کښينی او په سړه سينه، عالمانه توګه او ورورولۍ سره پرې بحث، مباحثه وکړی او عام خلق د هغو بحثونو له نتائجو نه خبر کړی. لکه څنګه چې په پخوا وختونو کښې د ستر سنی عالم او د مصر د الازهر جامعې د مشر علامه شېخ سليم البشری او د مشهور شيعه عالم علامه سيد شرف الدين موسوی ترمېنځ د خط و کتابت په ذريعې سره بحثونه وشول. او زما په خيال چې په څومره خلوص، مينې او ورورولۍ سره دغه مناظره شوې ده مثال يې نشته او حتی چې دغه مناظره د (( المراجعات )) په نوم په کتابی شکل کښې چاپ او د نړۍ په مختلفو ژبو کښې ترجمه او خپور شو.
خداپه پاکه! د خپل پاک حبيب حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغۀ د پاک آل په خاطر ټول انسانان او په خاصه توګه ټول مسلمانان په هغه لار روان کړی چې کومه لاره تا ته غوره ده. زمونږ لوی او واړۀ ګناهونه معاف کړې او زمونږ له زړونو نه نفرتونه، بغضونه او دښمنۍ تربګنۍ وباسې. او مونږ ته له دې موجوده فتنو او فسادونو نه امان راکړې او ټوله دنيا د امن زانګو وګرځې. آمين يا رب العالمين.
دعا ګو
انور شاهين خانخېل
په درنښت
د ښاغلی وهاج ساپی په نوم پرانېستے ليک/ ځما عقیده/انور شاهین خانخیل
و.افغان
03.08.2007
[color=white:3b200f8a45]ښاغلی انور شاهین خانخیل صاحب: مخکی له دی ستاسی په هغی لیکنی څه ولیکم، کومه مو چی ما ته متوجه کړیده، تاته یو یادونه کوم:
او هغه دا چه:
دټول افغان ویبپاڼه یو آزاده اسلامي پښتنو ویبپاڼه ده، تاسی که پښتو لپاره کار کوۍ، نو ټول به دی شکر یه کوي، ټول به دی مننه کوي، خو ټول افغان ویبپاڼه به انشاء الله دپښتنو دښمنو ته وخت ورنکړي، چی دپښتو او شعر په نوم، ایرانیزم، خمینزم، او نړیوال شیعیزم لپاره کار وکړي، تاسی که پښتون یاست، پښتو لپاره کار وکړۍ، دایران او نړیوال شیعیزم څخه تیر شۍ، کوم خلک چی دټولو مسلمانانو ویني څکلي، او اوس هم ورته تږي ناست دي، او کوښښ کوي چی خپل انقلاب په نورو نورو دولتونو کی وځیږوي.[/color:3b200f8a45]
زما عقيده
[color=black:3b200f8a45]د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه
زۀ خوشحال خټک په حُب د اهلبېتو
رافضی کــــړم، خارجی او اخـــراجـی[/color:3b200f8a45]
[color=red:3b200f8a45]انور شاهین خانخیله: دا شعر بیخي پر ځاي دی، او آل البیت محبت په مونږ فرض دی، او نه څوک دآل البیت په محبت رافضي کیږي، په دی کی امام شافعي رحمه الله په خپل شعر کی وايي:
لئن کان رفضا حب آل محمد
فلیشهد الثقلان أني رافضي
ژباړه: وايي که چیرې دمحمد صلی الله علیه وسلم له آل بیتو سره محبت رافضیتوب وي، نو ټول انس او جن دی په ما شاهد شي، چی زه رافضي یم، خو داسی نه ده.[/color:3b200f8a45]
ښاغلی وهاج صېبه!ښه چارې
ستا دواړه ايمېلونه راورسېدل. خو ما پکښې څه نوې خبره و نه ليده هم هغه زړې تکرار شوې خبرې دی.ټول دروغ،بهتانونه، د دروغو حوالې او نقلونه،
[color=white:3b200f8a45]محترم انور شاهین خانخیله: دبیلګی په توګه یو راپه ګوته کړه، چی هغه بهتان وي، یوه حواله را په ګوته کړه، چی هغه دروغ وي، یو نقل را په ګوته کړه، چی هغه صحي نه وي، منندوي به مو یم، البته په عمومیاتو او اخوا دیخوا خبرو نشی خلاصیدی.[/color:3b200f8a45]
خداے ګواه دے چې زۀ هم يو وخت کښې ستا غوندې بې لارې وهابی وم خو خداے پاک راباندې مهربانه شو او د خپلو اولياء کرامو، صالحانو او عارفانو لاره يې راته سمه کړه او د هغو زړو ناروا عقيدو لپاره له خداے پاک نه معافی او بخښنه غواړم.
