د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو یوبل تښتول شوی کوریایی وواژه

shokoor
31.07.2007

يو بل تښتول شوى کوريايي هم ووژل شو
غزنى
دزمري ٨مه، پژواک خبري اژانس

په غزني کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان خبر ورکړ چې ، له تښتول شويو کوريايانو څخه يې ، څو شيبې وړاندې يو بل تن هم وواژه .
دغه قوماندان ، چې نوم ښودلو ته يې زړه ښه نه کړ ، د زمري په اتمه ، د شپې نږدې لس بجې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ، دغه کوريايي يې شل دقيقې وړاندې وواژه .

[color=darkred:054ac9dbcd]نوموړي ، وژل شوى کوريايي د نرانو له ډلې څخه و باله او زياته يې کړه چې پنځه مرمۍ پر سر وويشتل شو .[/color:054ac9dbcd]

دغه سيمه ييز قوماندان ، که څه هم د وژل کېدو سيمه رسوا نه کړه ، خو د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ، پژواک ته وويل چې ، د وژل شوي کوريايي مړى يې د اندړو ولسوالۍ اړوند په چارديوال سيمه کې غورځولى دى .

نوموړي ، وژل شوى کوريايي د سونګ من ( Sung min ) په نوم ياد کړ .

بل خوا د طالبانو يو بل وياند قاري يوسف احمدي ، ګواښ کړى چې که غوښتنې يې ونه منل شوې ؛ نو پاتې ٢١ کوريايان به هم يو په بل پسې ووژني .

طالبانو تښتول شويو کوريايانو ته د ضرب الاجل د غځولو په لړ کې ، نن غرمه دولس بجې وروستۍ نېټه ټاکلې وه .

خو له ټاکل شوي وخت څخه وروسته داسې ګونګسې خپرې شوې چې ، ګوندې طالبان ددولت په خوښه د ضرب الاجل بيا غځولو ته چمتو دي .

احمدي ، دغه ګونګسې بې ځايه ونه ګڼلې ، خو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې بل کوريايي وواژه ؟ وويل :

(( نن دولت موږ سره په دې اړه هيڅ خبره ونه کړه . ))

د غزني د اندړو ولسوال عبدالرحيم ديسيوال ، هم وويل چې نن يې د يوه کوريايي دوژلو خبر ترلاسه کړى دى .

خو هغه زياته کړه چې تراوسه يې د وژل شوي کوريايي جسد نه دى موندلى .

بل خوا د قره باغ ولسوالۍ يوه امنيتي چارواکي ، پژواک ته وويل چې ددغې ولسوالۍ په جمال خيلو سيمه کې هم د دوه جسدونو د موندلو خبرونه ترلاسه شوي دي ، خو دا لا نه ده څرګنده چې د چا به وي ؟

طالبانو د چنګاښ په ٢٨ مه ، د سويلي کوريا ٢٣ تنه اتباع چې ١٥ يې ميرمنې دي ، د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه تښتولي وو چې ، په لومړيو ورځو کې يې ترې يو تن وواژه .

طالب جنګيالي ، د تښتول شويو کوريايانو د خوشې کولو په مقابل کې د خپلو اسيرانو خوشې کېدل او له افغانستان څخه د هغو کوريايانو ( ٢٠٠ تنه ) د وتلو غوښتنه کوي چې د ايتلاف په چوکاټ کې کار کوي .

ددغو کوريايانو د خوشې کولو په موخه له ګڼو لارو ، هڅې روانې دي خو تراوسه يې نتيجه نه ده ورکړې .

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى او پخوانى طالب قوماندان ملا عبدالسلام راکټي د يوه داسې پلاوي غړى دى ، چې ددغو کوريايانو د خوشې کولولپاره هڅه کوي .

خو هغه تېره ورځ له خپلو هڅو ناهيلي وښوده او وې ويل چې تراوسه يې خبرو اترو کومه نتيجه نه ده ورکړې .

شيراحمدحيدر او عبدالمعيد هاشمي


mehman
31.07.2007

این عمل ننگین طالب ها باعث بد نامی وشرمساری افغانستان در سراسر جهان شد.
شرم وننگ بر کسانیکه به بهانه های گوناگون عمل این آدم ربایان وحشی را توجیه نموده از ایشان دفاع مینمایند.
خداوندمتعال این وحشیان را به غضب خود گرفتار کند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more