نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پتنګ را نقل شوﺉ خبر تحریفوي
momtaz
01.08.2007
ښاغلی پتنګ د خپل هدف لپاره رانقل شوي خبرونه تحریفوی، چې کیدای شی د ټول افغان پاڼې ته هم ستونزې را منځته کړي. نوموړي د [color=white:567ca52064]اشغالګراولاسپوڅی رژيم دترور په نامه ناحقه افغانان وژني او معنويات يې له منځه وړي[/color:567ca52064]تر عنوان لاندې بحث کې یو خبر له BBC څخه را نقل کړﺉ، خو د خبر عنوان ته یې بدلون ورکړﺉ دﺉ:
د بی بی سی دخبر عنوان دﺉ:
[color=blue:567ca52064]د پوليسو په جامو کې وسله والو کليوال وژلي[/color:567ca52064]
ښاغلي پتنګ د خبر له متن څخه ځانته عنوان جوړ کړﺉ او لیکلي دي:
[color=green:567ca52064]بي بي سي: په زابل کي پوليسو لس کليوال به چړو وژلي [/color:567ca52064][quote:567ca52064]
افغانستان په پنځو لروبر ولايتونو كې د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې شاوخوا د څلوېښت كسانو دوژل كيدو رپوټونه وركړل شوي چې ډيرى يې حكومتي اوولسي وګړي دي .
يوازې له سويل او سويل لوېديځو ولايتونو څخه په تېرو ٢٤ ساعتونو كې د ٣٣ كسانو دوژل كېدو راپورونه وركړل شوي دي.
په تر ټولو ناوړه پېښه کې د کابل كندهار لويې لارې ته نژدې په زابل کې رامنځته شوې چې د پوليسو په جامو کې وسله والو وروسته له هغه گڼ کليوال خلک په ډزو او چړو ووژل چې په سيمه کې پر يوۀ افغان امنيتي کاروان مرگونى بريد وشو.
د شاجوى د كوچنۍ خاكې په كلي كې په وروستۍ پېښه کې، د ځايي اوسېدونكو په وينا، لس كسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ځايي خلک وايي تېره شپه دكوچنۍ خاكې كلي ته وسله وال كسان راغلل او مخامخ يې پر ولسي خلکو ډزي وكړې او ځيني نور يې په برچو يا په چړو ووهل .
عيني شاهدان وايي چې په پېښه كې ځيني ديني عالمان هم وژل شوي دي. د زابل چارواكې هم دغه خبره مني چې دپوليسو په جامو كې نغښتي كسانو ولسي وګړي وژلي دي، خو چارواكي وايي چې دغه كسان پوليس نه دي.ځايي چارواکي د تېرې شپې د وژل شويو شمېره څلور او د ټپيانو درې كسان يادوي.
سيمه ييزو اوسېدونكو چې خپل ځينې ژوبل شوي كسان يې دكلات ښار ملكي روغتون ته راوړي بريد كوونكي دشاجوى دولسوالۍ امنيتي ځواكونه بولي. د همدغې ولسوالۍ دخاكې په كلي كې تېره ورځ دحكومت پلوه ملېشو پر يوه كاروان وسله وال بريد وشو، ديارلس كسان پكې ووژل شول او اته نور ټپيان شول.
چارواكې وايي چې په بريد كې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. خو د طالبانو يووياند قاري يوسف احمدي وايي چې وسله وال طالبان له دغې پېښي روغ رمټ وتلي دي.
دى وايي چې په بادغيس ولايت كې يې دځايي پوليسويوه امنيتي پوسته نيولې اوعسكر يې له ځان سره بېوولي دي. ورته پېښه دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې هم شوې ده. هلته دپوليسو پوسته د طالبانو له لورې خالي شوې. دپنځو كسانو مړي پاتې دي او يو په ټپي حالت كې موندل شوى دى.
چارواكې وايي چې د پوليسو د سيمه ييز قومندان په ګډون څو کسان ورک دي. دنيمروز امنيتي ځواكونه شك كوي چې دپوستې ځينو سرتېرو به له طالبانو سره لاس يو كړى وي او داپېښه يې نتيجه ده.
هاخوا په شمال ختيځ ولايت، نورستان، کې د يوه كس سر پرې كړى مړى موندل شوى دى. په کامدېش ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي چې اكثره ورته مړي دهغو كسانو وي چې طالبان يې جاسوسان بولي.
د غ**ي دقره باغ ولسوالۍ هم نن بيا دجګړې شاهده وه. هلته هم چارواكې وايي چې درې پوليس يې وژل شوي او څلور نور يې تپيان دي.