که تا رښتیا هم مخکی ځما غوندی عقیده لرله، او بیا شیعه شوی يي، نو په دی یقین وکړه، چی له رڼا ګانو څخه دتورتمونو دنیا ته تللۍيي.
د شيعه او سنی، معتزله حنفی، شافعی، مالکی او حنبلی وغېره په حقله ستا ټولې خبرې هغه زړې خبرې دی چې له تېرو څوارلسو سوو کالو راهسې روانې دی او په يو بل پسې لګيا دی.
انور شاهین خانخیل صاحب: دلته خبری د عمومیاتو نه دي، که ځان جوګه بولۍ، له عمومیاتو تیر شۍ، او یوه خبره دبیلګي په څیر بحث ته راوړاندی کړه.
او پکښې د مسلمانانو ترمېنځ غټ غټ جنګونه شوی او په کښې د زرګونو خلقو حتی د صحابه کرامو (رض) او تابعينو وينې بهېدلی دی او د يو بل خبره يې نه ده منلې د [color=black:3b200f8a45]خداے د ګران رسول (ص) مشهور حديث مبارک دے چې زما په امت کښې به درې اويا [/color:3b200f8a45]فرقې جوړيږی يوه به پکښې ناجی جنتی وی او دوه اويا به پکښې دوزخی وی
[color=white:3b200f8a45]ښه انور شاهین خانخیل صاحب، تاسی په دی حدیث ښه پوره ایمان لرۍ، نو دا ووايۍ چی دنجات والا فرقه کومه یوه ده؟ ځکه شیعه او سني په یوه وخت دنجات فرقه نشي کیدلاي، ځکه دغه هره ډله ځانته اصول لري، داسی اصول لري، چی دجمعه کیدو امکان يي نشته، او که څوک يي جمعه کوي، لکه اور او اوبه چی جمعه کوي.[/color:3b200f8a45]
نن که مونږ وګوره نو په اسلام کښې د فرقو حد تقريبا دغه شمېر ته رسېدلے دے او هره فرقه او مسلک ځان هغه درې اويايمه فرقه ګڼی. شيعه او سنی خو لا پرېږده که ما درته د سنی مذهبونو بلکې حتی په يو مذهب کښې دننه د مختلفو مسلکونو د کتابونو په حوالو سره په يو بل د کفر، شرک او مرتد کېدو د فتوو فهرست راوسپړدو نو له هغو فتوو [color=black:3b200f8a45]نه به بې [/color:3b200f8a45]شمېره کتابونه جوړ شی. د شيعه مذهب په خلاف ستا يو نه ٩٩ په سلو کښې دروغ او بهتانونه دی.
[color=white:3b200f8a45]تاسی وایۍ چی ۹۹ په سلو کی بهتانونه دي، دبیلګي په توګه یو بهتان په ګوته کړۍ، زه چلینج درکوم، ثابت يي کړۍ، زه بیا هیڅکله لیکنی ته زړه ښه نه کړم.
دغه حقیقت دی، او دغه دشیعیزم اصول دي، چی ما بیان کړي دي، زه تا نه پیژنم، که ته يي شخصا معتقد نه يي، هغه بیله خبره ده، نو په هغه وخت بیا له تا څخه په درناوۍ هیله کیږي، چی دطاغوتي، دیکتاتور، ظالم، دمسلمانانو او دصحابه ددښمن دولت ایران، او دنړیوال شیعیزم د چوپړ څخه لاس په سر شي، او که دغه کار دی ونه کړ، نو په زغرده درته وایم، چی ستا عقیده همدغه دایراني شیعه ګانو ده، خو ته دلته پښتنو ته له تقيي څخه کار اخلی، کومه چی ستا ددین له اصولو څخه یو لوي اصل دی، او ایمان پری لرۍ.[/color:3b200f8a45]
البته يو خبره چې زۀ يې تائيدوم هغه دا چې هغوی د اهلبېتو د دولسو امامانو پېروی کوی او د هغوی په [color=black:3b200f8a45]طريقو باندې [/color:3b200f8a45]نمونځونه او عبادتونه کوی.
