وطن پال او نور ګټور شعرونه
خودکلامی
      مازدیګر
      31.07.2007
    
په ټول عمر به نه ښاد شی نه اباد
چه په کوم ملت کی نه وی  اتحاد
کله یو اوکله بل ګړنګ ته لویږی
دچنار پاڼی  شی ویی شیندی  باد
٢٠٠٧.٧.٣١
      مازدیګر
      01.08.2007
    
پخوانو به په ملکونو کړو یرغل
اوسنی په دماغونو کړی دا چل
داطلاع او دکلتور دی پردی شاته
په خپل سرکی درته جوړ کاندی مورچل
١/٨/٢٠٠٧
      مازدیګر
      03.11.2007
    
دبل مرګ او ژوند پری دواړه وی ارزان
غم هغه ګڼی چه ور یی شی په ځا ن
په دامځکه داسی ډیر دی نر او ښځې
تش په نوم بشر خویونه د حیوان
03-11-2007
      مازدیګر
      29.11.2007
    
اوس مړاوی شوی هغه وراني سترګي
له مستۍ ډکي او شیطاني سترګي
زموږ کوڅو کې نن صبا لیدې شي
له اندیښنو ډکي  حیراني سترګي
۲۷/11/۲۰۰۷
      مازدیګر
      17.12.2007
    
یوه لمبه غوندې می وګرزي ځیګر کی
سره تاونه یې محسوس کړمه په سر کی
چه له خپلو نه پردۍ خبري واورم
وایم زړه به می ټک وچوې ټټر کی
۲۰۰۷/۱۲/۱۷
      مازدیګر
      27.12.2007
    
نومیالې شي چي رسوا شي
مخور شی چي تنها شي
کم نصیب پښتون شاعره
ته چي خاوري شې بابا شي