د افغانستان په ډېرى سيمو كې اوس دجنګ جګړو، چاودنو او د تاوتريخوالي پېښو لړۍ هغې كچي ته رسېدلې چې رسنيو ته يې هم راټولول خورا ګران كار دى.
له بي بي سي نه په مننه
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ[/quote:567ca52064][color=white:567ca52064][/color:567ca52064]
Re: پتنګ را نقل شوﺉ خبر تحریفوي
pattang
01.08.2007
[quote:fe43aafe46]ښاغلی پتنګ د خپل هدف لپاره رانقل شوي خبرونه تحریفوی، چې کیدای شی د ټول افغان پاڼې ته هم ستونزې را منځته کړي. نوموړي د [color=white:fe43aafe46]اشغالګراولا**وڅی رژيم دترور په نامه ناحقه افغانان وژني او معنويات يې له منځه وړي[/color:fe43aafe46]تر عنوان لاندې بحث کې یو خبر له BBC څخه را نقل کړﺉ، خو د خبر عنوان ته یې بدلون ورکړﺉ دﺉ:
د بی بی سی دخبر عنوان دﺉ:
[color=blue:fe43aafe46]د پوليسو په جامو کې وسله والو کليوال وژلي[/color:fe43aafe46]
ښاغلي پتنګ د خبر له متن څخه ځانته عنوان جوړ کړﺉ او لیکلي دي:
[color=green]بي بي سي: په زابل کي پوليسو لس کليوال به چړو وژلي [/color ][/quote:fe43aafe46]
ممتاز خانه ! ته ملا مت نه يې تاته دوه پښې خاد در کړې وې او اوس ګمان کوم چې
دوه نورې پښې cia او يا bnd درکړې وي، اوس نوپه ځلورو پښو روان يې ، ځه
خپل تجارت د کوه پر دې خبرو پسې مګرزه ، تاته خدای پاک يوه کمه ځيرکي هم نده
در کړې :
[quote:fe43aafe46]ښاغلی پتنګ د خپل هدف لپاره رانقل شوي خبرونه تحریفوی، چې کیدای
شی د ټول افغان پاڼې ته هم ستونزې را منځته کړي ??. [/quote:fe43aafe46]
lol په طاقت د ځلورو٠
له چ-ټ-لي څخه لاس واخله٠
momtaz
01.08.2007
پتنګه وروره ته په ناحق په ټینډکو شوې، لطفاً موضوع ته یو لږ توجه وکړه:
راځه چې دواړه عنوانونه سره مقایسه کړوو:
[color=blue:2dba72d45c]د پوليسو په جامو کې وسله والو کليوال وژلي [/color:2dba72d45c]
[color=green:2dba72d45c]بي بي سي: په زابل کي پوليسو لس کليوال به چړو وژلي [/color:2dba72d45c]
ګران لوستونکې دې قضاوت وکړي! آیا دغه دوه عنوانونه یو له بل سره توپیر نلري؟
زه وایم چې لري:
په لومړي عنوان کې چې د خبر اصلی عنوان دﺉ د پېښې عاملین مجهول دي، دو ی یواځې د پولیسو په جامو کې دي، خو څرګنده نده چې څوک دي. او دا هم څرګنده نده چې څو تنه قربانیان او په څه ډول وژل شوي دي او دپېښې ځای هم ښودل شوﺉ ندﺉ!
په دوهم عنوان کې چې د پتنګ له خوا لیکل شوﺉ دﺉ، د پېښې ځای زابل، د پېښې عاملین پولیس، د قربانیانو شمیر لس تنه چې په چړو وژل ښوي دي.
څنګه چې لیدل کېږي د دواړو عنوانونو ترمنځ لوی ټوپیر موجود دﺉ. که دا خبر د ښاغلي پتنګ له خوا لیکل شوﺉ وای، نوموړي کولای شوای هر څه چې وغواړي ولیکي، خو کله چې یو خبر له بلې منبع څخه اخلي یعنې اقتباس کوي، نو په دغه حالت کې په کار ده چې امانت داری رعایت او خبر تحریف نشي!