[color=white:3b200f8a45]دهغوي دامامت اعتقاد په څه معنا، توضیح غواړم، او په کتابونو باندی علمي حوالی غواړم، هیڅ باک نه کوي، زه ستاسی دکتابونو حوالی غواړم.
او بله دا چې له هغوکسانو څخه نفرت کوی او لعنت ورباندې وائی.
انور شاهین خانخیله: تاسی کوم یو سني یا چی تاسی يي وهابي بولۍ، چی یو آل البیت ته يي ښکنځل کړی وي، په یو کتاب در څخه یوه حواله غواړم، یوه بیلګه غواړم زیاتی نه، خو زه ستاسی لپاره په زرګونو بیلګی لرم، چی هغه ایراني بامبړان چی ته څلیرویشت ساعته په چوپړ اخته يي، خمیني او خامنیي درته یادم، رفسنجاني درته یادم، او دهغوي ټول شاګردان درته یادوم، هغوي په صحابه کرامو لــــــعنت وايي، ولی؟؟ ټولو صحابه کرامو ته پرته له څلورو مرتد وايي ولی؟؟
رفسنجاني خــــبیث دلته مدینی منوری ته راغلی وو، دابوبکر او عمر رضي الله عنه په قبرونو يي لاړی تو کړي، ولی؟؟ چی بیا دمسجد امام شیخ حذیفي ورباندی دجمعی په خطبه کی رد وکړ، زه نوری ستاسی له کتابو څخه په زرګونو بیلګی لرم، چی سنیانو ته نواصب وایۍ، نجس يي بولۍ، ولی؟؟[/color:3b200f8a45]
چې د خداے د ګران رسول (ص) له پرده کېدو نه پس يې د هغوی په پاکو اهلبېتو او د هغوی پېروکارو پسې راوخېسته، د هغوی په قتل عام، زندانی کولو، شکنجه کولو، له هغوی نه ژبې او لاسونه پښې پرې کولو او د هغوی سرونه پرې کولو او نېزو کښې ټومبلو او په بازارونو کښې ګرځولو يې لاس پورې کړ. چې د کربلا غمېزه د دغو غمېزو يو [color=black:3b200f8a45]غټ مثال [/color:3b200f8a45]دے او په دغو ظالمانو باندې يواځې شيعه او سنی نه بلکې هر حق پرست او درد لرونکے انسان لعنت وائی او زۀ هم ورسره ورباندې لعنتونه وايم او کافرو نه بدتر ګڼم.
[color=white:3b200f8a45]دکربلا غمیزي باره کی درته وایم، او هغو نورو غمیزو باره کی درته وایم، چی ټول سنیان په هغی خفه او غمجن دي، او په دی عقیده دی، چی په هغی حسين رضي الله عنه مظلوم شهید شو، او یزید ظالم وو، خو سنیان داسی نه کوي، چی معاوية رضي الله عنه کافر کړي، لکه تاسی چي يي کافروۍ، او نه یزید کافروي لکه تاسی يي چی کافروۍ، او لــــعنت پری وایۍ، لکه اوس چی تا پورته خپله اقرار کړی، بلکه ابو سفیان رضي الله عنه څه ګناه کړې، په هغه هم لـــــــعنت وایۍ، زه دبقیع الغرقد په مقبره کی ډیر په دعوتي کار بوخت ووم، له ډیرو ایراني شیعي بامبړانو څخه می کتابونه اخیستي، او اوس راسه په کور کی هم پراته دي، چی په هغی په ابوبکر ، عمر، عثمان، معاویة ، ابوسفیان رضي الله عنهم باندی هغوي لـــعنتونه ويلي دي، ولی؟؟
ته څنګه کوښښ کوی، چی دهغوي دا جنایات پټ کړې، او که خپله ددی معتقد نه يي، نو بیا ولی ددغه طاغوتي دولت ایران، او نړیوال شیعیزم لپاره دی، شپه او ورځ په ځان یوه کړی.[/color:3b200f8a45]
البته يوه نوې خبره مې ستا په خبروکښې دا وليده چې اوس دې له خپل وهابيت نه هم انکار وکړ په داسې حال کښې چې په سعودی عرب کښې د وهابيانو او آل سعود غټ مبلغ يې خو بيا هم د[color=black:3b200f8a45] خلقو [/color:3b200f8a45]په سترګو کښې خاورې شيندې او ځان د خداے پاک (ج) رسول پاک (ص)، اهلبېتوعظامو (ع) صحابه کرامو (رض) او اولياء کرامو (رح) سپکاوی کوونکې له دغې ډلې نه ژغورې.