والسلام
و.افغان
01.08.2007
[quote:6912069550="momtaz"]پتنګه وروره ته په ناحق په ټینډکو شوې، لطفاً موضوع ته یو لږ توجه وکړه:
راځه چې دواړه عنوانونه سره مقایسه کړوو:
[color=blue:6912069550]د پوليسو په جامو کې وسله والو کليوال وژلي [/color:6912069550]
[color=green:6912069550]بي بي سي: په زابل کي پوليسو لس کليوال به چړو وژلي [/color:6912069550]
ګران لوستونکې دې قضاوت وکړي! آیا دغه دوه عنوانونه یو له بل سره توپیر نلري؟
زه وایم چې لري:
په لومړي عنوان کې چې د خبر اصلی عنوان دﺉ د پېښې عاملین مجهول دي، دو ی یواځې د پولیسو په جامو کې دي، خو څرګنده نده چې څوک دي. او دا هم څرګنده نده چې څو تنه قربانیان او په څه ډول وژل شوي دي او دپېښې ځای هم ښودل شوﺉ ندﺉ!
په دوهم عنوان کې چې د پتنګ له خوا لیکل شوﺉ دﺉ، د پېښې ځای زابل، د پېښې عاملین پولیس، د قربانیانو شمیر لس تنه چې په چړو وژل ښوي دي.
والسلام[/quote:6912069550]
ممتاز خانه وروره!
خفه نشي، لنډه منډه دی وهلی، خیر لږ سوچ او صبر کوه،
پتنګ صاحب اکثر دټول افغان او یا بینوا څخه خبرونه راخلي، او دغه خبر يي هم، دټول افغان له لومړي مخ څخه اخیستۍ،
ما خپله بي بي سي پاڼه نه ده کتلی،
خو پتنګ صاحب چی څنګه خبر راکاپی کړۍ، همدغه رنګ کټ مټ ټول افغان خور کړۍ، او حواله يي له مننی سره په بي بي بي سی ورکړی.
تاسی وګورۍ:
http://www.tolafghan.com/home/detail/7470
[color=white:6912069550]بي بي سي: په زابل کي پوليسو لس کليوال په چړو وژلي
عنايت الله کاکړ
٩ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-07-31 م
د افغانستان په پنځو لروبر ولايتونو كې د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې شاوخوا د څلوېښت كسانو دوژل كيدو رپوټونه وركړل شوي چې ډيرى يې حكومتي اوولسي وګړي دي .
يوازې له سويل او سويل لوېديځو ولايتونو څخه په تېرو ٢٤ ساعتونو كې د ٣٣ كسانو دوژل كېدو راپورونه وركړل شوي دي.
په تر ټولو ناوړه پېښه کې د کابل كندهار لويې لارې ته نژدې په زابل کې رامنځته شوې چې د پوليسو په جامو کې وسله والو وروسته له هغه گڼ کليوال خلک په ډزو او چړو ووژل چې په سيمه کې پر يوۀ افغان امنيتي کاروان مرگونى بريد وشو.
د شاجوى د كوچنۍ خاكې په كلي كې په وروستۍ پېښه کې، د ځايي اوسېدونكو په وينا، لس كسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ځايي خلک وايي تېره شپه دكوچنۍ خاكې كلي ته وسله وال كسان راغلل او مخامخ يې پر ولسي خلکو ډزي وكړې او ځيني نور يې په برچو يا په چړو ووهل .
عيني شاهدان وايي چې په پېښه كې ځيني ديني عالمان هم وژل شوي دي. د زابل چارواكې هم دغه خبره مني چې دپوليسو په جامو كې نغښتي كسانو ولسي وګړي وژلي دي، خو چارواكي وايي چې دغه كسان پوليس نه دي.ځايي چارواکي د تېرې شپې د وژل شويو شمېره څلور او د ټپيانو درې كسان يادوي.
سيمه ييزو اوسېدونكو چې خپل ځينې ژوبل شوي كسان يې دكلات ښار ملكي روغتون ته راوړي بريد كوونكي دشاجوى دولسوالۍ امنيتي ځواكونه بولي. د همدغې ولسوالۍ دخاكې په كلي كې تېره ورځ دحكومت پلوه ملېشو پر يوه كاروان وسله وال بريد وشو، ديارلس كسان پكې ووژل شول او اته نور ټپيان شول.
چارواكې وايي چې په بريد كې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. خو د طالبانو يووياند قاري يوسف احمدي وايي چې وسله وال طالبان له دغې پېښي روغ رمټ وتلي دي.
دى وايي چې په بادغيس ولايت كې يې دځايي پوليسويوه امنيتي پوسته نيولې اوعسكر يې له ځان سره بېوولي دي. ورته پېښه دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ كې هم شوې ده. هلته دپوليسو پوسته د طالبانو له لورې خالي شوې. دپنځو كسانو مړي پاتې دي او يو په ټپي حالت كې موندل شوى دى.