[color=white:3b200f8a45]انور شاهین خانخیله: ما سره ددلیل په خــــــوله غږیږه، دغه چی ته يي کوی، هغه طفلانه خبری دي، تاسی ځما په ۲۶۰ لیکنو کی یوه لیکنه را په ګوته کړۍ، چی ما په کی آل سعود لپاره چوپړ وهلې وي، یوه لیکنه غواړم، او بیا هم درته وایم، چی ته وهابیت معنا کړه، چی وهابیت یعنی څه، خو په کتابونو به حوالی ورکوی، کوښښ مه کوه، چی خلکو سترګو کی خاوری وشيندی، خلک ډوډۍ خوری نه خاشاک.
او نه هم، ستاسی غوندی، دآل بیت منځ کی فرق کوم، تاسی خو یواځی فاطمة او دهغی اولاده آل البیت حسابوۍ، دنبی کریم صلی الله علیه وسلم، نوری لوریانی: ام کلثوم، زینب، رقیة، تاسی بیخي دهغه لوریانی نه حسابوۍ، ولی؟
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم ټولو بیبیانو ته ښکنځل کوۍ، او هغوي په آل او اهل کې نه حسابوۍ، ولی؟
زه دآل البیت سره محبت دخپل ایمان یو جزء لا ینفک ګڼم، او دغه رنګ عقیده دټولو سنیانو ده، خو دالوهیت یا علم الغیب مرتبی ته يي نه رسوم، [/color:3b200f8a45]
او نه يواځې ځان ژغورې بلکې هغه کسان هم چې زۀ او ټول سنی مسلمانان يې له ډېر نزدې نه پېژنی چې [color=black:3b200f8a45]وهابيان دی [/color:3b200f8a45]تۀ ورته سنيان وائی خو په هر حال دا د وهابيانو د تبليغاتو طريقه ده چې ځانونه په ظاهره سنيان ښئ او عقائد يې ټول د وهابيانو وی.
[color=white:3b200f8a45]انور شاهین خانخیله: تاسی ته زه چلینج درکوم، چی ما یوه کرښه را په ګوته کړۍ، چی ما دوهابیانو له کتابو څخه نقل کړې وي، یو بیلګه غواړم، ما خو ټول نقلونه ستاسی له کتابو کړي دي، او زه په خپل کور کی ستاسی یوه لویه موسوعه لرم، چی یو ایراني شیعي راته له ایران څخه راستولی، ما تاسی ته ویلي وو، چی تاسی باندی رد ۹۰ په سلو دحنفي مذهب علماوو کړۍ، او تاسی می تقریبا تر ۴۵ کتابو پوری کتابونه ذکر کړی وو، زه تاسی ته چلینج درکوم، چی له هغو کتابو څخه یو کتاب ثابت کړۍ، چی مؤلف ته يي وهابۍ ویل شوي وي، ټول حنفي مذهبه دي، او زه استفاده له هغوي نه کوم، ستاسی دعقیدي ګنګي چی څوک خلکو ته ښکاره کړي، نو بیا دغه رنګ ټاپی لګوۍ، خو خلک عقل لري، هوښیار دي، فکر کوي، بی مرجعه او بی مصدره خبره هغوي هیڅکله اهمیت نه لري، او نه به يي ولري.[/color:3b200f8a45]
روان
04.08.2007
وائې يو چا دبل څه و پوختله چې خدای اورسول څه سره کيژي نو هغه ورته وویل چې دا لوی خللک دي په هغوی به کارنلرې !
وهاج صیبه تا چې دافغانانو او پښتنو په مينځ کې دغه تازه د شیطنت او منافقت د افتراق لوبه را پیل کړېده نو څوک چې ښه ترها سوچ وکړي دې نتيجې ته رسيژي چې تاغوندي په څه پوهه احساساتي کسانو څه رنګه عربان ديوې ش و م ي او شيط ان ی هدف لپاره پلوري چې په ډير ظرافت سره خپله د نفاق منصوبه پلې کړي .
وهاجه وروره ددې ټولو بابو لالوسره چې دا څوارلس سوه کاله يې دانسانان و تباهي ته ملاتړلې ده تير شو او دغه ددېرشو کلو زموږ دولس د وينو تاريخ وګورو اوس باید په کاروي چې تاسو غوندی انسانان باید لږ شانی په دې پوه شۍ چې بايد دانسانانو ترمينځ د انسانیت زده کړه وشي . د هر دین اومذهب هدف انسانیت او و انسان ته خدمت او دهغه ښېګڼه ده و هغه ته درناوی دی. خو راشه په رڼو سترګو وګوره چې موږ په دې بازار کې څه وينو اوپه همدې اسلام کې چې دسولي اخوت او سلم دین دی دا موږ څومره بايد د سر د پرېکېدو د وحشت او بربريت صحنې پکې ووینو . آيا اسلام دغه وو چې مجاهدو د قدرت په وخت کې پلی کړ او که هغه وو چې طالبانو پلی کړ او يا په هغه رنډی خانو کې دي چې دپاکستان کې د اسلامي مدرسو تر څنګ سوداګري کوي . نن خواسلام په ظاهره وهري سياسي منافقي ډلي ته د خپلو مخالیفونو د سر دپرېکېدو او د بربريت دین دی او دا وټولو ادیانو ته د همداسی يو چلندچلنج ورکوي . نو زه دا ستا دومره اوږدې پرپړې څه وکړم چې کردار مو دشيطان خو خبري مو نورې دي ؟ په داسي رذالت او شیطانت داکاروان نور هم غ و ول کيږي. تاسودغه دوهابیت، دشیعه او سنی منصوبه داده نوې پړاو ته ننه باسئ اوس د ملحد او دمجاهد، د مجاهد او دطالب، دمسلمان او دکافر، د خلقی او دپرچمي ددې او دهغه جاسوس او لاسپوڅي، دشمال او دجنوب،د پښتون او دتاجک ، دهزاره او پاړسي وان د پښتون او دشيعه او د امريکا او د شوروي د ګوډاګيانو خبري خلاصي شوې اوس ستاسو او د نوروپه کارنامود وهابيت د حقانيت او ابطال منصوبه را پورته کیژي اوپردې به يوځل بيا ستا د عربستان د خېټه ورو نخشې زموږ وطن را ورانوي تر څو دغه زنکه بازه اوشرابخوره د غ و لو ډک عربان خوښ شي .وهاب دا لاره ترکستان ته تللې ده. خپله پوهه دي د پښتنو او افغانانو د يووالي په لاره کې په کار واچوه اوهغه بيا دبې سوادۍ او د تيارې پر غليم باندي ور و دانګوه .دا خبري نه زموږ مشکل دی او نه زموږ دغه اوسني مشکلات را حلوي خوښي هم نه را ته راوړي .
saleehzai
04.08.2007
روان صيب چيرته غلی کينه ، وايی دزرقدرزرګرسره وي ، وهاج صيب ليکنې ډيرې قيمتي
اوپه سرو زرو ارزي خوچي تاته يی اهميت نه دی معلوم دا نوبيا ستاخپله ګناه ده ، ته خو د
دانورشاهين خيل دشربتوپه جام کښ زهر نه ګوري چي په څومره چل اول سره خلک شيعه توب ته دعوتوي ، که تاسوته دواړه مهم نه وي نوبيالري ګرځه اودمسلمانانوپه داخلي چاروکښي ګوتي مه وهه ،پوهه شوي کنه ؟؟
اودوهاج صيب څخه هيله کيږي چي ليکنې لږي لنډي او وقفي وقفي سره وکړي ځکه اوږده
ليکنه ستاسووخت هم نيسي اولوستونکي يی هم د لوستلو توان نلري ، نوکه همد ومره اوږده
ليکنه څوبرخې اوڅو وختونوکښ وليکل شي نود ډيروخلکو له خوا به ولوستل شي
دوهم (وهاج صيب ) په ليکنه کښي بايد دتاسو او انور شاهينخيل ليکنوترمنځ فرق وشي او
يا دانورشاهينخل ليکنه بايد اقتباس شي ، ځکه کله کله چي تاسو دانورشاهينخيل ليکنه اقتبا س کوی نومونږ په حيرانتياسره فکرکوو چي وهاج صيب داڅه څه وايی ؟؟؟
هيله دا دوو ټکوته پام وکړی ٠
موضوع
و.افغان
04.08.2007
محترم او دقدر وړ صالح زۍ صاحب:
په خیر راغلۍ، خبره مو بیخي پر ځای ده، او آینده کی به ان شاء الله دیته پاملرنه وکړم،
که رښتیا راباندی وايي، نو دمکرر اقتباس کولو په طریقه صحي نه پوهیږم،
ځکه نو دغی ټولی اوږدی لیکنه خپلو خبرو ته ســــ.ـپین رنګ ورکړۍ، یوځای کی می سور رنګ ورکړۍ،
او دانور شاهین خانخیل خبری می په عادي تور رنګ پریښي دي.