چارواكې وايي چې د پوليسو د سيمه ييز قومندان په ګډون څو کسان ورک دي. دنيمروز امنيتي ځواكونه شك كوي چې دپوستې ځينو سرتېرو به له طالبانو سره لاس يو كړى وي او داپېښه يې نتيجه ده.
هاخوا په شمال ختيځ ولايت، نورستان، کې د يوه كس سر پرې كړى مړى موندل شوى دى. په کامدېش ولسوالۍ کې ځايي خلک وايي چې اكثره ورته مړي دهغو كسانو وي چې طالبان يې جاسوسان بولي.
د غزني دقره باغ ولسوالۍ هم نن بيا دجګړې شاهده وه. هلته هم چارواكې وايي چې درې پوليس يې وژل شوي او څلور نور يې تپيان دي.
د افغانستان په ډېرى سيمو كې اوس دجنګ جګړو، چاودنو او د تاوتريخوالي پېښو لړۍ هغې كچي ته رسېدلې چې رسنيو ته يې هم راټولول خورا ګران كار دى.
له بي بي سي نه په مننه[/color:6912069550]
درويش
02.08.2007
[quote:d95a70648d="وهاج ساپی"]ما خپله بي بي سي پاڼه نه ده کتلی،
خو پتنګ صاحب چی څنګه خبر راکاپی کړۍ، همدغه رنګ کټ مټ ټول افغان خور کړۍ، او حواله يي له مننی سره په بي بي بي سی ورکړی.
[/color][/quote:d95a70648d]
ورورجانه خبره داده چې ټول افغان دغه خبر د بي بي سي څخه راخيستى دى او ناسم سرليک يې ورکړى دى. زه نه پوهېږم چې دا د ژورنالېزم کوم ډول اصول دي چې سړى دې له يو بل ځاى څخه خبر راواخلي، هغه خبر دې تحريف کړي او بيا دې لېنک هم پکې ورکړي چې وګوره دا خبر هاغه ځاى کې داسې دى او ما داسې کړى دى.
که ټول افغان ته دا ژورناليزم ښکاري نو مونږ ته دا د دراوغو او چټلياتو ډېران ښکاري. بايد ټول افغان د يوې مسئولې پاڼې په توګه دا ډول شيان نشر نکړي.
بله خبره ستا او پتنګ لپاره داده چې کوم څه راخلئ او اصلي منبع ورسره وي نو لږ يې ګورئ. که دغسې يوه ليکنه ما راخيستې وى او ستاسې خوښه شوې نه وى نو اوس به ټولو ملايانو چيغې وهلى چې ((نقل کفر کفر است)) خو پخپله چې هر څه کوئ، درواغ وايئ او که نور څه لړۍ، هغه ((کفر نيست)).
خوشحال دې غواړم
shokoor
02.08.2007
ګرانو دوستانو سلام علیکم
ما خو اصلاً دا خبر د بی بی سی په پاڼه کې پیدا نکړ!!
pattang
02.08.2007
[quote:1d34e8f610]بله خبره ستا او پتنګ لپاره داده چې کوم څه راخلئ او اصلي منبع ورسره وي نو لږ يې ګورئ. که دغسې يوه ليکنه ما راخيستې وى او ستاسې خوښه شوې نه وى نو اوس به ټولو ملايانو چيغې وهلى چې ((نقل کفر کفر است)) خو پخپله چې هر څه کوئ، درواغ وايئ او که نور څه لړۍ، هغه ((کفر نيست)).
خوشحال دې غواړم[/quote:1d34e8f610]
اول ملنګي وکړه بيا درويش شه ، چه نه پوهيږې څه جبر دی چې ځان مسخره کوې
هغه کار کوه چې مېوه ترې اخلې ، په رېګ کې جواري مکره ٠
درويش
02.08.2007
پتنګه دليل او منطق ته ستا دغه اوتې بوتې ځواب ددې ثبوت دى چې ته د علم او پوهې سره چېرې په خوا هم نه يې تېر شوى خو د يويشتمې پېړۍ تر ټولو لويه بدبختي داده چې ملايان او مداريان هم نېټ ته کېناستل او په اصطلاح "نړيوال" شول. ستا لپاره غوره کارونه دا وو چې يا دې د کندهار په کوڅو کې وظيفه ټولولى او يا دې د هند په کليوالو سيمو کې ماشومانو ته مار او نولى جنګولى.
که د خداى خاطر نه کوې د ملا عمر په خاطر يې درته وايم چې نور دا چټيــات په ټول افغان کې مه ليکه هر ځاى مه مرداروه