ورور مو وهاج ساپې.
و.افغان
04.08.2007
[quote:ef6a8e0d8b="روان"]
وهاجه وروره ددې ټولو بابو لالوسره چې دا څوارلس سوه کاله يې دانسانان و تباهي ته ملاتړلې ده
اوهغه بيا دبې سوادۍ او د تيارې پر غليم باندي ور و دانګوه .دا خبري نه زموږ مشکل دی او نه زموږ دغه اوسني مشکلات را حلوي خوښي هم نه را ته راوړي .[/quote:ef6a8e0d8b]
روان صاحبه!
ماشوم درته نه وایم، ځکه چی ټول افغان کی لیکل کوې، خو دومره درته وایم، چی ستا دماغ ددی جوګه نه دي، چی ځما په خبرو دی سر خلاص شي.
خبری ستا له شـــیـــطانــت ډکی دي، شف شف نه شفتالو ووایه:
دغه ستا داسلامیت او ستا ددیانت خبره ده چی پورته ما ستاسی له لیکنی را نقل کړی، چی تاسی وایۍ:
ګواکی کی اسلام څوارلس سوه کاله دبشریت او انسانیت تباهۍ پسی راخیستي،
ووړکیه:
اسلام هغه دین دۍ، چی نړۍ ته يي عدل راووست، ظلم يي ختم کړ، دظالمانو لاسونه يي لنډ کړل.
ته ورشه تاریخ مطالعه کړه، چی داسلام نه مخکی کوم ظلمونه کیدل،او له اسلام څخه وروسته کوم عدالت منځ ته راغۍ په هغو منطقو کی چی اسلام ورباندی حاکمیت درلود.
زه نه غواړم، چی پښتنو کی یو نور اورونه بل شي، دپښتنو همدا غمونه بس دي، ځکه خو نه غواړم دشیعیت، خمینیت او ایرانیت شـــــیطاني لـــــکۍ هم دیخوا را اوږده شي، او په پښتنو کی ريښي پیدا کړي.
ګرانه:
دانور شاهین خانخیل لیکنی تاسی په اهل بیت ویبلاګ او جرګه کی وګورۍ، نوي په سلو کی ۹۰٪ ایرانیزم، خمینزم، آو نړیوال شیعیزم لپاره چوپړ دی، دخمیني او خامینيي لوي لوي عکسونه يي په کی ایښي دي.
خپل زهر په خورا ځیرکه طریقه پښتنو کی خوروي، چی هغی طریقو باندی ستاسی غوندی خلکو دماغ نه خلاصیږي، نو باید دخپلی بړستنی په اندازه خپی وغوځوي.
او دغه کار اهل کار ته پریږدی.
ستاسی له وروستي نصیحت څخه یو جهان مننه، ځما چی څومره وسعه کی ده هغه کوم، هر علم، هر ټکنالوجۍ، او هر پرمختګ ته خپل پښتانه ورونه هڅوم، او هر کله چی خبر شم، چی فلانۍ په فلانې ځاي دغه علم کوي، انجینری کوي، ډاکټري کوي، او داسی نور،
نو زه بیا له خوشحالۍ څخه په خپلو جامو کی نه ځاییږم.
خو هیڅکله به ځما قلم دیته وخت ورنکړي، چی څوک ځما په ګران وطن کی دالحادیت، عیسویت، ماسونیت، او یا شیعیت مفکوري پلې کړي.
ځکه چی زه په خپل دین، خپل قوم، او خپل وطن مین یم، او دغه ټول زه خپله معشوقه ګنم
او ددغه څیزونو لپاره هری قربانۍ ته تیار یم.
وهاج ساپی.
pattang
04.08.2007
روان صيب !
نوم ته دې چې ګورم نود اسې مانا سړی ترې اخلي چې روا ن ، روان دی :
يانې حرکت کوې ، له صفر نه پور ته ، له a نه b ته او دتمدن ، عقل ، منطق ،
ځيرکۍ ..... سره روان دی ، وا وا څه ښکلی نوم :===> د سر لخوا روان دی٠
خو که پورتنۍ ليکنې ته دې ګورم نو وايم چې دې زويمړي څه شی خوړلي چې
دلا ندې له خوا روان دی??
معذرت غواړم بي منطقي اوچالا کي زما ډېر بد ايسي.
ستا خبرې زه بيرته نه تکراره ومه ، خو دپنجشيريانو او دکرزي د حکومت لپاره
شه برابر سړۍ يې ٠
هغه کوم شی چې ساپی صيب ليکلي دي هغه روڼ حقيقت ، سترګې پرې پټول
خيانت اود اولس غلول دي:
A) ته څه پوهيږې چې ساپي صيب د و هابيتوب بيرغ اغيستی او که نوي نو
دا تهمت څه مانا ?
B) ايا هر سړی چې په عربو کې درس لوني نوهغه به وهابي کيږي ?
C) دعربو واکداران او شيخان خو ستا سو دنوي انډيوال (USA ) زاړه ملګري دي
نوته ولې دوی محکومه وې داخو خوشې غلول دي .
D) دا خو ستا سې زوړ شعاردی :" په غرب کې تحصيل کړي , ټول مرتجع اود نړۍ
وال کار ګري انقلاب دښمنان دي" خو دا شعار مواوس او هغه وخت يوه لويه
سابته لودګي را ختلې د ه٠
ته له اتفاقه څخه خبرې کوې ، زه له عدالت څخه :==> بې له عدالته ، اتفاق امکان
نلري او که بېله عدالته اتفا ق وي ، هغه به په زوريو تحميلي او يو مصنوعي اتفاق
وي اوعمر به يې ډېر لنډ وي٠
E : ايا هغه دولس کسان چې زمونږ له کلي يې بوولي او تر اوسه ورک دي هغه هېر
کړو? ايا هغه کسان چې په ټانکو پورې به يې تړل او ژوندي به به يې (ت-ر) م-رګه
پورې کشول هير کړو ? ايا هغه اوږده قبرونه چې په سلګونو او زرګونو انسانان
پکشې نيمه ژوندي خښ شوي هېر کړو ? ايا دهغو 50000 کابليانو وژنه او په
ښځو يې تجاوز هير کړو ? ايا په سرو کې دميخونه د ټک وهلو، يوه نوې اختراع
هېره کړو ?ايا د مزار ، قلعه جنګي او دښتې ليلې 21000 وژل شوي پښتانه هير کړو
٠?ايا د امريکايانو را وستل د خوشې ترور تر نامه لاندې او د ملک اشغالول او
دبېګناه انسانانو وژنه هېره کړو ?ايا د تېرې اونۍ (25.05.2007) دامريکايانو
بمباري چې 300 بې ګناه انسانان يې وژلي دي هېره کړو ??
ولې مو خلک بمباروي ، مونږ خو ترور ندی کړی او ولې زمونږ په داخلي کارو کې
لا س وهي ? هغوی چې ترور يې کړی ټول په خارج کې او سېدل يوه يې هم له
افغانستانه پرواز ندی کړی او نه د افغانانو د ترور د تړون لاس ليک چا ورسره
پيداکړی او يا چا ليدلی ?
انډيواله راځه چې يواري د عدالت تله اونورم وټاکو بيا به د اتفاق خبرې کوو.
په افغانستانکې هيځ وخت اتفاق نوو ، خوشې په زور تحميل شوی وو لکه اوس
چې دالرو په زور دتحميلېدو هڅه کيږي او ستا غوندې د لا ندې له خواڅخه روان
ورته پروپاګنده کوي٠ نوره خبره اوږدېږي بس دی٠
لمړی :عدالت + محکمه + حقوق ---------> او بيا اتفاق ٠